إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلْكِتَٰبِ وَيَشْتَرُونَ بِهِۦ ثَمَنًا قَلِيلًا أُو۟لَٰٓئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِى بُطُونِهِمْ إِلَّا ٱلنَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ ٱللَّهُ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه هغه کسان چې د الله د نازل کړل شوي کتاب شیان (حکمتونه) پټوي او پر هغو لږه (دنیایي) ګټه اخلي، نو دغه کسان خپلو خېټو کې له اور پرته بل څه نه خوري، او د قیامت په ورځ به الله له دوی سره خبرې و نه کړي (په خوښئ سره) او نه به دوی (له کفر څخه) پاک کړل شي او د دوی لپاره به دردناک عذاب وي.