caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الأحقاف الأحقاف

۳۵ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۶۶

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ حمٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerحم [1]

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَنزِيلُ ٱلْكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْحَكِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد دغه كتاب نازلېدل دالله لخوا دي چې برلاسى او د حكمت څښتن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَآ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَمَّآ أُنذِرُوا۟ مُعْرِضُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ ندي پيدا کړي اسمانونه، ځمكه او څه چې د دې دواړو تر منځه دي مګر په حقه [حکمت] او ټاكلې نېټې سره او هغه کسان چې کفر يې کړی له کوم څه چې وېرول كيږي مخ اړوونكي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ أَرَءَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَرُونِى مَاذَا خَلَقُوا۟ مِنَ ٱلْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ ٱئْتُونِى بِكِتَٰبٍ مِّن قَبْلِ هَٰذَآ أَوْ أَثَٰرَةٍ مِّنْ عِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: آيا پام مو كړی څه چې له الله پرته يې رابولئ، راوښاياست چې له ځمكې يې څه پيدا كړي؟ يا هغوى لره په اسمانونو كې څه برخه شته؟ راوړئ له دې مخکې كوم كتاب يا له علم څخه څه (نقل شوى) دليل، كه تاسې رښتيني ياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَن لَّا يَسْتَجِيبُ لَهُۥٓ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ وَهُمْ عَن دُعَآئِهِمْ غَٰفِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغه چا څخه به زيات بې لارې څوك وي چې پرته له الله څخه داسې یو څوك رابولي چې د قيامت تر ورځې يې دعا نه شي قبلولى، بلكې هغه يې له بلنې (بيخي) بې خبره وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا حُشِرَ ٱلنَّاسُ كَانُوا۟ لَهُمْ أَعْدَآءً وَكَانُوا۟ بِعِبَادَتِهِمْ كَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې خلك راغونډ كړل شي نو بيا به يې دښمنان وي او له عبادته څخه به يې منكر وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُنَا بَيِّنَٰتٍ قَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمْ هَٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې زموږ څرګند ايتونه پر دوی لوستل كيږي، نو هغه کسان چې کفر (انکار) يې کړی، کله چې حق ورته راشي، وايي دا خو ښكاره كوډې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ قُلْ إِنِ ٱفْتَرَيْتُهُۥ فَلَا تَمْلِكُونَ لِى مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ كَفَىٰ بِهِۦ شَهِيدًۢا بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ وَهُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerايا دوى وايې چې پېغمبر دا (قرآن) له خپله ځانه جوړكړی؟ دوى ته ووايه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي نو تاسي به ما د الله له نيونې څخه هيڅ ونشئ ژغورلى، كومې خبرې چې تاسي جوړوئ الله ورباندې ښه پوهېږي، زما او ستاسي په منځ كې، همغه د شاهدۍ ويلو لپاره كافي دى او هغه ډير بخښونكى او خورا مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ مَا كُنتُ بِدْعًا مِّنَ ٱلرُّسُلِ وَمَآ أَدْرِى مَا يُفْعَلُ بِى وَلَا بِكُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ وَمَآ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: زه خو څه نوى رسول نه يم او نه په دې پوهېږم چې پر ما او تاسي به (په دنیا) کې څه كيږي؟ زه هغه څه پسې ځم چې راته وحي كيږي او له يو څرګند خبرداري وركوونكي پرته بل څه نه يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِۦ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ مِثْلِهِۦ فَـَٔامَنَ وَٱسْتَكْبَرْتُمْ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(اى پېغمبره!) دوى ته ووايه: اّيا تاسي كله په دې فكر كړى چې كه دغه كلام د الله لخوا وي او تاسي ترېنه انكار وكړ(نو ستاسې عاقبت به څه وي؟) او د همدې په څېر (يو كلام باندې) خو د بني اسرائيلو يو شاهد، شاهدي هم ويلې ده، هغه ايمان راوړ او تاسي لويي وکړله، بېشکه ظالمو خلكو ته الله هدايت نه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَوْ كَانَ خَيْرًا مَّا سَبَقُونَآ إِلَيْهِ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا۟ بِهِۦ فَسَيَقُولُونَ هَٰذَآ إِفْكٌ قَدِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه کسان چې کفر يې کړی د هغو کسانو په اړه چې ايمان يې راوړی وايي: كه چېرې دا (ايمان راوړل) ښه واى نو له موږ به ور مخکې شوي نه وو! او كله يې چې سمه لار پرې ونه موندله، نو وايي دا پخواني درواغ دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِن قَبْلِهِۦ كِتَٰبُ مُوسَىٰٓ إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَٰذَا كِتَٰبٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ وَبُشْرَىٰ لِلْمُحْسِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (حال دا چې) له هغه مخكې د موسى كتاب هم و، د لارښود او رحمت په توګه او دا په عربي ژبه يو تصديقونكى كتاب دى، تر څو ظالمان ووېروي او د نېكانو لپاره يو زېرى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسْتَقَٰمُوا۟ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله شک پرته هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا ( یې په عبادت ټېنګ ودريږي، نو پر هغو نه څه ډار شته او نه به ( په اخرت کې) خپه كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ خَٰلِدِينَ فِيهَا جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا خلک جنتيان دي، تل تر تله پكې اوسېدونكي دي، د هغو عملونو په بدله كې چې دوى به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَوَصَّيْنَا ٱلْإِنسَٰنَ بِوَٰلِدَيْهِ إِحْسَٰنًا حَمَلَتْهُ أُمُّهُۥ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا وَحَمْلُهُۥ وَفِصَٰلُهُۥ ثَلَٰثُونَ شَهْرًا حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُۥ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِىٓ أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ ٱلَّتِىٓ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ وَعَلَىٰ وَٰلِدَىَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَٰلِحًا تَرْضَىٰهُ وَأَصْلِحْ لِى فِى ذُرِّيَّتِىٓ إِنِّى تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّى مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو سپارښتنه مو کړې انسان ته د مور او پلار سره د ښېګڼې کولو، پورته کړی دی مور ده لرهر( په خېټه کې) په (ډېر) كړاو سره او په كړاو سره يې زېږولى، او په خېټه كېدل او له تي شوکېدل يې (ټول) دېرش مياشتې دي، تر دې چې هغه بيا ځوانۍ او څلوېښتو كلونو ته ورسېد، وېلې زما پالونکيه توفيق راكړې چې ستا د هغه نعمت شكر وباسم چې پر ما او زما پر مور او پلار دې لورولى او چې داسې نېک عملونه وكړم چې ته پرې راضي كيږې او خېلخانه (اولاد) مې هم نېکه وګرځوه، ما تا ته توبه اېستلې او زه له مسلمانانو څخه يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا۟ وَنَتَجَاوَزُ عَن سَيِّـَٔاتِهِمْ فِىٓ أَصْحَٰبِ ٱلْجَنَّةِ وَعْدَ ٱلصِّدْقِ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يُوعَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى هغه خلك دي چې غوره کړنې يې موږ قبلوو او له بدو يې تېرېږو، دوى په جنتيانو كې دي (دا) هغه رښتينې ژمنه ده چې دوى سره كېدله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِى قَالَ لِوَٰلِدَيْهِ أُفٍّ لَّكُمَآ أَتَعِدَانِنِىٓ أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ ٱلْقُرُونُ مِن قَبْلِى وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ ٱللَّهَ وَيْلَكَ ءَامِنْ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَٰذَآ إِلَّآ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه (چا) چې ويې ويل مور او پلار خپل ته: افسوس دی په تاسو دواړو! آیا ویروئ تاسو ما لره چې زه به بیا را وویستلی شم بیا (د ځمکې نه) او حال دا چې تیرې شوې دي ډیرې پیړۍ زما نه وړاندې او دوی دواړو فریاد کاوه الله تعالی ته د (زوی په باره کې) تباه به شې، ایمان راوړه، یقینا وعده د الله تعالی رښتیا ده، نو وایي: ندي دا مګر نقل شوي (دروغ) کېسې د