کور › سورتونه › سورت يوسف
سورت يوسف يوسف
۱۱۱ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۵۳
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓر تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ ٱلْمُبِينِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الر،[1] دا د واضح كتاب آیتونه دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ أَنزَلْنَٰهُ قُرْءَٰنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه هغه مو يو عربي قرآن نازل كړى چې تاسو پوه شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ ٱلْقَصَصِ بِمَآ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ هَٰذَا ٱلْقُرْءَانَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِۦ لَمِنَ ٱلْغَٰفِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ پر تا له ټولو ښایسته كيسه بيانوو، په دې چې تاته مو دا قرآن وحي كړى دى او بې شكه له دې مخكې خو ته له ناخبرو څخه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَٰٓأَبَتِ إِنِّى رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِى سَٰجِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې يوسف (علیه السلام) خپل پلار ته وويل: زما پلار جانه! ما په خوب كې وليدل چې يوولس ستوري، لمر او سپوږمۍ ما ته سجده كوونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰبُنَىَّ لَا تَقْصُصْ رُءْيَاكَ عَلَىٰٓ إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا۟ لَكَ كَيْدًا إِنَّ ٱلشَّيْطَٰنَ لِلْإِنسَٰنِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې اې بچیه! خپلو وروڼو ته دې خوب مه بيانوه، بيا به تاته څه چل جوړ كړي، بې شکه شيطان د انسان يو څرګند غليم (دښمن) دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَٰلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ ٱلْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكَ وَعَلَىٰٓ ءَالِ يَعْقُوبَ كَمَآ أَتَمَّهَا عَلَىٰٓ أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْحَٰقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همداسې به دې خپل رب غوره كړي او تاته به (اصل واقعيت ته) د خبرو ورګرځول وښايي او خپل نعمت به پر تا او د يعقوب (علیه السلام) پر ټبر پوره كړي لكه چې مخكې يې ستا په دوو پلرونو ابراهيم او اسحاق (علیهما السلام) پوره كړى و، بې شكه ستا رب پوه ځيرک دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّقَدْ كَانَ فِى يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِۦٓ ءَايَٰتٌ لِّلسَّآئِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خامخا په يوسف (علیه السلام) او ورونو كې يې د پوښتنو کوونكو لپاره (ډېرې) نښانې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالُوا۟ لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَىٰٓ أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې ورونو یې وويل: بې شکه زموږ پلار ته يوسف (علیه السلام) او ورور يې تر موږ ډېر ګران دي حال دا چې موږ يوه پوره ډله يو، بې شكه زموږ پلار په ښكاره خطا كې دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱقْتُلُوا۟ يُوسُفَ أَوِ ٱطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُوا۟ مِنۢ بَعْدِهِۦ قَوْمًا صَٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يوسف ووژنئ يا يې په كومه ځمكه وغورځوئ چې د پلار توجه مو درته ځانګړې شي او له دې وروسته به بېرته سم نېكان خلک شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ قَآئِلٌ مِّنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا۟ يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِى غَيَٰبَتِ ٱلْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ ٱلسَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَٰعِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له دوى څخه يو ويونكي وويل: يوسف مه وژنئ، او په كوم تياره كوهي كې وغورځوئ، څوک تلونكى كاروان به يې راواخلي که چېرې څه کوونکي یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰٓأَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَ۫نَّا عَلَىٰ يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُۥ لَنَٰصِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وويلې دوی ای زموږ پلاره! څه خبره ده چې د يوسف په هكله باور راباندې نه كوې، حال دا چې بې شکه موږ د هغه خواخوږي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center سبا يې موږ سره واستوه چې مېوې وخوري او لوبي وكړي او موږ خو حتماً د هغه ساتونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ إِنِّى لَيَحْزُنُنِىٓ أَن تَذْهَبُوا۟ بِهِۦ وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ ٱلذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَٰفِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وويلې (یعقوب علیه السلام): دا مې اندېښمنوي چې تاسو يې بوځئ او وېرېږم چې لېوه به يې وخوري او تاسي به ترې غافل ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ لَئِنْ أَكَلَهُ ٱلذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّآ إِذًا لَّخَٰسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى ويل: كه لېوه يې را څخه وخوري حال دا چې موږ يوه قوي ډله يو نو بيا خو به موږ خامخا تاوانيان يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا ذَهَبُوا۟ بِهِۦ وَأَجْمَعُوٓا۟ أَن يَجْعَلُوهُ فِى غَيَٰبَتِ ٱلْجُبِّ وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَٰذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله يې چې له ځان سره بوتللو او اتفاق يې سره وكړو چې كوم تياره كوهي كې يې وغورځوي نو موږ يوسف ته وحي وكړه چې خامخا به (يوه ورځ) دوى ته دا كار ور په زړه كړي او دوى به نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَآءُوٓ أَبَاهُمْ عِشَآءً يَبْكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ماښام پلار ته په ژړا راغلل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰٓأَبَانَآ إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَٰعِنَا فَأَكَلَهُ ٱلذِّئْبُ وَمَآ أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوی وویلې اې زموږ پلاره! موږ لاړو د منډو سيالي مو سره كوله او يوسف مو خپل سامان سره پرېښود، نو لېوه وخوړ او ته زموږ په خبره باور كوونكى نه يې كه څه هم موږ ریښتيني اوسو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَآءُو عَلَىٰ قَمِيصِهِۦ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَٱللَّهُ ٱلْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى د يوسف كميس د دروغو په وينه لړلى له ځانه سره راوړى و. د دې په اورېدلو د هغوی پلار وويل: بلكې ستاسي نفس تاسي لپاره يو لوى كار آسانه كړ، ښه نو صبر به وكړم او په ښه شان به يې وكړم، كومه خبره چې تاسي غوټه كوئ پر هغې له الله نه مرسته غوښتل كيداى شى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَآءَتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُوا۟ وَارِدَهُمْ فَأَدْلَىٰ دَلْوَهُۥ قَالَ يَٰبُشْرَىٰ هَٰذَا غُلَٰمٌ وَأَسَرُّوهُ بِضَٰعَةً وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يو كاروان راغى او خپل اوبه راوړونكى يې ولېږلو نو چې خپله بوكه يې وغورځوله، ويلې ای زېرۍ! دا دى هلک! او د سوداګرۍ مال يې وګاڼه او پټ يې كړ، حال دا چې دوى څه كول الله ډېر ښه ورباندې پوه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍۭ بَخْسٍ دَرَٰهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُوا۟ فِيهِ مِنَ ٱلزَّٰهِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا يې په كمه بيه د شمار په څو روپو خرڅ كړ، او هغوى د ده په هكله بې رغبته وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِى ٱشْتَرَىٰهُ مِن مِّصْرَ لِٱمْرَأَتِهِۦٓ أَكْرِمِى مَثْوَىٰهُ عَسَىٰٓ أَن يَنفَعَنَآ أَوْ نَتَّخِذَهُۥ وَلَدًا وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُۥ مِن تَأْوِيلِ ٱلْأَحَادِيثِ وَٱللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰٓ أَمْرِهِۦ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د مصر هغه سړي چې دى يې واخيستلو، خپلې مېرمنې ته وويل: د ده د ځاى عزت ساته، ښايې ګټه راورسوي، يا به يې په زوي ولۍ ونيسو او همدا شان مو په هغه ځمكه كې يوسف ته ځاى ورکړ، او دا چې د خبرو ورګرځولو (واقعي حالت ته) څه ور زده كړو او الله پر خپل كار برلاسى دى خو زياتره خلک نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُۥٓ ءَاتَيْنَٰهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې هغه پوره ځوانۍ ته ورسېد نو موږ حكم او علم وركړ او نېكانو ته په همدې ډول بدله وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَرَٰوَدَتْهُ ٱلَّتِى هُوَ فِى بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِۦ وَغَلَّقَتِ ٱلْأَبْوَٰبَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ ٱللَّهِ إِنَّهُۥ رَبِّىٓ أَحْسَنَ مَثْوَاىَ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلظَّٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغې ښځې چې دى يې په كور كې اوسېده په چل ول خپل لور ته د هغه توجه راګرځوله او ورونه (دروازې) يې کلک وتړل او ويې ويل: زما خواته راشه، هغه وويل: په الله پورې پناه غواړم، زما رب خو ما ته ښه قدر او منزلت راكړى، په حقيقت كې داسې ظالمان برى نشي موندلى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِۦ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَآ أَن رَّءَا بُرْهَٰنَ رَبِّهِۦ كَذَٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ ٱلسُّوٓءَ وَٱلْفَحْشَآءَ إِنَّهُۥ مِنْ عِبَادِنَا ٱلْمُخْلَصِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خامخا ده ته ورمخكې شوه او دى به هم ورمخكې شوى واى كه د خپل رب څرګند دليل يې نه وى ليدلى، همداسې وشو، تر څو له هغه نه بدي او بې حيايي واړوو، بې شکه هغه زموږ له غوره شویو بندګانو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱسْتَبَقَا ٱلْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُۥ مِن دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَا ٱلْبَابِ قَالَتْ مَا جَزَآءُ مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوٓءًا إِلَّآ أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دواړو دروازې ته سره منډې کړلې او هغې له څټه د ده كميس ورڅيرې كړ، او په وره (دروازه) كې دواړو د هغې خاوند بياموند، ښځې وويل: د هغه چا سزا څه ده چې ستا كورنۍ ته يې د بدۍ اراده كړې وي، پرته له دې چې بندي شي يا دردناک عذاب وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ هِىَ رَٰوَدَتْنِى عَن نَّفْسِى وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَآ إِن كَانَ قَمِيصُهُۥ قُدَّ مِن قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ ٱلْكَٰذِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يوسف وويل: دې خپله ماته د ځان ست وكړ او د همدې له ټبره يو چا شاهدي وركړه چې كه د هغه كميس له مخې نه شلېدلى وي نو ښځې رښتيا ويلي او دى له دروغجنو څخه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن كَانَ قَمِيصُهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه چېرې كميس يې له څټه شلېدلى وي نو هغې دروغ ويلي او دى له ریښتينو دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا رَءَا قَمِيصَهُۥ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُۥ مِن كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې كميس يې له څټه شلېدلى وليد، وېلې بې شكه دا هم ستاسو د ښځو مكرونه دي، بې شکه ستاسي فريب ډېر لوى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَٰذَا وَٱسْتَغْفِرِى لِذَنۢبِكِ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ ٱلْخَاطِـِٔينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يوسفه! له دې خبرې تېر شه، او (ای ښځې!) ته د خپلې ګناه بخښنه وغواړه، بې شکه همدا ته خطا كاره يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ نِسْوَةٌ فِى ٱلْمَدِينَةِ ٱمْرَأَتُ ٱلْعَزِيزِ تُرَٰوِدُ فَتَىٰهَا عَن نَّفْسِهِۦ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا إِنَّا لَنَرَىٰهَا فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په ښار كې ښځو وويل: د عزيز مېرمن په خپل زلمي غلام پسې شوې او د هغه مينې يې زړه ورسورى كړى، موږ خو هغه يقيناً په ښكاره بې لاريتوب كې وينو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَـًٔا وَءَاتَتْ كُلَّ وَٰحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ ٱخْرُجْ عَلَيْهِنَّ فَلَمَّا رَأَيْنَهُۥٓ أَكْبَرْنَهُۥ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَٰشَ لِلَّهِ مَا هَٰذَا بَشَرًا إِنْ هَٰذَآ إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې د هغوى مكر (غيبت) يې واورېدلو، استازى يې ورواستولو او يو مجلس (د مېلمستيا) يې ورته چمتو كړ، او د هغوى هرې يوې ته يې يو چاكو وركړ، او بيا يې (يوسف ته) وويل: چې هغوى ته راووځه، نو كله چې وليدو، ډېر لوى (ښايست يې پكې) وموندو، خپل لاسونه يې غوڅ كړل او ويې ويل: الله لره پاكي ده، دا خو بشر نه دى، دا خو پرته له يوې لویې (عزتمندې) ملايكې بل څه نه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَتْ فَذَٰلِكُنَّ ٱلَّذِى لُمْتُنَّنِى فِيهِ وَلَقَدْ رَٰوَدتُّهُۥ عَن نَّفْسِهِۦ فَٱسْتَعْصَمَ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَآ ءَامُرُهُۥ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِّنَ ٱلصَّٰغِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغى وويل: دا هماغه كس دى چې تاسو پرې ملامتولم، او يقيناً د هغه د جلبولو هڅه مې كړې وه خو ځان يې وساتلو، او بيا هم كه هغه څه ونه كړي چې زه ورته امر كوم، حتماً به بندي او خوار ذليل كړى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ ٱلسِّجْنُ أَحَبُّ إِلَىَّ مِمَّا يَدْعُونَنِىٓ إِلَيْهِ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّى كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ ٱلْجَٰهِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يوسف وويل: زما ربه دا بندې كېدل ماته له هغه څه ډېر غوره دي كوم ته چې مې دوى وربولي او كه ته د هغوى چل (مکر) له ما بل خوا و نه ګرځوې نو زه به ميلان ور وكړم او بيا به له جاهلانو اوسم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱسْتَجَابَ لَهُۥ رَبُّهُۥ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو خپل رب يې دعا قبوله کړه او د هغوى چلونه يې ترې وګرځول، بې شكه هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّنۢ بَعْدِ مَا رَأَوُا۟ ٱلْـَٔايَٰتِ لَيَسْجُنُنَّهُۥ حَتَّىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا هغوى ته دا (رايه) څرګنده شوه وروسته له دې چې څه نښانې يې وليدې چې تر يو مهاله يې خامخا بندي كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَدَخَلَ مَعَهُ ٱلسِّجْنَ فَتَيَانِ قَالَ أَحَدُهُمَآ إِنِّىٓ أَرَىٰنِىٓ أَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ ٱلْـَٔاخَرُ إِنِّىٓ أَرَىٰنِىٓ أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِى خُبْزًا تَأْكُلُ ٱلطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِۦٓ إِنَّا نَرَىٰكَ مِنَ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له ده سره بندې خانې ته دوه نور زلمي هم ننوتل، يو كس له هغو نه وويل: ما په خوب كې وليدل چې شراب زبېښم، بل وويل او ما وليدل چې په سر مې ډوډۍ اېښې وړم او مرغان يې خوري، موږ يې په معنا خبر كړه، يقيناً ته له ښو خلكو راته ښكاري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَا يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِۦٓ إِلَّا نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِۦ قَبْلَ أَن يَأْتِيَكُمَا ذَٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِى رَبِّىٓ إِنِّى تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ كَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يوسف وويل: كوم خواړه چې دركول كيږى د هغه له راتګ څخه مخکې به يې تاسو په معنا خبر كړم دا له هغې پوهې څخه ده چې ما ته خپل رب راښوولې ده، بې شكه ما د هغو خلكو دين پريښى چې پر الله ايمان نه راوړي او همدوى له آخرته هم منكر دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّبَعْتُ مِلَّةَ ءَابَآءِىٓ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ مَا كَانَ لَنَآ أَن نُّشْرِكَ بِٱللَّهِ مِن شَىْءٍ ذَٰلِكَ مِن فَضْلِ ٱللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ما د خپلو پلرونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب د دين پېروي كړې، موږ ته نه ښايي چې الله سره كوم شى شريک وګڼو دا پر موږ او نورو (ټولو) خلكو د الله يو فضل دى خو زياتره خلک شكر نه باسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰصَٰحِبَىِ ٱلسِّجْنِ ءَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ ٱللَّهُ ٱلْوَٰحِدُ ٱلْقَهَّارُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى زما د زندان ملګرو! آيا ډېر بېلا بېل معبودان غوره دي كه هماغه يو برلاسى الله؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ أَسْمَآءً سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَٰنٍ إِنِ ٱلْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّآ إِيَّاهُ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسو د الله تعالی پرته د بل شي عبادت نه کوئ مګر هسې نومونه دي چې تاسو او ستاسو پلرونو پرې ایښې دي الله تعالی پرې کوم دلیل نه دی نازل کړی، پرېکړه له هغه پرته د بل چا نده، امر يې كړى چې له هغه پرته د بل هيچا عبادت مه کوئ، همدا سم دين دى خو زياتره خلک نه پوهېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰصَٰحِبَىِ ٱلسِّجْنِ أَمَّآ أَحَدُكُمَا فَيَسْقِى رَبَّهُۥ خَمْرًا وَأَمَّا ٱلْـَٔاخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ ٱلطَّيْرُ مِن رَّأْسِهِۦ قُضِىَ ٱلْأَمْرُ ٱلَّذِى فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى زما د