caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت القصص القصص

۸۸ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۴۹

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ طسٓمٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerطسم [1]

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ ٱلْمُبِينِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا د څرګندوونكي كتاب آيتونه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

نَتْلُوا۟ عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَىٰ وَفِرْعَوْنَ بِٱلْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ د موسى او فرعون څه خبر په سمه توګه پر تا لولو، د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِى ٱلْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَآئِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَآءَهُمْ وَيَسْتَحْىِۦ نِسَآءَهُمْ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلْمُفْسِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه فرعون په ځمكه كې لويي وكړه او د هغې اوسېدونكي يې ډلې ډلې كړل، له هغو يوه ډله به يې لاس لاندې كړې وه چې زامن به يې ور حلالول او نجونې به يې ژوندۍ پرېښودې، يقيناً هغه له فساد كوونكو څخه و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى ٱلَّذِينَ ٱسْتُضْعِفُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ ٱلْوَٰرِثِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ غوښتل چې په هغو خلكو مهرباني وكړو چې په ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو او امامان يې وګرځوو او هم هغوى وارثان وګرځوو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَنُرِىَ فِرْعَوْنَ وَهَٰمَٰنَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَحْذَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په ځمكه كې هغوى ته واكمني وركړو او فرعون، هامان او لښكرو ته يې له هغوى (بنى اسرائيلو) څخه هغه څه ور وښايو چې ترې وېرېدل به.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰٓ أُمِّ مُوسَىٰٓ أَنْ أَرْضِعِيهِ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِى ٱلْيَمِّ وَلَا تَخَافِى وَلَا تَحْزَنِىٓ إِنَّا رَآدُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ښوونه وکړه موږ مور د موسى ته چې ته شېدې ورکوه ده لره خو كله چې پرې ووېرېدلې نو په سيند كې يې وغورځوه او څه وېره او خپګان مه كوه بې شكه موږ يې تا ته بيا راوستونكي او په رسولانو كې د هغه شاملوونكي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱلْتَقَطَهُۥٓ ءَالُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَٰمَٰنَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا۟ خَٰطِـِٔينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو راپورته کړ هغه لره د فرعون كورنۍ تر څو د هغوى لپاره دښمن او خپګان جوړ شي، بې شكه فرعون، هامان او د هغوى لښكرې، ټول خطا كاران (غوليدلي) وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَتِ ٱمْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِّى وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَىٰٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوْ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د فرعون مېرمن وويل: (دا) زما او ستا لپاره د سترګو يخوالى دى، مه يې وژنئ، كېداى شي څه ګټه راورسوي يا به يې خپل زوى وګرځوو، حال دا چې هغوى نه پوهېدل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَىٰ فَٰرِغًا إِن كَادَتْ لَتُبْدِى بِهِۦ لَوْلَآ أَن رَّبَطْنَا عَلَىٰ قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د موسى د مور زړه (د زوی د غم پرته) له هر څه نه تش (اوزګار) شو، نېږدې وه چې د هغه څرګندونه وكړي، كه موږ يې زړه نه واى ټينګ كړى، تر څو هغه له باور كوونكو واوسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَتْ لِأُخْتِهِۦ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِۦ عَن جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغه (موسى) خور ته يې وويل چې ورپسې شه نو هغې به له لرې ورته كتل چې هغوى نه ورباندې پوهېدل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ ٱلْمَرَاضِعَ مِن قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰٓ أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُۥ لَكُمْ وَهُمْ لَهُۥ نَٰصِحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ پر هغه لا مخكې پۍ وركوونكې حرامې كړې وې، نو (خور يې) وويل: آيا زه د يو داسې كور د خلكو درك دركړم چې هغه درته وساتي او د ده خير غوښتونكي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَرَدَدْنَٰهُ إِلَىٰٓ أُمِّهِۦ كَىْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بيا مو هغه بيرته خپلې مور ته ورستون كړ، تر څو د هغې سترګې يخې او غمجنه نه شي او وپوهيږي چې د الله ژمنه حقه وه خو زياتره يې نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُۥ وَٱسْتَوَىٰٓ ءَاتَيْنَٰهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې خپلې ځوانۍ ته ورسېد او سم برابر شو؛ نو موږ هغه ته حكمت او علم وركړ او نېكانو ته همدغسې بدله وركوو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَدَخَلَ ٱلْمَدِينَةَ عَلَىٰ حِينِ غَفْلَةٍ مِّنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَٰذَا مِن شِيعَتِهِۦ وَهَٰذَا مِنْ عَدُوِّهِۦ فَٱسْتَغَٰثَهُ ٱلَّذِى مِن شِيعَتِهِۦ عَلَى ٱلَّذِى مِنْ عَدُوِّهِۦ فَوَكَزَهُۥ مُوسَىٰ فَقَضَىٰ عَلَيْهِ قَالَ هَٰذَا مِنْ عَمَلِ ٱلشَّيْطَٰنِ إِنَّهُۥ عَدُوٌّ مُّضِلٌّ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه (يو ځل) ښار ته په داسې وخت کې ننوت چې خلك يې (د غرمې د خوب) په غفلت كې وو؛ نو هلته يې دوه كسان خپلو كې سره په جګړه وموندل، دا يو يې د خپل قوم او بل يې له دښمن قوم څخه و؛ نو د هغه د قوم سړي د هغه بل دښمن قوم سړي پر خلاف له هغه (موسى) مرسته وغوښته، خو موسى چې هغه بل يو سوك وواهه، ختم يې كړ، وېلې: دا د شيطان كار و، بې شكه هغه يو څرګند بې لارې كوونكى دښمن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ رَبِّ إِنِّى ظَلَمْتُ نَفْسِى فَٱغْفِرْ لِى فَغَفَرَ لَهُۥٓ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې زما ربه! ما پر خپل ځان ظلم وكړ، نو ما ته بخښنه وكړې، الله هغه ته بخښنه وكړه، بې شكه همغه ډېر مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ رَبِّ بِمَآ أَنْعَمْتَ عَلَىَّ فَلَنْ أَكُونَ ظَهِيرًا لِّلْمُجْرِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې زما ربه! د هغې پېرزوينې له امله چې تا راباندې كړې، بيا به زه هيڅكله د مجرمانو ملاتړی نه شم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَصْبَحَ فِى ٱلْمَدِينَةِ خَآئِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا ٱلَّذِى ٱسْتَنصَرَهُۥ بِٱلْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُۥ قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰٓ إِنَّكَ لَغَوِىٌّ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو (بله ورځ) سهار وېرېدونكى او په څار څار كې و چې دا دى كوم تن چې پرون يې مرسته ترې غوښتې وه، بيا چېغې ورته وهي، موسى ورته وويل: ته خو يقيناً ښكاره بې لارې يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّآ أَنْ أَرَادَ أَن يَبْطِشَ بِٱلَّذِى هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا قَالَ يَٰمُوسَىٰٓ أَتُرِيدُ أَن تَقْتُلَنِى كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًۢا بِٱلْأَمْسِ إِن تُرِيدُ إِلَّآ أَن تَكُونَ جَبَّارًا فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَن تَكُونَ مِنَ ٱلْمُصْلِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې موسى وغوښتل هغه كس راونيسي كوم چې د دواړو دښمن و، نو هغه وويل ای موسى! ته غواړې چې هغه شان ما هم ووژنې لكه پرون دې چې يو كس ووژلو، ته بل څه نه غواړې پرته له دې چې په دې سيمه كې د يو زورواكي په توګه واوسې او نه غواړې چې سوله ګرى شې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَآءَ رَجُلٌ مِّنْ أَقْصَا ٱلْمَدِينَةِ يَسْعَىٰ قَالَ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّ ٱلْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَٱخْرُجْ إِنِّى لَكَ مِنَ ٱلنَّٰصِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا يو سړى د ښار له لرې سيمې په منډه راغى وېلې اې موسى! مشران ستا په هكله مشورې كوي چې ودې وژني، نو ځان وباسه، زه بالكل ستا لپاره خير غوښتونكى يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَخَرَجَ مِنْهَا خَآئِفًا يَتَرَقَّبُ قَالَ رَبِّ نَجِّنِى مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو په څار څار ترې ووتو، وېلې زما ربه له ظالمانو مې وژغورې!

