وَلَوْ أَنَّ قُرْءَانًا سُيِّرَتْ بِهِ ٱلْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ ٱلْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ ٱلْمَوْتَىٰ بَل لِّلَّهِ ٱلْأَمْرُ جَمِيعًا أَفَلَمْ يَا۟يْـَٔسِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَن لَّوْ يَشَآءُ ٱللَّهُ لَهَدَى ٱلنَّاسَ جَمِيعًا وَلَا يَزَالُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ تُصِيبُهُم بِمَا صَنَعُوا۟ قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِّن دَارِهِمْ حَتَّىٰ يَأْتِىَ وَعْدُ ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُخْلِفُ ٱلْمِيعَادَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه يو داسې قراّن (نازل شوى) وى چې غرونه پرې خوځېدلي وى يا زمكه پرې څيرې شوې وی، يا مړي پرې غږېدلي وى، بلكې ټوله واكمني الله لره ده آيا نو مومنان ناهيلى شوي نه دي چې كه الله غوښتي وى نو خامخا به يې ټولو خلكو ته هدايت كړى و؟ او هغه خلك چې كافران شوي تل به يې د خپل عمل په وجه (يو نه) يو آفت ورباندې راپرېوځي يا به يې (چېرته) د كور خواته را نازليږي، تر هغو چې د الله ژمنه راورسيږي بې شکه الله د خپلې ژمنې مخالفت نه كوي.