أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ جَنَّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَٰرُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِّن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِـِٔينَ فِيهَا عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ نِعْمَ ٱلثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى لپاره همېشني جنتونه دي چى لاندې به يې ويالې بهيږي، هلته به د سرو زرو په وښيو (بنګړو) سينګار كړى شي او د نريو ورېښمو او اطلسو (مخملو) شنې جامې به واغوندي، هلته به يې پر تختونو تكيه وهلې وي، ډېر ښه اجر او غوره استوګنځى دى.