ړومبنیو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْقَوْلُ فِىٓ أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ خَٰسِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا هغه خلک دي چې په اړه یي (د عذاب) پریکړه شوې ده، د هغو ولسونو په ډله كې چې له دوی مخکې تېر شوي له پېريانو او انسانانو څخه، هغوى بېشكه تاوانيان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلِكُلٍّ دَرَجَٰتٌ مِّمَّا عَمِلُوا۟ وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَٰلَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هر يوه ته به د خپلو عملونو درجې وي تر څو د خپلو عملونو پوره بدله وركړى شي او ظلم به نه پرې كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَوْمَ يُعْرَضُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَلَى ٱلنَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَٰتِكُمْ فِى حَيَاتِكُمُ ٱلدُّنْيَا وَٱسْتَمْتَعْتُم بِهَا فَٱلْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ ٱلْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَفْسُقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه ورځ چې كافران اور ته وړاندې كړل شي چې تاسي خو خپلې ښېګڼې په دنيايي ژوند كې وړي دي او ګټه مو ترې اخيستې ده نو نن به د سپكوونكي عذاب سزا دركول كيږي، په دې چې تاسي په ناحقه په ځمكه كې لويي او سرغړونه كوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُۥ بِٱلْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ ٱلنُّذُرُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦٓ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یاد کړه ورور د عاديانو، کله يې چې په احقاف (سیمه) کې خپل قوم ووېرولو او په رېښتيا له ده مخكې او وروسته (ډېر) وېروونكي تېر شوي وو (په دې خبره) چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسې د يوې (سختې) لويې ورځې له عذابه وېرېږم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ ءَالِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى ويل: آيا د دې لپاره موږ ته راغلى يې چې له خپلو معبودانو مو واړوې؟ نو كه ته رښتينى يې هغه عذاب راته راوله چې ویروې ته موږ لره په هغې سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ إِنَّمَا ٱلْعِلْمُ عِندَ ٱللَّهِ وَأُبَلِّغُكُم مَّآ أُرْسِلْتُ بِهِۦ وَلَٰكِنِّىٓ أَرَىٰكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه وويل چې د دې علم خو له الله سره دى، زه صرف هغه پيغام تاسي ته رسوم چې زه له هغه سره لېږل شوى يم، خو زه ګورم چې تاسي ناپوهي كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا۟ هَٰذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا بَلْ هُوَ مَا ٱسْتَعْجَلْتُم بِهِۦ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بيا يې چې هغه عذاب د ورېځې په بڼه د هغوى ناو ته راروان وليد، وېلې: دا ورېځ پر موږ باران اوروي، (نه) په اصل كې دا هغه عذاب دى چې تاسي بېړه پرې كوله! يوه سيلۍ ده چې دردوونکی عذاب دی پکې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تُدَمِّرُ كُلَّ شَىْءٍۭ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا۟ لَا يُرَىٰٓ إِلَّا مَسَٰكِنُهُمْ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْقَوْمَ ٱلْمُجْرِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې د خپل پالونکي په امر هر څه تباه كوي، نو په پای کې داسې شول چې له (ورانو) كورو پرته يې بل څه نه ليدل كېدل، موږ ګناهکارو خلكو ته همدغسې سزا وركوو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ مَكَّنَّٰهُمْ فِيمَآ إِن مَّكَّنَّٰكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَٰرًا وَأَفْـِٔدَةً فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَآ أَبْصَٰرُهُمْ وَلَآ أَفْـِٔدَتُهُم مِّن شَىْءٍ إِذْ كَانُوا۟ يَجْحَدُونَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په رېښتيا هغوى ته مو ځواک وركړى و په هغه څېزونو کې چې تاسو ته مو نه دى دركړى او هغوى ته مو غوږونه، سترګې او زړونه هم وركړي وو، خو نه يې غوږونو څه ترې ايسار كړل، نه يې سترګو او نه يې زړونو ځكه چې هغوى د الله له ايتونو نټه کوله او هغه (عذاب) ورباندې راپرېوت چې هغوى به ملنډې پرې وهلې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُم مِّنَ ٱلْقُرَىٰ وَصَرَّفْنَا ٱلْـَٔايَٰتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه ستاسي شاوخوا مو ډېر كلي تباه كړل او په راز راز مو (د خپل قدرت) نښانې بيان كړې تر څو هغوى راوګرځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ قُرْبَانًا ءَالِهَةًۢ بَلْ ضَلُّوا۟ عَنْهُمْ وَذَٰلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغوى چې (الله ته) د نږدېوالي لپاره له الله پرته كوم معبودان نيولي وو، ولې يې د هغوى مرسته ونه كړه؟ بلكې بيخې ترې ورك شول. او دا يې (بالكل) درواغ او هغه تور و چې له ځانه يې جوړولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ صَرَفْنَآ إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ ٱلْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ ٱلْقُرْءَانَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوٓا۟ أَنصِتُوا۟ فَلَمَّا قُضِىَ وَلَّوْا۟ إِلَىٰ قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (ياد كړه) هغه وخت چې موږ د پېريانو يو ټولى درته راوګرځولو چې قرآن واوري، نو كله چې ورته حاضر شول هغوی ووېل: چوپ شئ، بيا چې تمام شو نو بېرته خپل قوم ته وېروونكي ورستانه شول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالُوا۟ يَٰقَوْمَنَآ إِنَّا سَمِعْنَا كِتَٰبًا أُنزِلَ مِنۢ بَعْدِ مُوسَىٰ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ وَإِلَىٰ طَرِيقٍ مُّسْتَقِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې ای زموږ قومه! موږ يو كتاب واورېدلو چې له موسى وروسته نازل شوی، (او) د مخكېنيو (كتابونو) تصديقوونكى دى، د حق او سمې لارې خواته ښوونه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰقَوْمَنَآ أَجِيبُوا۟ دَاعِىَ ٱللَّهِ وَءَامِنُوا۟ بِهِۦ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای زموږ قومه! د الله د بلونكي خبره ومنئ او ايمان پرې راوړئ، چې ګناهونه مو دروبخښي او له دردوونکي عذابه مو وژغوري.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن لَّا يُجِبْ دَاعِىَ ٱللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُۥ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءُ أُو۟لَٰٓئِكَ فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوک چې د الله د بلونكي ونه مني، نو هغه په ځمكه كې (تښتېدو سره) د الله عاجزوونكى نه دى او نه به له هغه پرته د ده څوک ملګري وي، دا خلك په ښكاره بې لاريتوب كې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَلَمْ يَعْىَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يُحْـِۧىَ ٱلْمَوْتَىٰ بَلَىٰٓ إِنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا دوى نه ويني چې په رېښتيا الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي دي او په پيدا كولو یې ستړی شوی نه دى، په دې ځواکمن دى چې مړي راژوندي كړي؟ هو (ولې نه) هغه په هر څه ځواکمن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَوْمَ يُعْرَضُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَلَى ٱلنَّارِ أَلَيْسَ هَٰذَا بِٱلْحَقِّ قَالُوا۟ بَلَىٰ وَرَبِّنَا قَالَ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كومه ورځ چې كافران اور ته وروړاندې كړل شي (ورته به وویل شي) آيا دا رښتيا نه دى؟ وايي به ولې نه، په رب مو قسم (رښتيا دى). وايي (ښه) نو (اوس) عذاب وڅكئ چې تاسي به پرې کفر کولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُو۟لُوا۟ ٱلْعَزْمِ مِنَ ٱلرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِل لَّهُمْ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا سَاعَةً مِّن نَّهَارٍۭ بَلَٰغٌ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلْفَٰسِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو صبر كوه لكه څرنګه چې همتناكو رسولانو صبر کړی و، او هغوى لپاره (د عذاب) بيړه مه كوه، هغوى چې كله هغه ورځ وويني، كومه چې ژمنه يې ورسره كيږي نو (داسې به انګيري) لكه چې د ورځې له يو ساعت پرته زيات نه وو ځنډېدلي! په تا باندې رسول دي د دې قران، [د بیان څخه وروسته] نه تباه کیږي مګر سرغړونکي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70