کور › سورتونه › سورت الأحزاب
سورت الأحزاب الأحزاب
۷۳ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۹۰
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ ٱتَّقِ ٱللَّهَ وَلَا تُطِعِ ٱلْكَٰفِرِينَ وَٱلْمُنَٰفِقِينَ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای نبي (همیشه) ویره کوه له الله تعالی څخه او د کافرانو او منافقانو خبره مه منه، بې شکه الله تعالی ډېر پوهه حکمتونو والا دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّبِعْ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تابع اوسه د هغه چې وحې کیږي تا ته له طرفه د رب ستا نه، بې شکه الله ستاسو پر عملونو خبردار دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پر الله بروسه كوه او هماغه الله د كار جوړونكي په توګه بس دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّا جَعَلَ ٱللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِى جَوْفِهِۦ وَمَا جَعَلَ أَزْوَٰجَكُمُ ٱلَّٰٓـِٔى تُظَٰهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَٰتِكُمْ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَآءَكُمْ أَبْنَآءَكُمْ ذَٰلِكُمْ قَوْلُكُم بِأَفْوَٰهِكُمْ وَٱللَّهُ يَقُولُ ٱلْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِى ٱلسَّبِيلَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله د يو سړي ګوګل (سینه) كې دوه زړونه نه دي ايښي او نه يې ستاسو هغه مېرمنې چې تاسو ميندې ورته ويلي وي، ستاسي (اصلي) ميندې ګرځولې، او نه يې ستاسو په زویتوب بللي ستاسي (اصلي) زامن ګرځولي، دا هسې ستاسي د خولې خبره ده او الله حق وايي او همغه سمه لار ښايي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱدْعُوهُمْ لِـَٔابَآئِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ ٱللَّهِ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوٓا۟ ءَابَآءَهُمْ فَإِخْوَٰنُكُمْ فِى ٱلدِّينِ وَمَوَٰلِيكُمْ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَآ أَخْطَأْتُم بِهِۦ وَلَٰكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى د خپلو پلرونو په نامه وبولئ، د الله پر وړاندې همدا پوره انصاف دى، خو كه پلرونه يې نه پېژنئ نو په دين كې خو ستاسي ورونه او دوستان دي. او په څه كې چې تاسي خطا شوي ياست څه ګناه درباندې نشته، خو هغه څه چې زړونو مو قصد كړى وي (ګناه ده) او الله بخښونكی مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلنَّبِىُّ أَوْلَىٰ بِٱلْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ وَأَزْوَٰجُهُۥٓ أُمَّهَٰتُهُمْ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِى كِتَٰبِ ٱللَّهِ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُهَٰجِرِينَ إِلَّآ أَن تَفْعَلُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَوْلِيَآئِكُم مَّعْرُوفًا كَانَ ذَٰلِكَ فِى ٱلْكِتَٰبِ مَسْطُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (دا) نبي پر مومنانو له خپلو ځانو هم زيات حق لرونكى دى او د هغه مېرمنې د دوى ميندې دي او د الله كتاب كې د خپلوۍ څښتنان يو پر بل ډېر حق لرونكي دي نظر له نورو مومنانو او مهاجرينو، مګر كه تاسي له خپلو دوستانو سره څه ښېګڼه وكړئ، همدا په كتاب كې ليكل شوي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ مِيثَٰقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍ وَإِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَٰقًا غَلِيظًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه مهال چې موږ له پېغمبرانو او له تا، نوح، ابراهيم، موسى او د مريمې زوى عيسى نه لوظ واخيست، او ښه پوخ لوظ مو ترې واخيست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّيَسْـَٔلَ ٱلصَّٰدِقِينَ عَن صِدْقِهِمْ وَأَعَدَّ لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابًا أَلِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څو له ریښتينو څخه د هغوى د ریښتیا پوښتنه وكړي، او كافرانو ته خو