زندان دوه ملګرو ستاسو يو تن به خپل رب (د مصر باچا) باندې شراب څښي، او دا بل به په سولۍ (دار) كړى شي نو مرغان به يې (غوښې) له سر څخه خوري، هغه كار فيصله شوى دى چې تاسو یې له ما پوښتنه كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ لِلَّذِى ظَنَّ أَنَّهُۥ نَاجٍ مِّنْهُمَا ٱذْكُرْنِى عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَىٰهُ ٱلشَّيْطَٰنُ ذِكْرَ رَبِّهِۦ فَلَبِثَ فِى ٱلسِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه كس ته یې وویل چې ګومان يې كولو چې بچ كېدونكى دى له دوی دواړه څخه: خپل رب (د مصر باچا) ته دې زما يادونه وكړه خو خپل رب ته د هغه وريادول ترې شيطان هېر كړل، نو دى په زندان كې څو كاله (نور هم) پاتې شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلْمَلِكُ إِنِّىٓ أَرَىٰ سَبْعَ بَقَرَٰتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنۢبُلَٰتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٍ يَٰٓأَيُّهَا ٱلْمَلَأُ أَفْتُونِى فِى رُءْيَٰىَ إِن كُنتُمْ لِلرُّءْيَا تَعْبُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او باچا وويل: ما په خوب كې وليدل چې اووه څربې غواوې دي چې اووه خوارې غواوې يې خوري او اووه شنه وږي او نور وچ، ای درباريانو! ما ته مې د خوب معنا وكړئ كه تاسو د خوب تعبیر كولى شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَضْغَٰثُ أَحْلَٰمٍ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ ٱلْأَحْلَٰمِ بِعَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل دا خو ګډوډ خيالي خوبونه دي او موږ د ګډوډو خيالي خوبونو په معنا نه پوهېږو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِى نَجَا مِنْهُمَا وَٱدَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَا۠ أُنَبِّئُكُم بِتَأْوِيلِهِۦ فَأَرْسِلُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هماغو دوو نه چې كوم كس بچ شوى و او هغه ته له ډېرې مودې وروسته ورياد شو، وويل: زه به مو د دې په تعبیر خبر كړم نو ما واستوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُوسُفُ أَيُّهَا ٱلصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِى سَبْعِ بَقَرَٰتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنۢبُلَٰتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٍ لَّعَلِّىٓ أَرْجِعُ إِلَى ٱلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يوسفه! اې رښتينيه! موږ ته حكم راكړه په اوو څربو غواګانو كې چې اوه خوارې يې خوري او اوه شنو وږو او نورو وچو كې، ښايي زه هغو خلكو ته ورستون شم د دې لپاره چې دوى وپوهېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِى سُنۢبُلِهِۦٓ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّا تَأْكُلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ويې ويل: اوه كاله به تاسي پرله پسې په كرهڼه بوخت ياست، نو څه مو چې لو كړل هغه (ټول) په خپل وږي كې پرېږدئ، پرته له هغه چې تاسو يې خورئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ يَأْتِى مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّا تُحْصِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به له دې وروسته اوه كلونه ډېر سخت راشي چې ټول هغه څه به پكې وخوړل شي كوم چې تاسو ورته ساتلي و پرته له هغه چې تاسو يې (تخم لپاره) ساتئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ يَأْتِى مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ ٱلنَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا له دى وروسته يو بل كال راځي چې په هغه كې به (بارانونو سره) د خلكو فرياد واورېدل شي او په هغه كې به وزبېښي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلْمَلِكُ ٱئْتُونِى بِهِۦ فَلَمَّا جَآءَهُ ٱلرَّسُولُ قَالَ ٱرْجِعْ إِلَىٰ رَبِّكَ فَسْـَٔلْهُ مَا بَالُ ٱلنِّسْوَةِ ٱلَّٰتِى قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّى بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او باچا وويل: هغه ماته راولئ، خو كله چې استازى ورغلو ويلې خپل رب (باچا) ته دې بېرته ورشه، ويې پوښته چې د هغو ښځو څه حالت و چې خپل لاسونه يې غوڅ كړي وو؟ بې شكه زما رب د هغوى په مكارۍ ډېر ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَٰوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِۦ قُلْنَ حَٰشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوٓءٍ قَالَتِ ٱمْرَأَتُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْـَٰٔنَ حَصْحَصَ ٱلْحَقُّ أَنَا۠ رَٰوَدتُّهُۥ عَن نَّفْسِهِۦ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center باچا وويل: (ای ښځو) ستاسو څه حال و كله چې د يوسف د ځان غوښتلو هڅه مو كړې وه؟ ټولو ښځو وويل: الله لره پاكي ده، موږ خو د هغه په هېڅ بدۍ نه يو پوه شوي؛ د عزيز ښځې وويل: اوس حق څرګند شو، ما هغه نه د هغه ځان غوښتلی و، او هغه بې شكه له ریښتينو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّى لَمْ أَخُنْهُ بِٱلْغَيْبِ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى كَيْدَ ٱلْخَآئِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا له دې کبله چې وپوهيږي (عزيز) چې ما په غياب كې هم له ده سره خيانت نه دى كړى، او دا چې بې شکه الله د خيانت ګرو چلونه د بري په لاره نه سموي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أُبَرِّئُ نَفْسِىٓ إِنَّ ٱلنَّفْسَ لَأَمَّارَةٌۢ بِٱلسُّوٓءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّىٓ إِنَّ رَبِّى غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زه د خپل نفس پاكي نه وايم، نفس خو خامخا پر بدۍ هڅوونكى دى، پرته له هغه چې زما رب ورباندې رحم وكړي، بې شکه زما رب بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلْمَلِكُ ٱئْتُونِى بِهِۦٓ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِى فَلَمَّا كَلَّمَهُۥ قَالَ إِنَّكَ ٱلْيَوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او باچا وويل: هغه ماته راولئ چې ځان ته یې یوازې کړم، نو كله چې