caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت النور النور

۶۴ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۰۲

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ سُورَةٌ أَنزَلْنَٰهَا وَفَرَضْنَٰهَا وَأَنزَلْنَا فِيهَآ ءَايَٰتٍۭ بَيِّنَٰتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا يو سورت دى چې موږ رانازل كړى او فرض كړى دى او په هغه كې مو څرګند آيتونه نازل كړي، ښايي چې تاسو څه پند واخلئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلزَّانِيَةُ وَٱلزَّانِى فَٱجْلِدُوا۟ كُلَّ وَٰحِدٍ مِّنْهُمَا مِا۟ئَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِى دِينِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَآئِفَةٌ مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزنا كاره ښځه او زنا كار سړى، هر يو له هغوی دواړو څخه سل دورې ووهئ او د الله په دين كې دې پر هغوى دواړو څه زړه سوى نه درباندې راځې، كه تاسي (رېښتيا) پر الله او د آخرت پر ورځ باور لرئ، او د هغوى سزا ته دې يوه ډله مومنان حاضر شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلزَّانِى لَا يَنكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَٱلزَّانِيَةُ لَا يَنكِحُهَآ إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزناكار سړى له زناكارې يا مشركې پرته بل چا سره نكاح نه كوي او زناكاره بل څوك نه په نكاح كوي مګر زناكار يا مشرك، او دا كار پر مومنانو حرام کړل شوى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ يَرْمُونَ ٱلْمُحْصَنَٰتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا۟ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ فَٱجْلِدُوهُمْ ثَمَٰنِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا۟ لَهُمْ شَهَٰدَةً أَبَدًا وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَٰسِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان چې پر پاك لمنو ښځو تور لګوي بيا څلور شاهدان رانه ولي، نو اتيا دورې يې ووهئ او هيڅكله يې شاهدي مه منئ او همدوی فاسقان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له هغو کسانو چې له دغه كار وروسته يې توبه ویستلې او ځان يې سم كړ، نو (بيا) بې شکه الله بخښونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَٰجَهُمْ وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَآءُ إِلَّآ أَنفُسُهُمْ فَشَهَٰدَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَٰدَٰتٍۭ بِٱللَّهِ إِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كوم كسان چې په خپلو مېرمنو تور لګوي او له ځانو پرته څوك شاهدان ورسره نه وي؛ نو له هغو څخه د يو تن شاهدي (دا ده چې هغه) د الله په نوم څلور (ځلې) شاهدي ووايي چې پرته له شکه هغه له رېښتينو څخه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْخَٰمِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ ٱللَّهِ عَلَيْهِ إِن كَانَ مِنَ ٱلْكَٰذِبِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پنځم (ځل به ووايي) چې كه هغه درواغجن وي، نو د الله لعنت دې ورباندې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَدْرَؤُا۟ عَنْهَا ٱلْعَذَابَ أَن تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَٰدَٰتٍۭ بِٱللَّهِ إِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلْكَٰذِبِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغې (ښځې) څخه د سزا مخنيوى داسې كيږي چې هغه ښځه د الله په نوم څلور ځلې شاهدى ووايي چې بې شكه هغه سړى له درواغجنو دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْخَٰمِسَةَ أَنَّ غَضَبَ ٱللَّهِ عَلَيْهَآ إِن كَانَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پنځم ځل دا چې پر هغې دې د الله غضب وي، كه هغه سړى به له رښتينو څخه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ وَأَنَّ ٱللَّهَ تَوَّابٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه پر تاسي د الله فضل او رحمت نه وى (نو رسوا شوي به وئ)، او دا چې الله ښه توبه قبلوونكى حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ جَآءُو بِٱلْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ لِكُلِّ ٱمْرِئٍ مِّنْهُم مَّا ٱكْتَسَبَ مِنَ ٱلْإِثْمِ وَٱلَّذِى تَوَلَّىٰ كِبْرَهُۥ مِنْهُمْ لَهُۥ عَذَابٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه كومو كسانو چې دا لوى درواغ راوړي، هغوى له تاسي څخه يوه ډله ده، د ځان لپاره يې شر مه ګڼئ هغه تاسو ته خير دى، د هغوی هر يوه لپاره هغومره ګناه ده چې څومره يې (خپله) ترلاسه كړې، او چا چې له هغوی د دغه (بهتان) لوى پېټى اخيستى، هغه لره لوى عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّوْلَآ إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ ٱلْمُؤْمِنُونَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا۟ هَٰذَآ إِفْكٌ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerکله مو چې دا خبره واورېده ولې مومنو سړو او مومنو ښځو پر ځانونو ښه ګومان ونه كړ او ويې نه ويل چې دا يو څرګند تور دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّوْلَا جَآءُو عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَآءَ فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا۟ بِٱلشُّهَدَآءِ فَأُو۟لَٰٓئِكَ عِندَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلْكَٰذِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerولې يې پر دې خبره څلور شاهدان رانه وستل، خو (اوس) چې هغوى څلور شاهدان رانه وستل، د الله پر وړاندې همدوى درواغجن دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِى مَآ أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه پر تاسي باندې په دنيا او اخرت كې د الله فضل او مهرباني نه واى نو په كومو خبرو كې چې تاسي غورځېدلي وئ د هغو په مجازات كې به لوى عذاب درته رسېدلى و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ تَلَقَّوْنَهُۥ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُم مَّا لَيْسَ لَكُم بِهِۦ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُۥ هَيِّنًا وَهُوَ عِندَ ٱللَّهِ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې تاسو پر خپلو ژبو هغه درواغ نقلول او په خولو مو هغه څه ويل چې په هغه كې تاسو لره څه پوهه نه وه او هغه مو يوه آسانه خبره ګڼله، حال دا چې د الله پر وړاندې هغه ډېره لويه وه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْلَآ إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُم مَّا يَكُونُ لَنَآ أَن نَّتَكَلَّمَ بِهَٰذَا سُبْحَٰنَكَ هَٰذَا بُهْتَٰنٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله مو چې هغه واورېده ولې مو ونه ويل چې موږ ته دا نه ښايي چې په دې (خبره) خوله وخوځوو، (الله) تا لره پاكي ده، دا خو ستر بهتان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَعِظُكُمُ ٱللَّهُ أَن تَعُودُوا۟ لِمِثْلِهِۦٓ أَبَدًا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله تاسو ته نصيحت كوي چې بيا دا شان خبره هيڅكله تكرار نه كړئ، كه تاسو مومنان ياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَٰتِ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله تاسو ته آيتونه بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ ٱلْفَٰحِشَةُ فِى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه هغه كسان چې په مومنانو كې فحشا خپرول خوښوي، د هغوی لپاره په دنيا او آخرت كې دردناك عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسي نه پوهېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ وَأَنَّ ٱللَّهَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه د الله فضل او رحمت درباندې نه وى او دا چې الله ډېر نرمي كوونكى مهربان دى. (نو په دنيا كې به په عذاب اخته شوي وئ).