کور › سورتونه › سورت الأعراف
سورت الأعراف الأعراف
۲۰۶ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۳۹
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓمٓصٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center المص [1]
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كِتَٰبٌ أُنزِلَ إِلَيْكَ فَلَا يَكُن فِى صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنذِرَ بِهِۦ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا يو كتاب دى چې تاته نازل شوی دى نو (اى محمده!- صلی الله علیه وسلم-) ستا په زړه كې دې له ده نه څه انديښنه نه وي، د ده له نازلولو نه هدف دا دى چې ته د ده په وسيله (منكران) وويروې او د مومنانو لپاره يادونه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱتَّبِعُوا۟ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (اى خلكو!) څه چې ستاسي د رب له لورې پر تاسي نازل شوي دي د هغو پيروي وكړئ او له خپل رب نه پرته د نورو سرپرستانو پيروي مه كوئ، خو تاسي نصيحت ډير لږ منئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَٰهَا فَجَآءَهَا بَأْسُنَا بَيَٰتًا أَوْ هُمْ قَآئِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څومره ودانۍ دي چې هغه موږ تباه كړې، پر هغو په ناڅاپي ډول د شپې زموږ عذاب پرېووت، يا په رڼا ورځ په داسې وخت كې راغى چې هغوى استراحت كړى وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَا كَانَ دَعْوَىٰهُمْ إِذْ جَآءَهُم بَأْسُنَآ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا ظَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې پر هغوى زموږ عذاب راغى نو د هغوى (په ژبه) وېنا پرته لدې نور څه نه وه چې موږ په رښتيا سره ظالمان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَنَسْـَٔلَنَّ ٱلَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْـَٔلَنَّ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو خامخا وبه وپوښتو (په قیامت کې) موږ هغه خلک چې لیږلی شوي وو هغوی ته (پیغمبران) او خامخا به له پېغمبرانو هم پوښتو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِم بِعِلْمٍ وَمَا كُنَّا غَآئِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به موږ په خپله په كامل علم سره ټوله کیسه د هغوى مخې ته وړاندې كړو، او موږ چېرته غائب نه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ ٱلْحَقُّ فَمَن ثَقُلَتْ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تول د (کړنو) په دغه ورځ (قیامت) حق دی، نو د چا چې تله (د نیکیو) درنده شوه همدوی کامیاب دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَٰزِينُهُۥ فَأُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُم بِمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يَظْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د چا چې پلې سپكې شي هغوى به په زيان كې د خپل ځان اخته كوونكي وي ځكه چې هغوى زموږ له اّيتونو سره له ظلمه ډك چلند كاوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ مَكَّنَّٰكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَٰيِشَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ تاسي له واك سره په ځمكه كې مېشت كړئ او ستاسي لپاره مو دلته د اوسيدو وسايل برابر كړل، خو تاسي ډېر كم شكر وېستونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ خَلَقْنَٰكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَٰكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَٰٓئِكَةِ ٱسْجُدُوا۟ لِـَٔادَمَ فَسَجَدُوٓا۟ إِلَّآ إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ ٱلسَّٰجِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه تاسو مو پيدا كړئ، بيا مو صورت درجوړ كړ، بيا مو ملائكو ته وويل چې آدم ته سجده وكړئ، نو ټولو سجده وكړه پرته له ابليسه چې له سجده كونكو سره (شامل) نه شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ قَالَ أَنَا۠ خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِى مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُۥ مِن طِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وې فرمايل: څه شي له سجدې كولو منع كړې كله چې ما امر درته وكړ؟ ويلې: زه خو ترې غوره يم! زه دې له اوره پيدا كړى يم او هغه دې له خټې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَٱهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَن تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَٱخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ ٱلصَّٰغِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې فرمايل: نو ته له دې ځايه كوز شه، تا ته دا حق نشته چې لويي پكې وكړې، نو وځه! رښتيا چې ته له ذليلانو يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَنظِرْنِىٓ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې ويل: ماته تر هغې ورځې مهلت راكړه چې دوی راپاڅول کېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ إِنَّكَ مِنَ ٱلْمُنظَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وویل (الله تعالی) بیشکه ته یې له مهلت ورکړی شوو څخه (د قیامت تر ورځې).