caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الحج الحج

۷۸ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۰۳

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ ٱلسَّاعَةِ شَىْءٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای خلکو! له خپل ربه ووېرېږئ، بې شکه د قیامت زلزله یو ډېر لوی (هېبتناک) شی دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّآ أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى ٱلنَّاسَ سُكَٰرَىٰ وَمَا هُم بِسُكَٰرَىٰ وَلَٰكِنَّ عَذَابَ ٱللَّهِ شَدِيدٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه کومه ورځ چې تاسي ووینئ دا زلزله نو غافله به شي هره شېدې ورکوونکي میرمن له هغه بچي څخه چې شیدې ورکوي، او وبه غورځوي هر حمل والا خپل حمل لره، او ته به وېني خلکو لره نشیان؛ حال دا دی چې دوی به نشه نه وي خو د الله عذاب سخت دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُجَٰدِلُ فِى ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَٰنٍ مَّرِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځینې له خلکو څخه هغه دي چې جګړه کوي د الله (د توحېد) په باره کې پرته له کوم دلیل نه او تابعداري کوي د هر شیطان سرکش.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كُتِبَ عَلَيْهِ أَنَّهُۥ مَن تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُۥ يُضِلُّهُۥ وَيَهْدِيهِ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلسَّعِيرِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمقرر کړی شوی په باره د شیطان کې چې څوک د هغه سره ملګرتیا کوي نو یقېنا هغه یې بې لارې کوي او ښوونه ورته کوي عذاب د اور طرف ته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمْ فِى رَيْبٍ مِّنَ ٱلْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَٰكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِى ٱلْأَرْحَامِ مَا نَشَآءُ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوٓا۟ أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰٓ أَرْذَلِ ٱلْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِنۢ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْـًٔا وَتَرَى ٱلْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَآ أَنزَلْنَا عَلَيْهَا ٱلْمَآءَ ٱهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنۢبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍۭ بَهِيجٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای خلكو! كه د بيا ژوندون په هكله په څه شک كې ياست، نو (خبر شئ) موږ تاسو له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له نطفې، بيا د وينې له ټوټې، بيا د غوښې له بوټۍ نه چې پوره شكل لرونكې هم وي او نيمګړي شكل والا هم، دې لپاره چې تاسو ته (حقيقت) بيان كړو، او هره نطفه چې موږ يې وغواړو، تر يوې معلومې نېټې يې په رحمونو كې تم كوو، بيا مو د ماشوم په بڼه راوباسو، بيا (مو روزنه كوو) تر څو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ، او ځينې له تاسو نه (زر) وفات كېدلى شي، او ځينې مو تر ناكاره عمر ځنډېدلى شي (آن) چې له پوهېدو وروسته بيا په هېڅ نه پوهيږي، او ته خو ځمكه وينې چې وچه شاړه ده، بيا چې كله اوبه ورباندې راتويې كړو نو وخوځيږي، را ډډه شي او له هر ډول تاندو شنېليو نه راوټوكوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ وَأَنَّهُۥ يُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ وَأَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا (بیان) دلېل دی په دې خبره چې یقېنا الله تعالی حق دی او یقېنا الله تعالی هغه ذات دی چې ژوندي کوي مړي او یقېنا الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَنَّ ٱلسَّاعَةَ ءَاتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ ٱللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِى ٱلْقُبُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې شکه قیامت راتلونکی دی، نشته هېڅ شک په دې کې، او بې شکه الله تعالی به راپورته کوي هغه څوک چې په قبرونو کې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يُجَٰدِلُ فِى ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَٰبٍ مُّنِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځینې له خلکو څخه هغه دي چې جګړه کوي د الله (د توحېد) په باره کې پرته د څه پوهې نه او پرته له هدایت نه او پرته د کتاب رڼا کوونکي نه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثَانِىَ عِطْفِهِۦ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ لَهُۥ فِى ٱلدُّنْيَا خِزْىٌ وَنُذِيقُهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاړوونکي وي دی خپلې ډډې (څټ) لره د دې لپاره چې ګمراه کړي خلک د الله تعالی له لارې نه، شته ده لره په دنیا کې رسوایي او وروبه څکو موږ ده لره په ورځ د قیامت کې عذاب (د اور) سوځوونکي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ يَدَاكَ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّٰمٍ لِّلْعَبِيدِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(وېل کېږي به دې ته) دا عذاب په سبب د هغو عملونو دی چې مخکې لېږلي لاسونو ستا او بې شکه الله تعالی نه دی هېڅ ظلم کوونکی په خپلو بندګانو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَعْبُدُ ٱللَّهَ عَلَىٰ حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُۥ خَيْرٌ ٱطْمَأَنَّ بِهِۦ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ ٱنقَلَبَ عَلَىٰ وَجْهِهِۦ خَسِرَ ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةَ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْخُسْرَانُ ٱلْمُبِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځینې له خلکو هغه څوک دي چې بندګي کوي د الله تعالی په څنګ (شک) باندې، نو که ورسېږي دوې ته څه فاېدې د دنیا نو کلک شي (د هغه په وجه)، او که ورته څه ورسېږي مصېبت نو بېرته په خپل مخ وګرځي، (نو) تاواني شو په دنیا او آخرت کې، بې شکه دا ډېر ښکاره تاوان دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَدْعُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُۥ وَمَا لَا يَنفَعُهُۥ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلضَّلَٰلُ ٱلْبَعِيدُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerرابلي د الله تعالی نه پرته هغه څوک چې نه ده لره څه تکلېف ورکولی شي او نه ورته څه ګټه ورکولی شي، همدا ده ډیره لرې ګمراهي (له حق نه).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَدْعُوا۟ لَمَن ضَرُّهُۥٓ أَقْرَبُ مِن نَّفْعِهِۦ لَبِئْسَ ٱلْمَوْلَىٰ وَلَبِئْسَ ٱلْعَشِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerرابلي دی هغه څوک چې خامخا د هغه ضرر زر رارسېدونکي وي د هغه د فاېدې او ګټې نه، خامخا بد دوست دی هغه او بد ملګری دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ يُدْخِلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ إِنَّ ٱللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شکه الله تعالی ننباسي هغه کسان چې ایمان يې راوړی او نېک عملونه کړي يې دي جنتونو ته چې بهېږې به لاندې (د ماڼیو) د هغه ویالې، بې شکه الله تعالی کوي هر هغه څه چې ویې غواړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَن كَانَ يَظُنُّ أَن لَّن يَنصُرَهُ ٱللَّهُ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى ٱلسَّمَآءِ ثُمَّ لْيَقْطَعْ فَلْيَنظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُۥ مَا يَغِيظُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅوك که ګومان كوي چې الله به په دنيا او آخرت كې د هغه (پيغمبر) سره څه مرسته ونكړي، هغه ته په كار ده چې د يوې رسۍ په وسيله تر اسمانه ځان ورسوي، بيا دې غوڅه كړي، بيا دې وګوري چې آيا د هغه تدبير د يو داسې شي مخنيوى كولاى شي چې هغه یې بد ګڼي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَٰهُ ءَايَٰتٍۭ بَيِّنَٰتٍ وَأَنَّ ٱللَّهَ يَهْدِى مَن يُرِيدُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو همدغه شان موږ هغه په څرګندو آيتونو سره نازل كړ او دا چې الله چاته وغواړي لاره ورښيي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلصَّٰبِـِٔينَ وَٱلنَّصَٰرَىٰ وَٱلْمَجُوسَ وَٱلَّذِينَ أَشْرَكُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً هغوى چې ايمان راوړي او هغه چې يهوديان شوي او صابيان، نصرانيان، مجوسيان او هغه چې مشركان