caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الرعد الرعد

۴۳ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۹۶

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓمٓر تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ وَٱلَّذِىٓ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ٱلْحَقُّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالمر [1] ، دا د هغه (الهى) كتاب اّيتونه دي، او څه چې د خپل رب له خوا درته نازل شوي، هغه حق دي خو زياتره خلك باور نه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ ٱلَّذِى رَفَعَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِى لِأَجَلٍ مُّسَمًّى يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ يُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَٰتِ لَعَلَّكُم بِلِقَآءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله هماغه ذات دى چې اسمانونه يې بې ستنو پورته كړي چې تاسو يې (خپله) وینئ، بيا پر (خپل) عرش پورته شو او لمر او سپوږمۍ يې تابع كړي دي، دا ټول تر يوې ټاكلې مودې پورې چليږي او هماغه دا كارونه سمبالوي، هغه په تفصيل سره خپل دلايل بيانوي د دې لپاره چې تاسو له خپل رب سره په مخامخ کېدلو يقين وكړئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَهُوَ ٱلَّذِى مَدَّ ٱلْأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَٰسِىَ وَأَنْهَٰرًا وَمِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ ٱثْنَيْنِ يُغْشِى ٱلَّيْلَ ٱلنَّهَارَ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دى هماغه ذات دى چې دا زمكه يې غوړولې ده او غرونه او سيندونه يې پكى پيدا كړي، او د هر ډول مېوو جوړې يې پكې پيدا كړې، په ورځې باندې شپه راخپروي، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره خامخا نښې دي چې فكر كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَفِى ٱلْأَرْضِ قِطَعٌ مُّتَجَٰوِرَٰتٌ وَجَنَّٰتٌ مِّنْ أَعْنَٰبٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَىٰ بِمَآءٍ وَٰحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَىٰ بَعْضٍ فِى ٱلْأُكُلِ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په زمكه كې يو بل سره نښتې بېلا بېلې سيمې دي، او د انګورو باغونه، كښتونه، او د كجورو ونې چې ځينې له يوه بېخه او ځينې له ځانګړو بيخونو دي چې دا ټولې له يو ډول اوبو خړوبېږي خو په خوراك كې يې ځينې پر ځينو غوره ګرځوو، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي خامخا سترې نښې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَءِذَا كُنَّا تُرَٰبًا أَءِنَّا لَفِى خَلْقٍ جَدِيدٍ أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِرَبِّهِمْ وَأُو۟لَٰٓئِكَ ٱلْأَغْلَٰلُ فِىٓ أَعْنَاقِهِمْ وَأُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه ته حيرانېږې نو د هغوى لا دا وينا د حيرانتیا وړ ده چې: كله موږ خاورې شو نو اّيا خامخا بېرته نوي پيدا كېږو؟! دوى هغه خلك دي چې په خپل رب كافر شوي او همدوى دي چې د (اور) امېلونه به يې غاړو كې وي او دوى دوزخيان دي چې تل تر تله پكې اوسېدونكې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلسَّيِّئَةِ قَبْلَ ٱلْحَسَنَةِ وَقَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِمُ ٱلْمَثُلَٰتُ وَإِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ لِّلنَّاسِ عَلَىٰ ظُلْمِهِمْ وَإِنَّ رَبَّكَ لَشَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى له تا نه تر نېكۍ مخكې بدي په تلوار غواړي، حال دا چې له دوى مخكې هم عذابونه (او مثالونه يې) تېر شوي او بې شکه ستا رب پر خلكو د هغوى د ظلم سره هم د بخښنې څښتن دى او بې شکه ستا رب سخت سزا وركوونكى (هم) دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌ مِّن رَّبِّهِۦٓ إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرٌ وَلِكُلِّ قَوْمٍ هَادٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو وايي هغه کسان چې کافران شوي: ولې د خپل رب له لورې څه نښه پرې نازله نه شوه؟ خبره دا ده چې ته خو يوازې وېروونكى يې او د هر قوم لپاره يو لارښود دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ أُنثَىٰ وَمَا تَغِيضُ ٱلْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ وَكُلُّ شَىْءٍ عِندَهُۥ بِمِقْدَارٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله ښه پوهېږي د هرې ښځينې په هغه بار چې اخلي يې او پر هغه چې رحمونه يې كموي او زياتوي او هر څه له هغه سره په ټاكلې اندازه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

عَٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ ٱلْكَبِيرُ ٱلْمُتَعَالِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه پټ او ښكاره پوه، ستر او لوړ دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

