caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الأنفال الأنفال

۷۵ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۸۸

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلْأَنفَالِ قُلِ ٱلْأَنفَالُ لِلَّهِ وَٱلرَّسُولِ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَأَصْلِحُوا۟ ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله تا څخه د غنيمتونو په باب پوښتنه كوي؟ ووايه: دا غنيمتونو خو د الله او د هغه د پيغمبر دى، نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړيكې سمې كړئ او د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت وكړئ كه تاسو مومنان ياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ ٱللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُهُۥ زَادَتْهُمْ إِيمَٰنًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerرښتيني مومنان هغه دي چې د هغو زړونه د الله د ياد په اورېدلو لړزېږي او كله چې د هغو پر وړاندې د الله آيتونه لوستل كېږي نو د هغو ايمان زياتېږي او هغوى پر خپل رب اعتماد لري.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقْنَٰهُمْ يُنفِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه كسان چې لمونځ قائموي او څه چې موږ هغوی ته وركړي دي له هغو څخه (زموږ په لار كې) لګوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُمْ دَرَجَٰتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمداسې خلك حقيقي مومنان دي، دوی لپاره د هغو له رب سره لويې درجې دي، له ګناهونو څخه تېرېدنه او ډېره غوره روزي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَمَآ أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنۢ بَيْتِكَ بِٱلْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ لَكَٰرِهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerلكه چې رب دې په حقه سره له كوره راووېستې او له مومنانو يوه ډله حتماً نا خوښه وه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُجَٰدِلُونَكَ فِى ٱلْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى ٱلْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبحث کوي دوی ستا سره په حق خبره کې وروسته له دې چې (حق) ښکاره شوی و، ګویا کې دوی بوتلل کیدل مرګ ته او حال دا دې چې دوی ویني مرګ لره (ښکاره).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ يَعِدُكُمُ ٱللَّهُ إِحْدَى ٱلطَّآئِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ ٱلشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُحِقَّ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦ وَيَقْطَعَ دَابِرَ ٱلْكَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ياد كړئ هغه وخت چې الله له تاسي سره وعده كوله چې له دوو ډلو څخه به يوه تاسي ته په لاس درشي، تاسي غوښتل چې بې وسلې (كمزورې) ډله دې په لاس درشي، خو د الله اراده دا وه چې په خپلو لارښوونو سره حق ثابت وښايي او د كافرانو سټه و باسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِيُحِقَّ ٱلْحَقَّ وَيُبْطِلَ ٱلْبَٰطِلَ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُجْرِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر څو حق ثابت شي او باطل له منځه ولاړ شي، كه دا د مجرمانو لپاره څومره ناكاره هم بريښي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَٱسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّى مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ ٱلْمَلَٰٓئِكَةِ مُرْدِفِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه وخت چې كله تاسي خپل پروردګار ته فرياد كاوه، په ځواب كې هغه وفرمايل چې زه ستاسي د مرستې لپاره پرله پسې يو زر پرښتې درلېږم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا جَعَلَهُ ٱللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِۦ قُلُوبُكُمْ وَمَا ٱلنَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا هر څه الله له دې لپاره وکړل چې تاسي لپاره زيرى وي او زړونه مو پرې ډاډه شي، كه نه نو مرسته خو چې هر كله كېږي د هماغه الله له لوري كېږي، په يقيني توګه الله برلاسی او د حكمت څښتن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ يُغَشِّيكُمُ ٱلنُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِۦ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ ٱلشَّيْطَٰنِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ ٱلْأَقْدَامَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې پر تاسو يې له خپل لوري د ډاډينې لپاره پركالي راخپروله او پر تاسې يې له اسمانه اوبه راتويولې چې ورباندې پاك مو كړي، د شيطان پليتي در څخه يوسي، زړونه مو پرې قوي او پښې مو ورباندې ټينګې كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ يُوحِى رَبُّكَ إِلَى ٱلْمَلَٰٓئِكَةِ أَنِّى مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ سَأُلْقِى فِى قُلُوبِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلرُّعْبَ فَٱضْرِبُوا۟ فَوْقَ ٱلْأَعْنَاقِ وَٱضْرِبُوا۟ مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې ستا رب ملايكو ته وحې وكړه چې زه خامخا درسره (مل) يم نو هغه خلك ټينګ كړئ چې مومنان دي، زه به ډېر زر د هغو كسانو په زړونو كې وېره واچوم چې كافر شوي دي نو پر غاړو يې ووهئ او بند په بند (يا ټولې ګوتې) يې ووهئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَآقُّوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَمَن يُشَاقِقِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا ځكه چې دې خلكو له الله او د هغه له پيغمبر سره مخالفت كړې ده او څوك چې له الله او د هغه له رسول سره مخالفت کوي نو بې شكه چې الله د سخت عذاب والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكُمْ فَذُوقُوهُ وَأَنَّ لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابَ ٱلنَّارِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا ستاسي (دنيايي سزا ده) نو ويې څكئ او يقيناً (په آخرت كې) د كافرانو لپاره د اور عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا لَقِيتُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ ٱلْأَدْبَارَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې مومنانو! كله چې كافرانو سره د يو لښكر په بڼه مخامخ شئ نو هغوى ته شا مه ورګرځوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُۥٓ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍ فَقَدْ بَآءَ بِغَضَبٍ مِّنَ ٱللَّهِ وَمَأْوَىٰهُ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې په هغه ورځ شا ور اړوي پرته له دې چې د جګړې لپاره ځاى بدلونكی يا بلې ډلې سره يوځاى كېدونكى وي نو هغه د الله له لوري په يو غضب اخته شو او استوګنځى يې جهنم دى او هغه د ورګرځېدو بد ځاى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ رَمَىٰ وَلِيُبْلِىَ ٱلْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَآءً حَسَنًا إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو تاسو هغوى نه دي وژلى خو الله وژلي او تا نه دي ويشتلې هغه وخت چې ودې ويشتل بلكې الله وويشتل، او د دې لپاره چې مومنان له خپل لوري له يوې ښې ازموينې تېركړي، بې شكه الله ډېر پوه اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ مُوهِنُ كَيْدِ ٱلْكَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا وشوه، او يقيناً الله د كافرانو د چلونو كمزورى كوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن تَسْتَفْتِحُوا۟ فَقَدْ جَآءَكُمُ ٱلْفَتْحُ وَإِن تَنتَهُوا۟ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَعُودُوا۟ نَعُدْ وَلَن تُغْنِىَ عَنكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْـًٔا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(اى كفارو) كه تاسو (حقاني ډلې لپاره) برى غوښتلو نو دا دى برى درته راغلو، اوس كه تاسو (له جګړې) ايسار شوئ نو دا درته غوره ده، او كه بېرته (كفر او جګړى ته) وګرځئ نو موږ به هم در وګرځو او ستاسي ډله به هېڅ در څخه ايسار نكړى شي كه څه هم ډېره زياته وي او الله خو يقينا له مومنانو سره دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَوَلَّوْا۟ عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې مومنانو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او مخ ترې مه اړوئ حال دا چې تاسو ښه اورئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغو خلكو په شان مه كېږئ چې وويل یې: موږ واورېدل په داسې حال كې چې دوى يې نه اوري.