شوي، الله به د دې ټولو ترمنځ د قيامت په ورځ فيصله كوي، بې شکه الله په هر څه ښه (عالم) شاهد دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يَسْجُدُ لَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ وَٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ وَٱلنُّجُومُ وَٱلْجِبَالُ وَٱلشَّجَرُ وَٱلدَّوَآبُّ وَكَثِيرٌ مِّنَ ٱلنَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ ٱلْعَذَابُ وَمَن يُهِنِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن مُّكْرِمٍ إِنَّ ٱللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَآءُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا ته نه وينې چې الله ته سجده كوي څوک چې آسمانونو كې دي او څوک چې ځمكه كې دي او لمر، سپوږمۍ، ستوري، غرونه، ونې، څاروي او زياتره انسانان او ډېر داسې دي چې د عذاب وړ ګرځېدلي او هغه څوک چې الله يې سپک كړي نو بيا هغه ته څوک عزت وركوونكى نشته، الله چې څه غواړي هماغه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَٰذَانِ خَصْمَانِ ٱخْتَصَمُوا۟ فِى رَبِّهِمْ فَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌ مِّن نَّارٍ يُصَبُّ مِن فَوْقِ رُءُوسِهِمُ ٱلْحَمِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا دوه ډلې مدعيان دي چې د خپل رب په هكله يې سره جګړه ده، نو كوم چې كافر شوي هغوی لپاره د اور څخه جامې پرې شوي، د سرونو دپاسه به يې خوټېدلې اوبه وراچولى شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُصْهَرُ بِهِۦ مَا فِى بُطُونِهِمْ وَٱلْجُلُودُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې په هغو سره به يې هغه څه هم ویلي (خوړين) شي چې په خېټو كې يې دي او پوستكي هم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَهُم مَّقَٰمِعُ مِنْ حَدِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوي لپاره به د اوسپنې ګوزرونه (څټکونه) وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كُلَّمَآ أَرَادُوٓا۟ أَن يَخْرُجُوا۟ مِنْهَا مِنْ غَمٍّ أُعِيدُوا۟ فِيهَا وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې له ډېره غمه له هغه نه وتل غواړي نو بېرته پكې ورګرځول كيږي او (ورته ويلى شي چې) د سوځونكي اور خوند وڅكئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ يُدْخِلُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً الله هغه كسان چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي داسې جنتونو ته ورننباسي چې لاندې يې ترې ويالې بهيږي، هلته به دوى د سرو زرو او ملغرو په بنګړو سينګار كړى شي، او جامې به يې پكې ورېښمينې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَهُدُوٓا۟ إِلَى ٱلطَّيِّبِ مِنَ ٱلْقَوْلِ وَهُدُوٓا۟ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلْحَمِيدِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى ته د سپېڅلې خبرې لارښوونه شوې وه او د ستايل شوي (الله) لارې ته ور سم كړى شوي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ ٱلَّذِى جَعَلْنَٰهُ لِلنَّاسِ سَوَآءً ٱلْعَٰكِفُ فِيهِ وَٱلْبَادِ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍۭ بِظُلْمٍ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه كوم كسان چې كافر شوي او د الله له لارې او هغه مسجد حرام نه ايسارول كوي چې موږ هغه د (ټولو) خلكو (د عبادت ځاى) ګرځولى، هغه چې په هغه كې اوسېدونكي او له بهره راتلونكى يو برابر دي، او څوک چې په هغه كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَٰهِيمَ مَكَانَ ٱلْبَيْتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِى شَيْـًٔا وَطَهِّرْ بَيْتِىَ لِلطَّآئِفِينَ وَٱلْقَآئِمِينَ وَٱلرُّكَّعِ ٱلسُّجُودِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې موږ ابراهيم ته د بيت الله ځاى وټاكلو چې له ما سره هېڅ شى مه شريكوه، او زما كور طواف كوونكو، قيام كوونكو، ركوع او سجده كوونكو لپاره پاک كړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَذِّن فِى ٱلنَّاسِ بِٱلْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَىٰ كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په خلكو كې د حج اعلان (غږ) وكړه چې له هرې لرې لارې نه پلي او