caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت البقرة، آیت ۲۵

مدني · د نزول ترتیب ۸۷ · 2:25

وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ كُلَّمَا رُزِقُوا۟ مِنْهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقًا قَالُوا۟ هَٰذَا ٱلَّذِى رُزِقْنَا مِن قَبْلُ وَأُتُوا۟ بِهِۦ مُتَشَٰبِهًا وَلَهُمْ فِيهَآ أَزْوَٰجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو زیری ورکړه (ای محمده) هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی (په ټولو مؤمن به شیانو) او ښه (عملونه) یې کړي دي، چې بېشکه د دوی لپاره جنتونه دي چې د هغو (تر ماڼیو او ونو) لاندې ویالې بهېږي، هر کله چې له دې (جنتي مېوو) څخه دوی (جنتیانو) ته د رزق (خوړلو) لپاره (څه) ورکړل شي، نو دا (جنتیان) به وايي، دا هغه شان میوه ده چې موږ ته پخوا هم راکړل شوې وه او رابه وړلی شي دوی ته میوه هم رنګه (او په خوند کې سره بېله) او د دوی لپاره به په دغو (جنتونو) کې پاکې مېرمنې وي او دوی به په دغو (جنتونو) کې همېشه وي.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70