caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت التوبة التوبة

۱۲۹ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۱۳

بَرَآءَةٌ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦٓ إِلَى ٱلَّذِينَ عَٰهَدتُّم مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد بېزارۍ اعلان دى د الله او د هغه د پيغمبر له خوا هغو مشركانو ته چې له هغو سره تاسي تړون كړى و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَسِيحُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِى ٱللَّهِ وَأَنَّ ٱللَّهَ مُخْزِى ٱلْكَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو تاسي په ځمکه كې څلور مياشتې نور وګرځئ او پدې پوه شئ چې تاسې د الله عاجزوونكي نه ياست، او دا چې الله د کافرانو رسوا كوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَذَٰنٌ مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦٓ إِلَى ٱلنَّاسِ يَوْمَ ٱلْحَجِّ ٱلْأَكْبَرِ أَنَّ ٱللَّهَ بَرِىٓءٌ مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُۥ فَإِن تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِى ٱللَّهِ وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد الله او د هغه د رسول له لوري د حج اكبر په ورځ ټولو خلكو لپاره اعلان دی چې الله او د هغه پېغمبر له مشركانو څخه بېزار دي اوس كه تاسي توبه وباسئ نو همدا ستاسي لپاره ښه ده، او كه مخ واړوئ نو پوه شئ چې تاسي دالله بې وسه كوونكي نه ياست، او اى پېغمبره! منكرانو ته د دردناك عذاب زيرى واوروه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا ٱلَّذِينَ عَٰهَدتُّم مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنقُصُوكُمْ شَيْـًٔا وَلَمْ يُظَٰهِرُوا۟ عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوٓا۟ إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَىٰ مُدَّتِهِمْ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُتَّقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له هغو مشركانو نه چې له هغو سره تاسي تړونونه كړيدي او هغوى د خپل تړون په سرته رسولو كې له تاسي سره څه نيمګړتيا نده كړې او نه يې ستاسي پر خلاف د چا ملاتړ كړی دى، نو له داسې خلكو سره تاسي هم د تړون تر مودې پورې وفا وكړئ ځكه چې الله پرهيزګاران خوښوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِذَا ٱنسَلَخَ ٱلْأَشْهُرُ ٱلْحُرُمُ فَٱقْتُلُوا۟ ٱلْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَٱحْصُرُوهُمْ وَٱقْعُدُوا۟ لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِن تَابُوا۟ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ فَخَلُّوا۟ سَبِيلَهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې حرامې مياشتې تېرې شوې بيا نو هر ځاى چې مشركان بيامومئ وژنئ يې، ويې نيسئ، را ايساريې كړئ او په هر څارنځي كې ورته كېنئ نو كه توبه يې ووېستله، لمونځ يې ترسره كړ او زكات يې وركړ نو لار يې خوشې كړئ بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنْ أَحَدٌ مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ٱسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَٰمَ ٱللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُۥ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه له مشركانو كوم يو پناه درنه وغواړي نو پناه وركړه تر څو د الله كلام واوري، بيا يې خپل د امن ځاى ته ورسوه، دا ځكه چې دوى ناپوهه خلك دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِندَ ٱللَّهِ وَعِندَ رَسُولِهِۦٓ إِلَّا ٱلَّذِينَ عَٰهَدتُّمْ عِندَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ فَمَا ٱسْتَقَٰمُوا۟ لَكُمْ فَٱسْتَقِيمُوا۟ لَهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُتَّقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد دې مشركانو لپاره د الله او د هغه د رسول پر وړاندې څرنګه ژمنه كېداى شي؟ پرته له هغو چې تاسو د مسجد حرام خواته ژمنه ورسره كړې ده، نو ترڅو چې هغوى درسره سم وي (په ژمنه کې) تاسو هم ورسره سم اوسئ، بې شكه الله متقيان خوښوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَيْفَ وَإِن يَظْهَرُوا۟ عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا۟ فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً يُرْضُونَكُم بِأَفْوَٰهِهِمْ وَتَأْبَىٰ قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَٰسِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى به څرنګه ( ژمنه وساتي) چې كه پر تاسو يې لاس بر شي نو بيا ستاسو په هكله نه د خپلوۍ خيال ساتي او نه د تړون، تش په خوله مو خوشالوي خو زړونه يې انكار كوي او زياتره يې فاسقان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱشْتَرَوْا۟ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِهِۦٓ إِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى د الله په آيتونو لږ غوندې قيمت پېرودلى، او د هغه له لارې يې ايسارول كړي، رښتيا هم بدې چارې وې چې دوى وكړې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا يَرْقُبُونَ فِى مُؤْمِنٍ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُعْتَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى د يو مومن په باب نه خپلوۍ ته ګوري او نه ژمنې ته او همدوى (تل) تېرى كوونكي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِن تَابُوا۟ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُا۟ ٱلزَّكَوٰةَ فَإِخْوَٰنُكُمْ فِى ٱلدِّينِ وَنُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَٰتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه توبه يې ووېستله، لمونځ يې ترسره كړ، او زكات يې وركړ نو بيا خو ستاسي ديني ورونه دي او دا آيتونه هغو خلكو ته په تفصيل بيانوو چې پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن نَّكَثُوٓا۟ أَيْمَٰنَهُم مِّنۢ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا۟ فِى دِينِكُمْ فَقَٰتِلُوٓا۟ أَئِمَّةَ ٱلْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَآ أَيْمَٰنَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه له ژمنې وروسته يې بيا خپل قسمونه مات كړل او ستاسو په دين كې يې پېغورونه دركړل (عیبونه یې ولګول)، نو د كفر له (دغو) مشرانو سره وجنګېږئ، ځكه چې د هغوى د قسمونو څه اعتبار نشته ښايي (په دې توګه) هغوى را ايسار شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَا تُقَٰتِلُونَ قَوْمًا نَّكَثُوٓا۟ أَيْمَٰنَهُمْ وَهَمُّوا۟ بِإِخْرَاجِ ٱلرَّسُولِ وَهُم بَدَءُوكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ أَتَخْشَوْنَهُمْ فَٱللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا له هغو خلكو سره به ولې نه جنګېږئ چې خپل قسمونه يې مات كړي او (له وطنه يې) د رسول (صلی الله علیه وسلم) د وېستلو قصد كړى و، او همدوى له تاسو سره (د جنګ) لومړني پيل كوونكي دي، آيا له هغوى وېرېږئ، نو الله ډېر لايق دى چې ترې وډار شئ كه تاسو رښتيني مومنان ياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَٰتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ ٱللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله هغو سره وجنګېږئ، الله به ستاسي په لاسونو هغوى ته سزا وركړي او هغوى به ذليل او خوار كړي او د هغو په مقابل كې به ستاسي مرسته وكړي او د ډېرو مومنانو زړونه به يخ كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيُذْهِبْ غَيْظَ قُلُوبِهِمْ وَيَتُوبُ ٱللَّهُ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغوى د زړونو تاو به ايسته كړي او چاته يې چې خوښه شي د توبې توفيق به هم وركړي، الله په هر څه پوهېدونكى حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تُتْرَكُوا۟ وَلَمَّا يَعْلَمِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ جَٰهَدُوا۟ مِنكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَا رَسُولِهِۦ وَلَا ٱلْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً وَٱللَّهُ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا تاسي دا ګڼلې ده چې همداسې به پريښودل شئ پداسې حال كې چې تر اوسه پورې خو الله دا نده څرګنده كړې چې له تاسي نه څوك هغه كسان دي چې هغوى (د هغه په لاره كې) سرښندنه وكړه او له الله او پېغمبر او مومنانو څخه پرته يې څوك صميمي دوست ونه نيوه، تاسي چې څه كوئ الله ورڅخه خبر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَن يَعْمُرُوا۟ مَسَٰجِدَ ٱللَّهِ شَٰهِدِينَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِم بِٱلْكُفْرِ أُو۟لَٰٓئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَٰلُهُمْ وَفِى ٱلنَّارِ هُمْ خَٰلِدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمشركانو سره نه ښايي چې د الله جوماتونه ودان كړي, حال دا چې خپله پر ځانونو د كفر شاهدي وايي، د هغوى عملونه خو ضايع شوي او تل ترتله به په اور كې اوسېدونكي وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَٰجِدَ ٱللَّهِ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَأَقَامَ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَى ٱلزَّكَوٰةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا ٱللَّهَ فَعَسَىٰٓ أُو۟لَٰٓئِكَ أَن يَكُونُوا۟ مِنَ ٱلْمُهْتَدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخبره داده چې د الله جوماتونه يوازې هغه څوك ودانوي چې په الله او د آخرت په ورځ ايمان لري، لمونځ ترسره كوي، زكات وركوي او الله نه پرته، له بل چا نه وېريږي، نو هيله ده چې همدا كسان به له سمه لار موندونكو څخه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ ٱلْحَآجِّ وَعِمَارَةَ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ كَمَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَجَٰهَدَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا يَسْتَوُۥنَ عِندَ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا حاجيانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ودانول مو د هغه چا (له كار) سره برابر ګڼلي چې په الله او د آخرت په ورځ يې ايمان راوړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى؟ د الله پر وړاندې خو نه دي برابر او الله ظالمانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَهَاجَرُوا۟ وَجَٰهَدُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ أَعْظَمُ دَرَجَةً عِندَ ٱللَّهِ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې ايمان راوړى، هجرت يې كړى او په مالونو او ځانونو يې د الله په لار كې جهاد كړى، د الله په وړاندې خو د هماغو درجه لوړه ده او همدوى بريالي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوَٰنٍ وَجَنَّٰتٍ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُّقِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغوى رب دوى ته د خپل رحمت، خوښۍ او داسې جنتونو زېرى وركوي چې هلته به ورته همېشني نعمتونه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا إِنَّ ٱللَّهَ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتل به پكې اوسېدونكي وي تر ابده، بې شكه الله سره لوى اجر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوٓا۟ ءَابَآءَكُمْ وَإِخْوَٰنَكُمْ أَوْلِيَآءَ إِنِ ٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْكُفْرَ عَلَى ٱلْإِيمَٰنِ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! خپل پلرونه او ورونه هم دوستان مه نيسئ كه هغوى كفر تر ايمانه زيات خوښوي، او له تاسو نه چې څوك له هغو سره دوستي كوي نو هماغه خلک ظالمان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ إِن كَانَ ءَابَآؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ وَإِخْوَٰنُكُمْ وَأَزْوَٰجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَٰلٌ ٱقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَٰرَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَٰكِنُ تَرْضَوْنَهَآ أَحَبَّ إِلَيْكُم مِّنَ ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَجِهَادٍ فِى سَبِيلِهِۦ فَتَرَبَّصُوا۟ حَتَّىٰ يَأْتِىَ ٱللَّهُ بِأَمْرِهِۦ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَٰسِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: كه پلرونه مو، زامن مو، ورونه مو، مېرمنې مو، خپلوان مو، هغه مالونه چې ګټلي مو دي، هغه سوداګري چې تاسو يې له ناچل کېدلو وېريږئ او هغه كورونه مو چې (ډېر) يې خوښوئ، تر الله، رسول يې، او د هغه په لار كې تر جهاد كولو درته غوره وي نو بيا تر هغه صبر وكړئ چې الله خپله فيصله درته را وړي او الله فاسقانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَقَدْ نَصَرَكُمُ ٱللَّهُ فِى مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْـًٔا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ ٱلْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه الله په ډېرو ځايونو كې ستاسو مرسته كړې او د حنين په ورځ هم چې خپل ډېروالي غره كړي وئ، خو هېڅ شى يې درنه ايسار نه كړ او ځمكه له خپلې پراخۍ سره سره در باندې تنګه شوه بيا مو شا كړه وتښتېدئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ أَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَعَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلْكَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا الله پر خپل رسول او مومنانو خپله ډاډينه را نازله كړه او هغه لښكر يې راكوز كړ چې تاسو نه ليدلو او كافرانو ته يې سزا وركړه او د كافرانو لپاره همدا بدله ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ يَتُوبُ ٱللَّهُ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا به الله توبه قبوله كړي چاته يې چې خوښه شي او الله بخښونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّمَا ٱلْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلَا يَقْرَبُوا۟ ٱلْمَسْجِدَ ٱلْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَٰذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦٓ إِن شَآءَ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! مشركان ناولي دى نو له سږكال وروسته دې مسجد حرام ته نه ورنږدې كيږي او كه له تنګلاسۍ وېرېږئ نو كه د الله خوښه شوه ډېر زر به مو له خپله فضله شتمن كړي، بې شكه الله پوه د حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَٰتِلُوا۟ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ ٱلْحَقِّ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ حَتَّىٰ يُعْطُوا۟ ٱلْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَٰغِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد اهل كتابو له هغو کسانو سره وجنګېږئ چې په الله او اّخرت ورځ ايمان نه راوړي، هغه څه چې الله او رسول يې حرام كړي حرام نه ګڼي او حق دين خپل دين نه ګرځوي، تر هغه پورې (ورسره جنګيږئ) چې په خپل لاس جزيه وركړي او دوى ذليلان وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَتِ ٱلْيَهُودُ عُزَيْرٌ ٱبْنُ ٱللَّهِ وَقَالَتِ ٱلنَّصَٰرَى ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ ٱللَّهِ ذَٰلِكَ قَوْلُهُم بِأَفْوَٰهِهِمْ يُضَٰهِـُٔونَ قَوْلَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَبْلُ قَٰتَلَهُمُ ٱللَّهُ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو يهودو وويل: عزير د الله زوى دى او نصرانيانو وويل چې مسيح د الله زوى دى دا د دوى په خولو كې (باطلې) خبرې دي، د هغو خلكو له خبرو سره ورته والی لري چې له دوى ړومبي كافران شوي وو، الله دې دوى تباه كړي څرنګه له حقه اړول كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱتَّخَذُوٓا۟ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَٰنَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَٱلْمَسِيحَ ٱبْنَ مَرْيَمَ وَمَآ أُمِرُوٓا۟ إِلَّا لِيَعْبُدُوٓا۟ إِلَٰهًا وَٰحِدًا لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَٰنَهُۥ عَمَّا يُشْرِكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخپل عالمان او عابدان يې ځان ته له الله پرته خدايان نيولي او همدارنګه د مريمى زوى مسيح (يې هم په خدایۍ نيولى) او حال دا چې دوى د يو الله له عبادت پرته په بل څه نه وو ګمارل شوي، له هغه پرته خو كوم بل معبود نشته، له هغه څه پاک دى چې دوى يې ورسره شريكوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُرِيدُونَ أَن يُطْفِـُٔوا۟ نُورَ ٱللَّهِ بِأَفْوَٰهِهِمْ وَيَأْبَى ٱللَّهُ إِلَّآ أَن يُتِمَّ نُورَهُۥ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْكَٰفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى غواړي چې دالله رڼا د خپلو خولو (پوكيو) سره مړه كړي او الله د خپلې رڼا له بشپړولو پرته بل څه نه مني كه څه هم كافران (دا كار) بد وګڼي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلْهُدَىٰ وَدِينِ ٱلْحَقِّ لِيُظْهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُشْرِكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدى هماغه ذات دى چې خپل رسول یې له هدايت او حق دين سره دې لپاره راولېږلو چې پر ټولو دينونو يې برلاسى كړي، كه څه هم مشركانو ته بد وبريښي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ ٱلْأَحْبَارِ وَٱلرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلْبَٰطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ يَكْنِزُونَ ٱلذَّهَبَ وَٱلْفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! واقعاً چې (د اهل كتابو) زياتره عالمان او پيران په ناروا توګه د خلكو مالونه خوري او د الله له لارې ايسارول كوي، او هغو خلكو ته هم د دردناكې سزا زېرى وركړه چې سره او سپين ذخيره كوي او د الله په لار كې يې نه لګوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ يُحْمَىٰ عَلَيْهَا فِى نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَىٰ بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَٰذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنفُسِكُمْ فَذُوقُوا۟ مَا كُنتُمْ تَكْنِزُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه هغه ورځ چې دغه خزانې به د دوزخ په اور سرې شي بيا به يې تندي، اړخونه او شاګانې پرې داغل كيږي، (ورته وبه ويل شي) دا ده هماغه خزانه چې تاسو خپلو ځانونو ته راغونډه كړې وه (اوس) نو وڅكئ هغه چې تاسو ذخيره كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ عِدَّةَ ٱلشُّهُورِ عِندَ ٱللَّهِ ٱثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِى كِتَٰبِ ٱللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ مِنْهَآ أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا۟ فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ وَقَٰتِلُوا۟ ٱلْمُشْرِكِينَ كَآفَّةً كَمَا يُقَٰتِلُونَكُمْ كَآفَّةً وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُتَّقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه حقيقت كې د الله پر وړاندي د مياشتو شمېر دولس دى د الله په كتاب كې، له هغې ورځي چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، له هغو نه څلور حرامې (میاشتې) دي، همدا سم دين دى، نو په دغو كې پر خپلو ځانونو ظلم مه كوئ، او تاسو ټول له مشركانو سره وجنګېږئ لكه څرنګه چې هغوى ټول درسره جنګيږي او پوه شئ چې بې شكه الله متقيانو سره دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا ٱلنَّسِىٓءُ زِيَادَةٌ فِى ٱلْكُفْرِ يُضَلُّ بِهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُحِلُّونَهُۥ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُۥ عَامًا لِّيُوَاطِـُٔوا۟ عِدَّةَ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ فَيُحِلُّوا۟ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ زُيِّنَ لَهُمْ سُوٓءُ أَعْمَٰلِهِمْ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه دا (د حرامو مياشتو) تاخير په كفر كې (يو بل) زياتوالى دى، چې په دې سره هغه كسان بې لارې كيږي څوك چې كافران شوي، يو كال يې حلالوي، او بل كال يې حراموي، ترڅو د هغو (مياشتو) شمېر پوره كړي چې الله حرامې كړې، نو څه چې الله حرام كړي دوى يې حلالوي، بدې چارې يې ورته ښايسته شوې دي او الله كافرانو خلكو ته سمه لار نه ښايې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ ٱنفِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱثَّاقَلْتُمْ إِلَى ٱلْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا مِنَ ٱلْـَٔاخِرَةِ فَمَا مَتَٰعُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! په تاسو څه شوي، كله چې درته وويل شي د الله په لار كې ووځئ نو د ځمكې خواته درانه شئ؟ آيا د آخرت په مقابل كې د دنيا په ژوند خوښ ياست؟ نو د آخرت په مقابل كې خو د دنيایي ژوند سامان پرته له يو كم شي نور هېڅ نه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا تَنفِرُوا۟ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْـًٔا وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه و نه وځئ نو دردناك عذاب به دركړي او ستاسي پر ځاى به يو بل قوم راولي او الله ته به هېڅ ضرر ونه شئ رسولاى او الله خو په هر څه قادر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا تَنصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ ٱللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ثَانِىَ ٱثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِى ٱلْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَٰحِبِهِۦ لَا تَحْزَنْ إِنَّ ٱللَّهَ مَعَنَا فَأَنزَلَ ٱللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُۥ بِجُنُودٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلسُّفْلَىٰ وَكَلِمَةُ ٱللَّهِ هِىَ ٱلْعُلْيَا وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه تاسو يې مرسته ونكړئ نو الله يې هغه وخت لا مرسته كړې وه كله چې هغه كافرانو را ووېستو په داسې حال كې چې د دوو دوهم (كس) و، هغه وخت چې دواړه په سمڅه كې وو، هلته چې خپل ملګري ته يې ويل: مه خپه كېږه، يقيناً الله موږ سره دى, نو الله خپله ډاډينه ورباندې نازله كړه او په هغو لښكرو يې د ده ملاتړ وكړ چې تاسو نه وې ليدلې او د كافرانو وينا يې تيټه كړه او د الله كلمه خو ده اوچته، او الله برلاسى ځيرك دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱنفِرُوا۟ خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَٰهِدُوا۟ بِأَمْوَٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerووځئ سپك او درانه او د الله په لار كې په خپلو مالونو او سرونو جهاد وكړئ، دا ډېره درته غوره ده كه تاسو پوهېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِيبًا وَسَفَرًا قَاصِدًا لَّٱتَّبَعُوكَ وَلَٰكِنۢ بَعُدَتْ عَلَيْهِمُ ٱلشُّقَّةُ وَسَيَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ لَوِ ٱسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ يُهْلِكُونَ أَنفُسَهُمْ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّهُمْ لَكَٰذِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه چېرې ګټه نږدې او سفر منځنى (اسانه) وى نو خامخا به در پسې تللي وو، خو دا واټن (مسافه) پر دوى ډېر لرې شو او زر به په الله قسمونه وكړي چې كه موږ كولاى شواى نو خامخا به موږ درسره وتلي وو، (په دې قسمونو) خپل ځانونه خپله تباه كوي او الله خو ښه پوهېږي چې هغوى حتماً دروغجن دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

عَفَا ٱللَّهُ عَنكَ لِمَ أَذِنتَ لَهُمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكَ ٱلَّذِينَ صَدَقُوا۟ وَتَعْلَمَ ٱلْكَٰذِبِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله دې معافي درته وكړي، ولې دې (د پاتې كېدلو) اجازه وركړه؟ ترڅو رښتيني خلک هم درته څرګند شوي واى او دروغجن دې هم معلوم كړي واى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا يَسْتَـْٔذِنُكَ ٱلَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ أَن يُجَٰهِدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلْمُتَّقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه غواړي اجازه له تا څخه هغه کسان چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري له دې څخه چې جهاد وکړي په مالونو او ځانونو باندې، او الله تعالی ښه پوه دی په پرهېزګارانو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا يَسْتَـْٔذِنُكَ ٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَٱرْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِى رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخبره دا ده چې له تانه د پاتې كېدو اجازه هغه كسان غواړي چې په الله او د آخرت په ورځ ايمان نه لري او زړونو كې يې شک دى نو دوى په خپل شک كې لا لهانده ګرځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ أَرَادُوا۟ ٱلْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا۟ لَهُۥ عُدَّةً وَلَٰكِن كَرِهَ ٱللَّهُ ٱنۢبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ ٱقْعُدُوا۟ مَعَ ٱلْقَٰعِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه هغوى وتل غوښتلی نو څه چمتووالى به يې ورته كړى وو، خو د دوى پاڅون د الله خوښ نه و، نو سست يې كړل او وويل شول چې (كرار) كېنئ له ناستو سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَوْ خَرَجُوا۟ فِيكُم مَّا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا۟ خِلَٰلَكُمْ يَبْغُونَكُمُ ٱلْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّٰعُونَ لَهُمْ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِٱلظَّٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه هغوى در سره وتلي هم وى نو پرته له شرارته (فساد) به يې څه نه وو در زيات كړي او ستاسو ترمنځ به يې د فتنې اچولو لپاره منډې ترړې وهلې، او په تاسو كې د هغوى جاسوسان هم شته او الله په ظالمانو ډېر ښه عالم دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَقَدِ ٱبْتَغَوُا۟ ٱلْفِتْنَةَ مِن قَبْلُ وَقَلَّبُوا۟ لَكَ ٱلْأُمُورَ حَتَّىٰ جَآءَ ٱلْحَقُّ وَظَهَرَ أَمْرُ ٱللَّهِ وَهُمْ كَٰرِهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerحقيقتاً دوى ړومبى هم فتنې غوښتې دي او ستا د ضرر لپاره يې ډېر تدبيرونه اړولي را اړولي وو ترڅو چې حق راغى او د الله كار سرته ورسېد او دوى ناخوښه وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ ٱئْذَن لِّى وَلَا تَفْتِنِّىٓ أَلَا فِى ٱلْفِتْنَةِ سَقَطُوا۟ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌۢ بِٱلْكَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له دوى نه ځينې لا وايي چې ماته اجازه راكړه او په فتنه مې مه اخته كوه، خبردار! دوى خو لا ړومبى فتنه كې لوېدلي دي، او يقيناً جهنم له كافرانو راچاپېر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُوا۟ قَدْ أَخَذْنَآ أَمْرَنَا مِن قَبْلُ وَيَتَوَلَّوا۟ وَّهُمْ فَرِحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه څه ښېګڼه در ورسېږى نو دوى ځوروي او كه څه مصیبت در پېښ شي نو وايي ښه ده موږ لا مخكې خپل كار جوړ كړى و، او مخ واړوي او دوى (ښه) خوشاله وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُل لَّن يُصِيبَنَآ إِلَّا مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَىٰنَا وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته وايه: له هغه څه پرته چې الله راته ليكلي، بل څه به را ونه رسي، هماغه مو چارواكى دى، او مومنان دې پر هماغه الله بروسه وکړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَآ إِلَّآ إِحْدَى ٱلْحُسْنَيَيْنِ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَن يُصِيبَكُمُ ٱللَّهُ بِعَذَابٍ مِّنْ عِندِهِۦٓ أَوْ بِأَيْدِينَا فَتَرَبَّصُوٓا۟ إِنَّا مَعَكُم مُّتَرَبِّصُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: آيا موږ ته بل د څه شي انتظار كوئ پرته له دې چې په دوو ښېګڼو كې يوه خو به را رسي؟ او حال دا چې موږ تاسو ته دا انتظار كوو چې يا به الله له خپل لوري كومه سزا دركړي او يا زموږ په لاسونو، نو انتظار كوئ موږ هم درسره انتظار كوونكي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ أَنفِقُوا۟ طَوْعًا أَوْ كَرْهًا لَّن يُتَقَبَّلَ مِنكُمْ إِنَّكُمْ كُنتُمْ قَوْمًا فَٰسِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: كه (مال) په ښه زړه لګوئ يا په ناخوښۍ سره خو درنه قبليږي به نه، يقيناً تاسو يو فاسق قوم ياست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا مَنَعَهُمْ أَن تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَٰتُهُمْ إِلَّآ أَنَّهُمْ كَفَرُوا۟ بِٱللَّهِ وَبِرَسُولِهِۦ وَلَا يَأْتُونَ ٱلصَّلَوٰةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَىٰ وَلَا يُنفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَٰرِهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغوى د لګول شوو مالونو د نه قبلېدو وجه له دې پرته بل څه نه ده چې هغوى په الله او رسول كافران شوي، او لمانځه ته نه راځي مګر په لټۍ (زړه نا زړتوب) او خيرات نه كوي مګر په ناخوښۍ سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَٰلُهُمْ وَلَآ أَوْلَٰدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَٰفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د دوى مالونه او خېلخانې دې حيران نه كړي، په حقيقت كې الله غواړي چې په دې سره يې هم په دنيايي ژوند كې وځوروي او هم يې په داسې حالت كې ساګانې وخېژي چې دوى كافران وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ إِنَّهُمْ لَمِنكُمْ وَمَا هُم مِّنكُمْ وَلَٰكِنَّهُمْ قَوْمٌ يَفْرَقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى په الله قسمونه كوي چې تاسو سره دي، حال دا چې له تاسو سره نه دي خو دوى داسې خلک دي چې (تاسو نه) ډاريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَـًٔا أَوْ مَغَٰرَٰتٍ أَوْ مُدَّخَلًا لَّوَلَّوْا۟ إِلَيْهِ وَهُمْ يَجْمَحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه هغوى څه پټونې، سمڅې يا (كوم بل) د ننوتلو ځاى موندلاى نو په منډه منډه به ورګرځېدلي وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنْهُم مَّن يَلْمِزُكَ فِى ٱلصَّدَقَٰتِ فَإِنْ أُعْطُوا۟ مِنْهَا رَضُوا۟ وَإِن لَّمْ يُعْطَوْا۟ مِنْهَآ إِذَا هُمْ يَسْخَطُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځينې يې د خيراتونو په (وېش) كې پر تا عيب وايي، نو كه څه برخه ترې وركړې شي، خوشاله شي او كه ترې ورنه كړى شي نو سمدستي بيا غوسه كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ أَنَّهُمْ رَضُوا۟ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَقَالُوا۟ حَسْبُنَا ٱللَّهُ سَيُؤْتِينَا ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ وَرَسُولُهُۥٓ إِنَّآ إِلَى ٱللَّهِ رَٰغِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه دوى په هغه څه رضا شوي وى چې الله او رسول يې وركړي دي او ويلي يې وى چې الله زموږ لپاره كافي دى هغه به له خپل فضله څه راكړي او د هغه رسول به هم څه (برخه) راكړي، بې شكه موږ د هماغه الله په لور رغبت (تمه) كوونكي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا ٱلصَّدَقَٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَٱلْعَٰمِلِينَ عَلَيْهَا وَٱلْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِى ٱلرِّقَابِ وَٱلْغَٰرِمِينَ وَفِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخبره دا ده چې دا خيراتونه خو يوازې د فقيرانو، بې وزلو، په هغو (كې) كاركوونكو، هغوى چې په زړونو كې يې الفت اچولى شي، مريانو (ازادولو)، پوروړو، د الله په لار كې (مصروفو) او مسافرو لپاره دي، دا د الله له لوري يوه فريضه ده او الله ډېر ځيرک پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنْهُمُ ٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ ٱلنَّبِىَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَّكُمْ يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَٱلَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ ٱللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځينې يې بيا پيغمبر ځوروي او وايي چې دى خو ټول (غوږونه) دى (د هر چا هره خبر اوري او مني)، ورته وايه هغه ستاسي د ښېګڼې اورېدونكى دى، په الله ايمان لري او په مومنانو باور كوي او له تاسو نه چې څوک ايمان لري د هغو لپاره (يو مخ) رحمت دى، او هغه كسان چې د الله رسول ځوروي د هغوى لپاره دردناک عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ لَكُمْ لِيُرْضُوكُمْ وَٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ أَحَقُّ أَن يُرْضُوهُ إِن كَانُوا۟ مُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتاسو ته په الله قسمونه كوي څو مو راضي كړي، حال دا چې كه دوى رښتيني مومنان وي نو الله او رسول يې د دې ډېر وړ دى چې راضي يې كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ يَعْلَمُوٓا۟ أَنَّهُۥ مَن يُحَادِدِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَأَنَّ لَهُۥ نَارَ جَهَنَّمَ خَٰلِدًا فِيهَا ذَٰلِكَ ٱلْخِزْىُ ٱلْعَظِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا دوى ته نه ده معلومه چې څوک الله او د هغه رسول سره مقابله كوي نو د هغه لپاره د جهنم اور دى، تلپاتې په هغه كې، دا لويه رسوايي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَحْذَرُ ٱلْمُنَٰفِقُونَ أَن تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ تُنَبِّئُهُم بِمَا فِى قُلُوبِهِمْ قُلِ ٱسْتَهْزِءُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ مُخْرِجٌ مَّا تَحْذَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا منافقان وېريږي چې پر دوى (مسلمانانو) به يو داسې سورت نازل شي چې د دې منافقانو د زړه له رازونو به يې خبر كړي، ورته وايه: همداسې ملنډې وهئ! يقيناً الله د هغه څه را څرګندونكى دى چې تاسو ترې وېرېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَئِن سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِٱللَّهِ وَءَايَٰتِهِۦ وَرَسُولِهِۦ كُنتُمْ تَسْتَهْزِءُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه ويې پوښتې نو خامخا به وايي چې موږ خو هسې مجلس او لوبې كولې، ورته ووايه ښه نو په الله او د هغه په آيتونو او رسول يې تاسي مسخرې كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا تَعْتَذِرُوا۟ قَدْ كَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَٰنِكُمْ إِن نَّعْفُ عَن طَآئِفَةٍ مِّنكُمْ نُعَذِّبْ طَآئِفَةًۢ بِأَنَّهُمْ كَانُوا۟ مُجْرِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاوس عذرونه مه جوړوئ تاسې له ايمانه وروسته كافر شوي ياست، كه موږ تاسو نه كومه ډله وبخښو نو بلې ډلې ته خو به خامخا سزا وركوو ځكه چې دوى مجرمان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلْمُنَٰفِقُونَ وَٱلْمُنَٰفِقَٰتُ بَعْضُهُم مِّنۢ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِٱلْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُوا۟ ٱللَّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ هُمُ ٱلْفَٰسِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمنافقان نارينه او منافقانې ښځې ټولې يو د بل په څېر دي، په بدۍ امر كوي او له نېكۍ نه منع كوي او خپل لاسونه له خير نه موټي (بند) كړي ساتي، دوى الله هېر كړ نو الله هم دوی هير كړل، په يقيني ډول دا منافقان همدوى فاسقان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْمُنَٰفِقِينَ وَٱلْمُنَٰفِقَٰتِ وَٱلْكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَا هِىَ حَسْبُهُمْ وَلَعَنَهُمُ ٱللَّهُ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوعده کړې ده الله له منافقانو سړیو سره او له منافقاتو ښځو سره او له (ټولو) کفارو سره د دوزخ د اور، تل به وي (دوی) په دغه (دوزخ) کې، همدغه دوزخ بس دی دوی ته (د عذاب او سزا له مخې)، او لعنت کړی دی الله په دوی، او مقرر دی دوی لره تلپاتې عذاب.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كَٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ كَانُوٓا۟ أَشَدَّ مِنكُمْ قُوَّةً وَأَكْثَرَ أَمْوَٰلًا وَأَوْلَٰدًا فَٱسْتَمْتَعُوا۟ بِخَلَٰقِهِمْ فَٱسْتَمْتَعْتُم بِخَلَٰقِكُمْ كَمَا ٱسْتَمْتَعَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُم بِخَلَٰقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَٱلَّذِى خَاضُوٓا۟ أُو۟لَٰٓئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَٰلُهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهماغسې ياستئ لكه تاسو نه مخكې خلك چې وو، هغوى له تاسو ډېر زورور او په مال، اولاد كې درنه زيات وو، نو له خپلو برخو يې ګټه واخيسته او تاسو هم له خپلو برخو هماغسې ګټه واخيسته لكه تاسو نه مخكېنيو چې له خپلو برخو ګټه اخيستې وه، او هماغسې باطلو بحثو كې پرېوتئ لكه هغوى چې پكې بوخت شوي وو، د دې كسانو عملونه په دنيا او آخرت كې بابېزه شول او په خپله همدا خلک تاوانيان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَٰهِيمَ وَأَصْحَٰبِ مَدْيَنَ وَٱلْمُؤْتَفِكَٰتِ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا تر دوى وړاندينيو خلكو خبر نه دى ورته را رسېدلى، د نوح قوم، عاد، ثمود، د ابراهيم قوم، د مدين د خلكو او نسكور شويو كليو، چې رسولان يې له څرګندو نښانو سره ورته راغلل، نو الله خو پر دوى ظلم نه و كړى، دوى خپله پر ځانو ظلم كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْمُؤْمِنُونَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَيُطِيعُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ أُو۟لَٰٓئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ ٱللَّهُ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو مومنان او مومنانې يو د بل دوستان دي، د ښېګڼى امر كوي، له بديو ايسارول كوي، لمونځونه تر سره كوي، زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، همدوی دي چې الله به ورباندې زر رحم وكړي، بې شكه الله ځيرک برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتِ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا وَمَسَٰكِنَ طَيِّبَةً فِى جَنَّٰتِ عَدْنٍ وَرِضْوَٰنٌ مِّنَ ٱللَّهِ أَكْبَرُ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله نارينه مومنانو او ښځو مومنانو سره د داسې جنتونو وعده كړى چې تر لاندې به یې ويالې بهيږي، تلپاتې په هغو كې، او په دې تل ښېرازه جنتو كې د دوى لپاره پاک سوتره استوګنځي، او تر هر څه لويه خبره دا چې د الله رضا به يي په برخه وي، همدا ستر برى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ جَٰهِدِ ٱلْكُفَّارَ وَٱلْمُنَٰفِقِينَ وَٱغْلُظْ عَلَيْهِمْ وَمَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای نبي له كافرانو او منافقانو سره (په كلكه) مقابله او پر هغوى سختي كوه، او (په پاى كې يې) استوګنځى جهنم دى او هغه د بېرته ورتلو ناكاره ځاى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ مَا قَالُوا۟ وَلَقَدْ قَالُوا۟ كَلِمَةَ ٱلْكُفْرِ وَكَفَرُوا۟ بَعْدَ إِسْلَٰمِهِمْ وَهَمُّوا۟ بِمَا لَمْ يَنَالُوا۟ وَمَا نَقَمُوٓا۟ إِلَّآ أَنْ أَغْنَىٰهُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ مِن فَضْلِهِۦ فَإِن يَتُوبُوا۟ يَكُ خَيْرًا لَّهُمْ وَإِن يَتَوَلَّوْا۟ يُعَذِّبْهُمُ ٱللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِى ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه الله قسمونه كوي چې دوى دغسې نه دي ويلي، او په حقيقت كې هغوى د كفر هماغه خبره كړې وه او له اسلام راوړلو نه وروسته يې كفر كړى و، او د هغه څه تكل يې كړى و چې ترلاسه يې نه كړ، او له دې پرته په بل څه نه وو غوسه چې الله او رسول يې په خپلې لورينې سره هغوى شتمن كړل، نو كه توبه يې ووېسته، ورته غوره ده او كه بېرته وګرځيدل، الله به يې په دنيا او آخرت كې په دردناك عذاب اخته كړي او بيا به يې د ځمكې پر مخ هېڅوک ملاتړ او مرستندوى نه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنْهُم مَّنْ عَٰهَدَ ٱللَّهَ لَئِنْ ءَاتَىٰنَا مِن فَضْلِهِۦ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغوى نه ځينې داسې وو چې الله سره يې ژمنه كړې وه چې كه له خپلې لورينې يې څه راكړل نو خامخا به خيرات كوو او نېك عمله به اوسو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَمَّآ ءَاتَىٰهُم مِّن فَضْلِهِۦ بَخِلُوا۟ بِهِۦ وَتَوَلَّوا۟ وَّهُم مُّعْرِضُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله يې چې له خپل فضل څخه څه وركړل، بخيلى يې غوره كړه او څنګ كوونكي بېرته وګرځېدل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَعْقَبَهُمْ نِفَاقًا فِى قُلُوبِهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ يَلْقَوْنَهُۥ بِمَآ أَخْلَفُوا۟ ٱللَّهَ مَا وَعَدُوهُ وَبِمَا كَانُوا۟ يَكْذِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بيا يې تر هغې ورځې په زړونو كې نفاق ور واچولو چې هغه سره به مخامخ كيږي په دې چې الله سره يې كړې ژمنه ماته كړه او دا چې دروغ به يې ويل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ يَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَىٰهُمْ وَأَنَّ ٱللَّهَ عَلَّٰمُ ٱلْغُيُوبِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا نه پوهيږي چې الله ته يې پټ نيتونه او پټې مشورې معلومې دي او دا چې الله يقيناً په غيبو ډېر ښه پوه دى؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ يَلْمِزُونَ ٱلْمُطَّوِّعِينَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ فِى ٱلصَّدَقَٰتِ وَٱلَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ ٱللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې په مومنانو كې د خپلى خوښې خيرات وركوونكو پسې بد وايي، او په هغو كسانو ملنډې وهي چې د خپلې وسې كم مال نه پرته نور څه نه مومي، الله به يې د مسخرو سزا وركړي او هغوى لپاره دردناك عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِن تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَن يَغْفِرَ ٱللَّهُ لَهُمْ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَٰسِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه بخښنه ورته غواړې او كه نه يې ورته غواړې، كه اويا ځله هم بخښنه ورته وغواړې، نو الله به يې هېڅکله ونه بخښي، دا ځكه چې هغوى پر الله او د هغه پر رسول كافران شوي او الله خو داسې سرغړانده خلكو ته