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلصُّمُّ ٱلْبُكْمُ ٱلَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه د الله پر وړاندې تر ټولو ژوو (حيواناتو) بدتر هغه كاڼه ګونګيان خلك دي چې عقل نه كاروي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ عَلِمَ ٱللَّهُ فِيهِمْ خَيْرًا لَّأَسْمَعَهُمْ وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوا۟ وَّهُم مُّعْرِضُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه الله ته په دوى كې څه خير معلوم وى نو خامخا به يې دوی ته اورولي وو، او كه اورولي يې هم وى بيا به يې هم مخ ګرځولو او دوى به څنګ كوونكي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱسْتَجِيبُوا۟ لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ ٱلْمَرْءِ وَقَلْبِهِۦ وَأَنَّهُۥٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې مومنانو! دالله او رسول بلنه منئ كله چې تاسو هغه څه ته بلي چې ژوندي كوي مو، او پوه شئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ پرده كيږي او د هماغه لور ته به تاسي ورغونډ كړاى شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱتَّقُوا۟ فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنكُمْ خَآصَّةً وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغې فتنې ځان وساتئ چې په ځانګړې توګه به يوازې ستاسو هغو خلكو ته نه رسي چې ګناه يې كړې وي، او پوه شئ چې الله د سخت عذاب والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِى ٱلْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ ٱلنَّاسُ فَـَٔاوَىٰكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِۦ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو در ياد كړئ هغه مهال چې تاسو كمزوري كړاى شوي وئ په ځمكه كې، وېرېدئ به چې خلك به مو وتښتوي نو بيا يې تاسو ته ځاى دركړ او په خپلې مرستې يې قوت دركړ او پاكيزه شيان يې در روزي كړل، دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَخُونُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ وَتَخُونُوٓا۟ أَمَٰنَٰتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې مومنانو! الله او رسول سره خيانت مه كوئ او هم خپل امانتونه مه خيانت كوئ حال دا چې تاسو (ښه) پوهېږئ هم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَأَوْلَٰدُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پوه شئ چې بې شكه مالونه او خېلخانى (اولادونه) مو ستاسو لپاره يو ازميښت دى، او يقيناً الله سره لوى اجر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِن تَتَّقُوا۟ ٱللَّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! كه الله نه وېره وكړئ نو تاسو ته به د حق او باطل بېلولو هدايت (وجدان او رڼايې) دركړي او ګناهونه به مو ورژوي او بخښنه به درته وكړي او الله د لوى فضل خاوند دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ ٱللَّهُ وَٱللَّهُ خَيْرُ ٱلْمَٰكِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې تاته كافرانو دسيسې جوړولې چې بندي دې كړي، يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وباسي. او چلونه يې جوړول او الله هغوى ته تدبير جوړولو او الله تر ټولو غوره تدبير جوړوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُنَا قَالُوا۟ قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هَٰذَآ إِنْ هَٰذَآ إِلَّآ أَسَٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې زموږ اّيتونه پرې لوستل كيږي وايي واموورېدل، كه وغواړو موږ هم داسې ويلى شو، دا د ړومبنيو له كيسو پرته بل څه نه دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ قَالُوا۟ ٱللَّهُمَّ إِن كَانَ هَٰذَا هُوَ ٱلْحَقَّ مِنْ عِندِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةً مِّنَ ٱلسَّمَآءِ أَوِ ٱئْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې دوى وويل: اى الله! كه چېرى دا كلام حق او ستا له لوري وي نو پر موږ له اسمانه كاڼي را وواروه يا كوم (بل) دردناك عذاب را باندې راوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو حال دا چې الله يې عذابوونكى نه و تر څو چې ته پكې موجود وې او نه يې الله په هغه وخت كې عذابوونكى و چې دوى بخښنه غوښته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ ٱللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَمَا كَانُوٓا۟ أَوْلِيَآءَهُۥٓ إِنْ أَوْلِيَآؤُهُۥٓ إِلَّا ٱلْمُتَّقُونَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله به يې ولې نه عذابوي په داسې حال كې چې هغوى د مسجد حرام نه (خلك) ايساروي او دوى يې واكداران هم نه دي، واكداران خويې له متقيانو پرته بل څوك نه دي، خو زياتره يې نه پوهېږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِندَ ٱلْبَيْتِ إِلَّا مُكَآءً وَتَصْدِيَةً فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د بيت الله خواكې د دوى لمونځ خو له شپېليو او