يې دردوونکی عذاب چمتو كړى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَآءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې مومنانو د الله (هغه) نعمت درياد كړئ چې كله تاسي ته لښكرې راغلې نو موږ پر هغوى سيلۍ او داسې لښكرې را واستولې چې تاسي نه ليدلې او الله ستاسي په كړو وړو ښه ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ جَآءُوكُم مِّن فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ ٱلْأَبْصَٰرُ وَبَلَغَتِ ٱلْقُلُوبُ ٱلْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِٱللَّهِ ٱلظُّنُونَا۠
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې هغوى تاسي ته له پاسه او لاندې خوا نه راغلل، او کله چې سترګې كږې شوې او زړونه ستونو ته راورسېدل او په الله مو راز راز ګمانونه وكړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُنَالِكَ ٱبْتُلِىَ ٱلْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا۟ زِلْزَالًا شَدِيدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هملته مومنان وازمايل شول او په سختو لړځولو سره ولړځول شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ يَقُولُ ٱلْمُنَٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ إِلَّا غُرُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې منافقانو او هغو چې زړونو كې یې ناروغي ده، وويل: موږ سره الله او د هغه رسول پرته له تېرېستلو (دوکې) د بل څه ژمنه نه ده كړې!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَت طَّآئِفَةٌ مِّنْهُمْ يَٰٓأَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَٱرْجِعُوا۟ وَيَسْتَـْٔذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ ٱلنَّبِىَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِىَ بِعَوْرَةٍ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې د هغوى يوې ډلې وويل: اې د يثرب خلكو ستاسي د ټينګې ځاى نشته بېرته وګرځئ، او يوه (بله) ډله يې پېغمبر نه (د تللو) اجازه غواړي وايي: بې شکه زموږ كورونه تش پراته دي، او حال دا چې هغه تش نه وو، هغوی له تېښتې پرته څه نه غوښتل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِم مِّنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا۟ ٱلْفِتْنَةَ لَـَٔاتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا۟ بِهَآ إِلَّا يَسِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه د مدينې له شاوخوا پر دوى (لښكرې) ورننوځي، بيا فتنه (كفر يا شرک) ترې وغوښتل شي، خامخا به يې تر سره كړي، او څه ځنډ به پكې ونه كړي مګر لږ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ كَانُوا۟ عَٰهَدُوا۟ ٱللَّهَ مِن قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ ٱلْأَدْبَٰرَ وَكَانَ عَهْدُ ٱللَّهِ مَسْـُٔولًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه دوى لا مخكې الله سره لوظ كړى و چې هيڅكله به (جګړه كې) شا نه ګرځوي او د الله سره شوې ژمنه پوښتل کېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُل لَّن يَنفَعَكُمُ ٱلْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ ٱلْمَوْتِ أَوِ ٱلْقَتْلِ وَإِذًا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: كه تاسي له مرګ يا وژنې وتښتئ، نو دا تېښته به هيڅ ګټه درته ونه كړي او بيا به د ژوند ګټه هم درنكړل شي مګر لږ (وخت).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ مَن ذَا ٱلَّذِى يَعْصِمُكُم مِّنَ ٱللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوٓءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه هغه څوك دى چې تاسي له الله نه وژغوري، كه چېرې هغه څه بدي يا رحمت درته وغواړي؟ او هغوى به الله نه پرته خپل ځانته نه كوم دوست ومومي نه مرستندوى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَدْ يَعْلَمُ ٱللَّهُ ٱلْمُعَوِّقِينَ مِنكُمْ وَٱلْقَآئِلِينَ لِإِخْوَٰنِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا وَلَا يَأْتُونَ ٱلْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه الله تاسو څخه هغه كسان ښه پېژني چې (له جهاد نه) ايسارول كوي او خپلو ورونو (ملګرو) ته وايي: موږ خواته راځئ، او هغوى جګړې ته ډېر لږ راځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ فَإِذَا جَآءَ ٱلْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَٱلَّذِى يُغْشَىٰ عَلَيْهِ مِنَ ٱلْمَوْتِ فَإِذَا ذَهَبَ ٱلْخَوْفُ سَلَقُوكُم بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى ٱلْخَيْرِ أُو۟لَٰٓئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا۟ فَأَحْبَطَ ٱللَّهُ أَعْمَٰلَهُمْ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى ستاسو په هكله بخيلان دي، خو كله چې وېره راشي نو بيا به يې وينې چې سترګې يې چورلي او داسې درته ګوري لكه د مرګ بيهوشي چې پرې راغلې وي، خو كله چې ډار ختم شي نو په خپلو تېرو ژبو سره تاسي غندي، په خير كې ډېر بخيلان دي، هغوى ايمان نه دى راوړى، نو الله يې عملونه برباد كړل او دا الله ته (ډېره) اسانه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَحْسَبُونَ ٱلْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا۟ وَإِن يَأْتِ ٱلْأَحْزَابُ يَوَدُّوا۟ لَوْ أَنَّهُم بَادُونَ فِى ٱلْأَعْرَابِ يَسْـَٔلُونَ عَنْ أَنۢبَآئِكُمْ وَلَوْ كَانُوا۟ فِيكُم مَّا قَٰتَلُوٓا۟ إِلَّا قَلِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى ګومان كوي چې لښكرې (د مشركانو) بېرته نه دي تللې، او كه دا لښكرې بيا راشي نو خوښوي دوی چې كاشكې دوى په مېرو كې له كوچيانو سره واى (او) ستاسي د حالاتو پوښتنې يې كولاى، او كه دوى په تاسي كې موجود هم واى نو ډېر لږ به جنګېدلي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِى رَسُولِ ٱللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلْيَوْمَ ٱلْـَٔاخِرَ وَذَكَرَ ٱللَّهَ كَثِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه تاسي لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښائسته پېروي شته، د هغه چا لپاره چې د الله او د اّخرت له ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا رَءَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلْأَحْزَابَ قَالُوا۟ هَٰذَا مَا وَعَدَنَا ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَصَدَقَ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّآ إِيمَٰنًا وَتَسْلِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې مومنانو هغه لښكرې وليدې ویې ویل: دا خو هماغه دي چې الله او رسول يې موږ سره ژمنه كړې وه، الله او رسول يې ریښتيا ويلي وو، او پرته له ايمان او تابعدارۍ يې د هغو بل څه ور زيات نه كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا۟ مَا عَٰهَدُوا۟ ٱللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا۟ تَبْدِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له مومنانو ځينې داسې (نران) سړي هم شته چې په كوم شي يې الله سره لوظ كړى و هغه يې ریښتيا كړ، نو ځينو خو يې خپل نذر (منخته) پوره كړ (شهیدان شول)، او ځينې يې لا انتظار كوي او هيڅ كوم بدلون يې ونكړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّيَجْزِىَ ٱللَّهُ ٱلصَّٰدِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ ٱلْمُنَٰفِقِينَ إِن شَآءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دې لپاره چې الله ریښتينو ته د هغوى د ریښتیا بدله وركړي او منافقانو ته يې كه خوښه وه عذاب وركړي او يا يې توبه قبوله كړي، بې شكه الله بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَرَدَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا۟ خَيْرًا وَكَفَى ٱللَّهُ ٱلْمُؤْمِنِينَ ٱلْقِتَالَ وَكَانَ ٱللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله كافران له غوسې سره داسې بېرته وګرځول چې هيڅ ګټه يې ترلاسه نكړه او له جګړې څخه الله مومنان وساتل، او الله زورور برلاسى دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنزَلَ ٱلَّذِينَ ظَٰهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله د اهل كتابو هغه خلك له خپلو كلاګانو راكوز كړل چې د هغوى (مشركانو) مرسته يې كړې وه، او په زړونو كې يې وېره ورواچوله، نو يوه ډله مو وژله او بله مو بندې كوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَٰرَهُمْ وَأَمْوَٰلَهُمْ وَأَرْضًا لَّمْ تَطَـُٔوهَا وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغوى زمكه، كورونه او مالونه يې تاسي ته په ميراث دركړل، او هغه زمكه هم چې تاسو نه وه لتاړ (پښو لاندې) كړې او الله په هر څه قادر واکمن دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّأَزْوَٰجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه چې كه تاسي د دنيا ژوند او د هغې د ښكلا سامان غواړئ نو راشئ چې څه نا څه شيان دركړم او په ښه ډول مو رخصت كړم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَٱلدَّارَ ٱلْـَٔاخِرَةَ فَإِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَٰتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه تاسي الله، د هغه رسول او د اّخرت كور غواړئ نو بې شكه الله له تاسو څخه نېك عمل کوونکو ته ستر اجر چمتو كړى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰنِسَآءَ ٱلنَّبِىِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَٰحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَٰعَفْ لَهَا ٱلْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې د پېغمبر مېرمنو! له تاسي که څوك يو څرګند ناوړه كار وكړي نو د هغې لپاره به عذاب دوه برابره شي او دا الله ته (ډېره) اّسانه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتَعْمَلْ صَٰلِحًا نُّؤْتِهَآ أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له تاسې څخه چې هر څوك الله او د هغه رسول ته غاړه كيږدي او ښه كارونه وكړي نو اجر به يې دوه ځلې وركوو او هغې ته مو غوره روزي چمتو كړې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰنِسَآءَ ٱلنَّبِىِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ ٱلنِّسَآءِ إِنِ ٱتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِٱلْقَوْلِ فَيَطْمَعَ ٱلَّذِى فِى قَلْبِهِۦ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې د نبى مېرمنو تاسي د نورو ښځو په څېر نه ياست، كه له الله وېره لرئ نو په خبرو كې نرمي (لچک) مه كوئ، چې بيا به هغه څوک په تمه شي چې په زړه كې يې مرض وي او سمه (زيږه) خبره كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَرْنَ فِى بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ ٱلْجَٰهِلِيَّةِ ٱلْأُولَىٰ وَأَقِمْنَ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتِينَ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِعْنَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ ٱلرِّجْسَ أَهْلَ ٱلْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خپلو كورو كې اوسئ او د لومړني جاهليت په څېر خپل ښايست مه څرګندوئ او بشپړ لمونځ كوئ، زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول خبره منئ، په حقيقت كې الله غواړي چې له تاسي ګناه لرې كړي ای (د نبي) كور والاوو، او ښه مو پاك كړي په پاکولو سره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱذْكُرْنَ مَا يُتْلَىٰ فِى بُيُوتِكُنَّ مِنْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ وَٱلْحِكْمَةِ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ياد کړئ د الله هغه آيتونه او حكمت (نبوي احاديث) چې ستاسي په كورونو كې لوستل كيږي، بې شکه الله په رازونو پوه خبردار دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلْمُسْلِمِينَ وَٱلْمُسْلِمَٰتِ وَٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتِ وَٱلْقَٰنِتِينَ وَٱلْقَٰنِتَٰتِ وَٱلصَّٰدِقِينَ وَٱلصَّٰدِقَٰتِ وَٱلصَّٰبِرِينَ وَٱلصَّٰبِرَٰتِ وَٱلْخَٰشِعِينَ وَٱلْخَٰشِعَٰتِ وَٱلْمُتَصَدِّقِينَ وَٱلْمُتَصَدِّقَٰتِ وَٱلصَّٰٓئِمِينَ وَٱلصَّٰٓئِمَٰتِ وَٱلْحَٰفِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَٱلْحَٰفِظَٰتِ وَٱلذَّٰكِرِينَ ٱللَّهَ كَثِيرًا وَٱلذَّٰكِرَٰتِ أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې، مومنان نارينه او مومنې ښځې، امر منونكي نارينه او امر منونكې ښځې، ريښتيني نارينه او ريښتونې ښځې، صبر كوونكي نارينه او صبر كوونكې ښځې، (د الله پر وړاندې) سرټيټوونكي نارينه او سرټيټوونكې ښځې، صدقه وركوونكي نارينه او صدقه وركوونكې ښځې، روژتيان نارينه او روژ تيانې ښځې، د خپلو شرمځايونو ساتونكي نارينه او ساتونكې ښځې، د الله ډېرډېر يادوونكي نارينه اود الله يادوونكې ښځې، دا (لس ډوله) خلك هغه كسان دي چې الله هغوی لپاره بخښنه او لوی اجر چمتو كړی دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ ٱلْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَٰلًا مُّبِينًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې الله او د هغه رسول د څه كار پرېکړه وكړي، نو هيڅ مومن او مومنې لره نه ښایي چې په خپلو کارونو کې خپله خوښه ولري، او څوك چې له الله او د هغه له رسوله سرغړونه وكړي، نو هغه بې لارې شو په يو څرګند بې لاريتوب سره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِىٓ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَٱتَّقِ ٱللَّهَ وَتُخْفِى فِى نَفْسِكَ مَا ٱللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى ٱلنَّاسَ وَٱللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَىٰهُ فَلَمَّا قَضَىٰ زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَٰكَهَا لِكَىْ لَا يَكُونَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِىٓ أَزْوَٰجِ أَدْعِيَآئِهِمْ إِذَا قَضَوْا۟ مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ مَفْعُولًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې ويل تا هغه چا ته چې پېرزوينه كړې ده الله پر هغه او پیرزوینه کړې ده تا پر هغه: خپله مېرمن دې وساته او له الله وېوېرېږه، تا په خپل زړه كې هغه څه پټول چې الله يې څرګندوونكى و او ته له خلكو وېرېدې په داسې حال كې چې الله ډېر وړ دى چې ترې وډار شې، بيا نو كله چې زيد ترې خپله اړتيا پوره كړه هغه مو تا ته په نكاح كړه تر څو پر مومنانو د زوى بلليو [متبنی] په مېرمنو كې څه ستونزه نه وي، كله چې هغوى ترې خپله اړتيا پوره كړې وي، او د الله (دا) حكم هرومرو كېدونكى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّا كَانَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ ٱللَّهُ لَهُۥ سُنَّةَ ٱللَّهِ فِى ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلُ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر نبي (عليه السلام) د هغه كار هيڅ ګناه نشته چې الله ورته ټاكلى، په مخكې تېر شوو خلكو كې هم د الله همدا کړنلاره وه او د الله حكم يو ټاكل شوى مقرر حكم دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَٰلَٰتِ ٱللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُۥ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا ٱللَّهَ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه كسان چې د الله پيغامونه رسوي او ترې ډاريږي او له الله پرته له بل چا نه ډاريږي او الله ښه حساب كوونكى بس دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَٰكِن رَّسُولَ ٱللَّهِ وَخَاتَمَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center محمد (صلۍ الله عليه واله وسلم) ستاسي له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى مګر هغه د الله رسول او خاتم (وروستی) د پېغمبرانو دى، او الله د هر شي علم لرونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! یادوئ الله په ډېرو یادولو سره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او سبا بېګا يې پاکي بيانوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى يُصَلِّى عَلَيْكُمْ وَمَلَٰٓئِكَتُهُۥ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ وَكَانَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همغه ذات دى چې پر تاسي رحمت نازلوي او ملایک درته بخښنه غواړي دې لپاره چې له تيارو مو رڼا ته را وباسي او هغه پر مومنانو ډېر مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُۥ سَلَٰمٌ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په كومه ورځ چې له هغه سره مخامخ كيږي، هر كلى به يې په سلام وي او هغوى ته يې پتمن اجر چمتو كړى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَرْسَلْنَٰكَ شَٰهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اۍ پېغمبره! موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكی ليږلى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَدَاعِيًا إِلَى ٱللَّهِ بِإِذْنِهِۦ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله تعالی ته بلونکی د هغه په حکم سره او روښانه څراغ (يې).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَضْلًا كَبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او مومنانو ته زېرى وركړه چې د الله لخوا د هغوى لپاره لويه پېرزوينه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تُطِعِ ٱلْكَٰفِرِينَ وَٱلْمُنَٰفِقِينَ وَدَعْ أَذَىٰهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د كافرانو او منافقانو خبره مه منه، ضرر يې پرېږده او پر الله بروسه كوه او الله كار جوړوونكى بس دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا نَكَحْتُمُ ٱلْمُؤْمِنَٰتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې مومنانو كله چې تاسي مومنانې په نكاح كړئ بيا يې طلاقې كړئ مخكې له دې چې لاس ور وړئ (کوروالی وکړئ) نو بيا تاسي لپاره پر هغوى كوم عدت نشته چې شمېرئ به يې، نو هغوى ته یوه جوړه جامه وركړئ او په ښه توګه يې رخصت كړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِنَّآ أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَٰجَكَ ٱلَّٰتِىٓ ءَاتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّٰتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَٰلَٰتِكَ ٱلَّٰتِى هَاجَرْنَ مَعَكَ وَٱمْرَأَةً مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِىِّ إِنْ أَرَادَ ٱلنَّبِىُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةً لَّكَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِىٓ أَزْوَٰجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې نبي! بېشكه موږ ستا هغه مېرمنې درته حلالې كړې دي چې تا يې مهرونه وركړي، او هغه وينځې چې الله په غنيمت دركړې دي، او ستا د تره لوڼې، د ترور لوڼې، د ماما لوڼې د توړۍ ګانو هغه لوڼې دې چې له تا سره يې هجرت كړى او يوه مومنه ښځه كه خپل ځان نبي (علیه السلام) ته وبخښي، كه چېرې نبي (عيله السلام) د هغې نكاح كول وغواړي، دا هم يوازې ستا لپاره نه د نورو مومنانو لپاره، بېشكه موږ ته هغه (احكام) معلوم دي چې د هغوى د مېرمنو او وينځو په اړه مو ورباندې ټاكلي دي، دې لپاره چې پر تا كومه سختي نه وي، او الله ډېر بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تُرْجِى مَن تَشَآءُ مِنْهُنَّ وَتُـْٔوِىٓ إِلَيْكَ مَن تَشَآءُ وَمَنِ ٱبْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَآ ءَاتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِى قُلُوبِكُمْ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ستا خوښه چې کومه یوه روسته کوې او کومې یوې ته ځای ورکوې له ځان سره د بیبیانو څخه دې، او له هغو چې تا یو طرف ته كړي [له نوبت څخه]، كه بېرته يې [په نوبت کې شاملول] وغواړې، نو پر تا كومه ګناه نشته، په دې كې ډېره وړتيا ده چې د هغوى سترګې يخې شي، خپګان ونكړي او په هغه څه خوښې اوسي چې هغوى ټولو ته دې وركړي دي، الله ته هغه څه معلوم دي چې ستاسي په زړونو كې دي او الله ډېر پوه زغم والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّا يَحِلُّ لَكَ ٱلنِّسَآءُ مِنۢ بَعْدُ وَلَآ أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَٰجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ رَّقِيبًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له دې وروسته تا ته نورې ښځې نه دي روا، او نه دا چې د هغوى په بدل كې نورې ښځې وكړې، كه څه هم د هغوى ښايست دې ډېر خوښ شي پرته له هغه وینځو چې ته یې څښتن شوی یې او الله پر هر څه ساتونكى (څارونكى) دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَدْخُلُوا۟ بُيُوتَ ٱلنَّبِىِّ إِلَّآ أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَٰظِرِينَ إِنَىٰهُ وَلَٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَٱدْخُلُوا۟ فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَٱنتَشِرُوا۟ وَلَا مُسْتَـْٔنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِى ٱلنَّبِىَّ فَيَسْتَحْىِۦ مِنكُمْ وَٱللَّهُ لَا يَسْتَحْىِۦ مِنَ ٱلْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَٰعًا فَسْـَٔلُوهُنَّ مِن وَرَآءِ حِجَابٍ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا۟ رَسُولَ ٱللَّهِ وَلَآ أَن تَنكِحُوٓا۟ أَزْوَٰجَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦٓ أَبَدًا إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِندَ ٱللَّهِ عَظِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! د نبي (عليه السلام) كوټو ته مه ننوزئ پرته له دې چې د څه خوراك اجازه درته وشي، په داسې حال كې چې د پخېدو انتظار به يې نه كوئ، خو كله چې وبلل شوئ نو ورننوځئ او چې خوراك مو وكړ، نو بيا خپاره شئ او د خبرو څخه د خوند اخیستلو لپاره مه كېنئ، دا كار نبي (عليه السلام) ته تكليف رسوي خو هغه له تاسي حيا كوي، او الله له حق (ويلو) حيا نه كوي، او كله چې له هغوى (بيبيانو) مو څه سامان غوښتلو نو د پردې تر شا يې وغواړئ، دا (کړنلاره) ستاسو او د هغوى د زړونو لپاره ډېره پاكيزه ده او ستاسو لپاره روا نه ده چې د الله رسول ته څه تكليف ورسوئ او نه هيڅكله دا چې له هغه وروسته يې مېرمنې په نكاح كړئ، په رېښتیا د الله پر وړاندې دا لويه ګناه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن تُبْدُوا۟ شَيْـًٔا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسي كه کوم څه ښكاره كړئ يا يې پټ كړئ، الله پر هر شي عالم دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِىٓ ءَابَآئِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآئِهِنَّ وَلَآ إِخْوَٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ إِخْوَٰنِهِنَّ وَلَآ أَبْنَآءِ أَخَوَٰتِهِنَّ وَلَا نِسَآئِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُهُنَّ وَٱتَّقِينَ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (د پيغمبر صلي الله عليه وسلم د بيبيانو لپاره) په دوې هېڅ باك نشته چې د هغو پلرونه، د هغو زامن، د هغو ورونه، د هغو ورېرونه، د هغو خوريونه، د هغو انډيوالانې ښځې او دهغو وينځې مريونه (كورونو ته ورشي)، (ای ښځو!) تاسي بايد د الله له نافرمانۍ ډډه وكړئ، الله پر هر څه ناظر دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱللَّهَ وَمَلَٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ صَلُّوا۟ عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بیشکه الله او پرښتې یې د الله درود وایي (رحمت لیږی) پر نبي، ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی دی! درود ووایاست پر هغه (نبي) او سلام (پرې) ووایاست په سلام ویلو سره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِينًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په رېښتيا هغه كسان چې الله او د هغه رسول ازاروي، الله په دنيا او آخرت كې پرې لعنت كړى، او هغوى ته يې سپكوونكى عذاب چمتو كړى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتِ بِغَيْرِ مَا ٱكْتَسَبُوا۟ فَقَدِ ٱحْتَمَلُوا۟ بُهْتَٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه كسان چې مومنان او مومنانې ځوروي پرته له څه ګناه چې هغوى كړې وي، نو بېشكه هغوى لوى درواغ او څرګنده ګناه باروي [کسب یې کړه].