ورسره وغږېده ویې ویل: نن ته موږ سره د ډاډ وړ قدرمن یې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱجْعَلْنِى عَلَىٰ خَزَآئِنِ ٱلْأَرْضِ إِنِّى حَفِيظٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (يوسف) وويل: (ښه نو) ما د ځمكې پر خزانو وټاكه، زه ډېر پوه ساتونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِى ٱلْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَآءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَآءُ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په همدې توګه مو يوسف ته په ځمكه كې ځاى وركړ، چې كوم ځاى به يې خوښ و، هلته به اوسېدلو، چاته مو چې خوښه وي (همدغه شان) خپل رحمت ور رسوو او موږ د نېكانو بدله نه ضايع كوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَأَجْرُ ٱلْـَٔاخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د اّخرت بدله خامخا هغو كسانو ته ډېره غوره ده چې ايمان يې راوړى او ځان به يې (له ګناه) ساتلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَآءَ إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُوا۟ عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُۥ مُنكِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د يوسف ورونه راغلل او پرې ورننوتل نو هغه دوى وپېژندل خو دوى د يوسف سره نا اشنا وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ قَالَ ٱئْتُونِى بِأَخٍ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ أَلَا تَرَوْنَ أَنِّىٓ أُوفِى ٱلْكَيْلَ وَأَنَا۠ خَيْرُ ٱلْمُنزِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې یې دوى ته خپل سامان چمتو كړ، ویې ويل: خپل مېرنى ورور مو ماته راولئ، نه ګورئ چې زه پوره پيمانه دركوم او غوره ميلمه پال يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِن لَّمْ تَأْتُونِى بِهِۦ فَلَا كَيْلَ لَكُمْ عِندِى وَلَا تَقْرَبُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه هغه مو رانه وستلو بيا نو ماسره ستاسو لپاره نه پيمانه شته او نه به ماته نږدې راځئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ سَنُرَٰوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَٰعِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى وويل: موږ به يې له پلاره غوښتنه وكړو او خامخا د دې كار كوونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ لِفِتْيَٰنِهِ ٱجْعَلُوا۟ بِضَٰعَتَهُمْ فِى رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَآ إِذَا ٱنقَلَبُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خپلو مريانو ته يې وويل چې د دوى پانګه بېرته په خپلو څټو (بارونو) كې ورته واچوئ، ښايې دوى يې وپېژني كله چې خپل كور ته ورګرځي او بيا هم راستانه شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا رَجَعُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَبِيهِمْ قَالُوا۟ يَٰٓأَبَانَا مُنِعَ مِنَّا ٱلْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَآ أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې خپل پلار ته ورستانه شول ويلې اى زموږ پلاره! موږ نه پيمانه ايساره كړی شوې ده نو ورور مو راسره واستوه چې پيمانه واخلو او موږ خامخا د هغه ساتونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ هَلْ ءَامَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَآ أَمِنتُكُمْ عَلَىٰٓ أَخِيهِ مِن قَبْلُ فَٱللَّهُ خَيْرٌ حَٰفِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې آيا د ده په هكله هم هماغه شان باور درباندې وكړم لكه چې ړومبى مې د ده د ورور په هكله باور درباندې كړى و، نو الله غوره ساتونكى او هماغه تر ټولو زيات رحم كوونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا فَتَحُوا۟ مَتَٰعَهُمْ وَجَدُوا۟ بِضَٰعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ قَالُوا۟ يَٰٓأَبَانَا مَا نَبْغِى هَٰذِهِۦ بِضَٰعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ذَٰلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې خپل سامان يې پرانستلو نو خپلې پانګې يې بياموندې چې دوى ته واپس شوي دي، هغوى وويل: پلاره نور څه غواړو؟ دغه ده زموږ پانګه چې را واپس شوې ده، نو موږ به خپل كور ته (نوره) غله هم راوړو، د خپل ورور ساتنه به كوو او يو اوښ بار به زيات راوړو، دغه پيمانه ده په آسانۍ سره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُۥ مَعَكُمْ حَتَّىٰ تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ ٱللَّهِ لَتَأْتُنَّنِى بِهِۦٓ إِلَّآ أَن يُحَاطَ بِكُمْ فَلَمَّآ ءَاتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ ٱللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يعقوب (علیه السلام) وويل هېڅكله به يې درسره ونه لېږم، تر څو چې د الله په نوم كلک لوظ رانكړئ چې خامخا به يې راته راولئ مګر دا چې ټول ګير شئ، نو كله چې هغوى كلک لوظ وركړ يعقوب (علیه السلام) وويل: موږ چې څه وايو الله پر هغه شاهد او ساتونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ يَٰبَنِىَّ لَا تَدْخُلُوا۟ مِنۢ بَابٍ وَٰحِدٍ وَٱدْخُلُوا۟ مِنْ أَبْوَٰبٍ مُّتَفَرِّقَةٍ وَمَآ أُغْنِى عَنكُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ إِنِ ٱلْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُتَوَكِّلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ورته ويې ويل: ای زامنو! ټول په يوه وره (دروازه) مه ننوځئ بلكې په بېلا بېلو دروازو ورننوځئ، او زه خو د الله له لوري هېڅ شى له تاسو نه شم ايسارولى، له الله پرته د بل چا حكم نه چليږي، پر هماغه مې بروسه ده او توكل كوونكي دې هم پر ده بروسه وكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا دَخَلُوا۟ مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِى عَنْهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ إِلَّا حَاجَةً فِى نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَىٰهَا وَإِنَّهُۥ لَذُو عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنَٰهُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې هماغسې ورننوتل څنګه چې یې پلار ورته امر كړى و، نه و چې ايسار کړي (د دوی دا تدبیر) د الله څخه هېڅ شی، خو د يعقوب (علیه السلام) په زړه كې يوه تلوسه وه چې تر سره يې كړه، او بې شکه هغه د هغې پوهې خاوند و چې موږ وركړې وه خو زياتره خلک نه پوهېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا دَخَلُوا۟ عَلَىٰ يُوسُفَ ءَاوَىٰٓ إِلَيْهِ أَخَاهُ قَالَ إِنِّىٓ أَنَا۠ أَخُوكَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې پر يوسف ورننوتل نو هغه خپل ورور ځان ته ورنږدې كړ ويلې زه ستا ورور يم نو په هغو چارو مه خفه كېږه چې دوى يې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ ٱلسِّقَايَةَ فِى رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا ٱلْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَٰرِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې یې د هغوى سامان چمتو كړ، خپل جام يې د خپل ورور په بار كې كېښود بيا يو آواز كوونكي نارې كړې چې ای كاروانيانو تاسو خامخا غله ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ وَأَقْبَلُوا۟ عَلَيْهِم مَّاذَا تَفْقِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل او مخ يې پرې راواړولو چې څه شى مو ورک دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ نَفْقِدُ صُوَاعَ ٱلْمَلِكِ وَلِمَن جَآءَ بِهِۦ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَا۠ بِهِۦ زَعِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل د باچا پيمانه مو وركه كړې ده او چا چې راوړه هغه ته د يو اوښ بار ډالۍ ده او زه ذمه وار يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ تَٱللَّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَٰرِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: په الله قسم دى موږ د دې لپاره نه يو راغلي چې په ځمكه كې فساد جوړ كړو او نه غله يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ فَمَا جَزَٰٓؤُهُۥٓ إِن كُنتُمْ كَٰذِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ویې وېلې نو سزا به يې څه وي كه تاسو دروغجن وئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ جَزَٰٓؤُهُۥ مَن وُجِدَ فِى رَحْلِهِۦ فَهُوَ جَزَٰٓؤُهُۥ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: سزا يې دا ده چې د هر چا بار كې وموندل شوه نو هغه به خپله په سزا كې ځي، ظالمانو ته همدغه شان سزا وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَآءِ أَخِيهِ ثُمَّ ٱسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَآءِ أَخِيهِ كَذَٰلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِى دِينِ ٱلْمَلِكِ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ نَرْفَعُ دَرَجَٰتٍ مَّن نَّشَآءُ وَفَوْقَ كُلِّ ذِى عِلْمٍ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د هغه د ورور له بار څخه مخکې يې د هغوى په بارونو پيل وكړ بيا يې د ورور له باره راواېستله، همداسې مو يوسف ته يو تدبير وښوده، د باچا په قانون کې (ممکن) نه و چې دی دې خپل ورور راونیسي مګر دا چې الله څه وغواړي، هر چاته مو چې خوښ شي درجې يې اوچتوو او د پوهې د هر څښتن دپاسه بل پوه شته دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُۥ مِن قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِى نَفْسِهِۦ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: كه دى غلا كوي نو ورور يې هم لا ړومبى غلا كړې وه، نو يوسف دا خبره په زړه كې پټه وساتله او ورته څرګنده يې نكړه، (پټ) يې وويل: تاسو په مرتبه كې لا ډېر بدتر ياست او الله په هغه څه ښه پوه دى چې تاسو يې بيانوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰٓأَيُّهَا ٱلْعَزِيزُ إِنَّ لَهُۥٓ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُۥٓ إِنَّا نَرَىٰكَ مِنَ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى وويل: ای عزيزه! د ده يو زوړ سپين ږيرى پلار دى نو د ده پر ځاى له موږ څخه كوم يو ونيسه، موږ دې له نېكانو څخه وينو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ مَعَاذَ ٱللَّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلَّا مَن وَجَدْنَا مَتَٰعَنَا عِندَهُۥٓ إِنَّآ إِذًا لَّظَٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يوسف وويل: الله پورې پنا غواړو له دې نه چې څوک ونيسو پرته له هغه چې خپل سامان مو ورسره موندلى دى كنه بيا خو به موږ ظالمان يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا ٱسْتَيْـَٔسُوا۟ مِنْهُ خَلَصُوا۟ نَجِيًّا قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًا مِّنَ ٱللَّهِ وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِى يُوسُفَ فَلَنْ أَبْرَحَ ٱلْأَرْضَ حَتَّىٰ يَأْذَنَ لِىٓ أَبِىٓ أَوْ يَحْكُمَ ٱللَّهُ لِى وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَٰكِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې ترې ناهيلي شول، د مشورې لپاره سره بېل شول، مشر يې وويل: آيا نه پوهېږئ چې پلار مو د الله په نامه پوخ لوظ در څخه اخيستى او هغه ړومبى مو چې د يوسف په هكله څه زياتى كړى (هغه هم درمعلوم دى) نو زه خو به له دې ځايه ولاړ نه شم څو چې پلار مې اجازه نه وي راته كړي، يا خو الله څه پرېکړه را ونكړي او هماغه ښه پرېکړه كوونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱرْجِعُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَبِيكُمْ فَقُولُوا۟ يَٰٓأَبَانَآ إِنَّ ٱبْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَآ إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَٰفِظِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پلار ته مو ورستانه شئ او ورته وواياست چې زوى دې غلا كړې ده! او موږ له هغه پرته چې راته معلوم دي د بل څه شاهدي نه وايو او نه موږ د غيبو ساتونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَسْـَٔلِ ٱلْقَرْيَةَ ٱلَّتِى كُنَّا فِيهَا وَٱلْعِيرَ ٱلَّتِىٓ أَقْبَلْنَا فِيهَا وَإِنَّا لَصَٰدِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه