caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الشورى الشورى

۵۳ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۶۲

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ حمٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerحم [1]

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

عٓسٓقٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله ښه پوهیري په مقصد خپل د دې تورو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَذَٰلِكَ يُوحِىٓ إِلَيْكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكَ ٱللَّهُ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمدغه شان برلاسى حكمت والا الله تا ته او هغو ته چې له تا مخکې وو، وحي راليږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَهُوَ ٱلْعَلِىُّ ٱلْعَظِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخاص د الله په اختیار کې دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي او همغه پورته [په مرتبه، غلبه او ذات کې] او لوی شان والا دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَكَادُ ٱلسَّمَٰوَٰتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِى ٱلْأَرْضِ أَلَآ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنږدې ده چې آسمانونه د هغوى له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل رب له ستاينې سره پاکي وايي او څوك چې ځمكه كې دي د هغوی لپاره بخښنه غواړي، واورئ چې بېشكه همغه الله بخښونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ ٱللَّهُ حَفِيظٌ عَلَيْهِمْ وَمَآ أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كومو كسانو چې له هغه پرته نور (شيان) چاره جوړوونكي نيولي، الله پر هغوى څارونكى دى او ته پرې (ذمه وار) ساتونكى نه يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ قُرْءَانًا عَرَبِيًّا لِّتُنذِرَ أُمَّ ٱلْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنذِرَ يَوْمَ ٱلْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ فَرِيقٌ فِى ٱلْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِى ٱلسَّعِيرِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو همدغسې مو تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړى دى، چې مركزي كلى (مكه) او څوك يې چې شاوخوا دي، پرې ووېروې او د غونډېدو له ورځې يې ووېروې چې (هيڅ) شک پكې نشته (كله چې) يوه ډله په جنت كې او يوه (بله) ډله په دوزخ كې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَهُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَلَٰكِن يُدْخِلُ مَن يَشَآءُ فِى رَحْمَتِهِۦ وَٱلظَّٰلِمُونَ مَا لَهُم مِّن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه الله غوښتي واى نو هغوى (ټول) به يې يو امت ګرځولي وو، خو چا ته چې يې خوښه شي په خپل رحمت كې يې داخلوي او ظالمانو لره خو به نه څوک دوست وي نه مرستندوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمِ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ فَٱللَّهُ هُوَ ٱلْوَلِىُّ وَهُوَ يُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا دوى له هغه پرته نور كار جوړوونكي نيولي نو (اصلي) كار جوړوونكى خو الله دى او همغه مړي راژوندي كوي او همغه په هر څه قادر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا ٱخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَىْءٍ فَحُكْمُهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبِّى عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تاسو چې په څه كې اختلاف كوئ نو پرېكړه يې د الله په لور ده، همدا الله زما رب دى، پر همغه مې بروسه كړې او د هغه په لور ورګرځم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَاطِرُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَٰجًا وَمِنَ ٱلْأَنْعَٰمِ أَزْوَٰجًا يَذْرَؤُكُمْ فِيهِ لَيْسَ كَمِثْلِهِۦ شَىْءٌ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْبَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد آسمانونو او ځمكې پيدا كوونكى دى، تاسو ته يې له تاسو څخه جوړې پيدا كړې او د څارويو يې هم جوړې پيدا كړې، تاسو په هغې كې (همداسې) خپروي، د هغه د صفاتو په شان صفات د هیچا نشته او همغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَهُۥ مَقَالِيدُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد آسمانونو او ځمكې کونجي ګانې (کلیانې) هغه لره دي، چا ته چې وغواړي روزي یې پراخوي او چا ته یې چې وغواړي تنګوي، بېشكه هغه په هر څه ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