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّبِعُوا۟ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَٰنِ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيْطَٰنِ فَإِنَّهُۥ يَأْمُرُ بِٱلْفَحْشَآءِ وَٱلْمُنكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ مَا زَكَىٰ مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يُزَكِّى مَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاى هغو کسانو چې ايمان مو راوړی د شيطان په پلونو پل مه ږدئ، او چا چې د شيطان په پلونو پل کېښود؛ نو هغه د بدكارۍ او ناوړه كار امر كوي، او كه پر تاسي د الله پېرزوينه او لورېينه نه واى؛ نو له تاسو به يې هيڅكله يو هم نه وى پاك كړى خو چاته چې د الله خوښه شي، پاكوي يې او الله ښه اورېدونكى او پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا يَأْتَلِ أُو۟لُوا۟ ٱلْفَضْلِ مِنكُمْ وَٱلسَّعَةِ أَن يُؤْتُوٓا۟ أُو۟لِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينَ وَٱلْمُهَٰجِرِينَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلْيَعْفُوا۟ وَلْيَصْفَحُوٓا۟ أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ ٱللَّهُ لَكُمْ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له تاسي دې د فضيلت او پراخۍ څښتنان دا لوړه (قسم) نه كوي چې خپلوانو، مسكينانو او د الله د لارې مهاجرو سره به مرسته نه كوي، عفوه او تېرېدنه دې وكړي، آيا نه خوښوئ چې الله بخښنه درته وكړي او الله خو ډېر بخښونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَرْمُونَ ٱلْمُحْصَنَٰتِ ٱلْغَٰفِلَٰتِ ٱلْمُؤْمِنَٰتِ لُعِنُوا۟ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شکه هغه كسان چې پر پاك لمنو، ناخبره مومنو ښځو تورونه لګوي، په دنيا او آخرت كې لعنت ورباندې شوى او د دوى لپاره ستر عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه کومه ورځ چې د هغوی ژبې، لاسونه او پښې د هغوی پر خلاف د هغو كارونو شاهدي وايي چې هغوى به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ ٱللَّهُ دِينَهُمُ ٱلْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْحَقُّ ٱلْمُبِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه همغه ورځ به يې الله هغه بدله پوره وركړي چې وړ يې ده او پوه به شي چې په رښتيا همغه الله حق، څرګند دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلْخَبِيثَٰتُ لِلْخَبِيثِينَ وَٱلْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَٰتِ وَٱلطَّيِّبَٰتُ لِلطَّيِّبِينَ وَٱلطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَٰتِ أُو۟لَٰٓئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنا پاكې ښځې د نا پاكو نارينه وو لپاره دي او نا پاك نارينه د نا پاكو ښځو لپاره، او پاكې ښځې د پاكو نارينه وو لپاره دي او پاك نارينه د پاكو ښځو لپاره، دوى له هغو خبرو پاك دي چې (درواغجن يې) وايي، هغوى لره بخښنه او ښه روزي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَدْخُلُوا۟ بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّىٰ تَسْتَأْنِسُوا۟ وَتُسَلِّمُوا۟ عَلَىٰٓ أَهْلِهَا ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاى هغو کسانو چې ايمان مو راوړی له خپلو كورو پرته نورو كورو ته تر هغه مه ننوځئ چې اجازه مو نه وي اخيستې او د هغو پر خلكو مو سلام نه وي اچولی، دا ستاسي لپاره ښه ده، ښايي چې تاسو پند واخلئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِن لَّمْ تَجِدُوا۟ فِيهَآ أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّىٰ يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِن قِيلَ لَكُمُ ٱرْجِعُوا۟ فَٱرْجِعُوا۟ هُوَ أَزْكَىٰ لَكُمْ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه څوك مو پكې ونه موندل، تر هغه مه ورننوځئ چې اجازه نه وي درته شوې او كه درته وويل شو چې بېرته وګرځئ نو راستانه شئ، دا ستاسو لپاره ډېره پاكيزه لار ده، او الله په هغو كارو چې تاسي يې كوئ، ډېر ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَدْخُلُوا۟ بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَٰعٌ لَّكُمْ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپر تاسو څه ګناه نشته که داسې كورونو ته ننوځئ، چې د استوګنې نه وي او په هغه كې ستاسو د ګټې كوم شى وي او الله پوهيږي پر هغه چې تاسو يې ښكاروئ او په هغه چې پټوئ يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا۟ مِنْ أَبْصَٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا۟ فُرُوجَهُمْ ذَٰلِكَ أَزْكَىٰ لَهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا يَصْنَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنارينه مومنانو ته ووايه چې خپل خپل نظرونه ښكته وساتي او د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي، دا كار د هغوى لپاره ډېر پاك دى، په رېښتيا الله ښه خبر دى په هغو كارو چې هغوى يې كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ ءَابَآئِهِنَّ أَوْ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَآئِهِنَّ أَوْ أَبْنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ إِخْوَٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ أَخَوَٰتِهِنَّ أَوْ نِسَآئِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُهُنَّ أَوِ ٱلتَّٰبِعِينَ غَيْرِ أُو۟لِى ٱلْإِرْبَةِ مِنَ ٱلرِّجَالِ أَوِ ٱلطِّفْلِ ٱلَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا۟ عَلَىٰ عَوْرَٰتِ ٱلنِّسَآءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ ٱلْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو مومنو ښځو ته هم ووايه چې خپل نظرونه ښكته ساتي، د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي او د زینت ځایونه دې نه ښكاره کوي پرته له هغه چې په ښکاره وي او پر خپلو سينو دې خپل پړوني واچوي او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي، مګر خپلو مېړونو ته، پلرونو ته، د مېړونو پلرونو ته، زامنو ته، د مېړونو زامنو ته، وروڼو ته، د وروڼو زامنو ته، د خويندو زامنو ته، خپلو (مومنو) ښځو ته، خپلو مريانو ته يې، خپلو هغو لاس لاندې نارينه وو ته چې شهوت والا نه وي او يا هغو ماشومانو ته چې لا د ښځو پر پټو خبرو نه وي خبر شوي او خپلې پښې دې دومره په زوره نه وهي چې د هغوى پټ كړى سينګار څرګند كړى شي، او اي مومنانو تاسو ټول الله ته توبه وباسئ د دې لپاره چې برى در په برخه شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَنكِحُوا۟ ٱلْأَيَٰمَىٰ مِنكُمْ وَٱلصَّٰلِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَآئِكُمْ إِن يَكُونُوا۟ فُقَرَآءَ يُغْنِهِمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerستاسو له بې واده كسانو او ستاسي له مريانواو وينځو څخه چې څوك نيكان وي، د هغوی نكاح وكړئ، كه هغوى بې وزلي وي، الله به يې له خپل فضله شتمن كړي او الله پراخي راوستونكى او ډېر پوه دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلْيَسْتَعْفِفِ ٱلَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّىٰ يُغْنِيَهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ وَٱلَّذِينَ يَبْتَغُونَ ٱلْكِتَٰبَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَءَاتُوهُم مِّن مَّالِ ٱللَّهِ ٱلَّذِىٓ ءَاتَىٰكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا۟ فَتَيَٰتِكُمْ عَلَى ٱلْبِغَآءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوا۟ عَرَضَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ ٱللَّهَ مِنۢ بَعْدِ إِكْرَٰهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان دې پاك لمني اوسي چې نكاح نه مومي، تر دې چې الله يې له خپل فضله غنيان كړي او ستاسي له مريانو او وينځو نه چې څوك په بدل وركولو ازادي غواړي نو لوظ ليكنه ورسره وكړئ كه په هغوى كې درته خير معلومېدو او هغوى ته يې له ماله څه وركوئ چې الله تاسي ته دركړى دى. او د دې لپاره خپلې وينځې بدكارۍ ته مه اړ باسئ چې دنيوي ګټه ترلاسه كړئ كه چيرې هغوى پاك لمني غوښتله، او څوك چې هغوى اړ باسي نو له (داسې) اړ اېستلو وروسته الله (وینځو ته) بخښونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ أَنزَلْنَآ إِلَيْكُمْ ءَايَٰتٍ مُّبَيِّنَٰتٍ وَمَثَلًا مِّنَ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې شکه تاسو ته مو روښانه، روښانه آیتونه او د هغو خلکو بېلګې نازلې كړې دي چې له تاسو مخكې تېر شوي او د متقيانو لپاره نصيحت.