په هر (ډول) ډنګر اوښ سپاره درته راشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِّيَشْهَدُوا۟ مَنَٰفِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ فِىٓ أَيَّامٍ مَّعْلُومَٰتٍ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُم مِّنۢ بَهِيمَةِ ٱلْأَنْعَٰمِ فَكُلُوا۟ مِنْهَا وَأَطْعِمُوا۟ ٱلْبَآئِسَ ٱلْفَقِيرَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر څو هغوى خپلو ګټو ته راحاضر شي او په څو ټاكلو ورځو كې پر هغو څارويو د الله نوم ياد كړي چې ور روزي كړي يې دي، نو له هغو نه تاسو هم وخورئ او په تنګلاسي فقير يې هم وخورئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ لْيَقْضُوا۟ تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا۟ نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا۟ بِٱلْبَيْتِ ٱلْعَتِيقِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا دې هغوى خپلې خيرې ايسته كړي، خپل نذرونه دې پوره كړي او د دې لرغوني كور طواف دې وكړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَٰتِ ٱللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُۥ عِندَ رَبِّهِۦ وَأُحِلَّتْ لَكُمُ ٱلْأَنْعَٰمُ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَٱجْتَنِبُوا۟ ٱلرِّجْسَ مِنَ ٱلْأَوْثَٰنِ وَٱجْتَنِبُوا۟ قَوْلَ ٱلزُّورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا وشوه، او هر څوک چې د الله د حكمونو درناوى وكړي نو د الله پر وړاندې دا د هغه لپاره غوره ده، او ستاسي لپاره څاروي حلال ګرځول شوي، پرته له هغو چې (حرمت يې) پر تاسو لوستل كيږي، نو د بتانو له پليتۍ څخه ځان وساتئ او له دروغ خبرې څخه ډډه وكړئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

حُنَفَآءَ لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِۦ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَتَخْطَفُهُ ٱلطَّيْرُ أَوْ تَهْوِى بِهِ ٱلرِّيحُ فِى مَكَانٍ سَحِيقٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخاص الله لره غاړه اېښودونكي شئ، چې هغه سره شرک كوونكي نه ياست، او هر څوک چې الله سره شريک ونيسي نو هغه لكه چې له آسمانه راوغورځېدو، چې يا به يې مرغان وتښتوي، يا به يې باد چېرته لرې ژور ځاى كې وغورځوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَٰٓئِرَ ٱللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى ٱلْقُلُوبِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمداسې ده، او څوک چې د الله (د دين) د نښانو درناوى كوي نو دا د زړونو له تقوى ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَكُمْ فِيهَا مَنَٰفِعُ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ مَحِلُّهَآ إِلَى ٱلْبَيْتِ ٱلْعَتِيقِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتاسو لره تر يوې ټاكلې نېټې په هغو كې ګټې شته، بيا يې د حلالولو ځاى هماغه لرغوني كور سره دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا لِّيَذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُم مِّنۢ بَهِيمَةِ ٱلْأَنْعَٰمِ فَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ فَلَهُۥٓ أَسْلِمُوا۟ وَبَشِّرِ ٱلْمُخْبِتِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هر امت لپاره موږ يوه قرباني (يا د عبادت يوه طريقه) ټاكلې ده تر څو په هغو څارويو باندې د الله نوم واخلي چې ور په برخه كړي يې دي، نو ستاسو معبود هماغه يو معبود (الله) دى، نو هماغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَٱلصَّٰبِرِينَ عَلَىٰ مَآ أَصَابَهُمْ وَٱلْمُقِيمِى ٱلصَّلَوٰةِ وَمِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ يُنفِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې كله د الله نوم ورته ياد شي، زړونه يې ولړزيږي او هغوى چې صبر كوونكي دي په هغو (كړاوونو) چې ورته رسېدلي وي او چې لمونځ ترسره كوونكي دي او له هغه څه نه چې موږ ور روزي كړي، لګښت كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْبُدْنَ جَعَلْنَٰهَا لَكُم مِّن شَعَٰٓئِرِ ٱللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَٱذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ عَلَيْهَا صَوَآفَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا۟ مِنْهَا وَأَطْعِمُوا۟ ٱلْقَانِعَ وَٱلْمُعْتَرَّ كَذَٰلِكَ سَخَّرْنَٰهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (د قربانۍ) اوښان مو ستاسو لپاره د الله (د دين) له نښانو څخه ګرځولي، تاسو ته په هغو كې ښېګڼه ده، نو په داسې حال كې د الله نوم ورباندې واخلئ چې هغه ولاړ وي، بيا چې كله يې اړخونه (پر ځمكه) پرېوتل نو تاسو هم ترې وخورئ، او په (هر) قناعت لرونکي او بې قناعته (فقير) يې هم وخورئ، همدغه شان مو هغه (څاروي) درته تابع كړي دي تر څو تاسو شكر وباسئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَن يَنَالَ ٱللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلَٰكِن يَنَالُهُ ٱلتَّقْوَىٰ مِنكُمْ كَذَٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا۟ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمْ وَبَشِّرِ ٱلْمُحْسِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهېڅکله یې هم نه غوښې الله ته رسيږي او نه وينې، هغه ته خو (يوازې) ستاسو تقوا رسيږي، همداسې يې درته تابع كړي، تر څو په هماغه شان د هغه (الله) درناوى وكړئ چې درښوولي يې دي، او نېک عملو ته زېرى وركړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ يُدَٰفِعُ عَنِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً الله له هغو خلكو ملاتړ كوي چې ايمان يې راوړى، رښتيا چې الله هېڅ خيانت ګر او ناشكره نه خوښوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَٰتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا۟ وَإِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغو خلكو ته اجازه وركړل شوه چې جګړه ورسره كيږي، ځكه چې دوى سره ظلم شوى او يقيناً الله يې په مرسته كولو قدرت لرونکی دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ أُخْرِجُوا۟ مِن دِيَٰرِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّآ أَن يَقُولُوا۟ رَبُّنَا ٱللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَٰمِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَٰتٌ وَمَسَٰجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا ٱسْمُ ٱللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ ٱللَّهُ مَن يَنصُرُهُۥٓ إِنَّ ٱللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو واېستل شول، يوازې په دې خبره چې دوى وايي: (زموږ رب الله دى) او كه الله خلک يو د بل په وسيله نه ايسارولى نو خامخا به نړول شوې وې خانقاګانې (د راهبانو)، كليساوې (د عیسویانو)، صلوات (د یهودو عبادت ځايونه) او جوماتونه (د مسلمانانو) چې په هغو كې د الله نوم ډېر ياديږي او الله به خامخا له هغه چا سره مرسته كوي چې د هغه مرسته كوي، بې شكه الله زورور او برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ إِن مَّكَّنَّٰهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ أَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَمَرُوا۟ بِٱلْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا۟ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَٰقِبَةُ ٱلْأُمُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى هغه خلک دي چې كه موږ په ځمكه كې قدرت وركړو، لمونځ ودروی (ترسره كوي)، زكات وركوي، د نېكۍ امر كوي او له بديو نه ايسارول كوي، او د ټولو چارو خاتمه الله لره ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَثَمُودُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه هغوى دې دروغجن ګڼي نو له دوى مخكې د نوح قوم، عاديانو او ثموديانو هم (خپل رسولان دروغجن) ګڼلي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَوْمُ إِبْرَٰهِيمَ وَقَوْمُ لُوطٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو قوم د ابراهیم -علیه السلام- او قوم د لوط -علیه السلام-.