کور › سورتونه › سورت المؤمنون
سورت المؤمنون المؤمنون
۱۱۸ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۷۴
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ قَدْ أَفْلَحَ ٱلْمُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له شکه هغه مومنان بريالي شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ هُمْ فِى صَلَاتِهِمْ خَٰشِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوی (مومنان) چې په خپلو لمونځونو کې عاجزي کوونکي ویریدونکي دي (له الله تعالی څخه).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ هُمْ عَنِ ٱللَّغْوِ مُعْرِضُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې له چټياتو ډډه كونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَوٰةِ فَٰعِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې زكات ورکوونکي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَٰفِظُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه كسان چې د خپلو شرم ځايونو ساتونکي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا عَلَىٰٓ أَزْوَٰجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له مېرمنو او وينځو يې چې په هغو كې دوى د ملامتۍ وړ نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَنِ ٱبْتَغَىٰ وَرَآءَ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْعَادُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو چا چې ولټاوه پرته لدې نه نو همدغه کسان له حد نه تېریدونکي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ هُمْ لِأَمَٰنَٰتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَٰعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې د خپلو امانتونو او ژمنو خيال ساتونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَوَٰتِهِمْ يُحَافِظُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې (تل) د خپلو لمونځونو ساتنه كوي
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْوَٰرِثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همدوى وارثان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَرِثُونَ ٱلْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې په ميراث كې به فردوس ومومي اوپه هغې كې به د تل لپاره هستوګن وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ مِن سُلَٰلَةٍ مِّن طِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شکه پیدا کړی موږ انسان له چاڼ کړی شوې خټې نه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ جَعَلْنَٰهُ نُطْفَةً فِى قَرَارٍ مَّكِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو هغه د يو څاڅكي په بڼه محكم خوندي ځاى كې كېښود.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ خَلَقْنَا ٱلنُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا ٱلْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا ٱلْمُضْغَةَ عِظَٰمًا فَكَسَوْنَا ٱلْعِظَٰمَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَٰهُ خَلْقًا ءَاخَرَ فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ أَحْسَنُ ٱلْخَٰلِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو هغه څاڅكى د وينې يوه ټوټه وګرځوله، بيا مو هغه ټوټه د غوښې يوه بوټۍ وګرځوله، چې له بوټۍ مو هډوكي پيدا كړل نو هډوكو ته مو غوښه ور واغوستله، بيا مو هغه يو بل مخلوق جوړ كړ نو الله ډېر بركتناك دى، تر ټولو غوره پيدا كوونكى دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ إِنَّكُم بَعْدَ ذَٰلِكَ لَمَيِّتُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا له هغه وروسته تاسو هرومرو مړه كېدونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ تُبْعَثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به تاسو هرومرو د قيامت په ورځ راپاڅول كيږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَآئِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ ٱلْخَلْقِ غَٰفِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ ستاسي د پاسه اوه لارې جوړې كړې دي او (تر هغو لاندې) مخلوق څخه موږ بې خبره نه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنزَلْنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۢ بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّٰهُ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِنَّا عَلَىٰ ذَهَابٍۭ بِهِۦ لَقَٰدِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له ااسمانه مو په يوه ټاكلې اندازه اوبه را اوورولې او هغه مو په ځمكه كې ودرولې او په له منځه وړلو يې هم بې شکه موږ قادر يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَنشَأْنَا لَكُم بِهِۦ جَنَّٰتٍ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَٰبٍ لَّكُمْ فِيهَا فَوَٰكِهُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو تاسو ته په هغو سره د كجورو او انګورو باغونه پيدا كړل چې په هغو كې ستاسي لپاره ډېرې مېوى دي او له همدغو نه تاسو خوراك كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَآءَ تَنۢبُتُ بِٱلدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْـَٔاكِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ونه موهم پيدا كړه چې له ښایسته غر څخه راوځي، د خوړونكو لپاره له غوړيو او ترکارۍ سره را زرغونيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ لَكُمْ فِى ٱلْأَنْعَٰمِ لَعِبْرَةً نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِى بُطُونِهَا وَلَكُمْ فِيهَا مَنَٰفِعُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او رېښتيا چې ستاسي لپاره په څارويو كې هم يو درس شته، چې د هغو په خیټو كې څه دي، له هغو موږ تاسو ته يو (پاك) شى درڅښو او تاسو ته په هغو كې ډېرې ګټې دي او خوراك هم ترې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَلَيْهَا وَعَلَى ٱلْفُلْكِ تُحْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په دغو (څارويو) او بېړئ باندې بارول كېږئ هم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦ فَقَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥٓ أَفَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه موږ نوح د هغه خپل قوم ته ورواستلو نو ورته ويې ويل: ای زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم بل معبود نشته، اّيا تاسو نه وېرېږئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَالَ ٱلْمَلَؤُا۟ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ مَا هَٰذَآ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُرِيدُ أَن يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَأَنزَلَ مَلَٰٓئِكَةً مَّا سَمِعْنَا بِهَٰذَا فِىٓ ءَابَآئِنَا ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د هغه د قوم هغو سردارانو – چې كافر شوي وو وويل: دا ستاسو په شان يو انسان نه پرته بل څه نه دى! غواړي چې پر تاسي لوړتيا ولري او الله خو كه غوښتي واى نو پرېښتې به يې رالېږلې وې، دا خبره خو مو پخوانيو پلرونو كې هم نه وه اورېدلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌۢ بِهِۦ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوا۟ بِهِۦ حَتَّىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه بل څه نه دى مګر يو داسې سړى چې په هغه ليونتوب دى نو تر يو څه وخته هغه ته انتظار وكړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ ٱنصُرْنِى بِمَا كَذَّبُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نوح وويل: ای زما پالونکيه! پرهغه څه مې مرسته وکړه چې هغوی پرې درواغجن وګڼلم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ أَنِ ٱصْنَعِ ٱلْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا فَإِذَا جَآءَ أَمْرُنَا وَفَارَ ٱلتَّنُّورُ فَٱسْلُكْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ ٱثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ ٱلْقَوْلُ مِنْهُمْ وَلَا تُخَٰطِبْنِى فِى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغه ته مو وحې وكړه چې زموږ تر څارنې لاندې یې او زموږ په وحى بېړۍ جوړه كړه کله چې زموږ امر راغی او تنور وخوټېد، نو له ټولو (ځناورو) څخه جوړه جوړه، دوه دوه ورننباسه او خپله كورنۍ هم، پرته له هغه چا چې په اړه يې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او چا چې ظلم كړى، د هغوی په اړه له ماسره خبره مه كوه، هغوى يقيناً ډوبېدونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِذَا ٱسْتَوَيْتَ أَنتَ وَمَن مَّعَكَ عَلَى ٱلْفُلْكِ فَقُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى نَجَّىٰنَا مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې ته او هغه څوك چې درسره وي، پر بېړۍ سم برابر شوئ نو بيا ووايه چې هغه الله لره ستاينه ده چې موږ يې له ظالمانو وژغورلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقُل رَّبِّ أَنزِلْنِى مُنزَلًا مُّبَارَكًا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْمُنزِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ووايه پروردګاره! ما په بركتناك ځاى كې ښكته كړه او ته ډېر ښه ځاى وركوونكى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ وَإِن كُنَّا لَمُبْتَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بې شكه موږ خامخا ازمېښت كوونكي یو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَنشَأْنَا مِنۢ بَعْدِهِمْ قَرْنًا ءَاخَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا موږ له هغو وروسته نور قومونه راپورته كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَرْسَلْنَا فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥٓ أَفَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو په هغوی كې مو له هغوى څخه رسول واستولو چې الله ولمانځئ، ستاسو لپاره له هغه پرته بل معبود نشته، آيا تاسو نه وېرېږئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِلِقَآءِ ٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَتْرَفْنَٰهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا مَا هَٰذَآ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يَأْكُلُ مِمَّا تَأْكُلُونَ مِنْهُ وَيَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغه د قوم هغو مشرانو چې کفر يې کړی و، له آخرت سره مخامخ كېدل يې دروغ ګڼلي وو او د دنيا په ژوند كې مو سو كاله كړي وو، داسې وويل: دغه ستاسو په شان له يو انسان پرته بل څه نه دى، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او هغه څه څښي چې تاسو يې څښئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَئِنْ أَطَعْتُم بَشَرًا مِّثْلَكُمْ إِنَّكُمْ إِذًا لَّخَٰسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه ستاسو په شان يو بشر ته مو غاړه كېښوده نو بيا به تاسو هرومرو تاوانيان ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَيَعِدُكُمْ أَنَّكُمْ إِذَا مِتُّمْ وَكُنتُمْ تُرَابًا وَعِظَٰمًا أَنَّكُم مُّخْرَجُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغه دا ژمنه درسره كوي چې كه تاسو كله مړه او خاورې او هډوكي شوئ نو (بيا به) را اېستل كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَيْهَاتَ هَيْهَاتَ لِمَا تُوعَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center لرې ده، بيخي لرې ده دغه ژمنه چې له تاسي سره كېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنْ هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا ٱلدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نور څه نه دي، همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او (تر څه وخته) ژوند كوو، خو بيا ژوندي راپورته كېدونكي نه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا وَمَا نَحْنُ لَهُۥ بِمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا هم يوازې داسې يو سړى دی چې پر الله يې درواغ تړلي او موږ يې منونكي نه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ ٱنصُرْنِى بِمَا كَذَّبُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وويل (نوح) ای زما پالونکيه! پرهغه څه مې مرسته وکړه چې هغوی پرې درواغجن وګڼلم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ عَمَّا قَلِيلٍ لَّيُصْبِحُنَّ نَٰدِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې فرمايل: لږ وخت وروسته به هغوى هرومرو پښېمانه شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّيْحَةُ بِٱلْحَقِّ فَجَعَلْنَٰهُمْ غُثَآءً فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس ونیول په پاى کې دوی لره له حق سره سم يوې سترې چغې او موږ هغوى نيزوړو غوندې وغورځول، ايسته دې وي ظالم قوم!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَنشَأْنَا مِنۢ بَعْدِهِمْ قُرُونًا ءَاخَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو له هغوى وروسته نور ولسونه را پيدا كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَـْٔخِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نشي مخکې کیدلی هیڅ قوم له خپلې مقررې وعدې او نه ترې وروسته پاتې کیدلی شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا كُلَّ مَا جَآءَ أُمَّةً رَّسُولُهَا كَذَّبُوهُ فَأَتْبَعْنَا بَعْضَهُم بَعْضًا وَجَعَلْنَٰهُمْ أَحَادِيثَ فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو پرله پسې خپل رسولان واستول، كله به چې يو قوم ته د هغوى رسول ورغلو، هغه به يې درواغجن وباله، نو موږ هم يو پر بل پسې تباه كړل، تر دې چې له هغوى مو افسانې جوړې كړې نو تباهي (يا له رحمته لرې والى) دې وي پر داسې خلكو چې ايمان نه راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ وَأَخَاهُ هَٰرُونَ بِـَٔايَٰتِنَا وَسُلْطَٰنٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو موسىٰ او ورور يې هارون له خپلو نښانو او ښكاره دليل سره ولېږل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ قَوْمًا عَالِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فرعون او سردارانو ته يې، خو هغوى لويي وكړه او دوى كبرجن خلك وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَالُوٓا۟ أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَٰبِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغوى وويل: آيا موږ پر داسې دوو کسانو ايمان راوړو چې زموږ غوندې انسانان دي او قوم يې زموږ مريان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَذَّبُوهُمَا فَكَانُوا۟ مِنَ ٱلْمُهْلَكِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيايې هغوى دواړه درواغجن وګڼل؛ نو له تباه کېدونکو