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقَآءَ مَدْيَنَ قَالَ عَسَىٰ رَبِّىٓ أَن يَهْدِيَنِى سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هر كله چې مخ یې کړو طرف د مدین ته وویل ده هيله ده چې رب مې سمه لار راوښايي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَمَّا وَرَدَ مَآءَ مَدْيَنَ وَجَدَ عَلَيْهِ أُمَّةً مِّنَ ٱلنَّاسِ يَسْقُونَ وَوَجَدَ مِن دُونِهِمُ ٱمْرَأَتَيْنِ تَذُودَانِ قَالَ مَا خَطْبُكُمَا قَالَتَا لَا نَسْقِى حَتَّىٰ يُصْدِرَ ٱلرِّعَآءُ وَأَبُونَا شَيْخٌ كَبِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو کله چې ورسېد اوبو (كوهي) د مدین ته؛ نو يوه ډله خلك يې وموندل چې خپل څاروي اوبه كوي او له هغوی بل خوا دوې ښځې دي چې خپل څاروي يې ايسار كړي موسىٰ ورته وويل: ستاسو دواړو څه حالت دى؟ وېلې: موږ يې تر هغه نه شو اوبه كولى څو چې دا شپانه بېرته نه وي ګرځېدلي او زموږ پلار ډېر سپين ږيرى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَسَقَىٰ لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰٓ إِلَى ٱلظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّى لِمَآ أَنزَلْتَ إِلَىَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو موسى هغوى ته (څاروي) اوبه كړل بيا سيوري ته ورتاو شو، وېلې زما ربه! هره ښېګڼه چې پر ما راكوزه كړې، زه ورته اړ يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَجَآءَتْهُ إِحْدَىٰهُمَا تَمْشِى عَلَى ٱسْتِحْيَآءٍ قَالَتْ إِنَّ أَبِى يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَآءَهُۥ وَقَصَّ عَلَيْهِ ٱلْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو له هغو يوه يې په حيا ورته راغله وېلې زما پلار دې غواړي چې د هغه كار بدله دركړي چې څاروي دې راته اوبه كړي دي، نو كله چې هغه ته ورغی او (ټوله) كيسه يې ورته وكړه وېلې: مه وېرېږه (اوس) له ظالمانو ژغورل شوى يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَتْ إِحْدَىٰهُمَا يَٰٓأَبَتِ ٱسْتَـْٔجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ ٱسْتَـْٔجَرْتَ ٱلْقَوِىُّ ٱلْأَمِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله هغو دواړو يوې يې وويل: اې پلاره! هغه مزدور کړه، بې شكه يو غوره مزدور چې ته يې نيسي هغه دى چې قوي او امين وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ إِنِّىٓ أُرِيدُ أَنْ أُنكِحَكَ إِحْدَى ٱبْنَتَىَّ هَٰتَيْنِ عَلَىٰٓ أَن تَأْجُرَنِى ثَمَٰنِىَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِندِكَ وَمَآ أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِىٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه (شعيب) وويل: زه غواړم چې له خپلو دغو لوڼو يوه يې تا ته په نكاح كړم، په دې شرط چې اته كاله ما سره نوكري وكړې، او كه لس دې پوره كړل نو دا به ستا له لوري (نيكي) وي او زه پر تا څه سختي كول نه غواړم، ان شاء الله زر دی چې ته ما به ښه سړى ومومې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ ذَٰلِكَ بَيْنِى وَبَيْنَكَ أَيَّمَا ٱلْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَٰنَ عَلَىَّ وَٱللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموسى وويل: زما او ستا ترمنځ همدا خبره شوه چې كه له دې دواړو مې هره يوه نېټه پوره كړه بيا به پر ما څه زياتى نه وي، او الله پر هغه خبرو چې موږ یې وایو ذمه دار دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا قَضَىٰ مُوسَى ٱلْأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِۦٓ ءَانَسَ مِن جَانِبِ ٱلطُّورِ نَارًا قَالَ لِأَهْلِهِ ٱمْكُثُوٓا۟ إِنِّىٓ ءَانَسْتُ نَارًا لَّعَلِّىٓ ءَاتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِّنَ ٱلنَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې موسىٰ هغه نېټه پوره كړه او له خپلې كورنۍ سره روان شو نو د طور لخوا يې يو اور وليد، هغه خپلې كورنۍ ته وويل: تاسي (دلته) اوسئ، ما يو اور ليدلى ښايي له هغه (لوري) څه خبر راوړم يا د اور كومه سكروټه چې تاسو (پرې) تاوده شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّآ أَتَىٰهَا نُودِىَ مِن شَٰطِئِ ٱلْوَادِ ٱلْأَيْمَنِ فِى ٱلْبُقْعَةِ ٱلْمُبَٰرَكَةِ مِنَ ٱلشَّجَرَةِ أَن يَٰمُوسَىٰٓ إِنِّىٓ أَنَا ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې هلته ورغی د ښۍ خوا د ناو د څنډې په يوه بركتناکه ټوټه ځمكه كې له يوې ونې لخوا غږ وشو چې ای موسى! همدا زه الله يم د ټولو مخلوقاتو پالونکی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَءَاهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَآنٌّ وَلَّىٰ مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَٰمُوسَىٰٓ أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ إِنَّكَ مِنَ ٱلْـَٔامِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو امسا دې وغورځوه، نو كله چې ده وليدل هغه د مار په څېر خوځيږي نو مخ يې وګرځولو شا يې كړه او بيرته را ونه ګرځېد، (وويل شو) اى موسىٰ راوګرځه او مه وېرېږه، ته بیخي په امن يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱسْلُكْ يَدَكَ فِى جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَآءَ مِنْ غَيْرِ سُوٓءٍ وَٱضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ ٱلرَّهْبِ فَذَٰنِكَ بُرْهَٰنَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦٓ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًا فَٰسِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه، تك سپين به راووځي، بې له كوم عيبه، او له وېرې (بچ كېدو لپاره) دې خپل مټ در جوخت كړه نو فرعون او د هغه سردارانو ته ستا د رب لخوا دا دوه (ښكاره) کلک دلیلونه دي، بې شكه هغوى سرغړوونکي خلك دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ رَبِّ إِنِّى قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې زما ربه! ما خو له هغوى يو تن وژلى نو ډارېږم چې ما به ووژني.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَخِى هَٰرُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّى لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِىَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِىٓ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو زما ورور هارون تر ما زيات فصیح (خوله ور) دى؛ نو له ما سره يې مرستيال ولېږه چې تصديق مې كوي، زه وېرېږم چې درواغجن به مې وګڼي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ سَنَشُدُّ عَضُدَكَ بِأَخِيكَ وَنَجْعَلُ لَكُمَا سُلْطَٰنًا فَلَا يَصِلُونَ إِلَيْكُمَا بِـَٔايَٰتِنَآ أَنتُمَا وَمَنِ ٱتَّبَعَكُمَا ٱلْغَٰلِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله وويل: دا دى په خپل ورور به دې مټ در قوي كړو او يو داسې برلاسى به دركړو چې دوى به هيڅ نه شي در رسولاى، زموږ په دې نښانو به تاسي او ستاسي پيروان برلاسي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا جَآءَهُم مُّوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَا بَيِّنَٰتٍ قَالُوا۟ مَا هَٰذَآ إِلَّا سِحْرٌ مُّفْتَرًى وَمَا سَمِعْنَا بِهَٰذَا فِىٓ ءَابَآئِنَا ٱلْأَوَّلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې موسى زموږ له څرګندو نښانو سره هغوى ته ورغى، وېلې دا خو په درواغو جوړ شوو كوډو پرته بل څه نه دي او دا خو موږ په پخوانيو پلرونو كې نه وې اورېدلې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ مُوسَىٰ رَبِّىٓ أَعْلَمُ بِمَن جَآءَ بِٱلْهُدَىٰ مِنْ عِندِهِۦ وَمَن تَكُونُ لَهُۥ عَٰقِبَةُ ٱلدَّارِ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلظَّٰلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موسى وويل: زما رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لوري هدايت سره راغلى او (دا چې) ښه پايله به د چا وي؟ يقيناً ظالمان برى نه مومي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرِى فَأَوْقِدْ لِى يَٰهَٰمَٰنُ عَلَى ٱلطِّينِ فَٱجْعَل لِّى صَرْحًا لَّعَلِّىٓ أَطَّلِعُ إِلَىٰٓ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّى لَأَظُنُّهُۥ مِنَ ٱلْكَٰذِبِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو فرعون وويل: اى د قوم مشرانو! نه پېژنم زه ستاسو لپاره د بندګۍ هېڅ حقدارپرته له ما څخه، نو ای هامانه زما لپاره په خټو باندې اور بل کړه، نو جوړه کړه ما لره یوه بنګله، کېدی شي چې پورته د موسی معبود ته وروخېژم، او یقینا زه په ده باندې د دروغجنو ګمان کوم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُۥ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو لویې وکړه ده او لښکرو د ده په ملک کې بغیر د حق نه او ګمان وکړ دوی چې یقینا دوی به موږ ته نشي راګرځیدلی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَخَذْنَٰهُ وَجُنُودَهُۥ فَنَبَذْنَٰهُمْ فِى ٱلْيَمِّ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلظَّٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو موږ هغه او د هغه لښكرې راونيولې او په سيند كې مو وغورځول، نو ګوره چې د ظالمانو پايله څنګه وه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَعَلْنَٰهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى ٱلنَّارِ وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ لَا يُنصَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وګرځول موږ دوی لره پېشوایان چې اور ته بلنه کوي او د قیامت په ورځ به د دوی مرسته نشي کیدلی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَتْبَعْنَٰهُمْ فِى هَٰذِهِ ٱلدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ هُم مِّنَ ٱلْمَقْبُوحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په دې دنيا كې مو هم لعنت ورپسې كړ او هغوى به د قيامت په ورځ هم له بد ویلی شوو څخه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ مِنۢ بَعْدِ مَآ أَهْلَكْنَا ٱلْقُرُونَ ٱلْأُولَىٰ بَصَآئِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَّعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یقینا ورکړی و موږ موسی ته کتاب وروسته له هغې نه چې موږ هلاکې کړې مخکینۍ پيړۍ تر څو شي د خلکو لپاره بينايي (د زړه)، لارښوونه او رحمت، تر څو هغوى درس واخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ ٱلْغَرْبِىِّ إِذْ قَضَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَى ٱلْأَمْرَ وَمَا كُنتَ مِنَ ٱلشَّٰهِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه مهال خو ته په لويديځه غاړه كې نه وې چې موسى ته مو امر (پیغمبري) وركړ او نه (هلته) حاضر وې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَٰكِنَّآ أَنشَأْنَا قُرُونًا فَتَطَاوَلَ عَلَيْهِمُ ٱلْعُمُرُ وَمَا كُنتَ ثَاوِيًا فِىٓ أَهْلِ مَدْيَنَ تَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتِنَا وَلَٰكِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو یقینا موږ پيړۍ (خلک) پیدا کړي دي، نو اوږده تېر شول په هغوی باندې عمرونه او نه وې ته اوسیدونکی په مدین والو کې چې لوستلی تا پر هغوی باندې آیتونه زموږ او لیکن یو موږ رالیږونکي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كُنتَ بِجَانِبِ ٱلطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَٰكِن رَّحْمَةً مِّن رَّبِّكَ لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّآ أَتَىٰهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ته د طور په څنډه كې هم نه وې، كله چې موږ (موسىٰ ته) غږ وكړ خو دا ستا د رب رحمت دى تر څو هغه قوم ووېروې چې له تا مخكې كوم وېروونكى نه دى ورغلى ښایي چې پند واخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْلَآ أَن تُصِيبَهُم مُّصِيبَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَيَقُولُوا۟ رَبَّنَا لَوْلَآ أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ ءَايَٰتِكَ وَنَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه داسې نه واى چې هغوى ته به د خپلو كړو وړو له امله څه مصيبت (عذاب) ورسيږي، بيا به وايي چې اې زموږ ربه! ولې دې موږ ته كوم رسول راونه لېږلو چې ستا د آيتونو پيروي مو كړې واى او مومنان شوي واى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا۟ لَوْلَآ أُوتِىَ مِثْلَ مَآ أُوتِىَ مُوسَىٰٓ أَوَلَمْ يَكْفُرُوا۟ بِمَآ أُوتِىَ مُوسَىٰ مِن قَبْلُ قَالُوا۟ سِحْرَانِ تَظَٰهَرَا وَقَالُوٓا۟ إِنَّا بِكُلٍّ كَٰفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې هغوى ته زموږ له لوري حق ورغى وېلې ولې هغه څه ورنه كړل شول كوم چې موسىٰ ته وركړل شوي وو؟ آيا نو هغوى له هغه څه نه وو منكر شوي کوم چې له دې مخکې موسىٰ ته وركړل شوي وو؟ وېلې دا دواړه كوډې دي چې يو د بل مرسته (ټينګتن) كوي او ويل يې: موږ دا ټول نه منو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ فَأْتُوا۟ بِكِتَٰبٍ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ هُوَ أَهْدَىٰ مِنْهُمَآ أَتَّبِعْهُ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: ښه نو د الله له لوري كوم داسې كتاب راوړئ چې له دې دواړو زيات لارښوونكى وي، زه به يې پيروي وكړم، كه تاسي رېښتوني ياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَكَ فَٱعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَآءَهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ ٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ بِغَيْرِ هُدًى مِّنَ ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه ستا خبره يې ونه منله نو پوه شه چې هغوى ايله خپلو هوسونو پسې روان دي، او تر هغه چا زيات بې لارې به څوك وي چې د الله لخوا له لارښوونو پرته خپلو هوسونو پسې درومي؟ بې شكه الله ظالمو خلكو ته هدايت نه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ وَصَّلْنَا لَهُمُ ٱلْقَوْلَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ پرله پسې هغوى ته (د نصيحت) خبره رسولې ده چې ښايي څه درس واخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَٰهُمُ ٱلْكِتَٰبَ مِن قَبْلِهِۦ هُم بِهِۦ يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه كسان چې له دې مخكې مو كتاب وركړى و، هغوى په دې (قرآن) ايمان راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِهِۦٓ إِنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّنَآ إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلِهِۦ مُسْلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې پر هغوى لوستل كيږي وايي موږ پرې ايمان راوړى، بې شكه دا زموږ د رب لخوا حق دى، موږ له دې لا مخکې مسلمانان وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ يُؤْتَوْنَ أَجْرَهُم مَّرَّتَيْنِ بِمَا صَبَرُوا۟ وَيَدْرَءُونَ بِٱلْحَسَنَةِ ٱلسَّيِّئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ يُنفِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدغو خلكو ته به يې اجر دوه ځلې وركړى شي، چې صبر يې كړى وو، او دوى د بدۍ مخنيوى په نيكۍ كوي او له هغه څه چې موږ ور روزي كړي لګښت كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا سَمِعُوا۟ ٱللَّغْوَ أَعْرَضُوا۟ عَنْهُ وَقَالُوا۟ لَنَآ أَعْمَٰلُنَا وَلَكُمْ أَعْمَٰلُكُمْ سَلَٰمٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِى ٱلْجَٰهِلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې دوی واوري بې فایدې خبرې مخ اړوي د هغې نه او دوی وایې موږ لپاره زموږ عملونه دي او تاسو ته خپل عملونه، سلام (د بیلتون) دې وي پر تاسو، نه لټوو موږ ملګرتیا د جاهلانو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّكَ لَا تَهْدِى مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَهْدِى مَن يَشَآءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerته هغه چا ته هدايت نه شې كولاى چې ستا خوښ وي خو چا ته چې الله وغواړي هدايت ورته كوي او همغه په لار موندونكو ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالُوٓا۟ إِن نَّتَّبِعِ ٱلْهُدَىٰ مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ أَرْضِنَآ أَوَلَمْ نُمَكِّن لَّهُمْ حَرَمًا ءَامِنًا يُجْبَىٰٓ إِلَيْهِ ثَمَرَٰتُ كُلِّ شَىْءٍ رِّزْقًا مِّن لَّدُنَّا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى وويل: كه له تاسره د دې هدايت پيروي وكړو نو له خپلې ځمكې به وتښتول شو! آيا هغوى ته مو بې غمه حرم كې ځاى نه دى وركړى؟ چې زموږ لخوا د روزۍ په توګه هر ډول مېوې ورته راچليږي خو زياتره يې نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍۭ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا فَتِلْكَ مَسَٰكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَن مِّنۢ بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا وَكُنَّا نَحْنُ ٱلْوَٰرِثِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څومره داسې كلي موږ تباه كړي دي چې په خپل ژوندون كې مغرور شوي وو، نو دا دی كورونه يې چې له هغوى وروسته څه ډېره لږ هستوګنه پكې شوې ده او وو موږ اخري مالکان.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ ٱلْقُرَىٰ حَتَّىٰ يَبْعَثَ فِىٓ أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُوا۟ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتِنَا وَمَا كُنَّا مُهْلِكِى ٱلْقُرَىٰٓ إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَٰلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه و رب ستا هلاكوونكى د کلیو، څو چې په مینځ د هغې کې به يې يو رسول نه و لېږلى چې زموږ آيتونه به يې پرې لوستل او نه و موږ هلاکوونکي د کلیو، مګر اوسیدونکي د هغې ظالمان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أُوتِيتُم مِّن شَىْءٍ فَمَتَٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَزِينَتُهَا وَمَا عِندَ ٱللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰٓ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تاسي ته چې څه دركړ شوي، هغه خو د دنيوي ژوند وسايل او ښكلا ده، خو څه چې الله سره دي هغه غوره او ډېر پايېدونكي دي، آيا نو تاسي عقل نه كاروئ؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَمَن وَعَدْنَٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَٰقِيهِ كَمَن مَّتَّعْنَٰهُ مَتَٰعَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ مِنَ ٱلْمُحْضَرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا نو هغه كس چې موږ غوره ژمنه وركړې او هغه يې موندونكى وي، د هغه چا غوندې دى چې (يوازې) د دنيوي ژوند سامان مو وركړى، بيا به هغه د قيامت په ورځ (عذاب ته) له حاضرېدونكو څخه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآءِىَ ٱلَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (په) كومه ورځ چې آواز ورته وكړي: زما هغه شريكان چېرته دي چې تاسو به ګومان كولو؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ ٱلَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْقَوْلُ رَبَّنَا هَٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ أَغْوَيْنَآ أَغْوَيْنَٰهُمْ كَمَا غَوَيْنَا تَبَرَّأْنَآ إِلَيْكَ مَا كَانُوٓا۟ إِيَّانَا يَعْبُدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا به هغه كسان ووايي كوم چې (د عذاب) خبره ورباندې ثابته شوې: اې زموږ ربه! همدغه خلك دي چې موږ بې لارې كړي وو، داسې مو بې لارې كړي وو لكه موږ چې بې لارې شوي وو، موږ تاته له هغوى نه بېزاري څرګندوو، دوى زموږ عبادت نه كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقِيلَ ٱدْعُوا۟ شُرَكَآءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَهُمْ وَرَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ لَوْ أَنَّهُمْ كَانُوا۟ يَهْتَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وبه ويل شي، خپل شريكان مو راوبولئ، نو هغوى به يې راوبولي خو هغوى به څه ځواب ورنه كړي او عذاب به وويني، ( او وایې به ) كاشكې دوى پوهېدلی (چې دا شریکان هیڅ مرسته نشي کولی).