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّأَزْوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَٰبِيبِهِنَّ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای نبي خپلو مېرمنو، لوڼو او د نورو مومنانو ښځو ته ووايه چې خپل پړوني دې پر ځان راخپروي، دا كار ډېر نږدې دی چې هغوى وپېژندل شي، نو نه به ځورول كيږي او الله (ډېر) بخښونكي مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّئِن لَّمْ يَنتَهِ ٱلْمُنَٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَٱلْمُرْجِفُونَ فِى ٱلْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَآ إِلَّا قَلِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه دا منافقان او هغه كسان چې په زړونو كې يې ناروغي ده او په مدينه كې بدې اوازې خپرونكي (اوس هم) ايسار نه شول نو موږ به خامخا تا ورباندې مسلط كړو بيا به دې هلته پرته له كمې مودې (ډېر) ګاونډي توب ونكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوٓا۟ أُخِذُوا۟ وَقُتِّلُوا۟ تَقْتِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center رټلي به وي، چېرته چې وموندل شول ګيريږي به او سخت به وژل كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سُنَّةَ ٱللَّهِ فِى ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلُ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ ٱللَّهِ تَبْدِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همدا د الله تګلاره ده په هغو خلكو كې هم چې مخكې تېر شوي او ته به هيڅكله د الله د تګلارې څه بدلېدل ونه مومې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَسْـَٔلُكَ ٱلنَّاسُ عَنِ ٱلسَّاعَةِ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ ٱللَّهِ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ ٱلسَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خلك دې له قيامته پوښتي، ورته وايه: علم يې بس الله سره دى او ته څه خبر يې ښايي قيامت نېږدې وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱللَّهَ لَعَنَ ٱلْكَٰفِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه الله كافران رټلي او جهنم يې ورته چمتو كړى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا لَّا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همیشه به وي به هغې کې همیشه، نه به مومي دوست او نه مرستندوی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِى ٱلنَّارِ يَقُولُونَ يَٰلَيْتَنَآ أَطَعْنَا ٱللَّهَ وَأَطَعْنَا ٱلرَّسُولَا۠
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ درپه یاد کړه چې اړولای او راړولای به شي مخونه د دوی په اور کې، او وایي به: ارمان چې د الله خبره مو منلې واى او د رسول پيروي مو كړې واى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ رَبَّنَآ إِنَّآ أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَأَضَلُّونَا ٱلسَّبِيلَا۠
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وايي به: موږ خو د خپلو سردارانو او لويانو خبره ومنله چې (دا دى) لاره يې رانه وركه كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبَّنَآ ءَاتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ ٱلْعَذَابِ وَٱلْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زموږ ربه! هغوى ته له عذابه دوه برابره (برخه) وركړه او په ستر لعنت يې ورټه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ ءَاذَوْا۟ مُوسَىٰ فَبَرَّأَهُ ٱللَّهُ مِمَّا قَالُوا۟ وَكَانَ عِندَ ٱللَّهِ وَجِيهًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! د هغو خلکو په څېر مه كيږئ چې موسىٰ ته يې تكليف ورسولو چې بيا الله د هغوى له خبرو د هغه صفايي (هم) وركړه او هغه خو د الله پر وړاندې (ډېر) مخور و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَقُولُوا۟ قَوْلًا سَدِيدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مومنانو! له الله ووېرېږئ او سمه خبره كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَٰلَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ستاسي كارونه به سم كړي، او ګناهونه به مو دروبخښي او چا چې الله او د هغه د رسول خبره ومنله نو په رېښتيا هغه برى وموند، لوى برى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا عَرَضْنَا ٱلْأَمَانَةَ عَلَى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱلْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا ٱلْإِنسَٰنُ إِنَّهُۥ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه موږ (خپل) امانت آسمانونو، ځمكې او غرونو ته وړاندې كړ نو هغوى يې له وړلو انكار وكړ او ترې ووېرېدل (خو) انسان هغه په غاړه واخيست. رښتيا چې هغه ډېر ظالم او ناپوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّيُعَذِّبَ ٱللَّهُ ٱلْمُنَٰفِقِينَ وَٱلْمُنَٰفِقَٰتِ وَٱلْمُشْرِكِينَ وَٱلْمُشْرِكَٰتِ وَيَتُوبَ ٱللَّهُ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتِ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًۢا
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر څو الله منافقان او منافقانې او مشركان او مشركانې په عذاب كړي او د مومنانو نارينه او ښځو توبه قبوله كړي او الله بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت السجدة
سورت سبإ ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.