وَٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَٰهُمُ ٱلْكِتَٰبَ يَفْرَحُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمِنَ ٱلْأَحْزَابِ مَن يُنكِرُ بَعْضَهُۥ قُلْ إِنَّمَآ أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ ٱللَّهَ وَلَآ أُشْرِكَ بِهِۦٓ إِلَيْهِ أَدْعُوا۟ وَإِلَيْهِ مَـَٔابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى ته مو چې كتاب وركړى په هغه څه خوښيږي چې تا ته نازل شوي او بېلا بېلو ډلو كې داسې كسان شته چې ځينې (احكام) يې نه مني. ورته ووايه: زه خو ايله په دې ګومارل شوى يم چې يوازى د الله عبادت وکړم او شريك ورسره ونه نيسم، د هغه لور ته بلنه كوم او د هماغه لور ته مې ورستنېدل دي.