وګرځېدل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه موسىٰ ته مو كتاب وركړ تر څو هغوى سمه لار ومومي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَعَلْنَا ٱبْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُۥٓ ءَايَةً وَءَاوَيْنَٰهُمَآ إِلَىٰ رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَمَعِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ د مريم زوى او مور يې نښانه وګرځول او هغوى ته مو په يوه داسې هسكه ځمكه كې ځاى وركړ چې د كراري او روانو چينو والا وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلرُّسُلُ كُلُوا۟ مِنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَٱعْمَلُوا۟ صَٰلِحًا إِنِّى بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای رسولانو! له پاكو شيانو خوراك كوئ او سم عملونه وكړئ (د قران او سنت موافق)، بې شکه زه پر هغه څه ښه پوه يم چې کوئ يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ هَٰذِهِۦٓ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَأَنَا۠ رَبُّكُمْ فَٱتَّقُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همدغه ستاسو امت يو امت دى او زه مو پالونکی يم را څخه ووېرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَقَطَّعُوٓا۟ أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو بيا يې خپل دين سره ټوټه ټوټه كړ، هرې ډلې سره چې څه وو پرهماغه خوشحاله وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَذَرْهُمْ فِى غَمْرَتِهِمْ حَتَّىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تر يوې نېټې يې په خپل غفلت كې همداسې ډوب پرېږده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَيَحْسَبُونَ أَنَّمَا نُمِدُّهُم بِهِۦ مِن مَّالٍ وَبَنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا دوى دا انګېري چې موږ په مالونواولادونو كې له دوى سره مرسته كوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
نُسَارِعُ لَهُمْ فِى ٱلْخَيْرَٰتِ بَل لَّا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې موږ د هغوى لپاره په ښېګڼه كې هڅه كوو؟ نه، بلكې هغوى نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ هُم مِّنْ خَشْيَةِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه هغه خلك چې د خپل پالونکي له وېرې لړزېدونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ هُم بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې د خپل پالونکي پر آيتونو ايمان راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ هُم بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې له خپل پالونکي سره څه نه شريكوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يُؤْتُونَ مَآ ءَاتَوا۟ وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَىٰ رَبِّهِمْ رَٰجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې وركوي، څه چې وركوي حال دا چې زړونه يې په دې وېره کې وي چې دوى د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ يُسَٰرِعُونَ فِى ٱلْخَيْرَٰتِ وَهُمْ لَهَا سَٰبِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همدا خلك په ښېګڼو كې منډې ترړې وهي او همدوى ور وړاندې كېدونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا وَلَدَيْنَا كِتَٰبٌ يَنطِقُ بِٱلْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ هيڅوك د هغه له توانه پورته نه مکلفوو، او له موږ سره يو داسې كتاب دى چې رېښتيا بيانوي او په دوى به هيڅ ظلم ونه شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ قُلُوبُهُمْ فِى غَمْرَةٍ مِّنْ هَٰذَا وَلَهُمْ أَعْمَٰلٌ مِّن دُونِ ذَٰلِكَ هُمْ لَهَا عَٰمِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو د هغوى زړونه له دې څخه په غفلت كې دي او څه نور عملونه يې هم شته چې كوونكي يې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حَتَّىٰٓ إِذَآ أَخَذْنَا مُتْرَفِيهِم بِٱلْعَذَابِ إِذَا هُمْ يَجْـَٔرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر دې چې عياشان يې په سزا كې راګير كړو نو بيا به يو دم په رمباړو شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا تَجْـَٔرُوا۟ ٱلْيَوْمَ إِنَّكُم مِّنَّا لَا تُنصَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نن رمباړې مه وهئ (اوس به) زموږ لخوا څه مرسته درنه کړل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَدْ كَانَتْ ءَايَٰتِى تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَكُنتُمْ عَلَىٰٓ أَعْقَٰبِكُمْ تَنكِصُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زموږ آيتونه خو پرتاسو لوستل كېدل خو تاسو به پر پوندو شاته ګرځېدئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مُسْتَكْبِرِينَ بِهِۦ سَٰمِرًا تَهْجُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر هغه لويي کوونکي وئ، د