سَوَآءٌ مِّنكُم مَّنْ أَسَرَّ ٱلْقَوْلَ وَمَن جَهَرَ بِهِۦ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍۭ بِٱلَّيْلِ وَسَارِبٌۢ بِٱلنَّهَارِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ته برابره ده كه تاسو نه څوك په ورو ورو خبره كوي، كه په زوره او څوك چې د شپې پټېدونكى دى او كه د ورځې روان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَهُۥ مُعَقِّبَٰتٌ مِّنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِۦ يَحْفَظُونَهُۥ مِنْ أَمْرِ ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا۟ مَا بِأَنفُسِهِمْ وَإِذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِقَوْمٍ سُوٓءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُۥ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِۦ مِن وَالٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه (انسان) لره وړاندې وروسته څارونكي وار په وار راتلونكي پريښتې دي چې د الله په امر يې ساتنه كوي، بې شكه الله تر هغه د يو قوم حالت نه بدلوي څو چې هغوى خپل اوصاف نه وي بدل كړي، او كله چې الله كوم قوم ته د بدۍ اراده وكړي نو بيا يې بېرته ګرځېدل نشته او نه بيا د هغوى لپاره پرته له هغه څوك ملګرى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هُوَ ٱلَّذِى يُرِيكُمُ ٱلْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنشِئُ ٱلسَّحَابَ ٱلثِّقَالَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدى هماغه ذات دى چې برېښنا درښايي له وېرې او هيلې لپاره او درنې وريځې راپورته كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيُسَبِّحُ ٱلرَّعْدُ بِحَمْدِهِۦ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِۦ وَيُرْسِلُ ٱلصَّوَٰعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَآءُ وَهُمْ يُجَٰدِلُونَ فِى ٱللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ ٱلْمِحَالِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيوه پرېښته (رعد) له ستاينې سره د هغه پاكي بيانوي او نورې پرېښتې يې له وېرې (پاكي وايي) او تندرونه راليږي نو چا ته يې چې خوښه شي پرې غورځوي يې په داسى حال كې چې دوى د الله په اړه شخړې كوي او د هغه سزا او نيول ډېر سخت دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَهُۥ دَعْوَةُ ٱلْحَقِّ وَٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَسْتَجِيبُونَ لَهُم بِشَىْءٍ إِلَّا كَبَٰسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى ٱلْمَآءِ لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَٰلِغِهِۦ وَمَا دُعَآءُ ٱلْكَٰفِرِينَ إِلَّا فِى ضَلَٰلٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمغه ته بلنه وركول حق دي، پاتې شوې هغه نورې هستۍ چې دوى ورته له هغه پرته بلنه وركوي، هغوى د دوى د دعاګانو هيڅ ځواب نشي وركولى، هغو ته بلنه وركول خو داسې دي لكه څوك چې اوبو ته لاس اوږد كړي او ورنه وغواړي چې راشئ زما خولې ته، په داسې حال كې چې اوبه هغه ته رسېدونكې نه دي. كټ مټ همدغه شان د كافرانو دعاګانې هم هېڅ شى نه دى، مګر يو بې هدفه باطل كار دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلَٰلُهُم بِٱلْغُدُوِّ وَٱلْـَٔاصَالِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هماغه الله ته سجدې كوي څوك چې په اسمانونو او زمكه كې دي په خوښه او ناخوښه او د هغوى سيوري (هم) په سهار او ماښام كې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ مَن رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ قُلِ ٱللَّهُ قُلْ أَفَٱتَّخَذْتُم مِّن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ لَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ نَفْعًا وَلَا ضَرًّا قُلْ هَلْ يَسْتَوِى ٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْبَصِيرُ أَمْ هَلْ تَسْتَوِى ٱلظُّلُمَٰتُ وَٱلنُّورُ أَمْ جَعَلُوا۟ لِلَّهِ شُرَكَآءَ خَلَقُوا۟ كَخَلْقِهِۦ فَتَشَٰبَهَ ٱلْخَلْقُ عَلَيْهِمْ قُلِ ٱللَّهُ خَٰلِقُ كُلِّ شَىْءٍ وَهُوَ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّٰرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: د اسمانونو او زمكې رب څوك دى؟ ووايه: الله دى. ورته ووايه ښه نو آيا له هغه پرته مو ځانته داسې دوستان نيولي دي چې هغوى خپله د ځان لپاره د ګټې او تاوان واك نه لري، ورته ووايه: آيا ړوند او بینا (لیدونکی) سره برابر دي؟ يا ترږمۍ او رڼا سره برابرې دي؟ او كنه دوى الله سره داسې شريكان ټاكلي چې د هغه په شان پيدايښت دوى هم كړى نو د پيدايښت خبره پر دوى ګډه وډه شوې، ووايه: الله د هر شي خالق او هماغه يو برلاسی دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌۢ بِقَدَرِهَا فَٱحْتَمَلَ ٱلسَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِى ٱلنَّارِ ٱبْتِغَآءَ حِلْيَةٍ أَوْ مَتَٰعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهُۥ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْحَقَّ وَٱلْبَٰطِلَ فَأَمَّا ٱلزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَآءً وَأَمَّا مَا يَنفَعُ ٱلنَّاسَ فَيَمْكُثُ فِى ٱلْأَرْضِ كَذَٰلِكَ يَضْرِبُ ٱللَّهُ ٱلْأَمْثَالَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله اسمانه یې اوبه وورولې او خوړونه د خپل ‌‌‌ډکون په انداز وبهیدل، بيا سيلاب ځګ پورته راواخیست، او پر هغو شیانو چې خلک د ګاڼې یا څه سامان په لټون اور پرې بلوي هم دغه شان ځګ وي، همدغسې الله حق او باطل بیانوي، نو کوم چې ځګ دی هغه بې ګټې له منځه ځي او کوم چې خلکو ته ګټه رسوي، هغه په زمکه کې پاتېږي، الله همدغه شان مثالونه بیانوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِلَّذِينَ ٱسْتَجَابُوا۟ لِرَبِّهِمُ ٱلْحُسْنَىٰ وَٱلَّذِينَ لَمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَهُۥ لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُۥ مَعَهُۥ لَٱفْتَدَوْا۟ بِهِۦٓ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ سُوٓءُ ٱلْحِسَابِ وَمَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكومو خلكو چې د الله بلنه منلې ده هغو لپاره ښېګڼه ده او چا چې نه ده منلې، كه هغو لره د زمكې ټول شته او ورسره هغومره نور وي خامخا به يې (د ځان ژغورنې لپاره) فديه وركړي، دوى هغه خلك دي چې بد حساب ورته ټاكل شوى او استوګنځى يې جهنم دى او هغه ډېر بد د اّرام ځاى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَمَن يَعْلَمُ أَنَّمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ٱلْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَىٰٓ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُو۟لُوا۟ ٱلْأَلْبَٰبِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا نو هغه څوك چې پوهيږي چې كوم كتاب تا ته د خپل رب له لوري نازل شوى (بالكل) حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند وي، خبره دا ده چې پند خو يوازې هوښياران اخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ يُوفُونَ بِعَهْدِ ٱللَّهِ وَلَا يَنقُضُونَ ٱلْمِيثَٰقَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې الله سره كړى لوظ پوره كوي او (هغه) تړون نه ماتوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ يَصِلُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوٓءَ ٱلْحِسَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې هغه اړيكې ټينګوي چې الله يې د ټينګولو امر كړى او له خپل ربه ډاريږي او له بد حسابه وېره لري.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً وَيَدْرَءُونَ بِٱلْحَسَنَةِ ٱلسَّيِّئَةَ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ عُقْبَى ٱلدَّارِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې صبر كوي د خپل رب د رضا په لټون او لمونځ كوي او پټ او ښكاره له هغې روزي نه لګښت (خيرات) كوي چې موږ وركړې ده او د بدۍ مخنيوى په نېكۍ سره كوي، د همدې خلكو لپاره د آخرت كور دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

جَنَّٰتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَن صَلَحَ مِنْ ءَابَآئِهِمْ وَأَزْوَٰجِهِمْ وَذُرِّيَّٰتِهِمْ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد تل اوسېدلو جنتونه چې هم به دوى ورننوځي او هم به يې له پلرونو، ښځو او اولادې څوك چې صالحان وي او پرېښتې به هم له هرې دروازې ورننوځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

سَلَٰمٌ عَلَيْكُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى ٱلدَّارِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپر تاسو دې سلامتيا وي چې صبر مو وكړ، نو څه ښه دى دغه د اخرت كور.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ ٱللَّهِ مِنۢ بَعْدِ مِيثَٰقِهِۦ وَيَقْطَعُونَ مَآ أَمَرَ ٱللَّهُ بِهِۦٓ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِى ٱلْأَرْضِ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوٓءُ ٱلدَّارِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې الله سره كړى لوظ له ټينګولو وروسته هم ماتوي او هغه اړيكې شلوي چې الله يې د ټينګولو امر كړى او پر زمكه فساد كوي، د هغوى لپاره لعنت او د هغوى لپاره د اخرت ناكاره كور دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ وَفَرِحُوا۟ بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ إِلَّا مَتَٰعٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهر چا ته چې الله وغواړي روزي یې پراخوي او تنګوي، او هغوى (كفار) د دنيا په ژوند خوشاله شوي حال دا چې د دنيا ژوند د اخرت په مقابل كې له يوې ناچيزې متاع پرته بل هېڅ شى نه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌ مِّن رَّبِّهِۦ قُلْ إِنَّ ٱللَّهَ يُضِلُّ مَن يَشَآءُ وَيَهْدِىٓ إِلَيْهِ مَنْ أَنَابَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان چې كافر شوي وايي ولې پر ده باندې كومه نښه د خپل رب له لوري نده نازله شوې؟ ورته وايه چا ته چې الله یې وغواړي بې لارې كوي يې او خپل لور ته د ورتللو سمه لار هغه چا ته ښايي چې ده ته ورګرځېدلى وى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ ٱللَّهِ أَلَا بِذِكْرِ ٱللَّهِ تَطْمَئِنُّ ٱلْقُلُوبُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې ايمان راوړى او د الله په يادولو يې زړونه ډاډه شوي خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ طُوبَىٰ لَهُمْ وَحُسْنُ مَـَٔابٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي هغوى لره نېكمرغي او د استوګنې ښه ځاى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَذَٰلِكَ أَرْسَلْنَٰكَ فِىٓ أُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهَآ أُمَمٌ لِّتَتْلُوَا۟ عَلَيْهِمُ ٱلَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِٱلرَّحْمَٰنِ قُلْ هُوَ رَبِّى لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمدارنګه ته مو يو داسې ولس ته پېغمبر لېږلى يې چې له دوى مخكې ډېر قومونه تېر شوي، تر څو هغه (پيغام) ورباندې ولولې چې تا ته مو وحې كړى، حال دا چې دوى په رحمٰن ذات كافران شوي دي. ورته ووايه هماغه زما رب دى، له هغه پرته بل معبود نشته، پر هغه مې بروسه كړې او هماغه لور ته مې ورګرځېدل دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ أَنَّ قُرْءَانًا سُيِّرَتْ بِهِ ٱلْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ ٱلْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ ٱلْمَوْتَىٰ بَل لِّلَّهِ ٱلْأَمْرُ جَمِيعًا أَفَلَمْ يَا۟يْـَٔسِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَن لَّوْ يَشَآءُ ٱللَّهُ لَهَدَى ٱلنَّاسَ جَمِيعًا وَلَا يَزَالُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ تُصِيبُهُم بِمَا صَنَعُوا۟ قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِّن دَارِهِمْ حَتَّىٰ يَأْتِىَ وَعْدُ ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُخْلِفُ ٱلْمِيعَادَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه يو داسې قراّن (نازل شوى) وى چې غرونه پرې خوځېدلي وى يا زمكه پرې څيرې شوې وی، يا مړي پرې غږېدلي وى، بلكې ټوله واكمني الله لره ده آيا نو مومنان ناهيلى شوي نه دي چې كه الله غوښتي وى نو خامخا به يې ټولو خلكو ته هدايت كړى و؟ او هغه خلك چې كافران شوي تل به يې د خپل عمل په وجه (يو نه) يو آفت ورباندې راپرېوځي يا به يې (چېرته) د كور خواته را نازليږي، تر هغو چې د الله ژمنه راورسيږي بې شکه الله د خپلې ژمنې مخالفت نه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدِ ٱسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له تا څخه مخكې هم په (ډېرو) پېغمبرانو ملنډې وهل شوې دي خو ما كافرانو ته مهلت وركړى، بيا مې رانيولي دي نو ګوره چې زما سزا (وركول) څنګه وو؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَمَنْ هُوَ قَآئِمٌ عَلَىٰ كُلِّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ شُرَكَآءَ قُلْ سَمُّوهُمْ أَمْ تُنَبِّـُٔونَهُۥ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِى ٱلْأَرْضِ أَم بِظَٰهِرٍ مِّنَ ٱلْقَوْلِ بَلْ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مَكْرُهُمْ وَصُدُّوا۟ عَنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا نو هغه ذات چې د هر كس د لاس ته راوړنې پر سر ولاړ دى (د باطل معبود په شان دى؟) او دوى له الله سره شريكان نيولي، ووايه: نومونه يې واخلئ، آيا په يو داسې څه يې خبروئ چې هغه په (خپله) زمكه كې ترې نا خبره دى او كه دا هسې په ظاهره يوه وينا ده؟ بلكې كافرانو ته يې خپله دوکه (چل ول) ښايسته كړى شوى او له (سمې) لارې ايسار كړى شوي دي او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو بيا د هغه څوك لارښوونكى نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّهُمْ عَذَابٌ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَشَقُّ وَمَا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن وَاقٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى لره په دنيايي ژوند كې هم عذاب او د آخرت عذاب خو خامخا ډېر سخت دى او دوى لره به د الله له عذابه هيڅوك ژغورونكى نه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّثَلُ ٱلْجَنَّةِ ٱلَّتِى وُعِدَ ٱلْمُتَّقُونَ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ أُكُلُهَا دَآئِمٌ وَظِلُّهَا تِلْكَ عُقْبَى ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوا۟ وَّعُقْبَى ٱلْكَٰفِرِينَ ٱلنَّارُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغه جنت مثال چې له پرهیزګارانو سره يې ژمنه شوې، (داسې دی) چې ويالې به يې ترې لاندې بهيږي، مېوې به يې هم همېشنۍ وي او سيورى يې هم، همدا د هغو كسانو انجام دى چې تقوى يې كړې خو د كافرانو انجام اور دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَٰهُمُ ٱلْكِتَٰبَ يَفْرَحُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمِنَ ٱلْأَحْزَابِ مَن يُنكِرُ بَعْضَهُۥ قُلْ إِنَّمَآ أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ ٱللَّهَ وَلَآ أُشْرِكَ بِهِۦٓ إِلَيْهِ أَدْعُوا۟ وَإِلَيْهِ مَـَٔابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى ته مو چې كتاب وركړى په هغه څه خوښيږي چې تا ته نازل شوي او بېلا بېلو ډلو كې داسې كسان شته چې ځينې (احكام) يې نه مني. ورته ووايه: زه خو ايله په دې ګومارل شوى يم چې يوازى د الله عبادت وکړم او شريك ورسره ونه نيسم، د هغه لور ته بلنه كوم او د هماغه لور ته مې ورستنېدل دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَٰهُ حُكْمًا عَرَبِيًّا وَلَئِنِ ٱتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم بَعْدَ مَا جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا وَاقٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو همدغه شان پر تا مو هم دغه عربي فرمان نازل كړى او كه وروسته له هغه چې تا ته له دې پوهنې هم څه راغلي دي، بيا هم د هغوې په هوسونو پسې لاړ شې نو بيا به تا لره نه له الله نه څوك (بچ كوونكى) ملګرى وي او نه كوم ساتونكى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَٰجًا وَذُرِّيَّةً وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِىَ بِـَٔايَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ لِكُلِّ أَجَلٍ كِتَابٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له تا څخه مخكى مو هم پېغمبران لېږلي وو او هغوى ته مو هم مېرمنې او اولادې وركړې وې، او هيڅ كوم رسول ته هم دا واك نه و چې د الله له حكمه پرته يې كومه نښه راوړې واى د هر وخت لپاره يو كتاب (يا يو حكم) دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَمْحُوا۟ ٱللَّهُ مَا يَشَآءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُۥٓ أُمُّ ٱلْكِتَٰبِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله چې څه غواړي هغه له منځه وړي او څه ثابت پاتې كوي او هماغه سره د كتاب اصل دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن مَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ ٱلَّذِى نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِنَّمَا عَلَيْكَ ٱلْبَلَٰغُ وَعَلَيْنَا ٱلْحِسَابُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه څه نا څه هغه عذاب چې دوى سره يې ژمنه كوو ستا په ژوندانه دروښايو او يا دې (ترې مخكې) وفات كړو نو پر تا خو يې تبليغ او پر موږ حساب كول دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا نَأْتِى ٱلْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا وَٱللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِۦ وَهُوَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا نه ګوري چې موږ دغې سيمې ته ورځو او له څنډو يې وركموو؟ او الله حکم كوي، هيڅوك يې د حكم بېرته ګرځوونكى نشته او هماغه زر حساب كونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَدْ مَكَرَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلِلَّهِ ٱلْمَكْرُ جَمِيعًا يَعْلَمُ مَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ وَسَيَعْلَمُ ٱلْكُفَّٰرُ لِمَنْ عُقْبَى ٱلدَّارِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له دوى مخكې چې څوك وو هغوى هم فريبونه چلولي دي خو (په اصل كې) ټول تدبير الله لره دى، هغه ته معلومه ده چې هر څوك څه ترلاسه كوي او دغه منكران به زر وپوهيږي چې د آخرت ښه انجام به د چا وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَسْتَ مُرْسَلًا قُلْ كَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۢا بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ وَمَنْ عِندَهُۥ عِلْمُ ٱلْكِتَٰبِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې كافر شوي وايي ته خو پېغمبر نه يې، ورته ووايه: زما او ستاسو تر منځ د شاهد په توګه الله بس دى، او هغه څوك چې هغه سره د كتاب علم دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70