وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ ٱلْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِۦٓ أَفَتَتَّخِذُونَهُۥ وَذُرِّيَّتَهُۥٓ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِى وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّۢ بِئْسَ لِلظَّٰلِمِينَ بَدَلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې موږ ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ نو له ابليس پرته ټولو سجده وكړه، هغه له پېريانو و نو (ځكه) د خپل رب له حكمه ووت، نو آيا اوس تاسو هغه او ځوځات يې له ما پرته خپل واكمنان جوړوئ حال دا چې هغوى مو غليمان دي، هغه د ظالمانو لپاره ناوړه بدل دى.