شپى كيسې به مو پرې جوړولې، سپكې سپورې مو پرې وېلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَلَمْ يَدَّبَّرُوا۟ ٱلْقَوْلَ أَمْ جَآءَهُم مَّا لَمْ يَأْتِ ءَابَآءَهُمُ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو آيا هغوى په دې وينا څه غور نه دى كړى، كه هغوى ته يو داسې څه راغلي چې پخوانيو پلرونو ته يې نه وو راغلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا۟ رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُۥ مُنكِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا يې خپل رسول نه دى پېژندلى نو (ځكه) ترې نټه کوونکي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ يَقُولُونَ بِهِۦ جِنَّةٌۢ بَلْ جَآءَهُم بِٱلْحَقِّ وَأَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كَٰرِهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يا دوى وايي چې په هغه (كې) لېونتوب دى؟ نه بلكې هغوی ته يې حق راوړى او د هغوى ډېری د حق ناخوښوونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوِ ٱتَّبَعَ ٱلْحَقُّ أَهْوَآءَهُمْ لَفَسَدَتِ ٱلسَّمَٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ بَلْ أَتَيْنَٰهُم بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِم مُّعْرِضُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه حق د هغوى په هوسونو پسې تللى وى نو هرومرو به اسمانونه، ځمكه او څه چې په هغو كې دي، ګډ وډ شوي وو. خو، نه، موږ هغوى ته يې ذكر (نصيحت) راوړى او هغوى له خپله ذكر څخه مخ ګرځوونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ تَسْـَٔلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَهُوَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا ته له دوی نه څه اجر غواړې؟ ستا لپاره ستا د رب دركړه ډېره ښه ده او هغه ډېر ښه روزي دركوونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّكَ لَتَدْعُوهُمْ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شکه ته خو يې سمې نېغى لارې ته رابولې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱلْـَٔاخِرَةِ عَنِ ٱلصِّرَٰطِ لَنَٰكِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه خلك چې آخرت نه مني له همدې سمې لارې كږېدونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ رَحِمْنَٰهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِم مِّن ضُرٍّ لَّلَجُّوا۟ فِى طُغْيَٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه پر هغوى رحم وكړو او كوم كړاو چې ورباندې پروت دى، هغه ترې لرې كړو، لا به خپله ناړامۍ كې ټينـګ شي، پریشان او لالهانده به وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَخَذْنَٰهُم بِٱلْعَذَابِ فَمَا ٱسْتَكَانُوا۟ لِرَبِّهِمْ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شکه هغوی مو په عذاب كې راګير كړل، خو نه يې خپل پالونکي ته غاړه كېښوده او نه يې عاجزي وكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حَتَّىٰٓ إِذَا فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِيدٍ إِذَا هُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر دې چې پر هغوى د يوې سختې سزا دروازه ورپرانېزو؛ نو بيا به يو دم پكې ناهيلى وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَنشَأَ لَكُمُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَٰرَ وَٱلْأَفْـِٔدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دى هماغه ذات دى چې تاسو ته يې غوږونه، سترګې او زړونه پيدا كړي، خو تاسو ډېر لږ شكر وباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى ذَرَأَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خپاره كړي ياست او (بيا به) هماغه ته ورغونډېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى يُحْىِۦ وَيُمِيتُ وَلَهُ ٱخْتِلَٰفُ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اوهماغه ذات دى چې ژوندي كوي او مړه كوي او د شپې ورځې اړول د هغه په لاس کې دي؛ نو آيا له عقل کار نه اخلئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ قَالُوا۟ مِثْلَ مَا قَالَ ٱلْأَوَّلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو هغوى هماغسې وايي لكه پخوانيو يې چې ويلي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَءِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبْعُوثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى ویل: آیا كله چې موږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، آیا موږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَءَابَآؤُنَا هَٰذَا مِن قَبْلُ إِنْ هَٰذَآ إِلَّآ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شکه دغه ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې مخکې زموږ له پلرو سره هم، خو دا هماغه د پخوانيو له كيسو پرته بل څه نه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُل لِّمَنِ ٱلْأَرْضُ وَمَن فِيهَآ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه! (ښه نو) چا لره دي ځمكه او څه چې پكې دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ژر به هغوی ووايي: الله لره. ورته ووايه: نو آيا تاسو پند نه اخلئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ مَن رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ ٱلسَّبْعِ وَرَبُّ ٱلْعَرْشِ ٱلْعَظِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: د اوو آسمانونو او لوى عرش څښتن څوك دى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ژر به هغوی ووايي: د الله دي، ورته ووايه: نو آيا تاسو نه وېرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ مَنۢ بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَىْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: كه پوهېږئ څوك دى هغه ذات چې د هر شي واكمني يې په لاس كې ده او هغه پناه وركوي خو د هغه په مقابل كې څوك (چاته) پناه نه شي وركولى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ فَأَنَّىٰ تُسْحَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ژر به ووايي: الله دى، ورته وايه: نو له كومې خوا جادو درباندې كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ أَتَيْنَٰهُم بِٱلْحَقِّ وَإِنَّهُمْ لَكَٰذِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلكې موږ حق ورته راوړى خو هغوى (په خپله) درواغجن دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُۥ مِنْ إِلَٰهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَٰهٍۭ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ سُبْحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هيڅوك په اولاد نه دى نيولى، او نه له هغه سره بل معبود شته، (كنه) بيا به هر معبود له خپل مخلوق سره (بېل شوى) تللى و او يو پر بل به يي لوړتيا كوله الله لره پاكي ده، له هغه څه چې ورته بيانوي يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
عَٰلِمِ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ فَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر پټو او ښکاره و پوه دی، له هغه څه ډېر اوچت دى چې هغوى يې ورسره شريكوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُل رَّبِّ إِمَّا تُرِيَنِّى مَا يُوعَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: ای زما پالونکيه! كه هغه سزا راووينې چې له هغوی سره يې ژمنه كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِى فِى ٱلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای زما پالونکيه! ما خو په ظالمانو خلكو كې مه شاملوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّا عَلَىٰٓ أَن نُّرِيَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقَٰدِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه موږ پر دې قادر يو چې د كوم عذاب ژمنه هغوی سره كوو، هغه تا ته وښايو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱدْفَعْ بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ٱلسَّيِّئَةَ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د بدۍ ايسارول په هغه توګه كوه چې ډېره غوره وي، موږ په هغه څه ډېر پوه يو چې دوى يې بيانوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَٰتِ ٱلشَّيَٰطِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وايه چې اى زما ربه! د شيطان له وسوسو په تا پورې پناه غواړم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له دې نه هم پناه غواړم چې هغوى ما ته راشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَحَدَهُمُ ٱلْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ٱرْجِعُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر هغه چې كوم يوه ته يې مرګ راشي، وايې اې زما ربه! بېرته مې وګرځوې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَعَلِّىٓ أَعْمَلُ صَٰلِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّآ إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآئِلُهَا وَمِن وَرَآئِهِم بَرْزَخٌ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ښايي په خپله شاته پريښې (دنيا كې) ښه كارونه وكړم، هيڅكله نه، دا يوه خبره ده چې هغه يې کوونکی دی. او (اوس) د هغوى په مخكې يوه پرده ده، تر هغې ورځې چې بيا ژوندي راپاڅول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِذَا نُفِخَ فِى ٱلصُّورِ فَلَآ أَنسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَآءَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې په شپېلۍ كې پوکی وشي بيا به يې هغه ورځ نه ترمنځ څه خپلوي وي او نه به پوښتنې سره كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَن ثَقُلَتْ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د چا تلې چې درنې شوې، هماغه خلك برى موندونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ فِى جَهَنَّمَ خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د چا چې تلې سپكې شي نو همدغه خلك دي چې خپل ځانونه يې تاواني كړي، په جهنم كې به تل اوسېدونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ ٱلنَّارُ وَهُمْ فِيهَا كَٰلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اور به يې مخونه سوځوي او هغوی به بد شکله پكې پراته وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَكُنْ ءَايَٰتِى تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَكُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا زموږ آيتونه پر تاسو نه لوستل كېدل چې تاسو به هغه درواغ ګڼل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَيْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَآلِّينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وايي به ای زموږ پالونکيه! (رښتيا چې) خپله بد مرغي راباندې غالبه شوې وه او موږ له حق څخه بې لارې خلك وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْهَا فَإِنْ عُدْنَا فَإِنَّا ظَٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای زموږ ربه! له دې مو وباسه، كه بيا مو هماغسې وكړل؛ نو موږ به خامخا ظالمان يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱخْسَـُٔوا۟ فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وبه فرمايي: لرې چوپ شئ او مه راسره غږيږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُۥ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْ عِبَادِى يَقُولُونَ رَبَّنَآ ءَامَنَّا فَٱغْفِرْ لَنَا وَٱرْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلرَّٰحِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه زما بندګانو كې يوه ډله وه: ويل به يې زموږ ربه! موږ ايمان راوړى نو بخښنه راته وكړه او رحم راباندې وكړه او همدا ته له ټولو زيات مهربانه يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱتَّخَذْتُمُوهُمْ سِخْرِيًّا حَتَّىٰٓ أَنسَوْكُمْ ذِكْرِى وَكُنتُم مِّنْهُمْ تَضْحَكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تاسو دومره ملنډې ورباندې وهلې چې آن زما ياد يې در څخه هېر كړ او تاسو به ورپورې خندل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنِّى جَزَيْتُهُمُ ٱلْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوٓا۟ أَنَّهُمْ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شکه نن مې هغوى ته په همدې صبر دا بدله وركړه چې همدوى بريالي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَٰلَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِى ٱلْأَرْضِ عَدَدَ سِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله به ووايي: په ځمكه كې مو څومره وخت تېر کړ؟ د كلونو په شمېر.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَسْـَٔلِ ٱلْعَآدِّينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى به وايي: يوه ورځ يا د ورځې څه برخه به ځنډېدلي يو؛ نو شمېرونكي وپوښته!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَٰلَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا لَّوْ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وبه وايي: نه یاست پاتې شوي مګر لږ، كه تاسو (هغه وخت) پوهېدلى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَٰكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو آیا تاسو دا ګومان كړی و چې موږ عبث (چټي) پيدا كړي ياست او تاسو به موږ ته نه راګرځئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَعَٰلَى ٱللَّهُ ٱلْمَلِكُ ٱلْحَقُّ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ ٱلْعَرْشِ ٱلْكَرِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو الله اوچت دى، رېښتينى پاچا، له هغه پرته بل الله نشته، هماغه د لوى (يا عزتمن) عرش څښتن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَن يَدْعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ لَا بُرْهَٰنَ لَهُۥ بِهِۦ فَإِنَّمَا حِسَابُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦٓ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلْكَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څوك چې له الله سره بل معبود رابولي چې په اړه يې كوم دليل هم ورسره نشته؛ نو حساب يې له خپل رب سره دى، پرته له شکه چې داسې كافران نه بريالي کيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقُل رَّبِّ ٱغْفِرْ وَٱرْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ ٱلرَّٰحِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ووايه: ای زما پالونکيه بخښنه او رحم وكړې او ته تر ټولو زيات مهربان يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الحج
سورت النور ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.