كلى وپوښته چې موږ پكې وو او هغه كاروان چې موږ ورسره راغلو او بې شكه موږ ريښتيني يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَأْتِيَنِى بِهِمْ جَمِيعًا إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (يعقوب علیه السلام) وويل: (نه) بلكې خپلو نفسونو مو كوم كار درته ښايسته كړى نو زه به په دې ښه صبر كوم نږدې ده چې الله دوى ټول راته راولي، بې شكه هماغه ډېر ځيرک پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَٰٓأَسَفَىٰ عَلَىٰ يُوسُفَ وَٱبْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ ٱلْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (بيا يې) ترې مخ واړولو او ويې ويل هاى د یوسف غمه! او دواړه سترګې يې له غمه سپينې شوې او دى له غم او غوسې ډک و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ تَٱللَّهِ تَفْتَؤُا۟ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّىٰ تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ ٱلْهَٰلِكِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: په الله قسم ته خو تر هغه پورې همېشه يوسف يادوې چې يا ډېر كمزورى ناروغ او يا ځان هلاك كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ إِنَّمَآ أَشْكُوا۟ بَثِّى وَحُزْنِىٓ إِلَى ٱللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ویې وېل خبره دا ده چې زه خو مې د خپل خپګان او غم فرياد يوازې الله ته كوم او د الله له خوا نه په هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰبَنِىَّ ٱذْهَبُوا۟ فَتَحَسَّسُوا۟ مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَا۟يْـَٔسُوا۟ مِن رَّوْحِ ٱللَّهِ إِنَّهُۥ لَا يَا۟يْـَٔسُ مِن رَّوْحِ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلْكَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې زما زامنو ځئ، د يوسف او د هغه د ورور پلټنه وكړئ او د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، حقيقت دا دى چې د هغه له رحمته پرته له كافرانو بل څوک نه ناهيلي كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا دَخَلُوا۟ عَلَيْهِ قَالُوا۟ يَٰٓأَيُّهَا ٱلْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا ٱلضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَٰعَةٍ مُّزْجَىٰةٍ فَأَوْفِ لَنَا ٱلْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَآ إِنَّ ٱللَّهَ يَجْزِى ٱلْمُتَصَدِّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې پر هغه ورننوتل وېلې ای عزيزه! موږ او زموږ كورنۍ ډېره كړېدلې او پانګه مو هم نيمګړې غوندې راوړې ده نو موږ ته پوره پيمانه راكړه او خيرات هم راباندې وكړه، بې شكه الله خيرات کوونكو ته بدله وركوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَٰهِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وېلې آيا هغه (کړنې) در معلومې دي چې له يوسف او د هغه له ورور سره مو وكړې، هغه وخت چې تاسو ناپوهان وئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَءِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ قَالَ أَنَا۠ يُوسُفُ وَهَٰذَآ أَخِى قَدْ مَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْنَآ إِنَّهُۥ مَن يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: آيا خامخا همدا ته يوسف يې؟ ويلې (هو) زه يوسف او دا مې ورور دى چې ریښتيا هم الله احسان راباندې كړى، بې شکه څوک چې (الله څخه) وېرېږي او صبر كوي نو بې شكه الله د نېكانو بدله نه ضايع كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ تَٱللَّهِ لَقَدْ ءَاثَرَكَ ٱللَّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَٰطِـِٔينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: قسم په الله چې خامخا الله پر موږ غوره كړى يې او بې شكه چې موږ خطا كاران وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ ٱلْيَوْمَ يَغْفِرُ ٱللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يوسف وويل: نن پر تاسو كومه پړه نشته، الله دې بخښنه درته وكړي او هماغه تر ټولو زيات لوروونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱذْهَبُوا۟ بِقَمِيصِى هَٰذَا فَأَلْقُوهُ عَلَىٰ وَجْهِ أَبِى يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِى بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زما دا كميس يوسئ او زما د پلار پرمخ يې ورواچوئ چې بېرته ليدونكى شي، او كورنۍ مو ټوله ماته راولئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا فَصَلَتِ ٱلْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّى لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلَآ أَن تُفَنِّدُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې كاروان (له مصره) را بېل شو، پلار يې (يعقوب) وويل بې شکه ما ته د يوسف بوى راځي، كه چېرې مې كم عقله نه بولئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ تَٱللَّهِ إِنَّكَ لَفِى ضَلَٰلِكَ ٱلْقَدِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى ويل: په الله قسم ته خو دې لا په هماغه زاړه سودايي توب كې يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّآ أَن جَآءَ ٱلْبَشِيرُ أَلْقَىٰهُ عَلَىٰ وَجْهِهِۦ فَٱرْتَدَّ بَصِيرًا قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّىٓ أَعْلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې زېرى وركوونكى راغى (كميس) يې د هغه پر مخ ورواچوه نو بېرته بينا شو، ویې وېل: نه مې وو درته ويلي چې زه د الله له لوري په هغه څه پوهېږم چې تاسو نه پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰٓأَبَانَا ٱسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَآ إِنَّا كُنَّا خَٰطِـِٔينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: اې زموږ پلاره زموږ د ګناهونو بخښنه راته وغواړه بې شكه موږ خطا كاران وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّىٓ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه وویل: زر به له الله څخه درته بخښنه وغواړم، بې شكه هماغه ډېر مهربان بخښونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا دَخَلُوا۟ عَلَىٰ يُوسُفَ ءَاوَىٰٓ إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ٱدْخُلُوا۟ مِصْرَ إِن شَآءَ ٱللَّهُ ءَامِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې پر يوسف ورننوتل، مور او پلار يې ځان ته ورنږدې كړل او ويې ويل: ښار ته ننوځئ كه د الله خوښه وي نو ډاډمن به اوسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى ٱلْعَرْشِ وَخَرُّوا۟ لَهُۥ سُجَّدًا وَقَالَ يَٰٓأَبَتِ هَٰذَا تَأْوِيلُ رُءْيَٰىَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّى حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بِىٓ إِذْ أَخْرَجَنِى مِنَ ٱلسِّجْنِ وَجَآءَ بِكُم مِّنَ ٱلْبَدْوِ مِنۢ بَعْدِ أَن نَّزَغَ ٱلشَّيْطَٰنُ بَيْنِى وَبَيْنَ إِخْوَتِىٓ إِنَّ رَبِّى لَطِيفٌ لِّمَا يَشَآءُ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او مور او پلار يې پر تخت پورته وخېژول او بيا ټول د هغه پر وړاندې په سجده ټيټ شول او ده وويل اې زما پلاره دا زما د هغه پخواني خوب تعبیر دی چې دا دى الله رښتيا كړ، او دا ښېګړه يې هم راسره وكړه چې كله يې زه له زندانه راووېستم او تاسو يې له بيديا راوستلئ، له هغه وروسته چې زما او د ورونو ترمنځ شيطان فساد واچولو، بې شكه زما رب د هغه څه لپاره چې غواړي يې د باریک بین تدبيرونو جوړوونكى دى، بې شکه هماغه د حكمت والا ډېر پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبِّ قَدْ ءَاتَيْتَنِى مِنَ ٱلْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِى مِن تَأْوِيلِ ٱلْأَحَادِيثِ فَاطِرَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ أَنتَ وَلِىِّۦ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ تَوَفَّنِى مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِى بِٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زما ربه! خامخا ماته دې واكمني راكړې او (اصلي معنا ته) د خبرو ورګرځولو پوهه راكړې ده، د آسمانونو او ځمكې پېدا کوونکیه! همدا ته مې په دنيا او اّخرت كې کار جوړوونكى يې، د مسلمانۍ حالت كې مې درواخلې او صالحانو سره مې يو ځاى كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوٓا۟ أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا د غيبو له خبرونو څخه ده چې تا ته يې وحي كوو، او ته خو دوى سره نه وې كله چې خبره يې راټوله او په دسيسه يې لاس پورې كړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَكْثَرُ ٱلنَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ته كه هر څومره تلوسه وكړې، زياتره خلک منونكي ندي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا تَسْـَٔلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له دوى نه خو څه بدله پرې نه غواړې، دا خو د ټولو نړيوالو لپاره له يو درس نه پرته بل څه ندى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَأَيِّن مِّنْ ءَايَةٍ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څومره نښانې دي په آسمانو او ځمكه كې چې دوى ورباندې تېريږي خو (تل) د هغو نه څنګ كوونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُم بِٱللَّهِ إِلَّا وَهُم مُّشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زياتره يې د الله منونكي نه دي مګر داسې چې شرک كوونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَأَمِنُوٓا۟ أَن تَأْتِيَهُمْ غَٰشِيَةٌ مِّنْ عَذَابِ ٱللَّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ ٱلسَّاعَةُ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اّيا لدې ډاډه دي چې د الله د عذاب كومه بلا به ورباندې راشي يا ناڅاپي ډول د قيامت ساعت چې دوى به خبر هم نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ هَٰذِهِۦ سَبِيلِىٓ أَدْعُوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا۠ وَمَنِ ٱتَّبَعَنِى وَسُبْحَٰنَ ٱللَّهِ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه: همدغه زما لاره ده چې د الله په لور بلنه كوم، هم زه او هم زما ملګري په څرګند حقيقت (روان يو) او الله لره پاكي ده او زه له مشركانو څخه نه يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُّوحِىٓ إِلَيْهِم مِّنْ أَهْلِ ٱلْقُرَىٰٓ أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَدَارُ ٱلْـَٔاخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له تا مخكې مو هم پرته له سړيو بل څوک نه وو لېږلي، چې وحي مو ورته كوله، د كليو د خلكو نه، آيا نو دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې وګوري د هغو خلكو انجام څنګه شو كوم چې دوى نه مخكې وو، او د آخرت كور خامخا د هغو خلكو لپاره ډېر غوره دى چې تقوى كوي، آيا نو عقل نه كاروئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حَتَّىٰٓ إِذَا ٱسْتَيْـَٔسَ ٱلرُّسُلُ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا۟ جَآءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّىَ مَن نَّشَآءُ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ ٱلْقَوْمِ ٱلْمُجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر دې چې پېغمبران ناهيلي شول (د خلکو له ایمان راوړلو) او (خلکو) ګومان وكړ چې دروغجن کړل شول، ناڅاپه زموږ مرسته ورته راغله نو چاته مو چې خوښه وه هغه وژغورل شول او له مجرمانو خو زموږ عذاب (هېڅكله) نه ګرځول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَقَدْ كَانَ فِى قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُو۟لِى ٱلْأَلْبَٰبِ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَىٰ وَلَٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَىْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغوى په دې كيسو كې خامخا د هوښيارانو لپاره عبرت دى، دا څه له ځانه جوړې خبرى نه دي، بلكې د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكى (نازل شوى) وو او د هر شي بېل بېل بيان او د مومنانو لپاره هدايت او رحمت دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت هود
سورت الرعد ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.