caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت البقرة، آیت ۸۷

مدني · د نزول ترتیب ۸۷ · 2:87

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ وَقَفَّيْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ بِٱلرُّسُلِ وَءَاتَيْنَا عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱلْبَيِّنَٰتِ وَأَيَّدْنَٰهُ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ أَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُولٌۢ بِمَا لَا تَهْوَىٰٓ أَنفُسُكُمُ ٱسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerیقینًا یقینًا موږ موسٰی علیه السلام ته كتاب وركړى و او له هغه نه وروسته مو پرلپسې رسولان لېږلي وو، او موږ د مریمې زوى عیسٰی علیه السلام ته څرګندې نښې وركړې وې۔ او موږ هغه په پاك روح سره قوي كړى و، آیا نو كله چې به هم كوم رسول تاسو ته هغه (احكام) راوړل چې ستاسو نفسونو به نه خوښَوَل، تاسو به ډېره لويي وكړه؛ نو یوه ډله (د پېغمبرانو) مو دروغژنه وګڼله او بله ډله به مو ووژله.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70