caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت السجدة السجدة

۳۰ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۷۵

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓمٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالم [1]

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَنزِيلُ ٱلْكِتَٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد دې كتاب نازلېدلو کې شك نشته چې د مخلوقاتو د پالونكي لخوا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ بَلْ هُوَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّآ أَتَىٰهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا (کافران) وايي چې دې پېغمبر دا قران د ځان څخه جوړ كړى؟ نه، بلکې راتلل د دې قران ثابت دي ستا د رب له طرفه، دې لپاره چې ووېروې په دې قران هغه خلك چې له تا مخکې ورته وېرونكى نه دى راغلى، دې لپاره چې سمه لار ومومي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ مَا لَكُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَلِىٍّ وَلَا شَفِيعٍ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله هغه ذات دى چې آسمانونه، ځمكه او څه يې چې یې ترمنځه دي په شپږو ورځو كې پيدا کړي، بيا پر عرش پورته شو، ستاسي لپاره له هغه پرته څوك بچ کوونکی او سپارښتګر نشته، نو اّيا تاسي څه درس نه اخلئ؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ إِلَى ٱلْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِى يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُۥٓ أَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه له اسمانه ځمكې ته د (هر) كار سمبالښت كوي، بيا په هغه ورځ ده ته ورخيژي چې ستاسي په شمېره يې اندازه زر كاله ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ عَٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمدا ذات د پټو او څرګندو عالم، برلاسى او ډېر مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِىٓ أَحْسَنَ كُلَّ شَىْءٍ خَلَقَهُۥ وَبَدَأَ خَلْقَ ٱلْإِنسَٰنِ مِن طِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ذات چې ډېر ښه يې جوړ كړی دی هر شی، او پيل کړی یې دی پېدایښت د انسان له خټې نه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُۥ مِن سُلَٰلَةٍ مِّن مَّآءٍ مَّهِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا يې جوړ کړی نسل د هغه د راښکلی شوو اوبو سپکو نه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ سَوَّىٰهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِۦ وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې بيا يې سم برابر كړ او له خپل روح نه يې پوكى پكې وكړ، او تاسي ته يې د اورېدو، ليدو (قوتونه) او (فكر كولو) زړو نه دركړل، (خو) تاسو ډېر لږ شكر باسئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالُوٓا۟ أَءِذَا ضَلَلْنَا فِى ٱلْأَرْضِ أَءِنَّا لَفِى خَلْقٍ جَدِيدٍۭ بَلْ هُم بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ كَٰفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى وويل: آيا كله چې موږ په ځمكه كې (خاورو سره) ورك شو نو بيا به نوي پيدايښت كې منځ ته راشو؟ دوى خو له خپل رب سره د مخامخ کېدلو نه هم منكر دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ يَتَوَفَّىٰكُم مَّلَكُ ٱلْمَوْتِ ٱلَّذِى وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: د مرګ هغه ملايك به مو سا اخلي چې پر تاسو ګمارل شوى، بيا به د خپل رب په لور ګرځول كېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلْمُجْرِمُونَ نَاكِسُوا۟ رُءُوسِهِمْ عِندَ رَبِّهِمْ رَبَّنَآ أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَٱرْجِعْنَا نَعْمَلْ صَٰلِحًا إِنَّا مُوقِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه چېرته وګورې ته هغه وخت چې مجرمانو به خپل سرونه د خپل رب پر وړاندې ښکته کړي وي (وایې به): اې زموږ ربه! موږ (اوس هر څه) وليدل او واورېدل، نو بېرته مو وګرځوه چې سم كارونه وكړو، موږ بېشكه باور لرونكي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ شِئْنَا لَـَٔاتَيْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدَىٰهَا وَلَٰكِنْ حَقَّ ٱلْقَوْلُ مِنِّى لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ ٱلْجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه موږ غوښتي واى نو خامخا به مو هر كس ته د هغه لارښوونه وركړې وه خو زما له خوا دا خبره حق ثابته شوه چې زه به خامخا جهنم له پېريانو او انسانانو ټولو نه ډكوم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَذُوقُوا۟ بِمَا نَسِيتُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَآ إِنَّا نَسِينَٰكُمْ وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْخُلْدِ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو (اوس يې) خوند وڅكئ په دې چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخ کېدل مو هېر كړي وو، موږ هم تاسو هېر كړي ياست، او د هغو عملونو په وجه چې تاسو به كول ابدي عذاب وڅكئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِـَٔايَٰتِنَا ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا۟ بِهَا خَرُّوا۟ سُجَّدًا وَسَبَّحُوا۟ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerیقینا ایمان لري په آیتونو زموږ هغه کسان چې کله بیان شي دوی ته آیتونه، پریوځي سجده کوونکي او د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايي او دوی لویي نه کوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمْ عَنِ ٱلْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ يُنفِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاړخونه يې له بسترو څخه جلا کیږي، خپل رب له ډار او هېلې سره رابولي او څه مو چې ور روزي كړي له هغو نه لګښت كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّآ أُخْفِىَ لَهُم مِّن قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي، د هغو کړنو د بدلې په توګه چې دوى به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لَّا يَسْتَوُۥنَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا هغه څوک چې مومن وي د هغه چا په څېر دی چې نافرمان وي؟ برابریدلی نه شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَلَهُمْ جَنَّٰتُ ٱلْمَأْوَىٰ نُزُلًۢا بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهر هغه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي نو د هغوى د مېلمستيا لپاره د استوګنې جنتونه دي، د هغو عملونو په وجه چې دوى به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ فَسَقُوا۟ فَمَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ كُلَّمَآ أَرَادُوٓا۟ أَن يَخْرُجُوا۟ مِنْهَآ أُعِيدُوا۟ فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلنَّارِ ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان چې سرغړونه يې كړې نو د هغوى استوګنځى به اور وي، هر كله چې دوى ترې وتل غواړي، بېرته ورګرځول كيږي پكې او ورته ويل كيږي به (اوس) د هغه اور عذاب وڅكئ چې دروغ به مو ګڼلو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَدْنَىٰ دُونَ ٱلْعَذَابِ ٱلْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ به خامخا دوى ته د لوى عذاب [د اخرت عذاب] نه مخكې د نږدې عذاب [د دنیا عذاب] څه خوند ور وڅكو، تر څو هغوى راوګرځي ( له ګناهونو څخه).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِۦ ثُمَّ أَعْرَضَ عَنْهَآ إِنَّا مِنَ ٱلْمُجْرِمِينَ مُنتَقِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې د خپل رب په اّيتونو نصيحت ورته وشي بيا له هغه مخ واړوي، بېشكه موږ له مجرمانو غچ اخيستونكي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ فَلَا تَكُن فِى مِرْيَةٍ مِّن لِّقَآئِهِۦ وَجَعَلْنَٰهُ هُدًى لِّبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشکه موږ موسىٰ ته كتاب وركړى و، نو مه کیږه په شک کې د ملاقات د هغه نه او هغه مو د بنى اسرائيلو لپاره د لارښوونې وسيله ګرځولى و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يُوقِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغوی مو (څه كسان) امامان وګرځول چې زموږ په امر به يې لارښوونه كوله، هغه مهال چې دوى صبر وكړ او زموږ پر اّيتونو يې باور كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه ستا رب به د قيامت په ورځ د دوى ترمنځ د هغه څه پرېکړه كوي چې دوى پكې اختلاف كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْقُرُونِ يَمْشُونَ فِى مَسَٰكِنِهِمْ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ أَفَلَا يَسْمَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا دې خبرې دوى ته نه ده روښانه كړې چې موږ له دوى مخكې څومره قومونه تباه كړل چې (اوس يې) دوى په كورونو كې ګرځي، بې شکه په دې كې نښانې دي، نو آيا دوى نه اوري.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا نَسُوقُ ٱلْمَآءَ إِلَى ٱلْأَرْضِ ٱلْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهِۦ زَرْعًا تَأْكُلُ مِنْهُ أَنْعَٰمُهُمْ وَأَنفُسُهُمْ أَفَلَا يُبْصِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا دوى نه ګوري چې موږ د وچې ځمكې په لور اوبه روانوو بيا په هغو سره فصل راوباسو چې د دوى څاروي يې هم ترې خوري او خپله هم، نو آيا (دا) نه ويني؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلْفَتْحُ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوی وایې چې کله به وي دا فیصله که تاسو رښتیني یاست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ يَوْمَ ٱلْفَتْحِ لَا يَنفَعُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِيمَٰنُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerووايه: د پرېکړې په ورځ خو به كافرانو ته د هغوى ايمان هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به هغوى ته څه مهلت وركول كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَٱنتَظِرْ إِنَّهُم مُّنتَظِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو مخ واړوه له دوی نه او انتظار كوه، یقینا دوى هم انتظار كوونكي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70