caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الجاثية الجاثية

۳۷ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۶۵

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ حمٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerحم [1]

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَنزِيلُ ٱلْكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(دا كتاب) د برلاسي حكمت والا الله له لوري نازل شوى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَـَٔايَٰتٍ لِّلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه رېښتيا په آسمانو او ځمكه كې د مومنانو لپاره هرومرو (ډېرې) نښانې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَفِى خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِن دَآبَّةٍ ءَايَٰتٌ لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (همدارنګه) په خپله ستاسي پيدايښت او هغو ژويو (حیواناتو) كې چې خپروي يې ډېرې نښانې دي هغو خلكو ته چې باور كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱخْتِلَٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن رِّزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ ٱلرِّيَٰحِ ءَايَٰتٌ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دغه شان په اختلاف د شپې او د ورځې كې او الله چې له آسمانه كومه روزي نازله كړې او بيا يې ځمكه پرې له مرګه (شاړېدو) وروسته را ژوندۍ كړې او په اړولو راړولو د بادونو كې د هغو خلكو لپاره ډېرې نښانې دي چې له عقله کار اخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِٱلْحَقِّ فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَ ٱللَّهِ وَءَايَٰتِهِۦ يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدغه د الله آيتونه دي چې په رښتيني ډول يې درباندې لولو، خو هغوى به له الله او د هغه له آيتونو وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيْلٌ لِّكُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتباهي ده هر درواغ جوړوونكي ګناهګار لره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَسْمَعُ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ثُمَّ يُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد الله آيتونه اوري چې ورباندې لوستل كيږي خو بيا په لويي سره همغسې پرې ټينګيږي لكه چې له سره يې اورېدلي نه وي، نو د يو دردوونکي عذاب زېرى وركړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا عَلِمَ مِنْ ءَايَٰتِنَا شَيْـًٔا ٱتَّخَذَهَا هُزُوًا أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې زموږ له آيتونو څخه په يو څه پوه شي نو ملنډې پرې وهي، د داسې خلكو لپاره سپكوونكى عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مِّن وَرَآئِهِمْ جَهَنَّمُ وَلَا يُغْنِى عَنْهُم مَّا كَسَبُوا۟ شَيْـًٔا وَلَا مَا ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوْلِيَآءَ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغو تر شا جهنم دی او څه یې چې کړي دي هېڅ ګټه به ورنه رسوي او نه هغه (شريكان) چې له الله پرته يې دوستان نيولي وو او د هغوى لپاره ستر عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَٰذَا هُدًى وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مِّن رِّجْزٍ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا (ټول) هدايت دى او كوم خلك چې د خپل رب پر آيتونو كافر شوي، هغوى لره دردوونکی (سخت) عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ ٱلَّذِى سَخَّرَ لَكُمُ ٱلْبَحْرَ لِتَجْرِىَ ٱلْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِۦ وَلِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله همغه دى چې تاسو ته يې درياب د دې لپاره تابع كړى چې د هغه په حكم بېړۍ پكې وچليږي او تاسي د هغه فضل ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تاسىو ته يې په آسمانونو او ځمكه كې ټول شته له خپل لوري تابع كړي، بېشكه په دې كې د هغو خلكو لپاره (ډېرې) نښانې دي چې فكر كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُل لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يَغْفِرُوا۟ لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ ٱللَّهِ لِيَجْزِىَ قَوْمًۢا بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمومنانو ته ووايه: هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د (سختو) ورځو هيله نه لري، تر څو (الله) همغو خلكو ته د خپلو لاسته راوړنو بدله وركړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَنْ عَمِلَ صَٰلِحًا فَلِنَفْسِهِۦ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچا چې ښه عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې وكړ او چا چې بدي وكړه نو (هم) پر هغه ده، بيا به (ټول) خپل رب ته ورګرځول كيږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحُكْمَ وَٱلنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَفَضَّلْنَٰهُمْ عَلَى ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه موږ بني اسرائيلو ته كتاب، پوهه د دین او نبوت وركړى و، هغوى ته مو له پاكيزه شيانو روزي وركړې وه او پر نړيوالو مو غوره كړي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَاتَيْنَٰهُم بَيِّنَٰتٍ مِّنَ ٱلْأَمْرِ فَمَا ٱخْتَلَفُوٓا۟ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى ته مو د دين ښكاره دليلونه وركړي وو، خو بيا هغوى يوازې له هغه وروسته د خپل منځي ضد له امله سره مخالف شول چې علم ورته راغلو، يقيناً ستا رب به د قيامت په ورځ د هغوى تر منځ هغه څه ورفيصله كړي چې پكې يې اختلاف كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ جَعَلْنَٰكَ عَلَىٰ شَرِيعَةٍ مِّنَ ٱلْأَمْرِ فَٱتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا مو ته د دين په (څرګنده) لار ودرولې نو د همغى پيروي كوه او د هغو خلكو هوسونو پسې مه ځه چې نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّهُمْ لَن يُغْنُوا۟ عَنكَ مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا وَإِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ وَٱللَّهُ وَلِىُّ ٱلْمُتَّقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى به له تا نه د الله هيڅ شى ايسار نكړي او ظالمان په رېښتيا يو د بل ملګري دي او الله د متقيانو ملګرى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَٰذَا بَصَٰٓئِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا د (ټولو) خلكو لپاره د پوهې درسونه دي او څوك چې يقين كوي د هغو لپاره هدايت او رحمت دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ حَسِبَ ٱلَّذِينَ ٱجْتَرَحُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن نَّجْعَلَهُمْ كَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَوَآءً مَّحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا چا چې بدۍ كړې دي هغوى دا ګومان كوي چې موږ به يې هغسې كړو لكه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي؟ (او) د هغوى ژوند او مرګ به سره يو شان وي؟ بده پرېكړه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَخَلَقَ ٱللَّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ وَلِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله آسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړي دي او د دې لپاره هم چې هر كس ته د خپلو كړو وړو بدله وركړی شي او ظلم به نه پرې كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَٰهَهُۥ هَوَىٰهُ وَأَضَلَّهُ ٱللَّهُ عَلَىٰ عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَىٰ سَمْعِهِۦ وَقَلْبِهِۦ وَجَعَلَ عَلَىٰ بَصَرِهِۦ غِشَٰوَةً فَمَن يَهْدِيهِ مِنۢ بَعْدِ ٱللَّهِ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوسونه يې ځان ته معبود ګرځولي او له پوهې سره الله بې لارې كړ، پر غوږ او زړه يې ټاپه ور ووهله او په سترګو يې پرده ورواچوله؟ نو له الله وروسته به يې څوك لارښوونه وكړي؟ آيا تاسي څه پند نه اخلئ؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالُوا۟ مَا هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا ٱلدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَآ إِلَّا ٱلدَّهْرُ وَمَا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى (دا هم) وويل چې بل څه نشته همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او ژوند كوو، او بل څه نه، يوازې همدا زمانه مو له منځه وړي! هغوى لره په دې خبره څه علم نشته، هغوى نور څه نه يوازې ګومان كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُنَا بَيِّنَٰتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ إِلَّآ أَن قَالُوا۟ ٱئْتُوا۟ بِـَٔابَآئِنَآ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې زموږ څرګند آيتونه پرې لوستل كيږي نو بيا هغوى سره بل دليل نه وي پرته له دې چې وايى كه تاسي رښتيني ياست نو زموږ پلرونه راولئ!