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ مَاذَآ أَجَبْتُمُ ٱلْمُرْسَلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه ورځ چې دوى ته غږ وكړي وايي څه ځواب وركړی و تاسو رسولانو ته؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ ٱلْأَنۢبَآءُ يَوْمَئِذٍ فَهُمْ لَا يَتَسَآءَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغه ورځ به ټول خبرونه (ځوابونه) ورباندې پټ كړی شي بيا به يو بل پوښتلى هم نه شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَمَّا مَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحًا فَعَسَىٰٓ أَن يَكُونَ مِنَ ٱلْمُفْلِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو چا چې توبه وكړه، ايمان يې راوړو او نېك عمل يې وكړ، نیږدې دی چې هغه له بري موندونكو څخه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ ٱلْخِيَرَةُ سُبْحَٰنَ ٱللَّهِ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ستا رب چې څه غواړي هغه پيدا كوي او غوره كوي يې، د دوى څه اختيار نشته، الله لره پاكي ده او له هغه څه ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَرَبُّكَ يَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ستا پالونکي پوهیږي په هغه څه چې د هغوى سينې يې پټوي او هغه چې څرګندوي يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَهُوَ ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ لَهُ ٱلْحَمْدُ فِى ٱلْأُولَىٰ وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَلَهُ ٱلْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو همغه الله دى، له هغه پرته كوم بل لایق د عبادت نشته، همغه لره ستاينه ده په دنيا او آخرت كې او حكم د هغه دى او د همغه لور ته به ورستنېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن جَعَلَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمُ ٱلَّيْلَ سَرْمَدًا إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ مَنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ ٱللَّهِ يَأْتِيكُم بِضِيَآءٍ أَفَلَا تَسْمَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerووایه: خبر راکړئ که چېرته الله د قيامت تر ورځې پورې شپه درباندې اوږده كړي، نو له الله پرته هغه معبود څوك دى چې تاسي ته رڼايي راولي؟ نو آيا تاسي نه اورئ؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن جَعَلَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمُ ٱلنَّهَارَ سَرْمَدًا إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ مَنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ ٱللَّهِ يَأْتِيكُم بِلَيْلٍ تَسْكُنُونَ فِيهِ أَفَلَا تُبْصِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: آيا تاسي پام كړی چې كه الله تر قيامت ورځې پورې ورځ درباندې هميشه كړي، له الله پرته بل معبود څوك دى چې تاسي ته شپه راولي تر څو پكې آرام وكړئ؟ آيا نو تاسي نه وينئ؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِن رَّحْمَتِهِۦ جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له خپل رحمته يې تاسي ته شپه او ورځ پيدا كړي چې تاسي پكې آرام وكړئ او د هغه فضل ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَآءِىَ ٱلَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (په) كومه ورځ چې آواز ورته وكړي: زما هغه شريكان چېرته دي چې تاسو به ګومان كولو؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنَزَعْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا۟ بُرْهَٰنَكُمْ فَعَلِمُوٓا۟ أَنَّ ٱلْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو راوباسو به موږ له هر امته يو شاهد بيا به ووايو: راوړئ خپل دليل مو (په شرک باندې) نو بيا به پوه شي چې حق (د الوهیت) الله لره دى او هغه ټول درواغ به ترې ورك شي چې هغوى به جوړول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ قَٰرُونَ كَانَ مِن قَوْمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيْهِمْ وَءَاتَيْنَٰهُ مِنَ ٱلْكُنُوزِ مَآ إِنَّ مَفَاتِحَهُۥ لَتَنُوٓأُ بِٱلْعُصْبَةِ أُو۟لِى ٱلْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُۥ قَوْمُهُۥ لَا تَفْرَحْ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْفَرِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شکه قارون د موسىٰ له قومه و، خو بيا يې پر هغوى تېرى وكړ او هغه ته مو دومره خزانې وركړې وې چې کنجيانې (چابیانې) به يې پر يوې ځواكمنې ډلې هم درنېدلې، يو وخت چې قوم يې ورته ووېل: (په دنيا) مه نازېږه! بې شكه الله نازېدونكي نه خوښوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱبْتَغِ فِيمَآ ءَاتَىٰكَ ٱللَّهُ ٱلدَّارَ ٱلْـَٔاخِرَةَ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ ٱلدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَآ أَحْسَنَ ٱللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ ٱلْفَسَادَ فِى ٱلْأَرْضِ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْمُفْسِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغه څه (مال) كې چې الله دركړی، د آخرت كور ولټوه او په دنيا كې دې هم خپله برخه مه هېروه او ښېګڼه كوه لكه تا سره چې الله ښېګڼه كړې ده او په ځمكه كې فساد (جوړول) مه غواړه، بې شكه الله فساد كوونكي نه خوښوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ إِنَّمَآ أُوتِيتُهُۥ عَلَىٰ عِلْمٍ عِندِىٓ أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِن قَبْلِهِۦ مِنَ ٱلْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا وَلَا يُسْـَٔلُ عَن ذُنُوبِهِمُ ٱلْمُجْرِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ويل: دا خو ماته په هغه پوهه راكړی شوي چې زه يې لرم، آيا هغه ته نه وه معلومه چې بې شكه الله له هغه مخكى (هم) داسې قومونه هلاك كړي دي چې له هغه ډېر ځواكمن او په ډله كې ډېر زيات وو؟ او له (داسې) مجرمانو خو د ګناهونو پوښتنه نه كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِۦ فِى زِينَتِهِۦ قَالَ ٱلَّذِينَ يُرِيدُونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا يَٰلَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَآ أُوتِىَ قَٰرُونُ إِنَّهُۥ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو راووتلو دی خپل قوم ته په سينګار كې نو كومو خلكو چې دنيوي ژوند غوښته، وويل: كاشكې زموږ هم هغه څه واى لكه قارون ته چې وركړى شوي، رېښتيا چې دى د لويې برخې څښتن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ ٱللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ ءَامَنَ وَعَمِلَ صَٰلِحًا وَلَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ٱلصَّٰبِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چا ته چې علم وركړى شوى و، هغوى وويل: ستاسي په حال افسوس دى، د الله ثواب د هغه چا لپاره ډېر غوره دى چې ايمان راوړي او نيك عمل وكړي او دا پرته له صابرانو بل چا ته نه وركول كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَخَسَفْنَا بِهِۦ وَبِدَارِهِ ٱلْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُۥ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ ٱلْمُنتَصِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغه او د هغه كور مو په ځمكه ننوېست، نو بيا د هغه کومه ډله نه وه چې د الله په مقابله كې يې مرسته وكړي او نه په خپله د ځان مرسته كوونكى و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَصْبَحَ ٱلَّذِينَ تَمَنَّوْا۟ مَكَانَهُۥ بِٱلْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ ٱللَّهَ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَيَقْدِرُ لَوْلَآ أَن مَّنَّ ٱللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا وَيْكَأَنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلْكَٰفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو سبا کړو هغو کسانو چې ارمان یې کړی و د حالت د ده پرون، ویل یې: آیا ته نه ګورې؟ یقینا الله تعالی پراخوي روزي هغه چا لره چې وغواړي د بنده ګانو خپلو نه او تنګوي، که چیرته احسان نه و کړی الله تعالی پر موږ باندې خامخا ښخ کړی به یې وای موږ لره، آیا ته پوه نه یې؟ یقینا کافران نشي بچ کیدلی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تِلْكَ ٱلدَّارُ ٱلْـَٔاخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَٱلْعَٰقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه د آخرت كور موږ د هغو كسانو لپاره ټاكو چې په ځمكه كې لويي او فساد كول نه غواړي او ښه پايله د متقيانو ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَن جَآءَ بِٱلْحَسَنَةِ فَلَهُۥ خَيْرٌ مِّنْهَا وَمَن جَآءَ بِٱلسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى ٱلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ إِلَّا مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچا چې نيكى راوړه نو د هغه لپاره به بهتره بدله وي د هغې نه، او چا چې راتلل وکړل په بدۍ سره نو بيا هغوى ته چې بدۍ يې كړې وي، له خپل عمله پرته بله بدله نه وركول كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِى فَرَضَ عَلَيْكَ ٱلْقُرْءَانَ لَرَآدُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ قُل رَّبِّىٓ أَعْلَمُ مَن جَآءَ بِٱلْهُدَىٰ وَمَنْ هُوَ فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شکه هغه ذات چې فرض کړی یې دی پر تا باندې دا قران، خامخا واپس کوي به تا لره ځای د واپسۍ ته، ووايه: زما رب ښه پوه دی په هغه چا باندې چې راتلل وکړي په هدایت سره او په هغه چا چې هغه وي په ښکاره ګمراهۍ کې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كُنتَ تَرْجُوٓا۟ أَن يُلْقَىٰٓ إِلَيْكَ ٱلْكِتَٰبُ إِلَّا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِّلْكَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ستا خو دا هيله نه وه چې دا كتاب دې تاته راولېږل شي، پرته له دې چې ستا د رب له لوري يو رحمت و نو ته د كافرو ملاتړی مه كېږه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ بَعْدَ إِذْ أُنزِلَتْ إِلَيْكَ وَٱدْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په كار ده چې هغوى دې هيڅكله د الله له اّيتونو وانړوي، له هغه وروسته چې تاته رانازل شي، او د خپل رب لور ته بلنه كوه او هېڅكله په مشركانو كې مه شاملېږه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَدْعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ كُلُّ شَىْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُۥ لَهُ ٱلْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له الله سره كوم بل معبود مه رابوله، د هغه پرته بل د عبادت لایق نشته، د هغه له مخ (ذات) پرته هر څه له منځه تلونكي دي واكمني يوازې د هغه ده او تاسي ټول به همغه ته ورستنېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70