وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُم بِهِۦ مِنْ خِطْبَةِ ٱلنِّسَآءِ أَوْ أَكْنَنتُمْ فِىٓ أَنفُسِكُمْ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَٰكِن لَّا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّآ أَن تَقُولُوا۟ قَوْلًا مَّعْرُوفًا وَلَا تَعْزِمُوا۟ عُقْدَةَ ٱلنِّكَاحِ حَتَّىٰ يَبْلُغَ ٱلْكِتَٰبُ أَجَلَهُۥ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِىٓ أَنفُسِكُمْ فَٱحْذَرُوهُ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پر تاسي باندې هیڅ ګناه نه شته په هغه (کار) کې چې اشاره کوئ تاسي په هغه سره چې غوښتل (د هغو) ښځو دي (چې په عدت کې وي) یا (يې) پټ ساتئ په زړونو خپلو کې، الله تعالی پوهېږي چې بېشکه تاسې به دوئ (ښځې) یادې کړئ، خو له دوی سره په پټه (د نکاح) وعده مه کوئ، مګر دا چې غوره خبرې ورته وکړئ! (له شریعت او رواج سره سم) او تر هغو د نکاح تړلو قصد مه کوئ، ترڅو چې عدت خپلې ټاکلې (وروستۍ) نېټې ته ورسیږي. او پوه شئ! چې بېشکه الله تعالی عالم دی په هر هغه څه چې ستاسو په زړونو کې دي، نو له هغه څخه ووېرېږئ، او پوه شئ چې بېشکه الله بخښوونکی (او) صبر کوونکی دی.