شَرَعَ لَكُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا وَصَّىٰ بِهِۦ نُوحًا وَٱلَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِۦٓ إِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَىٰٓ أَنْ أَقِيمُوا۟ ٱلدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا۟ فِيهِ كَبُرَ عَلَى ٱلْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ ٱللَّهُ يَجْتَبِىٓ إِلَيْهِ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِىٓ إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتاسو ته يې هماغه دين ټاكلى (بيان كړى) چې په هغه سره يې نوح ته سپارښتنه كړى وه، او هغه چې تا ته مو وحى كړى، او چې په هغه سره موږ ابراهيم، موسى او عيسى -علیهم السلام- ته سپارښتنه كړى وه، چې (همدغه) دين قائم كړئ او اختلاف مه پكې اچوئ، مشركانو باندې هغه خبره دېره درنه ده چې ته يې وربلې، څوک چې الله يې وغواړې خپل لور ته يې غوره كوي او خپل لور ته يې هدايت كوي څوك چې هغه ته ورګرځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا تَفَرَّقُوٓا۟ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ بَغْيًۢا بَيْنَهُمْ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى لَّقُضِىَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ أُورِثُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ مِنۢ بَعْدِهِمْ لَفِى شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى يوازې د خپل منځي كينې له امله وروسته له هغه سره مخالف شول چې علم ورته راغلو، او كه چېرې تر يوې ټاكلې نېټې پورې (ځنډېدلو) خبره ستا د رب لخوا مخكې نه واى شوې نو هرومرو به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه، او كوم كسان چې تر هغوى وروسته د كتاب وارثان شوي دي، هغوى هم له دې څخه په يو پرېشانوونكي شک كې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلِذَٰلِكَ فَٱدْعُ وَٱسْتَقِمْ كَمَآ أُمِرْتَ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ وَقُلْ ءَامَنتُ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ مِن كِتَٰبٍ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ ٱللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ لَنَآ أَعْمَٰلُنَا وَلَكُمْ أَعْمَٰلُكُمْ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ ٱللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا وَإِلَيْهِ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد دې (تفرق) له کبله صحیح دین ته بلنه كوه او څنګه چې درته امر شوى همغسې ټينګ اوسه او د هغوى په هوسونو پسې مه ځه او وايه: الله چې کوم كتاب نازل كړی، ما منلی، او راته امر شوى چې ستاسي ترمنځ به انصاف كوم، الله زموږ او ستاسي رب دى، موږ لپاره خپل عملونه دي او تاسي ته خپل عملونه، زموږ او ستاسو ترمنځ كومه جګړه نشته، الله به موږ سره يوځاى كوي، او د هغه په لور ورتګ دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ يُحَآجُّونَ فِى ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مَا ٱسْتُجِيبَ لَهُۥ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كوم خلك چې د الله په هكله جګړې كوي له هغه وروسته چې (د الله خبره) منل شوې ده، نو د خپل رب پر وړاندې يې دليل باطل، پر هغوى غضب او د هغوى لپاره سخت عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ وَٱلْمِيزَانَ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ ٱلسَّاعَةَ قَرِيبٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله هغه ذات دی چې حقه یې کتاب او تله (عدل) رالیږلي، څه شي پوه کړ تا لره چې قیامت نږدې دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَسْتَعْجِلُ بِهَا ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِهَا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مُشْفِقُونَ مِنْهَا وَيَعْلَمُونَ أَنَّهَا ٱلْحَقُّ أَلَآ إِنَّ ٱلَّذِينَ يُمَارُونَ فِى ٱلسَّاعَةِ لَفِى ضَلَٰلٍۭ بَعِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅوك يې چې نه مني، بيړه پرې كوي او كومو كسانو چې ايمان راوړى ترې ډارېدونكي دي او پوهيږي چې هغه (د قیامت ورځ) حق ده، خبر اوسئ! كوم كسان چې د قيامت په باره کې جګړې کوي خامخا په لرې بې لاريتوب كې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ لَطِيفٌۢ بِعِبَادِهِۦ يَرْزُقُ مَن يَشَآءُ وَهُوَ ٱلْقَوِىُّ ٱلْعَزِيزُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله پر خپلو بندګانو ډېر مهربانه دى، چاته يې چې خوښه شي روزي وركوي او همغه زورور برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ ٱلْـَٔاخِرَةِ نَزِدْ لَهُۥ فِى حَرْثِهِۦ وَمَن كَانَ يُرِيدُ حَرْثَ ٱلدُّنْيَا نُؤْتِهِۦ مِنْهَا وَمَا لَهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ مِن نَّصِيبٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅوك چې د آخرت كښت غواړي، كښت يې ورته زياتوو او څوك چې د دنيا كښت غواړي، څه ترې وركوو خو په آخرت كې به د ده لپاره كومه برخه نه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ لَهُمْ شُرَكَٰٓؤُا۟ شَرَعُوا۟ لَهُم مِّنَ ٱلدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنۢ بِهِ ٱللَّهُ وَلَوْلَا كَلِمَةُ ٱلْفَصْلِ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغوى لره داسې شريكان دي چې ورته یې د دين داسې احكام جوړ كړي چې الله یې حكم نه دى كړى، او كه چېرې د پرېکړې خبره (ځنډول) شوې نه واى، خامخا به يې ترمنځ پرېكړه شوې وه او بېشكه د همدې ظالمانو لپاره دردوونکی عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَرَى ٱلظَّٰلِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا كَسَبُوا۟ وَهُوَ وَاقِعٌۢ بِهِمْ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فِى رَوْضَاتِ ٱلْجَنَّاتِ لَهُم مَّا يَشَآءُونَ عِندَ رَبِّهِمْ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَضْلُ ٱلْكَبِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerته به دا ظالمان وينې چې له خپلو كړنو به وېرېدونكي وي حال دا چې هغه ورباندې پرېوتونكي دي او كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، هغوى به د جنتونو په باغچو كې وي، څه چې غواړي هغه به يې خپل رب سره دوى ته (چمتو) وي، دا ډېر ستر فضل دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ ٱلَّذِى يُبَشِّرُ ٱللَّهُ عِبَادَهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ قُل لَّآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا ٱلْمَوَدَّةَ فِى ٱلْقُرْبَىٰ وَمَن يَقْتَرِفْ حَسَنَةً نَّزِدْ لَهُۥ فِيهَا حُسْنًا إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ شَكُورٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا هغه څه دي چې الله يې خپلو هغو بندګانو ته زېرى وركوي چې ايمان يې راوړى او د قران او سنت موافق كارونه يې كړي، ووايه: په دې (خبره) خو زه له تاسې څه بدله نه غواړم پرته له دوستۍ نه په خپلوۍ كې، او څوك چې ښه وكړي هغه ته به (نور هم) ښه والى پكې ورزيات كړو، په رېښتيا الله بخښونكى ښه قبلوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا فَإِن يَشَإِ ٱللَّهُ يَخْتِمْ عَلَىٰ قَلْبِكَ وَيَمْحُ ٱللَّهُ ٱلْبَٰطِلَ وَيُحِقُّ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦٓ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغوى وايي چې هغه (رسول) په الله پورې درواغ تړلي؟ نو كه الله وغواړي ستا پر زړه به ټاپه ووهي او الله په خپلو خبرو سره باطل له منځه وړي او حق ثابتوي بېشكه هغه د سينو پر رازونو ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَهُوَ ٱلَّذِى يَقْبَلُ ٱلتَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِۦ وَيَعْفُوا۟ عَنِ ٱلسَّيِّـَٔاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه داسې ذات دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي، له (ډېرو) بديو تېريږي او څه چې تاسو كوئ په هغه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَسْتَجِيبُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِۦ وَٱلْكَٰفِرُونَ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله د مومنانو او نیک عملو دعاګانې قبلوي، او له خپلې پېرزوينې (نور هم) ور زياتوي او د كافرانو لپاره خو سخت عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ بَسَطَ ٱللَّهُ ٱلرِّزْقَ لِعِبَادِهِۦ لَبَغَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَآءُ إِنَّهُۥ بِعِبَادِهِۦ خَبِيرٌۢ بَصِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه چېرې الله خپلو (ټولو) بندګانو ته روزي پراخه كړې واى نو پر ځمكه كې به يې خامخا فساد (ظلم) كړى واى، خو هغه يې په يوه داسې كچه نازلوي چې خوښه يې شي، بېشكه هغه پر خپلو بندګانو خبر لرونکی ليدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَهُوَ ٱلَّذِى يُنَزِّلُ ٱلْغَيْثَ مِنۢ بَعْدِ مَا قَنَطُوا۟ وَيَنشُرُ رَحْمَتَهُۥ وَهُوَ ٱلْوَلِىُّ ٱلْحَمِيدُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه داسې ذات دى چې باران نازلوي، له هغه وروسته چې (ټول) ناهيلي شي او خپل رحمت خپروي او همغه كار جوړوونكى ستايل شوی (ذات) دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنْ ءَايَٰتِهِۦ خَلْقُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَآبَّةٍ وَهُوَ عَلَىٰ جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَآءُ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (بل) د