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ نُورُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِۦ كَمِشْكَوٰةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ ٱلْمِصْبَاحُ فِى زُجَاجَةٍ ٱلزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّىٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَٰرَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِىٓءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُّورٌ عَلَىٰ نُورٍ يَهْدِى ٱللَّهُ لِنُورِهِۦ مَن يَشَآءُ وَيَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْأَمْثَٰلَ لِلنَّاسِ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله د آسمانو او ځمكې نور (روښانوونكى) دى، د هغه د نور مثال داسې دى لكه يوه تاخچه كې چې ډېوه وي، ډېوه په يوه شيشه كې وي، شيشه هم داسې لكه يو ځلېدونكى ستورى چې (هغه ډېوه) د ښوون د كومې داسې بركتي ونې (له تېلو) بله شوې وي چې هغه نه ختيځه وي، نه لويديځه نږدې وي چې تېل يې په خپله رڼا وكړي كه څه هم اور نه وي ورته رسېدلى، (داسې چې) د رڼا له پاسه رڼا وي چاته چې د الله خوښه شي د خپل نور خواته يې لارښوونه كوي او الله خلكو ته (همداسې) مثالونه بيانوي او الله په هر شي ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فِى بُيُوتٍ أَذِنَ ٱللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا ٱسْمُهُۥ يُسَبِّحُ لَهُۥ فِيهَا بِٱلْغُدُوِّ وَٱلْـَٔاصَالِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه هغو كورونو كې چې الله يې د اوچتولو او په هغو كې د هغه د نوم يادولو حكم كړى دى په هغو كې سهار او ماښام د هغه تسبيح وايي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَٰرَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ ٱللَّهِ وَإِقَامِ ٱلصَّلَوٰةِ وَإِيتَآءِ ٱلزَّكَوٰةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ ٱلْقُلُوبُ وَٱلْأَبْصَٰرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerداسې نارينه چې سوداګري او خرڅلاو يې د الله له ياده، د لمانځه له ترسره كولو او زكات وركولو څخه نه غافلوي هغوى له يوې داسې ورځې ډاريږي چې زړونه او سترګې پكې اوړي را اوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِيَجْزِيَهُمُ ٱللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا۟ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِۦ وَٱللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَآءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر څو الله يې د ډېرو غوره عملونو بدله او له خپل فضل څخه لا زيات (اجر) وركړي او چاته چې الله وغواړي بې حسابه روزي وركوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَعْمَٰلُهُمْ كَسَرَابٍۭ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ ٱلظَّمْـَٔانُ مَآءً حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَهُۥ لَمْ يَجِدْهُ شَيْـًٔا وَوَجَدَ ٱللَّهَ عِندَهُۥ فَوَفَّىٰهُ حِسَابَهُۥ وَٱللَّهُ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغو خلكو عملونه چې كافر شوي لكه په يو ميدان كې د شګي ګل (سراب) چې تږى يې اوبه ګڼي، خو چې ورشي هيڅ شى يې ونه موندل او (يوازې) الله يې وموند، چې د هغه پوره حساب يې وركړ او الله ډېر زر حساب اخيستونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوْ كَظُلُمَٰتٍ فِى بَحْرٍ لُّجِّىٍّ يَغْشَىٰهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِۦ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِۦ سَحَابٌ ظُلُمَٰتٌۢ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَآ أَخْرَجَ يَدَهُۥ لَمْ يَكَدْ يَرَىٰهَا وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ ٱللَّهُ لَهُۥ نُورًا فَمَا لَهُۥ مِن نُّورٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيا (دا بېلګه) لكه په يو ژور سمندر كې ترږمۍ چې د څپې له پاسه څپه ورباندې خپره وي او په هغى د پاسه ورېځ، يو پر بل باندې تيارې، كله چې (څوك) خپل لاس وباسي، نېږدې وي چې هغه هم ونه ويني او چاته چې الله رڼا پيدا نه كړي، نو بيا هغه ته رڼا نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱلطَّيْرُ صَٰٓفَّٰتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُۥ وَتَسْبِيحَهُۥ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِمَا يَفْعَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا ته نه وينې چې په پاكۍ سره الله ستايي ټول هغه مخلوقات چې په آسمانونو او ځمكه كې دي او هغه الوتونكي چې په وزرونو غوړولو سره الوځي؟ هر يو د خپل لمانځه او ثنا ستاينې كړنلاره پېژني او دوې ټول چې څه كوي الله پرې پوهېږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د آسمانو او ځمكې پاچايي الله لره ده او هماغه الله ته ورګرځېدل دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُزْجِى سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُۥ ثُمَّ يَجْعَلُهُۥ رُكَامًا فَتَرَى ٱلْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَٰلِهِۦ وَيُنَزِّلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن جِبَالٍ فِيهَا مِنۢ بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِۦ مَن يَشَآءُ وَيَصْرِفُهُۥ عَن مَّن يَشَآءُ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِۦ يَذْهَبُ بِٱلْأَبْصَٰرِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا ته نه وينې چې الله وریځ روانوي (شړي)، بيا يې سره يو ځاى كوي، بيا يې ټينګه درنده ورېځ ګرځوي بيا ته وينې چې له منځه يې باران راوځي او هغه (الله) د آسمان له لوري هغو غرونو څخه چې پكې دي، ږلۍ راوروي نو چاته يې چې خوښه شي (زيان) وررسوي او چاته چې وغواړي ترې ګرځوي يې، نږدې وي چې د برېښنا پړك يې سترګې يوسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُقَلِّبُ ٱللَّهُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُو۟لِى ٱلْأَبْصَٰرِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله شپه او ورځ (سره) اړوي بې شكه په دې كې د سترګورو لپاره يو (لوى) درس دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَآبَّةٍ مِّن مَّآءٍ فَمِنْهُم مَّن يَمْشِى عَلَىٰ بَطْنِهِۦ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِى عَلَىٰ رِجْلَيْنِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِى عَلَىٰٓ أَرْبَعٍ يَخْلُقُ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله هر سا كښ له اوبو پيدا كړ نو ځينې يې هغه دي چې په ګېډه ښوييږي، ځينې يې په دوو پښو درومي او ځينې يې په څلورو درومي، الله چې څه غواړي هماغه پيدا كوي، بې شكه الله په هر څه قادر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّقَدْ أَنزَلْنَآ ءَايَٰتٍ مُّبَيِّنَٰتٍ وَٱللَّهُ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه موږ څرګند آيتونه نازل كړي او الله چې هر چاته وغواړي سمې لارې ته يې لارښوونه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَقُولُونَ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَمَآ أُو۟لَٰٓئِكَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى وايي موږ په الله او رسول يې ايمان راوړى او پيروي مو کړې، خو بيا له دې وروسته هم د دوى يوه ډله مخ ګرځوي او دوى مومنان نه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا دُعُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې هغوى الله او رسول ته يې ور وبلل شي، چې ترمنځ يې پرېکړه وکړي نو له هغوى نه يوه ډله يو دم مخ ګرځوونكې شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن يَكُن لَّهُمُ ٱلْحَقُّ يَأْتُوٓا۟ إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه چېرې حق د دوى (په خوا) وي نو بيا هغه (رسول) ته غاړه اېښودونكي ورځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ٱرْتَابُوٓا۟ أَمْ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُۥ بَلْ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا په زړونو كې يې ناروغي ده، كه په شك كې لوېدلي دي؟ يا له دې ډاريږي چې الله او د هغه رسول به ظلم ورباندې وكړي، بلكې دوى خپله ظالمان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا۟ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخبره دا ده چې كله مومنان الله او د هغه رسول ته وروبلل شي تر څو يې په منځ كې پرېکړه وكړي؛ نو د هغوى وينا داسې په كار ده چې ووايي: موږ واورېدل او ومو منل، او همدوى بريالي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَخْشَ ٱللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې د الله او د هغه د رسول امر ومني، له الله وېره وكړي او ځان ترې وساتي نو هماغه خلك