سمه لار نه ښايي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَرِحَ ٱلْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَٰفَ رَسُولِ ٱللَّهِ وَكَرِهُوٓا۟ أَن يُجَٰهِدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَقَالُوا۟ لَا تَنفِرُوا۟ فِى ٱلْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا۟ يَفْقَهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېرته پاتې شوي كسان د رسول الله تر شا په خپله ناسته خوشاله شول او دا يې بده وګڼله چې په خپلو مالونو او ځانونو د الله په لار كې جهاد وكړي او ويل به يې چې په دې ګرمۍ كې (غزا ته) مه وځئ، ورته ووايه: د جهنم اور خو ډېر زيات ګرم دى، كه چېرى هغوى پوهېدلى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلْيَضْحَكُوا۟ قَلِيلًا وَلْيَبْكُوا۟ كَثِيرًا جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو لږ دې وخاندي او ډېر دې وژاړي د هغه عمل په بدله چې دوى به كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِن رَّجَعَكَ ٱللَّهُ إِلَىٰ طَآئِفَةٍ مِّنْهُمْ فَٱسْتَـْٔذَنُوكَ لِلْخُرُوجِ فَقُل لَّن تَخْرُجُوا۟ مَعِىَ أَبَدًا وَلَن تُقَٰتِلُوا۟ مَعِىَ عَدُوًّا إِنَّكُمْ رَضِيتُم بِٱلْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَٱقْعُدُوا۟ مَعَ ٱلْخَٰلِفِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه الله د دغو خلكو يوې ډلې ته بېرته راستون كړې او بيا يې له تانه د وتلو اجازه وغوښته نو ورته ووايه چې هېڅكله به نه راسره وځئ او نه به زما په ملتيا كوم غليم سره وجنګيږئ، تاسو چې لومړۍ ناستې غوره كړې وې نو اوس هم ناستو سره (په کورونو کې) كښېنئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تُصَلِّ عَلَىٰٓ أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَىٰ قَبْرِهِۦٓ إِنَّهُمْ كَفَرُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَمَاتُوا۟ وَهُمْ فَٰسِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه د هغو كوم يو ومري نو هېڅكله مه لمونځ پرې كوه او مه يې پر قبر درېږه، يقيناً هغوى پر الله او رسول يې كافر شوي او مړه شوي هم فاسقان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَٰلُهُمْ وَأَوْلَٰدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِى ٱلدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَٰفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغوي د مالونو، اولادونو زياتوالى دې ونه غولوي، په حقيقت كې الله غواړي چې په هغو (مالونو) سره يې هم په دنيا كې وكړوي او هم يې په داسې حال كې ساګانې وخېژي چې دوى كافران وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌ أَنْ ءَامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَجَٰهِدُوا۟ مَعَ رَسُولِهِ ٱسْتَـْٔذَنَكَ أُو۟لُوا۟ ٱلطَّوْلِ مِنْهُمْ وَقَالُوا۟ ذَرْنَا نَكُن مَّعَ ٱلْقَٰعِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې كوم سورت نازل شي چې (ای خلكو) په الله ايمان راوړئ او د رسول په ملتيا يې جهاد وكړئ نو د هغوى وسمن خلك در څخه (د پاتې كېدو) اجازه غواړي او وايي موږ پرېږده چې ناستو كسانو سره پاتې شو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَضُوا۟ بِأَن يَكُونُوا۟ مَعَ ٱلْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى ناستو خلكو سره پاتېدل غوره كړل او پر زړونو يې مهر لګېدلى نو دوی په هېڅ نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَٰكِنِ ٱلرَّسُولُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ جَٰهَدُوا۟ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ وَأُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلْخَيْرَٰتُ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو (بل خوا) پيغمبر او هغوى چې ايمان يې ورسره راوړى، په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړ او (اوس) ټولې ښېګڼې هم د دوى لپاره دي او خپله همدا كسان بريالي كېدونكي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغو ته الله داسې جنتونه چمتو كړي چې تر لاندې يې ويالې بهيږي، تل ترتله اوسېدونكي په هغو كې، دا ستره بريا ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَآءَ ٱلْمُعَذِّرُونَ مِنَ ٱلْأَعْرَابِ لِيُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ ٱلَّذِينَ كَذَبُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ سَيُصِيبُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د بانډو عربو نه هم عذر غوښتونكي راغلل څو د پاتې كېدو اجازه وركړل شي او (په دې توګه) چا چې الله او رسول سره يې دروغ كړي وو، (ټول) كېناستل. له دوى نه چا چې كفر غوره كړى هغوى ته به ډېر زر دردناک عذاب ورسيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّيْسَ عَلَى ٱلضُّعَفَآءِ وَلَا عَلَى ٱلْمَرْضَىٰ وَلَا عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُوا۟ لِلَّهِ وَرَسُولِهِۦ مَا عَلَى ٱلْمُحْسِنِينَ مِن سَبِيلٍ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه كمزورو، ناروغانو او هغو كسانو چې د لګښت لپاره څه نه مومي، كومه ګناه نشته، كله چې هغوى الله او د هغه رسول سره اخلاص ولري، په داسې نېكانو د نيوكې څه لار نشته او الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا عَلَى ٱلَّذِينَ إِذَا مَآ أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَآ أَجِدُ مَآ أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوا۟ وَّأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ ٱلدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا۟ مَا يُنفِقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه پر هغو كسانو چې كله تاته راغلل چې سپرلۍ وركړې او بيا دې ورته وويل: زه ستاسو د سپرلۍ لپاره څه نه مومم، نو په داسى حال بېرته وګرځېدل چې له سترګو يې اوښكې بهېدلې، له دې غمه چې دوى څنګه دومره څه نه لري چې (په دې لار كې يې) ولګوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا ٱلسَّبِيلُ عَلَى ٱلَّذِينَ يَسْتَـْٔذِنُونَكَ وَهُمْ أَغْنِيَآءُ رَضُوا۟ بِأَن يَكُونُوا۟ مَعَ ٱلْخَوَالِفِ وَطَبَعَ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخبره همدا ده چې د نيوكې لار خو يوازې پر هغو كسانو ده چې هغوى شتمن دي او له تانه اجازې غواړي، هغوى په كور ناستو خلكو سره پاتې كېدل خوښ كړل او الله يې پر زړونو مهر ولګولو نو (دا دى) هغوى په هېڅ نه پوهېـږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَعْتَذِرُونَ إِلَيْكُمْ إِذَا رَجَعْتُمْ إِلَيْهِمْ قُل لَّا تَعْتَذِرُوا۟ لَن نُّؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّأَنَا ٱللَّهُ مِنْ أَخْبَارِكُمْ وَسَيَرَى ٱللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُۥ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَٰلِمِ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې بېرته ورستانه شئ نو هغوى به (ډول ډول) عذرونه درته وړاندې كوي، ورته وايه: (اوس) عذرونه مه كوئ، موږ به هېڅكله ستاسو په خبرو باور ونكړو، موږ الله ستاسو له حالاتو خبر كړي يو، او زر به الله او د هغه رسول ستاسو كړه وړه وګوري بيا به د هغه ذات لور ته وګرځول شئ چې په پټو او ښكاره و عالم دى او بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

سَيَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ لَكُمْ إِذَا ٱنقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُوا۟ عَنْهُمْ فَأَعْرِضُوا۟ عَنْهُمْ إِنَّهُمْ رِجْسٌ وَمَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې تاسو ورستانه شئ نو په الله به قسمونه درته كوي تر څو تېر شئ ورنه، نو څنګ ترې وكړئ، هغوى ناولي دي او استوګنځى يې جهنم دى، د هغو عملونو په بدل كې چې دوى يې كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَحْلِفُونَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا۟ عَنْهُمْ فَإِن تَرْضَوْا۟ عَنْهُمْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يَرْضَىٰ عَنِ ٱلْقَوْمِ ٱلْفَٰسِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى به تاسو ته قسمونه خوري چې راضي شئ ترې، نو كه تاسو ترې راضي هم شئ نو الله له فاسقانو خلكو څخه نه راضي كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلْأَعْرَابُ أَشَدُّ كُفْرًا وَنِفَاقًا وَأَجْدَرُ أَلَّا يَعْلَمُوا۟ حُدُودَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا بانډچيان عرب په كفر كې لا زيات او كلک دي او د دې ډېر وړ دي چى د هغه دين له احكامو خبر نه شي كوم چې الله پر خپل رسول نازل كړى او الله پوه ځيرک دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنَ ٱلْأَعْرَابِ مَن يَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ مَغْرَمًا وَيَتَرَبَّصُ بِكُمُ ٱلدَّوَآئِرَ عَلَيْهِمْ دَآئِرَةُ ٱلسَّوْءِ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځينې له بانډچي عربو نه هغه دي چې كه څه لګښت كوي (د الله په لار كې) نو هغه يو تاوان ګڼي او تاسو ته د وخت اوښتون انتظار باسي، بد اوښتون دې پر هغوى وي او الله پوه اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنَ ٱلْأَعْرَابِ مَن يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنفِقُ قُرُبَٰتٍ عِندَ ٱللَّهِ وَصَلَوَٰتِ ٱلرَّسُولِ أَلَآ إِنَّهَا قُرْبَةٌ لَّهُمْ سَيُدْخِلُهُمُ ٱللَّهُ فِى رَحْمَتِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له باڼدچي عربو نه ځينې داسې هم دي چى په الله او آخرت ورځ ايمان لري او څه چې لګوي هغه الله ته ورنږدې كېدل او د رسول د دعاګانو وسيله بولي، هوكې! دا رښتيا هم د دوى لپاره د نږدېوالي وسيله ده الله به يې زر په خپل رحمت كې داخل كړي، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلسَّٰبِقُونَ ٱلْأَوَّلُونَ مِنَ ٱلْمُهَٰجِرِينَ وَٱلْأَنصَارِ وَٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُم بِإِحْسَٰنٍ رَّضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى تَحْتَهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد مهاجرينو او انصارو لومړني كسان او هغوى چې په رښتينولۍ سره په دوى پسې تللي، الله ترې راضي شوى او دوى هم الله نه راضي شوي او (الله) داسې جنتونه ورته تيار كړي چې د هغو لاندې ويالې بهيږي تل تر تله به وي په هغو كې، همدا ستر برياليتوب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ ٱلْأَعْرَابِ مُنَٰفِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ ٱلْمَدِينَةِ مَرَدُوا۟ عَلَى ٱلنِّفَاقِ لَا تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ سَنُعَذِّبُهُم مَّرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَىٰ عَذَابٍ عَظِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ستاسو شاو خوا له بانډچي عربو نه ځينې منافقان دي، او همدارنګه خپله د مدينې له خلكو چې په منافقت روږدي شوي، ته يې نه پېژنې خو موږ يې پېژنو، هغه وخت نږدې دى چې دوه ځله سزا به وركړو بيا به نو يو لوى عذاب ته ور وګرځول شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَاخَرُونَ ٱعْتَرَفُوا۟ بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا۟ عَمَلًا صَٰلِحًا وَءَاخَرَ سَيِّئًا عَسَى ٱللَّهُ أَن يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځينې نور چې په خپلو ګناهونو يې اقرار كړى ګډوډ عملونه يې كړي، څه نېک او څه بد، لرې نه ده چې الله بيا ورباندې مهربان شي بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

خُذْ مِنْ أَمْوَٰلِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلَوٰتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد دوى له مالونو صدقه واخله چې په دې سره يې پاك او اصلاح كړې او هغوى ته د رحمت دعا وكړه، بې شكه ستا دعا هغوى لپاره ډاډينه ده او الله پوه اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ يَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ ٱلتَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِۦ وَيَأْخُذُ ٱلصَّدَقَٰتِ وَأَنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا دوی ته نه ده معلومه چې هماغه الله دى چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او د هغو خيراتونه مني او دا چې الله ښه معاف كوونكى او رحيم دى؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقُلِ ٱعْمَلُوا۟ فَسَيَرَى ٱللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُۥ وَٱلْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَىٰ عَٰلِمِ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ووايه: تاسو (چى څه غواړئ) كوئ، زر به الله، د هغه رسول او مومنان ستاسو كړه وړه وګوري، او بيا به د پټو او ښكاره وو پوهېدونكي (الله) ته ور وګرځول شئ نو په هغه څه به مو خبر كړي چې تاسو به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَاخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ ٱللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څه نور كسان د الله حكم ته ځنډول شوي چې يا به سزا وركړي، يا به بيا ورباندې مهرباني وكړي او الله ځيرک پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًۢا بَيْنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ مِن قَبْلُ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَآ إِلَّا ٱلْحُسْنَىٰ وَٱللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَٰذِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې يو مسجد يې جوړ كړى لپاره د ضرر رسولو، كفر كولو، په مومنانو كې بېلتون اچولو او د هغه چا لپاره څار ځای جوړولو چې لا مخكې يې الله او د هغه رسول سره جګړه كړې ده، او خامخا به قسمونه كوي چې له ښېګڼې پرته مو بله اراده نشته، او الله شاهدي وايي چې يقيناً هغوى دروغجن دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى ٱلتَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُوا۟ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلْمُطَّهِّرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerته هېڅكله په هغه كې مه درېږه، كوم جومات چې له ړومبۍ ورځې پر تقوىٰ ودان شوى، حتماً ډېر لايق دى چې ته پكې ودرېږې، په هغه كې داسې سړي شته چې غواړي پاك واوسي او الله همدغه پاكي غوره كوونكي خوښوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَٰنَهُۥ عَلَىٰ تَقْوَىٰ مِنَ ٱللَّهِ وَرِضْوَٰنٍ خَيْرٌ أَم مَّنْ أَسَّسَ بُنْيَٰنَهُۥ عَلَىٰ شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَٱنْهَارَ بِهِۦ فِى نَارِ جَهَنَّمَ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا نو هغه چې د خپلې ودانۍ بنسټ يې د الله څخه په وېره او د هغه په رضا غوښتنه ايښى وي، غوره دى او كه هغه چې خپله ودانۍ يې د يو نړېدونكى پاڼ پر غاړه جوړه كړې وي له هغې سره د جهنم اور ته وغورځيږي او الله ظالمانو خلكو ته سمه لار نه ښيي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَا يَزَالُ بُنْيَٰنُهُمُ ٱلَّذِى بَنَوْا۟ رِيبَةً فِى قُلُوبِهِمْ إِلَّآ أَن تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمْ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا ودانۍ چې دوى جوړه كړې تل به يې په زړونو كې د شک جرړه وي مګر (هغه وخت) چې زړونه يې غوڅ غوڅ شي او الله ځيرک پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ ٱشْتَرَىٰ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَٰلَهُم بِأَنَّ لَهُمُ ٱلْجَنَّةَ يُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ وَٱلْإِنجِيلِ وَٱلْقُرْءَانِ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِۦ مِنَ ٱللَّهِ فَٱسْتَبْشِرُوا۟ بِبَيْعِكُمُ ٱلَّذِى بَايَعْتُم بِهِۦ وَذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه الله له مومنانو څخه د هغوى ځانونه او مالونه په دې پېرودلي چې د دوى لپاره به جنت وي، هغوى به د الله په لار كې جنګيږي نو وژنه به کوي او وژل كيږي به، دا پر الله حقه وعده ده په تورات، انجيل او قرآن كې، او څوك به تر الله زيات د خپل لوز پوره كوونكى وي نو پر خپلې دغې سودا چې كړې مو ده خوښ اوسئ او همدا ستر برياليتوب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلتَّٰٓئِبُونَ ٱلْعَٰبِدُونَ ٱلْحَٰمِدُونَ ٱلسَّٰٓئِحُونَ ٱلرَّٰكِعُونَ ٱلسَّٰجِدُونَ ٱلْـَٔامِرُونَ بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱلنَّاهُونَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَٱلْحَٰفِظُونَ لِحُدُودِ ٱللَّهِ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتوبه كوونكي، لمونځونكي، حمد (ستاينه) ويونكي، د الله لپاره په ځمكه كې ګرځېدونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، په ښېګڼه امر كوونكي، له بديو ايساروونكي او د الله د حدودو ساتونكي او همداسې مومنانو ته زېرى وركړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَا كَانَ لِلنَّبِىِّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَن يَسْتَغْفِرُوا۟ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوٓا۟ أُو۟لِى قُرْبَىٰ مِنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَٰبُ ٱلْجَحِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله پيغمبر او هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړي نه ښايي چې مشركانو ته بخښنه وغواړي، كه څه هم خپلوان يې وي، وروسته له هغه چې ورته څرګنده شوې ده چې هغوى دوزخيان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كَانَ ٱسْتِغْفَارُ إِبْرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَن مَّوْعِدَةٍ وَعَدَهَآ إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُۥٓ أَنَّهُۥ عَدُوٌّ لِّلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ لَأَوَّٰهٌ حَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د خپل پلار لپاره د ابراهيم بخښنه غوښتل خو صرف د هغې وعدې لپاره و چې له هغه سره يې كړې وه، خو كله چې ورته څرګنده شوه چې هغه د الله دښمن دى نو ترې بېزار شو، ابراهيم يقيناً الله ته ډېر عاجزي کوونکی، د زغم خاوند و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُضِلَّ قَوْمًۢا بَعْدَ إِذْ هَدَىٰهُمْ حَتَّىٰ يُبَيِّنَ لَهُم مَّا يَتَّقُونَ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله داسې نه دى چې يو قوم له هدايت وركولو وروسته بې لارې كړي تر هغه پورې چې په څرګنده هغه څه ور ونه ښيي چې هغوى ځان ترې وساتي، بې شكه الله په هر څه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد آسمانو او ځمكې پاچاهي يقيناً الله لره ده، ژوندي كوي او مړه كوي او تاسو لره هغه نه پرته څوک ملاتړ او مرستندوى نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّقَد تَّابَ ٱللَّهُ عَلَى ٱلنَّبِىِّ وَٱلْمُهَٰجِرِينَ وَٱلْأَنصَارِ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُ فِى سَاعَةِ ٱلْعُسْرَةِ مِنۢ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُۥ بِهِمْ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله نبي (عليه السلام) او هغو مهاجرينو او انصارو ته بخښنه وكړه چې هغوى په ډېر تنګ وخت كې د ده (نبي عليه السلام) ملګرتيا وكړه، له هغه وروسته چې نږدې وو له هغوى نه د يوې ډلې زړونه كاږه شي خو بيا يې (له كوږوالي وساتل او) معاف يې كړل، بې شكه هغه پر دوى نرمي كوونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَعَلَى ٱلثَّلَٰثَةِ ٱلَّذِينَ خُلِّفُوا۟ حَتَّىٰٓ إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ ٱلْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوٓا۟ أَن لَّا مَلْجَأَ مِنَ ٱللَّهِ إِلَّآ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (همدارنګه) هغه درې كسان يې هم معاف كړل چې وروسته پاتې شوي وو، كله چې ځمكه له پراختيا سره پرې تنګه شوه، او خپل زړونه يې هم ورباندې تنګ شول او په دې باور شول چې د الله نه د خلاصون ځاى له همده پرته بلې خواته نشته بيا يې له مهربانۍ سره هغوى ته رجوع وكړه چې هغوى هم ده ته وروګرځي، يقيناً هماغه الله مهربان ښه توبه قبلوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَكُونُوا۟ مَعَ ٱلصَّٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! وویریږئ تاسي له الله څخه او له ریښتینو سره مل شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَا كَانَ لِأَهْلِ ٱلْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُم مِّنَ ٱلْأَعْرَابِ أَن يَتَخَلَّفُوا۟ عَن رَّسُولِ ٱللَّهِ وَلَا يَرْغَبُوا۟ بِأَنفُسِهِمْ عَن نَّفْسِهِۦ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ لَا يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلَا نَصَبٌ وَلَا مَخْمَصَةٌ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا يَطَـُٔونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ ٱلْكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُم بِهِۦ عَمَلٌ صَٰلِحٌ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد مدينى اوسېدونكو او شاو خوا بانډچيانو عربو ته نه ښايي چې له رسول الله نه وروسته پاتې شي او نه دا چې له هغه نه په بې پروايي سره د خپلو ځانو په فكر كې شي، ځكه داسې به نه وي چې دوى ته د الله په لار كې څه تنده، ستوماني او لوږه ورسيږي، او د كافرانو چې كومه لار بده ايسي پر هغې كوم ګام واخلي اويا له كوم غليم نه څه (ولجه، اسير، مقتول) لاس ته راوړي او بيا د دې په بدل كې څه نېک عمل ورته ونه ليكل شي، يقيناً الله د نېكانو اجر نه ضايع كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا يُنفِقُونَ نَفَقَةً صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً وَلَا يَقْطَعُونَ وَادِيًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِيَجْزِيَهُمُ ٱللَّهُ أَحْسَنَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه کوم وړوکی یا لوی لګښت کوي، او نه کوم ناو (دره) پرې کوي؛ خو هغوی ته لیکل کېږي څو الله تعالی د هغه څه ښه بدله ورکړي چې کول یې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كَانَ ٱلْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُوا۟ كَآفَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُوا۟ فِى ٱلدِّينِ وَلِيُنذِرُوا۟ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوٓا۟ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نه ښایي مومنانو ته چې (د تل لپاره) ټول (جهاد) ته ووځي؛ نو ولې د هغوی له لویې ډلې څخه یوه کوچنۍ ډله ونه وتله چې په دین کې پوهه تر لاسه کړي، او خپل ټبر ووېروي کله چې هغوی ته را وګرځي، ګوندې هغوی (له ګناه) ډډه وکړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَٰتِلُوا۟ ٱلَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ ٱلْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا۟ فِيكُمْ غِلْظَةً وَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلْمُتَّقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! جنګ کوئ تاسي له هغو خلکو سره چې نږدې دي تاسو ته له کفارو او و دې مومي دوی په تاسي کې کلکوالی، او پوه شئ چې بې شکه الله له پرهیزګارانو سره دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا مَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُم مَّن يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَٰذِهِۦٓ إِيمَٰنًا فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فَزَادَتْهُمْ إِيمَٰنًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې كوم نوى سورت نازليږي نو له هغوى (منافقانو) نه ځينې وايي: په تاسو (مسلمانانو) كې په دې سره د چا ايمان زيات شو؟ نو (حقيقتاً) كومو خلكو چې ايمان راوړى ايمان يې ورزيات كړى او هغوى پرې خوشاله دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَمَّا ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا إِلَىٰ رِجْسِهِمْ وَمَاتُوا۟ وَهُمْ كَٰفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو هر هغه كسان چې په زړونو كې يې (د منافقت) ناروغي ده نو پر خپلې پليتي يې نوره پليتي هم ورزياته كړه او هماغسې په كفر مړه شول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِى كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا دوى نه ګوري چې هر كال يو يا دوه ځله ازمويل كيږي چې بيا هم نه توبه باسي او نه څه درس اخلي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا مَآ أُنزِلَتْ سُورَةٌ نَّظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ هَلْ يَرَىٰكُم مِّنْ أَحَدٍ ثُمَّ ٱنصَرَفُوا۟ صَرَفَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُم بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې كوم سورت نازل شي نو دوى يو بل ته سره وګوري (وايي) څوك خو به مو وينې نه؟ (نو كه چا نه ليدل) بيا غلي پاڅي، الله د دوى زړونه اړولي دي ځكه هغوى داسې خلک دي چې په هېڅ نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُم بِٱلْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(دا دى) تاسو ته يو داسې رسول راغلى چې خپله له همدا تاسو څخه دى، څه چې تاسو كړوي هغه په ده ډېر ګران (او درانه) تماميږي، ستاس] د ښېګڼې حريص دى، په مومنانو مهربان خواخوږى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَقُلْ حَسْبِىَ ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ ٱلْعَرْشِ ٱلْعَظِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه مخ يې وګرځولو، ورته ووايه چې زما لپاره الله كافي دى، له هغه پرته كوم بل معبود (په حقه) نشته، پر هماغه مې بروسه ده او هماغه د ستر عرش څښتن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70