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَصْحَٰبُ مَدْيَنَ وَكُذِّبَ مُوسَىٰ فَأَمْلَيْتُ لِلْكَٰفِرِينَ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (همدارنګه) د مدين خلک، او موسىٰ -علیه السلام- هم دروغجن وګڼلى شو نو كافرانو ته مې مهلت وركړو او بيا مې راونيول نو (ګوره) زما عذاب څنګه و؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَٰهَا وَهِىَ ظَالِمَةٌ فَهِىَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَقَصْرٍ مَّشِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو څومره كلي دي چې هغه موږ تباه كړي دي په داسې حال كې چې هغوى ظالمان وو نو (اوس) هغه په خپلو چتونو پراته دي او څومره كوهيان شاړ او څومره دنګې ماڼۍ كنډواله شوې دي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَآ أَوْ ءَاذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى ٱلْأَبْصَٰرُ وَلَٰكِن تَعْمَى ٱلْقُلُوبُ ٱلَّتِى فِى ٱلصُّدُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې بيا يې زړونه داسې وي چې پوهېدلى ورباندې، يا غوږونه داسې چې اورېدلى يې ورباندې نو خبره دا ده چې سترګې نه ړنديږي، خو هغه زړونه ړنديږي چې په سينو كې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلْعَذَابِ وَلَن يُخْلِفَ ٱللَّهُ وَعْدَهُۥ وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى د عذاب په راوستو كې بيړه درباندې كوي، حال دا چې الله به هېڅكله خپلې وعدې نه مخالفت ونه كړي او بې شكه چې ستا د رب په وړاندې يوه ورځ لكه زر كاله ده له هغو كلونو چې تاسو يې شمارئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِىَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ أَخَذْتُهَا وَإِلَىَّ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څومره ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړ، چې ظالم وو، بيا مې راونيول او (خاص) زما لور ته راتله دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّمَآ أَنَا۠ لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: ای خلكو! خبره دا ده چې زه تاسو لره څرګند وېروونكى يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغوى لره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي بخښنه او عزتمنه روزي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ سَعَوْا۟ فِىٓ ءَايَٰتِنَا مُعَٰجِزِينَ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَحِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كوم خلک چې زموږ د آيتونو د كمزوري كولو هڅې كوي، همغوى دوزخیان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِىٍّ إِلَّآ إِذَا تَمَنَّىٰٓ أَلْقَى ٱلشَّيْطَٰنُ فِىٓ أُمْنِيَّتِهِۦ فَيَنسَخُ ٱللَّهُ مَا يُلْقِى ٱلشَّيْطَٰنُ ثُمَّ يُحْكِمُ ٱللَّهُ ءَايَٰتِهِۦ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له تانه مخكې مو هېڅ يو رسول او نبي له دې حالته پرته نه دى لېږلی چې كله به هغه لوستل كول نو شيطان به يې په لوستلو كې څه (خلل) وراچولو، نو الله هغه څه له منځه وړي چې شيطان يې پكې اچوي بيا الله خپل آيتونه محكموي، او الله ډېر پوه حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِّيَجْعَلَ مَا يُلْقِى ٱلشَّيْطَٰنُ فِتْنَةً لِّلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَٱلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ لَفِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدې لپاره (داسې كوي) چې كوم شى شيطان پكې غورځوي هغه د هغو خلكو لپاره فتنه وګرځوي چې په زړونو كې يې ناروغي ده او د هغو لپاره چې زړونه يې سخت دي او يقيناً دا ظالمان په دېر لرې مخالفت كې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلِيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَيُؤْمِنُوا۟ بِهِۦ فَتُخْبِتَ لَهُۥ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهَادِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تر څو هغه خلک چې علم وركړى شوى، وپوهيږي چې دا حق دى ستا د رب له خوا، نو په هغه به ايمان راوړي او زړونه به يې ورته نرم شي، او بې شكه الله ايمان راوړونكو ته د سمې لارې ښوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا يَزَالُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فِى مِرْيَةٍ مِّنْهُ حَتَّىٰ تَأْتِيَهُمُ ٱلسَّاعَةُ بَغْتَةً أَوْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَقِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه خلک چې كافران شوي، تل به د هغه له پلوه په شک كې وي تر دې چې ناڅاپه قيامت ورته راشي يا د شنډې ورځې عذاب.