بريالي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَٰنِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ قُل لَّا تُقْسِمُوا۟ طَاعَةٌ مَّعْرُوفَةٌ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى پر الله په كلكه قسمونه وكړل چې كه ته امر ورته وكړې نو خامخا به راووځي (جهاد ته)، ورته ووايه: قسمونه مه كوئ، (ستاسو) منل معلوم دي، پرته له شکه الله په هغه څه ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا۟ وَمَا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: د الله خبره ومنئ او د رسول ومنئ او كه مخ وګرځوئ نو (پوه شئ چې) پر هغه خپله ذمه واري او پر تاسي خپله ذمه واري ده، او كه امر يې ومنئ لار به ومومئ او پر رسول له ښكاره رسونې پرته بل څه نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ كَمَا ٱسْتَخْلَفَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ ٱلَّذِى ٱرْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّنۢ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِى لَا يُشْرِكُونَ بِى شَيْـًٔا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَٰسِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله تاسي چې كومو كسانو ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، الله ژمنه ورسره كړې ده چې خامخا به يې په ځمكه كې هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه هغه خلك چې له هغوى مخكې يې خليفه ګان كړي وو او حتماً به يې هغه دين ورته محكم كړي چې هغوى ته يې خوښ كړى او له وېرې وروسته به يې حالت په امن بدل كړي، يوازې ما به لمانځي، هيڅ شى به نه راسره شريكوي او له هغه وروسته چې هر څوك كافر شو نو هغوى به فاسقان وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بشپړ لمونځ كوئ، زكات وركوئ او د رسول امر منئ، ښايي چې رحم درباندې وشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا تَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مُعْجِزِينَ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ وَلَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكوم كسان چې كافر دي د هغو په باب په دې غلطه انګېرنه كې مه اوسه چې هغوى به په زمكه كې الله بې وسې كړي د هغو هستوګنځى دوزخ دى او هغه ډېر ناكاره هستوګنځى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لِيَسْتَـْٔذِنكُمُ ٱلَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ وَٱلَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا۟ ٱلْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَٰثَ مَرَّٰتٍ مِّن قَبْلِ صَلَوٰةِ ٱلْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ ٱلظَّهِيرَةِ وَمِنۢ بَعْدِ صَلَوٰةِ ٱلْعِشَآءِ ثَلَٰثُ عَوْرَٰتٍ لَّكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌۢ بَعْدَهُنَّ طَوَّٰفُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَٰتِ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې مومنانو! په كار ده چې ستاسو مريان او وينځې او هغه ماشومان مو چې لا د پوهې عمر ته نه وي رسېدلي، (د ننوتلو په وخت كې) درې ځلې اجازه در څخه وغواړي: د سهار له لمانځه مخكې، غرمه مهال چې كله تاسي جامې باسئ او د ماسختن له لمانځه وروسته دا درې ستاسو لپاره د پردې وختونه دي، له دې وختو پرته نه پر تاسي څه ګناه شته او نه پر هغوى، تاسو (ټول) يو بل ته بيا بيا ورتلونكي ياست، همدغه شان الله ستاسو لپاره آیتونه بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا بَلَغَ ٱلْأَطْفَٰلُ مِنكُمُ ٱلْحُلُمَ فَلْيَسْتَـْٔذِنُوا۟ كَمَا ٱسْتَـْٔذَنَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَٰتِهِۦ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې مو ماشومان بلوغ ته ورسېدل؛ نو بيا دې هماغه شان اجازه غواړي لكه چې له هغوى مخكې (مشرانو) يې چې اجازه غوښتله، الله همدغه شان خپل آيتونه درته بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْقَوَٰعِدُ مِنَ ٱلنِّسَآءِ ٱلَّٰتِى لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَٰتٍۭ بِزِينَةٍ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه (بوډۍ) ناستې ښځې چې د ودېدلو هيله نه لري، پر هغوى څه ګناه نشته كه خپلې