کور › سورتونه › سورت الزخرف
سورت الزخرف الزخرف
۸۹ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۶۳
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ حمٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center حم [1]
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْكِتَٰبِ ٱلْمُبِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په (دې) څرګند كتاب قسم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا جَعَلْنَٰهُ قُرْءَٰنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې بېشکه هغه موږ يو عربي قرآن ګرځولى تر څو تاسو له عقل کار واخلئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّهُۥ فِىٓ أُمِّ ٱلْكِتَٰبِ لَدَيْنَا لَعَلِىٌّ حَكِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه هغه په لوح محفوط كې زموږ سره دی په هرومرو د لوړې مرتبې حكمت والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَنَضْرِبُ عَنكُمُ ٱلذِّكْرَ صَفْحًا أَن كُنتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ایا واړوو له ستاسو څخه دا قران په اړولو؛ له دې کبله چې تاسو مسرفین یاست؟ [دا قران درته بیان نه کړو؟ خاماخا یې درته بیانوو].
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَمْ أَرْسَلْنَا مِن نَّبِىٍّ فِى ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ په لومړنيو کې هم څومره نبيان ولېږل؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن نَّبِىٍّ إِلَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى ته يو نبي هم نه دى ورغلى مګر دا چې هغوی ملنډې پرې وهلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَهْلَكْنَآ أَشَدَّ مِنْهُم بَطْشًا وَمَضَىٰ مَثَلُ ٱلْأَوَّلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو موږ تر هغوى زورور (جنګيالي) هم تباه كړل او د پخوانيو (ډېر) مثالونه تېر شوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ لَيَقُولُنَّ خَلَقَهُنَّ ٱلْعَزِيزُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه هغوى وپوښتې چې آسمانونه او ځمكه چا پيدا كړي؟ هرومرو به وايي چې هغه برلاسي ډېر پوه (الله) پيدا كړي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ مَهْدًا وَجَعَلَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه چې تاسو ته يې ځمكه فرش ګرځولې او لارې يې درته پکې پيدا كړې دي، چې تاسو سمه لار ومومئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِى نَزَّلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءًۢ بِقَدَرٍ فَأَنشَرْنَا بِهِۦ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ذات چې له آسمانه يې اوبه را اورولې دي په (يوه ځانګړې) اندازه، بيا مو پر هغو سره مړ (شاړ) ښار را ژوندى كړى، همداسې به تاسو هم راویستل كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْأَزْوَٰجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُم مِّنَ ٱلْفُلْكِ وَٱلْأَنْعَٰمِ مَا تَرْكَبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه (الله) چې ټولې جوړې يې پيدا كړې او تاسو ته يې بېړۍ او څاروي پيدا كړي چې ورباندې سپرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِتَسْتَوُۥا۟ عَلَىٰ ظُهُورِهِۦ ثُمَّ تَذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا ٱسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا۟ سُبْحَٰنَ ٱلَّذِى سَخَّرَ لَنَا هَٰذَا وَمَا كُنَّا لَهُۥ مُقْرِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر څو تاسو يې پر شا سپاره شئ بيا د خپل رب نعمت درياد كړئ كله چې ورباندې سم كېنئ او (داسې) ووايئ چې هغه (الله) لره پاكي ده كوم چې دا يې راته تابع كړي حال دا چې موږ يې راټينګونكي نه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په رېښتيا موږ د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَعَلُوا۟ لَهُۥ مِنْ عِبَادِهِۦ جُزْءًا إِنَّ ٱلْإِنسَٰنَ لَكَفُورٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ته يې له خپلو بندګانو يوه برخه ټاكلې ده، بېشكه انسان څرګند ناشكره دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمِ ٱتَّخَذَ مِمَّا يَخْلُقُ بَنَاتٍ وَأَصْفَىٰكُم بِٱلْبَنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغه له خپل مخلوقه لورګانې ونيوې او تاسو يې په زامنو سره غوره كړئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُم بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُۥ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې له هغوى په كوم يوه د هغه څه زېرى وشي چې رحمان ته يې د هغه مثال بيان كړى نو مخ يې تک تور او له غمه ډک شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَمَن يُنَشَّؤُا۟ فِى ٱلْحِلْيَةِ وَهُوَ فِى ٱلْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا څوک چې په ګاڼه كې لوی شي او په جګړه كې ناڅرګند وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَعَلُوا۟ ٱلْمَلَٰٓئِكَةَ ٱلَّذِينَ هُمْ عِبَٰدُ ٱلرَّحْمَٰنِ إِنَٰثًا أَشَهِدُوا۟ خَلْقَهُمْ سَتُكْتَبُ شَهَٰدَتُهُمْ وَيُسْـَٔلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د الله هغه بندګان يې ښځينه وګرځول كوم چې پرېښتې دي، آيا دوى يې په پيدايښت كې حاضر وو؟ د هغوى (دا) شاهدي به ليكل كيږي او وبه پوښتل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ لَوْ شَآءَ ٱلرَّحْمَٰنُ مَا عَبَدْنَٰهُم مَّا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center مشرکانو ویلي وو که رحمن ذات غوښتی وای موږ به د دوی عبادت نه وای کړی، نشته دوی سره په دې څه علم، نه دي دوی مګر درواغجن.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ ءَاتَيْنَٰهُمْ كِتَٰبًا مِّن قَبْلِهِۦ فَهُم بِهِۦ مُسْتَمْسِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغوى ته مو كوم كتاب وركړى چې (اوس) د هغه ټينګ نيوونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ قَالُوٓا۟ إِنَّا وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا عَلَىٰٓ أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِم مُّهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نه هیڅ کتاب ورسره نشته بلکه هغوى ويل چې موږ خپل مشران په يو دين موندلي او موږ د هغوى پر پلونو باندې په سمه لار برابر يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَٰلِكَ مَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِى قَرْيَةٍ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَآ إِنَّا وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا عَلَىٰٓ أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِم مُّقْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په همدې توګه موږ چې له تا مخکې پر كوم كلي كې څوك وېروونكى لېږلى نو سوكاله خلكو به يې هرومرو ويل چې موږ خپل پلرونه په يوه لاره موندلي او په رېښتیا موږ د هغوى پر پلونو روان يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَٰلَ أَوَلَوْ جِئْتُكُم بِأَهْدَىٰ مِمَّا وَجَدتُّمْ عَلَيْهِ ءَابَآءَكُمْ قَالُوٓا۟ إِنَّا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ كَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نبي (عليه السلام) وويل: آيا كه څه هم ما تر هغه غوره لارښوونكى شى درته راوړى وي كوم چې تاسو خپل پلرونه پرې موندلي؟ هغوى وويل: موږ له هغه څه منكر يو كوم چې تاسو پرې لېږل شوي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُكَذِّبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو غچ ترې واخيست نو ګوره چې د درواغ ګڼونكو پايله څنګه وه؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦٓ إِنَّنِى بَرَآءٌ مِّمَّا تَعْبُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې ابراهيم خپل پلار او قوم ته وويل: بېشكه زه له هغه څه بېزار يم كوم چې تاسو يې عبادت کوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا ٱلَّذِى فَطَرَنِى فَإِنَّهُۥ سَيَهْدِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له هغه (الله) چې زه يې پيدا كړى يم نو همغه به لار راوښايي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَعَلَهَا كَلِمَةًۢ بَاقِيَةً فِى عَقِبِهِۦ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه يې په خپل راتلونكي نسل كې يوه پاتې کېدونكې خبره وګرځوله څو چې هغوى (توحيد ته) بېرته راوګرځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ مَتَّعْتُ هَٰٓؤُلَآءِ وَءَابَآءَهُمْ حَتَّىٰ جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ وَرَسُولٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلكې ما هغوى او پلرونو ته يې د ژوند سامان وركړ تر دې چې كله حق (دين) او ښكاره بيانوونكى رسول ورته راغلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ قَالُوا۟ هَٰذَا سِحْرٌ وَإِنَّا بِهِۦ كَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې حق ورته راغى وېلې دا خو كوډې دي او موږ ترې منكر يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَ هَٰذَا ٱلْقُرْءَانُ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنَ ٱلْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ويل يې: دا قرآن ولې د دغو دوو كليو پر يو لوى سړي نازل نه شو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّكَ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَٰتٍ لِّيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا ستا د رب رحمت هغوى وېشي؟ د دنيا په ژوند كې خو موږ د هغوى ترمنځ روزي (او د ژوند سامان) ور وېشلى او د ځينو مرتبه مو پر ځينو اوچته كړې تر څو يو بل لاس لاندې (كاركوونكي) وګرځوي، او ستا د رب رحمت تر هغه څه غوره دى چې هغوى يې راټولوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْلَآ أَن يَكُونَ ٱلنَّاسُ أُمَّةً وَٰحِدَةً لَّجَعَلْنَا لِمَن يَكْفُرُ بِٱلرَّحْمَٰنِ لِبُيُوتِهِمْ سُقُفًا مِّن فِضَّةٍ وَمَعَارِجَ عَلَيْهَا يَظْهَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه دا نه واى چې بيا به (ټول) خلك په يوه لار شي [په کقر کې] نو موږ به هرومرو د هغه چا د كورونو چتونه د سپينو زرو ګرځولي وو چې په رحمن (الله) كافر كيږي، او زينې هم چې هغوى پرې خېژي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِبُيُوتِهِمْ أَبْوَٰبًا وَسُرُرًا عَلَيْهَا يَتَّكِـُٔونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د كوټو دروازې او تختونه به يې (هم د زرو) وو چې هغوى تكيه پرې لګوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَزُخْرُفًا وَإِن كُلُّ ذَٰلِكَ لَمَّا مَتَٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةُ عِندَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او سره زر [ور به یې کړو]، اویقینا خامخا دا ټول دنيوي ګټه ده او آخرت خو ستا د رب پر وړاندې يوازې د متقيانو لپاره دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ ٱلرَّحْمَٰنِ نُقَيِّضْ لَهُۥ شَيْطَٰنًا فَهُوَ لَهُۥ قَرِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څوک چې د قران څخه ځان ړوند کړي، يو شيطان به پرې وګومارو نو هغه به يې (تل) ملګرى وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ ٱلسَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى به له سمې لارې ايساروي خو هغوى به انګېري چې لار موندونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَنَا قَالَ يَٰلَيْتَ بَيْنِى وَبَيْنَكَ بُعْدَ ٱلْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ ٱلْقَرِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر دې چې موږ ته راشي وايي به كاشكي زما او ستا تر منځ خو د ختيځ او لويديځ لرې والى واى، نو دا بد ملګرى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَن يَنفَعَكُمُ ٱلْيَوْمَ إِذ ظَّلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِى ٱلْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څنګه چې تاسو ظلم كړى و نو نن به په عذاب كې ستاسو دا يو ځاى والى هيڅ ګټه در ونه رسوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَأَنتَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ أَوْ تَهْدِى ٱلْعُمْىَ وَمَن كَانَ فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نو ته كاڼه ته ور اورولى شې، يا ړانده په لار سمولاى شې او څوك چې په ښكاره بې لاريتوب كې وي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كه تا (له دې ځايه) بوځو هم، موږ خو له هغوى غچ اخيستونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْ نُرِيَنَّكَ ٱلَّذِى وَعَدْنَٰهُمْ فَإِنَّا عَلَيْهِم مُّقْتَدِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا به تا ته هم هغه (عذاب) در ووينو چې هغوى سره مو ژمنه كړې، نو موږ خو پرې واكمن يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱسْتَمْسِكْ بِٱلَّذِىٓ أُوحِىَ إِلَيْكَ إِنَّكَ عَلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغه څه ټينـګ ونيسه چې تا ته وحې شوى، ته په رېښتيا په نېغه لار (روان) يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّهُۥ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ وَسَوْفَ تُسْـَٔلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا هرومرو ستا او ستا د قوم لپاره نصيحت دى او نېږدې ده چې وپوښتل شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَسْـَٔلْ مَنْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رُّسُلِنَآ أَجَعَلْنَا مِن دُونِ ٱلرَّحْمَٰنِ ءَالِهَةً يُعْبَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زموږ هغه رسولان وپوښته چې له تا وړاندې مو لېږلي وو، آيا له رحمن پرته مو نور معبودان ټاكلي وو چې لمانځل کېدل به؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَقَالَ إِنِّى رَسُولُ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى مو له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه درباريانو ته واستولو نو ورته ويې ويل چې زه د رب العالمين استازی يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا جَآءَهُم بِـَٔايَٰتِنَآ إِذَا هُم مِّنْهَا يَضْحَكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې زموږ له نښانو سره ورغى، هغوى يو دم ورپورې خندل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا نُرِيهِم مِّنْ ءَايَةٍ إِلَّا هِىَ أَكْبَرُ مِنْ أُخْتِهَا وَأَخَذْنَٰهُم بِٱلْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ به چې هره نښانه ورښودله نو هغه به له هغې بلې ډېره ستره وه او د دې لپاره مو په عذاب كې راګير كړل چې بېرته راواوړي (له كفره).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ يَٰٓأَيُّهَ ٱلسَّاحِرُ ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ إِنَّنَا لَمُهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ويل به يې: اې كوډګره! تا سره يې چې كومه ژمنه ده په هغې سره موږ لپاره خپل رب ته دعا وكړه موږ هرومرو لار موندونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ ٱلْعَذَابَ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو كله چې موږ به عذاب ترې ايسته كړ، هغوى به يو دم په لوظ ماتولو سر شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَادَىٰ فِرْعَوْنُ فِى قَوْمِهِۦ قَالَ يَٰقَوْمِ أَلَيْسَ لِى مُلْكُ مِصْرَ وَهَٰذِهِ ٱلْأَنْهَٰرُ تَجْرِى مِن تَحْتِىٓ أَفَلَا تُبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او فرعون په خپل قوم كې (په لوړ اواز) ناره وكړه وېلې ای زما قومه! آيا د مصر پاچايي زما نده؟ او دا نهرونه چې زما (د ماڼۍ) لاندې بهيږي، نو آيا تاسو يې نه وينئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ أَنَا۠ خَيْرٌ مِّنْ هَٰذَا ٱلَّذِى هُوَ مَهِينٌ وَلَا يَكَادُ يُبِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلكې زه غوره يم تر دغه (سړي) چې سپک دى او (آن) خبرې لاڅرګندې نه شي كولاى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَوْلَآ أُلْقِىَ عَلَيْهِ أَسْوِرَةٌ مِّن ذَهَبٍ أَوْ جَآءَ مَعَهُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ مُقْتَرِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (ښه) نو ولې د سرو زر و بنګړي نه ورباندې اچول كيږي يا ولې یو بل پسې پرېښتې نه دي ورسره راغلې؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱسْتَخَفَّ قَوْمَهُۥ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًا فَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (په دې توګه) خپل قوم يې سپك بې عقل وموند او هغوى هم د ده ومنله، په رېښتيا هغوى (ټول) له حده تېری وتونکي خلک وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّآ ءَاسَفُونَا ٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَٰهُمْ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله يې چې موږ په غوسه كړو، غچ مو ترې واخيست او ټول مو ډوب كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَجَعَلْنَٰهُمْ سَلَفًا وَمَثَلًا لِّلْـَٔاخِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د وروستنيو (كافرانو) لپاره مو مخكښان او مثال (عبرت) وګرځول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا ضُرِبَ ٱبْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې د مريم د زوى مثال بيان كړى شي نو ستا قوم يو دم د خوښۍ شور ماشور جوړ كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوٓا۟ ءَأَٰلِهَتُنَا خَيْرٌ أَمْ هُوَ مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلًۢا بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وايي آيا زموږ معبودان غوره دي كه هغه (عيسىٰ)؟ دا وينا له تا سره يوازې د جګړې لپاره كوي، په اصل كې هغوى دي جګړه مار خلک.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنْ هُوَ إِلَّا عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَٰهُ مَثَلًا لِّبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه (عيسى) له يو بنده پرته بل څه نه و چې موږ لورېينه پرې كړې وه او د بنى اسرائيلو لپاره مو يو مثال ګرځولى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنكُم مَّلَٰٓئِكَةً فِى ٱلْأَرْضِ يَخْلُفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه موږ غوښتي واى نو ستاسي پر ځاى به مو پرېښتې (بدل) ګرځولې وې چې په ځمكه كې به ځاى ناستي (خليفه ګان) وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّهُۥ لَعِلْمٌ لِّلسَّاعَةِ فَلَا تَمْتَرُنَّ بِهَا وَٱتَّبِعُونِ هَٰذَا صِرَٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه هغه (عيسى) د قيامت لپاره يوه نښه ده، نو شک پكې مه كوئ او زما پيروي وكړئ، همدا سيده لاره ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او شيطان مو له حقه وانه ړوي، په رېښتيا هغه ستاسو څرګند غليم دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا جَآءَ عِيسَىٰ بِٱلْبَيِّنَٰتِ قَالَ قَدْ جِئْتُكُم بِٱلْحِكْمَةِ وَلِأُبَيِّنَ لَكُم بَعْضَ ٱلَّذِى تَخْتَلِفُونَ فِيهِ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې عيسى له څرګندو نښانو سره راغى وېلې دا دى تاسو ته مې حكمت راوړى او (بل) د دې لپاره (راغلم) تر څو ځينې هغه شيان درته بيان كړم چې تاسي پكې اختلاف كوئ، نو له الله وډار شئ او زما خبره ومنئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ رَبِّى وَرَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ هَٰذَا صِرَٰطٌ مُّسْتَقِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه همغه الله زما او ستاسي رب دى نو (يوازې) د هغه عبادت وکړئ، دا نېغه لاره ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱخْتَلَفَ ٱلْأَحْزَابُ مِنۢ بَيْنِهِمْ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْ عَذَابِ يَوْمٍ أَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو بيا هغه ډلې خپل منځ كې سره واوښتې، نو د هغو خلكو لپاره تباهي ده چې ظلمونه يې كړي، د يوې دردوونکې ورځې له عذابه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا ٱلسَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى پرته له قيامته د بل شي انتظار نه كوي، چې يو ناڅاپه ورته راشي او هغوى خبر هم نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلْأَخِلَّآءُ يَوْمَئِذٍۭ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا ٱلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دنیا کې چې کومې دوستانې دي یو د بل سره دا به په قیامت کې په دښمنۍ بدلې شي مګر د پرهیزګارانو دوستانې به پر ځای وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰعِبَادِ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمُ ٱلْيَوْمَ وَلَآ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای زما (نېكو) بندګانو! نن پر تاسي نه څه وېره شته او نه به تاسي خپه كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَكَانُوا۟ مُسْلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې زموږ په آيتونو يې ايمان راوړى او مسلمانان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ أَنتُمْ وَأَزْوَٰجُكُمْ تُحْبَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسي او مېرمنې مو جنت ته ننوځئ (چې هلته به) خوشاله كړى شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُطَافُ عَلَيْهِم بِصِحَافٍ مِّن ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ ٱلْأَنفُسُ وَتَلَذُّ ٱلْأَعْيُنُ وَأَنتُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر هغوى به د سرو زرو كاسې او ګېلاسونه ګرځولى شي او څه چې زړونه يې غواړي او سترګې خوند ترې اخلي، هلته به وي او تاسي به تل پكې اوسېدونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتِلْكَ ٱلْجَنَّةُ ٱلَّتِىٓ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا هغه جنت دى چې تاسي ته په ميراث دركړی شو، په هغو عملونو سره چې تاسي به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَكُمْ فِيهَا فَٰكِهَةٌ كَثِيرَةٌ مِّنْهَا تَأْكُلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هلته