وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا۟ وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُۥ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَٱخْشَوْنِى وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِى عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هر ځایه په هر وخت کې چې ووځې ته (اې محمده! سفر ته، او قصد د لمانځه وکړې) نو وګرځوه ته مخ خپل لوري د مسجد حرام ته (په لمانځه کې) او په هر ځای او هر وخت کې چې یاست (اې مومنانو) نو وګرځوئ خپل مخونه په لوري د هغې (کعبی)، د دې لپاره چې پر تاسي د خلکو (یعنې یهودانو او مشرکانو) هیڅ اعتراض نه وي مګر د هغو کسانو چې ظالمان دي له دوی ځینې نو له هغوی مه وېرېږئ، بلکې له ما څخه ووېرېږئ (او زما نافرماني مه کوئ!). او دې لپاره چې پوره کړم زه نعمت خپل پر تاسي (د هدایت) او ښايي چې تاسې (حق ته) لار ومومئ.