ٱللَّهُ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ وَفَرِحُوا۟ بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ إِلَّا مَتَٰعٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهر چا ته چې الله وغواړي روزي یې پراخوي او تنګوي، او هغوى (كفار) د دنيا په ژوند خوشاله شوي حال دا چې د دنيا ژوند د اخرت په مقابل كې له يوې ناچيزې متاع پرته بل هېڅ شى نه دى.