هغه له نښانو د آسمانو او ځمكې پيدايښت دى او هغه (شيان) چې په هغو كې يې خپاره كړي له ژويو څخه او كله چې وغواړي هغه يې په راغونډولو قادر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَصَٰبَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُوا۟ عَن كَثِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تاسو ته چې كوم مصيبت در رسيږي نو ستاسي د خپلو لاسونو له امله وي او له ډېرو (لا) تېريږي هم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تاسو نه په ځمكه كې (د الله) عاجزوونكي ياست او نه تاسو لره الله نه پرته كوم ملګرى او مرستندوى شته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنْ ءَايَٰتِهِ ٱلْجَوَارِ فِى ٱلْبَحْرِ كَٱلْأَعْلَٰمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (بل) د هغه له نښانو څخه په سمندر كې د غرونو په شان چلېدونكې بېړۍ دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن يَشَأْ يُسْكِنِ ٱلرِّيحَ فَيَظْلَلْنَ رَوَاكِدَ عَلَىٰ ظَهْرِهِۦٓ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه خوښه يې شي باد به غلى كړي او هغه (بېړۍ) به يې په ډډه ولاړې پاتې شي، په رېښتيا په دې كې د هر صبرکوونکي شکرکوونکي لپاره (ډېرې) نښانې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوْ يُوبِقْهُنَّ بِمَا كَسَبُوا۟ وَيَعْفُ عَن كَثِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيا به يې په خپلو كړو وړو سره تباه كړي او له ډېرو (لا) تيريږي هم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَعْلَمَ ٱلَّذِينَ يُجَٰدِلُونَ فِىٓ ءَايَٰتِنَا مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغو خلكو ته معلومه شي كوم چې زموږ په آيتونو كې جګړې كوي چې د هغوى لپاره څه خلاصون نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَمَآ أُوتِيتُم مِّن شَىْءٍ فَمَتَٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَا عِندَ ٱللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو څه چې تاسو ته دركړل شوي، هغه معمولي څکه ده د دنیوي ژوند، او څه چې له الله سره دي هغه غوره او همیشه دي د هغو خلكو لپاره چې ايمان يې راوړى او پر خپل رب بروسه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَٰٓئِرَ ٱلْإِثْمِ وَٱلْفَوَٰحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا۟ هُمْ يَغْفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان چې له سترو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي او كله چې په غوسه شي بيا بخښنه (هم) كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ٱسْتَجَابُوا۟ لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ يُنفِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې د خپل رب (د حكم) منل كوي، لمونځ ترسره كوي، (هر) كار يې په خپل منځي مشورې سره وي او له هغه څه نه چې موږ ور روزي كړي، لګښت كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ إِذَآ أَصَابَهُمُ ٱلْبَغْىُ هُمْ يَنتَصِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې كله تېرى ورباندې وشي نو (يوازې) خپل غچ اخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَزَٰٓؤُا۟ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُۥ عَلَى ٱللَّهِ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلظَّٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د بدۍ بدله همغسې بدي ده (نه زياته) خو څوک چې تېر شي او سوله وكړي نو اجر يې پر الله دى، بېشكه هغه ظالمان نه خوښوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَمَنِ ٱنتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِۦ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مَا عَلَيْهِم مِّن سَبِيلٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې له مظلوم كېدو وروسته (يوازې) خپل بدل اخلي نو پر هغوى (د پړې) كومه لار نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا ٱلسَّبِيلُ عَلَى ٱلَّذِينَ يَظْلِمُونَ ٱلنَّاسَ وَيَبْغُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبیشکه لار (د ملامتیا) پر هغو خلكو ده چې پر خلكو ظلمونه كوي او نا حقه په ځمكه كې تېرى كوي، د دوى لپاره دردوونکی عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ ٱلْأُمُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوک چې صبر او بخښنه كوي، په رېښتيا دا د مضبوطو كارونو څخه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن وَلِىٍّ مِّنۢ بَعْدِهِۦ وَتَرَى ٱلظَّٰلِمِينَ لَمَّا رَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ يَقُولُونَ هَلْ إِلَىٰ مَرَدٍّ مِّن سَبِيلٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوک چې الله يې بې لارې كړي نو له هغه وروسته بيا ده لره څوك كار جوړوونكى نشته او (دا) ظالمان به ته وينې كله چې هغوى عذاب وويني وايي به: آيا د بېرته تلو كومه لار شته؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتَرَىٰهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَٰشِعِينَ مِنَ ٱلذُّلِّ يَنظُرُونَ مِن طَرْفٍ خَفِىٍّ وَقَالَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ ٱلْخَٰسِرِينَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ أَلَآ إِنَّ ٱلظَّٰلِمِينَ فِى عَذَابٍ مُّقِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وينې به يې چې هغه (اور) ته ور وړاندې كول کيږي، له (ډېرې) خوارۍ به وېرېدونكي وي د سترګو له كونجو به ورګوري، او چا چې ايمان راوړى وايي به: بېشكه (اصلى) تاوانيان هغه كسان دي چې د قيامت په ورځ يې خپل ځانونه او كورنۍ په تاوان كې راوستلې خبر اوسئ چې ظالمان به رېښتيا په تلپاتې عذاب كې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كَانَ لَهُم مِّنْ أَوْلِيَآءَ يَنصُرُونَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن سَبِيلٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغو لپاره به څوك داسې ملګري هم نه وي چې له الله پرته يې مرسته وكړي، او څوك چې الله يې بې لارې كړي نو بيا هغه لره هيڅ لار نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱسْتَجِيبُوا۟ لِرَبِّكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَكُم مِّن مَّلْجَإٍ يَوْمَئِذٍ وَمَا لَكُم مِّن نَّكِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد خپل رب حكم ومنئ مخكې تر دې چې د الله له لوري داسې ورځ راشي چې بيا د هغې ايسارېده نشته، په هغه ورځ به تاسي لره نه د پټونې ځاى وي، او نه ستاسي د منكرېدو څه لار.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِنْ أَعْرَضُوا۟ فَمَآ أَرْسَلْنَٰكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا ٱلْبَلَٰغُ وَإِنَّآ إِذَآ أَذَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ ٱلْإِنسَٰنَ كَفُورٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا كه هغوى مخ واړولو نو ته مو پرې ساتونكى نه يې لېږلى، پر تا له ښكاره تبليغه پرته بل څه نشته، او موږ چې كله انسان ته له خپل لوري څه رحمت وروڅكو نو پرې خوشاله شي او كه څه مصیبت ورورسیږي په سبب د هغه ګناهونو چې مخکې لیږلي لاسونو د دوی (بيا هغه) انسان په رېښتيا نا شكره دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِّلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ يَهَبُ لِمَن يَشَآءُ إِنَٰثًا وَيَهَبُ لِمَن يَشَآءُ ٱلذُّكُورَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله لره د آسمانو او ځمكې پاچايي ده، څه چې غواړي هغه پيدا كوي، چا ته چې وغواړي انجونې ورکوي او چا ته چې وغواړي نارينه وركوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَٰثًا وَيَجْعَلُ مَن يَشَآءُ عَقِيمًا إِنَّهُۥ عَلِيمٌ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيا جوړه نارينه او ښځينه وركوي، او چا ته يې چې خوښه شي شنډوي يې، بېشكه هغه ډېر پوه قادر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ ٱللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَآئِ حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِىَ بِإِذْنِهِۦ مَا يَشَآءُ إِنَّهُۥ عَلِىٌّ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه ښایی هيڅ انسان ته چې الله ورسره وغږيږي، پرته له دې چې وحي به وي، يا له پردې شاته، يا كوم رسول وليږي او هغه د ده په حكم سره څه چې غواړي وحي كړي، په رېښتيا هغه لوړ [په اعتبار د مرتبې، ذات اوغلبې] حکمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا مَا كُنتَ تَدْرِى مَا ٱلْكِتَٰبُ وَلَا ٱلْإِيمَٰنُ وَلَٰكِن جَعَلْنَٰهُ نُورًا نَّهْدِى بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِىٓ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمدارنګه وحې وکړه موږ تا ته د قران پخپل حکم او ته نه پوهیدې [مخکې له دې وحې] چې کتاب څه دی او ایمان څه دی؟ لیکن وګرځاوه موږ دا کتاب رڼا چې هدایت کوو چا ته یې چې وغواړو د خپلو بنده ګانو څخه او بیشکه ته ښودنه کوې د نیغې لارې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

صِرَٰطِ ٱللَّهِ ٱلَّذِى لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ أَلَآ إِلَى ٱللَّهِ تَصِيرُ ٱلْأُمُورُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغه الله لارې ته چې په آسمانونو او ځمكه كې ټول شته د هغه دي، خبر اوسئ چې (ټول) كارونه همغه الله ته ورګرځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70