چكچكو پرته بل څه نه و، نو په دې چې تاسو كفر كولو (اوس) نو دا عذاب وڅكئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ لِيَصُدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه هغوى چې كافران شوي خپل مالونه د دې لپاره لګوي چې خلك د الله له لارې ايسار كړي، نو وبه يې لګوي خو بيا به ورباندې پښيمانتيا وي او بيا به مغلوب هم شي، او هغوى چې كافران شوي دي ټول به جهنم ته ورغونډ كړى شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِيَمِيزَ ٱللَّهُ ٱلْخَبِيثَ مِنَ ٱلطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ ٱلْخَبِيثَ بَعْضَهُۥ عَلَىٰ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُۥ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُۥ فِى جَهَنَّمَ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد دې لپاره چې الله ناپاكي له پاكۍ څخه را بېله کړي، او ځينې يې پر ځينو ور واچوي او ټول سره لاندې باندې ډېرۍ کړي، او بيا يې په جهنم كې واچوي، همدا خلك تاوانيان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِن يَنتَهُوا۟ يُغْفَرْ لَهُم مَّا قَدْ سَلَفَ وَإِن يَعُودُوا۟ فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ ٱلْأَوَّلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكافر شوو ته وايه چې: كه اوس هم راواوړي نو څه چې مخكې شوي دي هغه به ورته و بخښل شي او كه بيا ور وګرځي نو يقيناً د پخوانيو لار تېره شوې ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَٰتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ ٱلدِّينُ كُلُّهُۥ لِلَّهِ فَإِنِ ٱنتَهَوْا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تر هغه ورسره وجنګېږئ، څو چې فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي، نو كه (له فتنې) ايسار شول نو الله يې د هغو كارو چې دوى يې كوي ښه ليدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن تَوَلَّوْا۟ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَوْلَىٰكُمْ نِعْمَ ٱلْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ ٱلنَّصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه مخ يې وګرځولو نو پوه شئ چې الله يقيناً ستاسو مولا دى، ډېر ښه ساتونكى او ډېر ښه مرستندوى دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَىْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُۥ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ وَمَآ أَنزَلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا يَوْمَ ٱلْفُرْقَانِ يَوْمَ ٱلْتَقَى ٱلْجَمْعَانِ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پوه شئ! كوم شى چې تاسو ولجه كړى (په غنیمت نیولی) نو پنځمه (برخه) يې د الله، رسول، خپلوانو يتيمانو، مسكينانو او مسافرو لپاره ده، كه تاسو (رښتيا) په الله ايمان راوړى وي او په هغه څه چې موږ پر خپل بنده د فيصلې په ورځ رانازل كړي وو په هغه ورځ چې دواړه لښكرې سره مخامخ شوې، او الله په هر څه قادر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ أَنتُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلدُّنْيَا وَهُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلْقُصْوَىٰ وَٱلرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَلَوْ تَوَاعَدتُّمْ لَٱخْتَلَفْتُمْ فِى ٱلْمِيعَٰدِ وَلَٰكِن لِّيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنۢ بَيِّنَةٍ وَيَحْيَىٰ مَنْ حَىَّ عَنۢ بَيِّنَةٍ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه مهال چې تاسو د ناو په نږدې غاړه او هغوى يې په لرې غاړه (دېره) وو، حال دا چې كاروان له تاسو كوز و. او كه يو بل سره مو (د جګړې) وعده كړې وى نو خامخا به مو په وعده كې مخالفت كړى وى (خو دا پېښه شوه) د دې لپاره چې الله هغه كار ترسره كړي چې كېدونكى و، تر څو هلاكېدونكي له ښكاره دليل سره هلاك او ژوندى له څرګند حجت سره ژوندى پاتې شي او بې شكه الله خامخا پوه اورېدونكی دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ يُرِيكَهُمُ ٱللَّهُ فِى مَنَامِكَ قَلِيلًا وَلَوْ أَرَىٰكَهُمْ كَثِيرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَٰزَعْتُمْ فِى ٱلْأَمْرِ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ سَلَّمَ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې تاته الله هغوى په خوب كې كم دروښودل او كه زيات يې درښودلي وى نو خامخا بې زړه كېدلئ او په دې كار كې به مو شخړه كړې وه، خو الله ترې سلامت وساتلئ، بې شكه هغه د سينو په