وَٱلَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَٰجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِىٓ أَنفُسِهِنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو کوم کسان چې ستاسي نه مړه شي او ښځې پرېږدي (کونډې ترې پاتې شي) دوی دې انتظار کوي پر خپلو ځانو څلور میاشتې او لس (ورځې او نکاح دې نه کوي). نو کله چې د دوی (د عدت) موده پوره شي، پس نشته هیڅ ګناه پر تاسي باندې په هغه کار کې چې کوي يې دا ښځی په (حق د) نفسونو خپلو کې په ښه توګه (له شرعي اصولو سره سم). او الله په هغه څه چې تاسي یې کوئ ښه خبر دی (نو جزا به پرې درکړي).