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فِى جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپاچايي به په هغه ورځ يوازې الله لره وي، هماغه به يې ترمنځ فيصله كوي، نو چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي هغوى به له نعمتونو ډكو جنتو كې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا فَأُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي نو د دوى لپاره به سپكوونكى عذاب وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ هَاجَرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوٓا۟ أَوْ مَاتُوا۟ لَيَرْزُقَنَّهُمُ ٱللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغو كسانو چې د الله په لار كې هجرت كړى بيا وژل شوي يا مړه شوي دي نو الله به خامخا غوره روزي وركړي او بې شكه هماغه الله ډېر ښه روزي وركوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَيُدْخِلَنَّهُم مُّدْخَلًا يَرْضَوْنَهُۥ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخامخا به يې داسې ځاى ته ننباسي چې هغوى ورباندې خوښ شي او الله خامخا ډېر پوه زغم والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوقِبَ بِهِۦ ثُمَّ بُغِىَ عَلَيْهِ لَيَنصُرَنَّهُ ٱللَّهُ إِنَّ ٱللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا (زیری یقېني دی)، او څوک چې بدل واخلي هماغسې لكه چې هغه سره شوي، بيا (نور) ظلم پرې وشي نو الله به يې خامخا مرسته وكړي، الله يقيناً ډېر تېرېدونكى بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَأَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا ځكه چې الله شپه په ورځ كې ورننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دا چې الله بې شكه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ هُوَ ٱلْبَٰطِلُ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْكَبِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا په دې چې هماغه الله حق او څه چې هغوى يې الله نه پرته وربولي هغه باطل دي او يوازې الله اوچت (برلاسى) او لوى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَتُصْبِحُ ٱلْأَرْضُ مُخْضَرَّةً إِنَّ ٱللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا ته نه ګورې چې الله له آسمانه اوبه را وروي نو ځمكه تكه شنه شي بې شكه الله مهربان او ښه خبردار دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَهُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه آسمانونو او ځمكه كې (ټول) شته هغه لره دي او بې شكه هماغه الله بى پروا او ستايل شوى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ وَٱلْفُلْكَ تَجْرِى فِى ٱلْبَحْرِ بِأَمْرِهِۦ وَيُمْسِكُ ٱلسَّمَآءَ أَن تَقَعَ عَلَى ٱلْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ بِٱلنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا ته نه وينې چې الله هغه څه درته تابع كړي چې په ځمكه كې دي او هغه بېړۍ (هم) چې د ده په امر سمندر كې چليږي او هماغه (الله) آسمان داسې ساتي چې د ده له حكمه پرته په ځمكه را ونه غورځيږي، بې شكه الله په خلكو ډېر نرمي كوونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَهُوَ ٱلَّذِىٓ أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ إِنَّ ٱلْإِنسَٰنَ لَكَفُورٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هماغه ذات دى چې تاسو يې ژوندي كړي ياست، بيا مو مړه كوي، وروسته مو بيا راژوندي كوي (خو) انسان خامخا ناشكره دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِّكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَٰزِعُنَّكَ فِى ٱلْأَمْرِ وَٱدْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَىٰ هُدًى مُّسْتَقِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ د هر امت لپاره د عبادت يوه لاره ټاكلې ده چې دوى ورباندې روان دي نو دوى دې په دې كار كې جګړه نه درسره كوي او ته د خپل رب لور ته بلنه كوه، يقيناً ته خو په سمه لار برابر يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن جَٰدَلُوكَ فَقُلِ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه هغوى جګړه درسره كوي نو ورته ووايه چې الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ هغه څه كې فيصله كوي چې تاسو پكى اختلاف كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ إِنَّ ذَٰلِكَ فِى كِتَٰبٍ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا ته نه پوهيږې چې الله په هغه څه پوهيږي چې په آسمانونو او ځمكه كې دي، دا خامخا په يو كتاب كې دي، دا خو په الله ډېر آسانه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ سُلْطَٰنًا وَمَا لَيْسَ لَهُم بِهِۦ عِلْمٌ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى الله نه پرته داسې څه لمانځي چې هغه يې په هكله څه سند نه دى نازل كړى او نه دوى څه علم پرې لري او ظالمانو لره څوک مرستيال نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُنَا بَيِّنَٰتٍ تَعْرِفُ فِى وُجُوهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلْمُنكَرَ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِٱلَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتِنَا قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكُمُ ٱلنَّارُ وَعَدَهَا ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې پر هغوى زموږ څرګند آيتونه لوستل كيږي نو ته د كافرانو په مخونو كې د انكار نښانې پېژنې، نږدې وي چې پر هغو كسانو ورټوپ كړي كوم چې زموږ آيتونه ورباندې لولي، ورته ووايه: تاسو ته له دې لا زيات بد شى دروښيم؟ اور دى! چې الله يې له كافرانو سره وعده كړې او ډېر بد استوګنځى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَٱسْتَمِعُوا۟ لَهُۥٓ إِنَّ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَن يَخْلُقُوا۟ ذُبَابًا وَلَوِ ٱجْتَمَعُوا۟ لَهُۥ وَإِن يَسْلُبْهُمُ ٱلذُّبَابُ شَيْـًٔا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ ٱلطَّالِبُ وَٱلْمَطْلُوبُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاى خلكو! يو مثال راوړل شوى نو غوږ ورته كيږدى، تاسو چې الله نه پرته څه رابلئ، كه ټول ورته را يو ځاى هم شي هېڅكله به يو مچ هم پيدا نكړى شي او (دا لا څه) كه يو مچ څه شى ترې وتښتوي، هغه هم نه شي ترې خلاصولى، هم (مرسته) غوښتونكى كمزورى دى او هم غوښتل شوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَا قَدَرُوا۟ ٱللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى لكه چې ښايي هغه شان د الله قدر ونه پېژندو، الله يقيناً زورور او برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ يَصْطَفِى مِنَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ ٱلنَّاسِ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله د ملايكو نه هم استازي ټاكي او له انسانانو هم، بې شكه الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه هغه څه هم پوهيږي چې د هغوى د وړاندې دي او په هغه هم چې تر شايې دي، او یوازې الله ته ټولې چارې ورګرځول كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱرْكَعُوا۟ وَٱسْجُدُوا۟ وَٱعْبُدُوا۟ رَبَّكُمْ وَٱفْعَلُوا۟ ٱلْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! ركوع او سجده وكړئ، خپل رب لمانځئ او د خير كارونه كوئ، دې لپاره چې بريالي شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَٰهِدُوا۟ فِى ٱللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِۦ هُوَ ٱجْتَبَىٰكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِى ٱلدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَٰهِيمَ هُوَ سَمَّىٰكُمُ ٱلْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ وَفِى هَٰذَا لِيَكُونَ ٱلرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا۟ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱعْتَصِمُوا۟ بِٱللَّهِ هُوَ مَوْلَىٰكُمْ فَنِعْمَ ٱلْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ ٱلنَّصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د الله په لار كې رښتینی جهاد وكړئ، هماغه تاسو (خپل كار ته) غوره كړي ياست، او په دين كې يې پر تاسو څه تنګون نه دى راوستى، د خپل پلار ابراهيم په دين اوسئ هماغه (الله) تاسو ړومبى هم مسلمانان ونومولى او په دې (قرآن) كې هم، دې لپاره چې رسول پر تاسو شاهد وي او تاسو پر خلكو شاهدان، نو لمونځ ودروئ، زكات وركوئ او (د) الله (په دین) ټینګ شئ، هماغه ستاسو مالک دى، غوره مالک او ښه مرستندوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70