جامې وباسي خو چې د ښكلا څرګندوونكې نه وي او كه چېرې لا هم ځان (په ستر كې) وساتي دا ډېره ورته غوره ده او الله ښه اورېدونكى پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّيْسَ عَلَى ٱلْأَعْمَىٰ حَرَجٌ وَلَا عَلَى ٱلْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى ٱلْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمْ أَن تَأْكُلُوا۟ مِنۢ بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ ءَابَآئِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَٰتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَٰنِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَٰتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَٰمِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّٰتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَٰلِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَٰلَٰتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُم مَّفَاتِحَهُۥٓ أَوْ صَدِيقِكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَأْكُلُوا۟ جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًا فَسَلِّمُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ مُبَٰرَكَةً طَيِّبَةً كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه پر ړانده څه باك شته، نه پر ګوډ، ناروغ او نه خپله پر تاسي چې له خپلو كورونو څه وخورئ، يا د خپلو پلرونو له كورونو، يا مو د ميندو له كورونو، يا مو د وروڼو له كورونو، يا مو د خويندو له كورونو، يا مو د ترونو له كورونو، يا مو د تریندو (عمه ګانو) له كورونو، يا مو د ماماګانو له كورونو، يا مو د توړۍ ګانو (خاله ګانو) له كورونو، يا له هغو كورونو چې کنجیګانې (چابيانې) يې ستاسو په لاس كې وي او يا مو د ملګري له كوره، په دې كې هم څه باك نشته چې تاسو يو ځاى ګډ خوراك وكړئ يا بېل بېل، خو كله چې كورونو ته ننوتئ نو پر خپلو كسانو سلام اچوئ، د الله له لوري يوه (ټاكل شوې) د خير دعا، بختوره پاكيزه (خبره)، همدغه شان الله تاسي ته خپل آيتونه بيانوي، ښايي چې تاسي له عقله کار واخلئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَإِذَا كَانُوا۟ مَعَهُۥ عَلَىٰٓ أَمْرٍ جَامِعٍ لَّمْ يَذْهَبُوا۟ حَتَّىٰ يَسْتَـْٔذِنُوهُ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَسْتَـْٔذِنُونَكَ أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ فَإِذَا ٱسْتَـْٔذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَٱسْتَغْفِرْ لَهُمُ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه مومنان هغه كسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړى وي او كله چې د څه ټولنيز كار په وخت كې هغه سره وي نو تر هغه ترې نه ځي څو يې اجازه نه وي غوښتې، دوى هغه كسان دي چې پر الله او رسول يې ايمان لري، نو كله چې د خپل څه كارو لپاره اجازه در څخه وغواړي، نو چاته چى دې خوښه وي اجازه وركوه او هغوى ته له الله څخه بخښنه وغواړه، بې شكه الله بخښونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّا تَجْعَلُوا۟ دُعَآءَ ٱلرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَآءِ بَعْضِكُم بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ ٱلَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِۦٓ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد رسول بلنه ستاسي د يو او بل د را بلنې په شان مه ګڼئ، الله له تاسو څخه هغه كسان ښه پېژني چې (يو او بل ته) پناه وركولو سره غلى غلى كيږي؛ نو هغه كسان چې د هغه له امره مخالفت كوي، له دې څخه دې ووېريږي چې څه فتنه ور ونه رسي، يا څه دردناك عذاب ورته ونه رسيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ قَدْ يَعْلَمُ مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا۟ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخبردار اوسئ! څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي هغه الله لره دي، په هر حالت چې تاسي ياست هغه ورباندې پوهيږي او هغه ورځ چې هغه ته ورستنيږي؛ نو په هغه څه به يې خبر كړي چې كړي يې دي، او الله په هر څه ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70