رازونو ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ ٱلْتَقَيْتُمْ فِىٓ أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًا وَيُقَلِّلُكُمْ فِىٓ أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله يې چې د نښتې پر مهال هغوی ستاسو په نظر كم دروښودل او تاسو يې د هغوى په نظر كې كمولئ ترڅو الله د هغه كار پرېکړه وكړي چې كېدونكى و، او ټولې چارې هماغه الله ته ورګرځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَٱثْبُتُوا۟ وَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! كله چې له كومې ډلې سره ونښلئ نو ټينګ پاتې شئ او الله ډېر يادوئ ښايې بريالي شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنَٰزَعُوا۟ فَتَفْشَلُوا۟ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَٱصْبِرُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د الله او د هغه د رسول خبره منئ او خپلو كې شخړې مه كوئ، كنه بې زړه به شئ او باد (قوت) به مو لاړ شي، او صبر كوئ، يقيناً الله صابرانو سره (مل) دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ خَرَجُوا۟ مِن دِيَٰرِهِم بَطَرًا وَرِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغو په شان مه كيږئ چې له خپلو كورو په وياړ او خلكو ته ځان ښودنې لپاره ووتل او د الله له لارې يې (خلك) ايسارول، او الله په هغو چارو چې دوى يې كوي را چاپېر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَعْمَٰلَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ ٱلْيَوْمَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَإِنِّى جَارٌ لَّكُمْ فَلَمَّا تَرَآءَتِ ٱلْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّى بَرِىٓءٌ مِّنكُمْ إِنِّىٓ أَرَىٰ مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّىٓ أَخَافُ ٱللَّهَ وَٱللَّهُ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړل او ورته ويې ويل: نن په خلكو كې څوك پر تاسي برلاسې نشته او زه هم تاسو سره مل يم خو كله چې دواړو ډلو سره وليدل نو بېرته يې په پوندو (په شا) منډې كړې او ويل يې: زه درنه بېزاريم، زه هغه څه وينم چې تاسو يې نه وينئ، زه خو الله نه وېرېږم، او الله ډېر سخت سزا وركوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ يَقُولُ ٱلْمُنَٰفِقُونَ وَٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ غَرَّ هَٰٓؤُلَآءِ دِينُهُمْ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ فَإِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې منافقانو او هغو چې په زړونو كې يې ناروغي وه، ويل: دا خلك (مومنان) خپل دين مغرور (ليوني) كړي دي، او څوك چې په الله بروسه وكړي نو بې شكه الله حكيم برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ تَرَىٰٓ إِذْ يَتَوَفَّى ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَٰرَهُمْ وَذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْحَرِيقِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه هغه كافران ووينې چې ملايكې يې روح اخلي او په مخونو او څټونو يې وهي او (ورته وايي) اوس د سوځېدو عذاب وڅكئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّٰمٍ لِّلْعَبِيدِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا (سزا) د هغه (بد عمل) له امله ده چې خپلو لاسو مو وړاندې ليږلى و، او بې شکه الله پر خپلو بندګانو ظلم كوونكى نه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerلكه د فرعونيانو او هغو نه مخكنيو خلكو په شان چې د الله آيتونه يې ونه منل نو بيا الله پر خپلو ګناهونو راونيول، بې شكه الله زورور او سخت عذاب وركوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ بِأَنَّ ٱللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَىٰ قَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا۟ مَا بِأَنفُسِهِمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا ځكه چې الله هيڅكله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې په كوم قوم يې پېرزو كړى وي تر هغه چې هغو خپله كړنلاره نه وي بدله كړي او دا چې يقيناً الله ډېر پوه اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَدَأْبِ ءَالِ فِرْعَوْنَ وَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمْ فَأَهْلَكْنَٰهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَغْرَقْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ وَكُلٌّ كَانُوا۟ ظَٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerلكه د فرعونيانو او هغو نه مخكنيو خلكو په شان چې د خپل رب آيتونه يې دروغ وګڼل نو بيا مو هغوى په خپلو ګناهونو تباه كړل او فرعونيان مو ډوب كړل او دوى ټول ظالمان وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ شَرَّ ٱلدَّوَآبِّ عِندَ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه د الله په وړاندې په خوځېدونكو مخلوقاتو كې تر ټولو بد هغه خلك دي چې كافر شوي او (بيا) ايمان نه راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ عَٰهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِى كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لَا يَتَّقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه خلك چې تا ورسره تړون كړى بيا دوى په هر ځل خپل لوز ماتوي او (الله څخه) وېره نه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِى ٱلْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه دوى په جګړه كې بيا مومې نو د دوى په واسطه هغه خلك وشړه (او وډار كړه) چې تر شا يې دي، ښايي چې هغوى عبرت واخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَٱنۢبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَآءٍ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْخَآئِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه د كوم قوم له ټګۍ وېرېږې نو (په څرګنده يې تړون) ور وغورځوه يو برابره، بې شكه الله خائنان نه خوښوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا يَحْسَبَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ سَبَقُوٓا۟ إِنَّهُمْ لَا يُعْجِزُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه خلك چې كافر شوي داسې دې نه انګېري چې هغوى (روغ) و تښتېدل، دوى هېڅكله (الله) نه شي كمزورى كولى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَعِدُّوا۟ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ ٱلْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ ٱللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُوا۟ مِن شَىْءٍ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تر خپلې وسې د هغوى (د مقابلې) لپاره ښه ځواك او روزل شوي اسونه چمتو كړئ چې په هغه سره هم د الله او هم خپل غليم ووېروئ او هغه نور (غليمان) چې تاسو يې نه پېژنئ، يو الله يې پېژني او څه چې د الله په لار كې لګوئ، اجر به يې پوره پوره دركړل شي او پر تاسو به ظلم نه كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن جَنَحُوا۟ لِلسَّلْمِ فَٱجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه هغوى سولې ته ميلان ولري نو ته هم ورته تيار شه او پر الله بروسه وكړه يقيناً هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن يُرِيدُوٓا۟ أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ ٱللَّهُ هُوَ ٱلَّذِىٓ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِۦ وَبِٱلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه دوى غواړي چې دوكه دركړي نو الله دې كافى دى، دى هماغه ذات دى چې په خپله مرسته او د مومنانو په وسيله يې ستا ملاتړ وكړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا مَّآ أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُۥ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د دوى په زړونو كې يې مينه واچوله، تا خو كه د ځمكې ټوله شتمني لګولې وى نو د هغوى په زړونو كې به دې مينه نه وه اچولې خو الله يې ترمنځ مینه واچوله، بې شكه هغه ځيرک برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَسْبُكَ ٱللَّهُ وَمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې نبي! ستا لپاره او ستا د تابعدارو مومنانو لپاره الله كافي دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ حَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ عَلَى ٱلْقِتَالِ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَٰبِرُونَ يَغْلِبُوا۟ مِا۟ئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّا۟ئَةٌ يَغْلِبُوٓا۟ أَلْفًا مِّنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای نبي! مومنان جګړې ته وهڅوه، كه له تاسو نه شل تنه صابران وي نو پر دوو سوو به برلاسي شي او كه له تاسو نه سل تنه صابران وي نو د كافرانو په زرو تنو به برلاسي وي ځكه چې هغوى داسې خلك دي چې نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلْـَٰٔنَ خَفَّفَ ٱللَّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّا۟ئَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا۟ مِا۟ئَتَيْنِ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوٓا۟ أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو اوس الله پر تاسو اساني راوسته او معلومه يې كړه چې په تاسو كې كمزورتيا ده، نو كه له تاسو نه سل تنه صابران وو پر دوو سوو به غالب شي او كه له تاسو زر تنه وو د الله په حكم به پر دوو زرو غالب شي او الله صابرانو سره (مل) دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَا كَانَ لِنَبِىٍّ أَن يَكُونَ لَهُۥٓ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِى ٱلْأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ ٱلدُّنْيَا وَٱللَّهُ يُرِيدُ ٱلْـَٔاخِرَةَ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله هېڅ نبي سره نه ښايي چې هغه سره بنديان وي تر هغه چې په ځمكه كې دښمن ښه وټكوي (وینه یې توی کړئ)، تاسو د دنيا ګټه (يا سامان) غواړئ او الله (تاسو ته) آخرت غواړي او الله حكيم برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّوْلَا كِتَٰبٌ مِّنَ ٱللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَآ أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه د الله (ازلي) ليكنه نه وى چې ړومبى شوې ده نو څه مو چې اخيستي دي په هغه سره به لوى عذاب دررسېدلى و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَكُلُوا۟ مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلَٰلًا طَيِّبًا وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو څه مو چې ولجه كړي (په غنیمت نیولي) هغه پاك حلال خورئ او الله نه وېره كوئ، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ قُل لِّمَن فِىٓ أَيْدِيكُم مِّنَ ٱلْأَسْرَىٰٓ إِن يَعْلَمِ ٱللَّهُ فِى قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِّمَّآ أُخِذَ مِنكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای نبي! هغو بنديانو ته چې ستاسو په لاس كې دي، ووايه: كه الله ته معلومه وي چې ستاسو په زړونو كې څه خير شته نو تر هغه به غوره (بدل) دركړي چې تاسو څخه اخيستل شوی او بخښنه به هم درته وكړي، او الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن يُرِيدُوا۟ خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا۟ ٱللَّهَ مِن قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه له تا سره د ټګۍ كولو خيال لري نو دوى الله سره لا مخكې ټګي كړې وه چې بيا يې (تاسو) پرې غالب كړئ او الله حكمت والا ډېر پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَٰهَدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَٰٓئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَمْ يُهَاجِرُوا۟ مَا لَكُم مِّن وَلَٰيَتِهِم مِّن شَىْءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَٰقٌ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او په مالونو او ځانونو سره يې د الله په لار كې جهاد كړى، او هغو چې ځاى وركړ او مرسته يې وكړه، دا ټول يو د بل دوستان دي او هغوى چې ايمان راوړى او هجرت يې نه دى كړى نو هغو سره ستاسو كومه دوستانه اړيكه نشته، تر څو چې هجرت يې نه وي كړى، او كه د دين په هكله درنه مرسته وغواړي نو پر تاسو يې مرسته لازمه ده، خو نه د هغو خلكو پر خلاف چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، اوالله د هغو چارو ليدونكى دى چې تاسو يې كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِى ٱلْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې كافر شوي (ټول) يو د بل دوستان دي، كه تاسو دا ونه كړئ نو په ځمكه كې به فتنه او لوى فساد وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَٰهَدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ ءَاوَوا۟ وَّنَصَرُوٓا۟ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى، او چا چې ځاى وركړى او مرسته يې كړې، همدا خلک رښتيني مومنان دي، دوى ته بخښنه او ډېره ښه روزي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنۢ بَعْدُ وَهَاجَرُوا۟ وَجَٰهَدُوا۟ مَعَكُمْ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مِنكُمْ وَأُو۟لُوا۟ ٱلْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِى كِتَٰبِ ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغو چې وروسته ايمان راوړ، هجرت يې وكړ، او تاسو سره مل يې جهاد وكړ، نو دوى هم ستاسي (له ډلې) دي، خو د خپلوۍ څښتنان د الله په كتاب كې ځينې يې پر ځينو زيات حقدار دي، بې شكه الله په هر څه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70