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلِ ٱللَّهُ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يَجْمَعُكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: همغه الله مو ژوندي كوي، بيا مړه كوي بيا مو د قيامت ورځې ته ورټولوي چې (هيڅ) شك پكې نشته خو زياتره خلك نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَخْسَرُ ٱلْمُبْطِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده او په كومه ورځ چې قيامت كيږي په همغه ورځ به دا باطل پرستان تاواني كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتَرَىٰ كُلَّ أُمَّةٍ جَاثِيَةً كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَىٰٓ إِلَىٰ كِتَٰبِهَا ٱلْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ته به وينې چې هر امت په زنګنو پروت دى، هر امت به خپل خپل كتاب ته راغوښتل كيږي، نن به د همغو عملونو بدله دركول کيږي چې کول مو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَٰذَا كِتَٰبُنَا يَنطِقُ عَلَيْكُم بِٱلْحَقِّ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنسِخُ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزموږ دا كتاب ستاسي په هكله رښتينې خبرې كوي، موږ بېشكه هغه څه ليكل چې تاسي به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَيُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِى رَحْمَتِهِۦ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْمُبِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغه كسان چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى رب به يې خپل رحمت كې داخلوي، همدا څرګند برياليتوب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَفَلَمْ تَكُنْ ءَايَٰتِى تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَٱسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنتُمْ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان چې كافران شوي (ورته وبه ويل شي) آيا زما آيتونه پر تاسي نه وو لوستل شوي؟ چې بيا تاسي لويي وكړه او تاسي خو وئ مجرمان خلك.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا قِيلَ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ وَٱلسَّاعَةُ لَا رَيْبَ فِيهَا قُلْتُم مَّا نَدْرِى مَا ٱلسَّاعَةُ إِن نَّظُنُّ إِلَّا ظَنًّا وَمَا نَحْنُ بِمُسْتَيْقِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې وويل شول: يقيناً د الله ژمنه رښتينې ده او په قيامت كې شک نشته نو تاسي وويل: نه پوهيږو قيامت څه دى؟ هسې يو ګومان كوو خو موږ باور كوونكي نه يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَبَدَا لَهُمْ سَيِّـَٔاتُ مَا عَمِلُوا۟ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغو عملونو بدۍ به څرګندې شې چې هغوى به كول او په كوم شي يې چې ملنډې وهلې هغه به ترې راتاوشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقِيلَ ٱلْيَوْمَ نَنسَىٰكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَآءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا وَمَأْوَىٰكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّٰصِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وبه ويل شي: نن به تاسي همغسې هېر كړو لكه تاسي چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخېدل هېر كړي وو، هستوګنځى مو اور دى او ستاسي لپاره به څوك مرستندويان نه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكُم بِأَنَّكُمُ ٱتَّخَذْتُمْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ هُزُوًا وَغَرَّتْكُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا فَٱلْيَوْمَ لَا يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا په دې چې تاسي د الله پر آيتونو ملنډې وهلې او د دنيا ژوند غولولي وئ، نو نن به هغوى نه ترې اېستل كيږي او نه به يې عذر منل کيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلِلَّهِ ٱلْحَمْدُ رَبِّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَرَبِّ ٱلْأَرْضِ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو الله لره ستاينه ده، د آسمانونو او ځمكې رب، د ټولو مخلوقاتو رب.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَهُ ٱلْكِبْرِيَآءُ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په آسمانونو او ځمكه كې لويي يوازې هغه لره ده او همغه برلاسى حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70