به ستاسي لپاره ډېره مېوه وي، چې له هغو به تاسي خورئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلْمُجْرِمِينَ فِى عَذَابِ جَهَنَّمَ خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه مجرمان به د جهنم عذاب كې تلپاتې اوسېدونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه به نه ورباندې سپكيږي او ناهيلي به پكې پراته وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا ظَلَمْنَٰهُمْ وَلَٰكِن كَانُوا۟ هُمُ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ څه ظلم نه دى پرې كړى، خو هغوى خپله ظالمان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَادَوْا۟ يَٰمَٰلِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ قَالَ إِنَّكُم مَّٰكِثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وايي به: اې مالكه (د جهنم څوكيداره)! ستا رب دې پر موږ پرېکړه (دمرګ ) وكړي! وايي به (نه) تاسي (همدلته) ځنډېدونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَقَدْ جِئْنَٰكُم بِٱلْحَقِّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَٰرِهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ خو تاسي ته حق دروړى، خو ستاسي زياتره د حق بد ګڼونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ أَبْرَمُوٓا۟ أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه نه، هغوى د يوه كار پوخ تدبير نيولى؟ نو په رېښتيا موږ هم د پاخه تدبير جوړوونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَىٰهُم بَلَىٰ وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا كه هغوى ګومان كوي چې موږ يې پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو؟ ولې نه، چې زموږ استازي يې په خوا كې (ناست) ليكل كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِن كَانَ لِلرَّحْمَٰنِ وَلَدٌ فَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلْعَٰبِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: كه د رحمان (الله) اولاد واى، نو زه خو تر ټولو لومړی لمانځونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سُبْحَٰنَ رَبِّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ رَبِّ ٱلْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د آسمانونو او ځمكې رب لره له هغه څه پاكي ده چې هغوى يې بيانوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا۟ وَيَلْعَبُوا۟ حَتَّىٰ يُلَٰقُوا۟ يَوْمَهُمُ ٱلَّذِى يُوعَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو پرېږده يې، خپل بحثونه او ساعت تېرى دې كوي تر څو له هغه ورځې سره يې مخامخ شي چې ژمنه وركول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى فِى ٱلسَّمَآءِ إِلَٰهٌ وَفِى ٱلْأَرْضِ إِلَٰهٌ وَهُوَ ٱلْحَكِيمُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همغه په آسمان كې هم الله دى [په حقه معبود دی] او په ځمكه كې هم الله دى او هغه حكمت والا ډېر پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَبَارَكَ ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَعِندَهُۥ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ذات لوی او بركت اچولو والا دى چې هغه لره د آسمانونو، ځمكې او (ټولو) ترمنځ شيانو پاچايي ده او د قيامت پوهه همغه سره ده او تاسي هغه ته ورګرځول كيږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا يَمْلِكُ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ ٱلشَّفَٰعَةَ إِلَّا مَن شَهِدَ بِٱلْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه شيان چې له الله پرته يې هغوى رابولي، د سپارښتنې هيڅ واك نه لري، پرته له هغه چې د حق شاهدي يې وېلې وي او هغوى (په زړه كې هم) پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله، (ښه) نو بيا كوم لور ته اړول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقِيلِهِۦ يَٰرَبِّ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (الله ته معلومه ده) د هغه دا وينا چې: زما ربه! په رېښتيا هغوى يو داسې قوم دى چې ايمان نه راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَٰمٌ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو مخ ترې اړوه او دا وايه چې سلام دې وي، زر به هغوى پوه شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الشورى
سورت الدخان ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.