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَبِمَآ أَغْوَيْتَنِى لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَٰطَكَ ٱلْمُسْتَقِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې ويل: نو په دې چې تا زه دې په بې لارېتوب اخته كړم، خامخا به دوی ته ستا په سمه لاره کې كښېنم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ لَـَٔاتِيَنَّهُم مِّنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَٰنِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَٰكِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به يې مخې ته هم راځم او له څټه، ښۍ خوا او كيڼې خوا يې هم او زياتره به يې شكر ويستونكي نه مومې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًا مَّدْحُورًا لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې فرمايل: وځه! له دې (ځايه) سپك اورټل شوی، له دوى نه چې هر چا ستا تابعداري وكړه، خامخا به تاسو ټولو نه جهنم ډكوم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَٰٓـَٔادَمُ ٱسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ ٱلْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَٰذِهِ ٱلشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او اې آدمه! ته او مېرمن دې دواړه په جنت كې او سېږئ، او له كومه ځايه مو چې خوښه وي هر څه خورئ خو دغى ونې ته مه وړ لنډېږئ، بيا به له ظالمانو ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَوَسْوَسَ لَهُمَا ٱلشَّيْطَٰنُ لِيُبْدِىَ لَهُمَا مَا وُۥرِىَ عَنْهُمَا مِن سَوْءَٰتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَىٰكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَٰذِهِ ٱلشَّجَرَةِ إِلَّآ أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ ٱلْخَٰلِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا نو دواړو ته شيطان وسوسه ور واچوله تر څو هغه شرم ځايونه يې چې يو له بله پټ كړى شوي وو، دوى ته ورڅرګند كړي او ويې ويل: رب مو تاسو له دغې ونې ځكه ايسار كړي ياست چې هسې نه پرښتې شئ او يا تلپاتې كېدونكي شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَاسَمَهُمَآ إِنِّى لَكُمَا لَمِنَ ٱلنَّٰصِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او قسم يې وخوړ چې زه مو خير غوښتونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَدَلَّىٰهُمَا بِغُرُورٍ فَلَمَّا ذَاقَا ٱلشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْءَٰتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ ٱلْجَنَّةِ وَنَادَىٰهُمَا رَبُّهُمَآ أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا ٱلشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَآ إِنَّ ٱلشَّيْطَٰنَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو همداسې يې دوى په غولولو سره راكوز كړل، بيا يې كله چې د هغې ونې (خواړه) وڅكل، عورتونه يې ورته څرګند شول او په ځان پورې يې د جنت د پاڼو نښلول پیل كړل نو رب يې ورته اواز وكړ: آيا تاسو مې له دغې ونې ايسار كړي نه وئ؟ او نه مې و درته ويلي چې دا شيطان ستاسو يو څرګند غليم دى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَآ أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلْخَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى وويل: زموږ ربه! پر خپلو ځانو مو ظلم كړى اوكه ته مو ونه بخښې او رحم را باندې ونه كړې، نو موږ به خامخا له تاوانيانو يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱهْبِطُوا۟ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَٰعٌ إِلَىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې فرمايل: كوز شئ، تاسو به يو د بل دښمنان ياست، او تاسو لره په ځمكه كې هستوګنځى او تر څه وخته پورې د ژوند وسايل (ټاكل شوي) دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ويې فرمايل: په هماغې كې به ژوند كوئ او په هماغې كې به مرئ او له هماغې به راوېستل كيږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَٰرِى سَوْءَٰتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ ٱلتَّقْوَىٰ ذَٰلِكَ خَيْرٌ ذَٰلِكَ مِنْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى د آدم اولادې! تاسو ته مو جامې در نازلې كړې چې ستاسو شرم ځايونه پټوي او ښكلا هم ده، او د تقوى جامه، دا ډېره غوره ده دا د الله له نښانو څخه ده په كار ده چې خلك پند واخلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ كَمَآ أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ ٱلْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْءَٰتِهِمَآ إِنَّهُۥ يَرَىٰكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُۥ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا ٱلشَّيَٰطِينَ أَوْلِيَآءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى د آدم اولادې! شيطان مو چېرى داسې فتنه كې وانه چوي لكه چې ستاسو مور او پلار يې له جنته را واېستل په داسى حال چې جامې يې ترې اېستلې تر څو عورتونه يې ورښكاره كړي، بې شكه هغه او لښكر يې تاسو له هغې خوا ويني چې تاسو يې نه شئ ليدلاى، يقيناً دا شيطانان مو د هغو خلكو لپاره ملګري ګرځولي چې ايمان نه راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا فَعَلُوا۟ فَٰحِشَةً قَالُوا۟ وَجَدْنَا عَلَيْهَآ ءَابَآءَنَا وَٱللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا قُلْ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِٱلْفَحْشَآءِ أَتَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې دوى كوم ناوړه كار وكړي، وايي: په دې كار مو هم پلرونه موندلي او هم الله پرې موږ ته امر كړى، ورته وايه: يقيناً الله د ناوړه چارو امر نه كوي، آيا په الله پورې هغه څه واياست چې نه ورباندې پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَمَرَ رَبِّى بِٱلْقِسْطِ وَأَقِيمُوا۟ وُجُوهَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَٱدْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه: زما رب د عدالت امر كړى او دا چې مخونه مو د هر لمانځه په مهال سم برابر كړئ او داسې يې رابلئ چې هغه ته د خپل دين سوچه كوونكي ياست، څنګه يې چې ړومبى ځل پيدا كړئ هماغه شان بيا پيدا كيږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَرِيقًا هَدَىٰ وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلضَّلَٰلَةُ إِنَّهُمُ ٱتَّخَذُوا۟ ٱلشَّيَٰطِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يوې ډلې ته يې سمه لار وښوده او پر بلې ډلې بې لارې توب ثابت شو، رښتيا چې هغوى الله نه پرته شيطانان ځان ته په ملګریتوب نيولي او داسې انګيري چې دوى (بالكل) لار موندونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ خُذُوا۟ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ وَلَا تُسْرِفُوٓا۟ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُسْرِفِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې د آدم اولادې! د هر عبادت په وخت كې مو خپل د ښكلا لباس واخلئ او خورئ، څښئ خو اسراف مه كوئ، بې شكه هغه (الله) اسرافيان نه خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ ٱللَّهِ ٱلَّتِىٓ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِۦ وَٱلطَّيِّبَٰتِ مِنَ ٱلرِّزْقِ قُلْ هِىَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَٰتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه: د الله هغه (د) ښكلا (سامان) چا حرامه كړې چې خپلو بندګانو ته يې را اېستلې او د روزي هغه پاكيزه شيان؟ ورته وايه: هغه خو په دنيايي ژوند كې هم (اصلاً) د مومنانو لپاره دي او د قيامت په ورځ خو به يوازې د دوى لپاره وي، په همدې توګه موږ هغو خلكو ته خپل آيتونه څرګند بيانوو چې پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّىَ ٱلْفَوَٰحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَٱلْإِثْمَ وَٱلْبَغْىَ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُوا۟ بِٱللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِۦ سُلْطَٰنًا وَأَن تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه: زما رب خو ايله ښكاره او پټ بې حيا كارونه حرام كړي، ګناه، په ناحقه تېرى، دا چې الله سره هغه څه شريك وګڼئ چې د هغه په هكله يې څه سند نه دى رانازل كړى او دا چې په الله پورې داسې څه ووايئ چې نه (ورباندې) پوهيږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هر ولس لپاره يوه نېټه (ټاكل شوې) ده، نو كله چې هغه نېټه يې راورسېده بيا به نه يو ساعت وروسته كيږي او نه به وړاندې كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰبَنِىٓ ءَادَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ ءَايَٰتِى فَمَنِ ٱتَّقَىٰ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې د آدم اولادې! كه چېرې تاسو ته له تاسو څخه داسې رسولان درشي چې زما آيتونه درته بيانوي، نو بيا چې څوك تقوى خپله او (عملونه) سم كړي، نه به څه وېره ورباندې وي او نه به دوى خپه كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَٱسْتَكْبَرُوا۟ عَنْهَآ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې زموږ آيتونه يې دروغ وبلل او تكبر يې ترې وكړ، نو هغوى دوزخيان دي، تل ترتله پكې اوسېدونكي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِـَٔايَٰتِهِۦٓ أُو۟لَٰٓئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُم مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوٓا۟ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ قَالُوا۟ ضَلُّوا۟ عَنَّا وَشَهِدُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا۟ كَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې په الله پورې دروغ تړي يا يې آيتونه دروغ ګڼي، داسې خلكو ته به يې خپله ټاكل شوې برخه تر هغه پورې رسيږي چې زموږ استازي ورشي، سايي اخلې، ورته وايي به: چېرې دي هغه چې تاسو به الله نه پرته رابلل؟ دوى به وايي: (اوس) خو ټول رانه ورك شول، او پر خپلو ځانو به شاهدي ووايي چې يقيناً دوى كافران وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱدْخُلُوا۟ فِىٓ أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ فِى ٱلنَّارِ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَّعَنَتْ أُخْتَهَا حَتَّىٰٓ إِذَا ٱدَّارَكُوا۟ فِيهَا جَمِيعًا قَالَتْ أُخْرَىٰهُمْ لِأُولَىٰهُمْ رَبَّنَا هَٰٓؤُلَآءِ أَضَلُّونَا فَـَٔاتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ ٱلنَّارِ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلَٰكِن لَّا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (الله به) وفرمايي: د پېريانو او انسانانو له هغو ډلو سره تاسو هم اور ته ننوځئ چې له تاسو مخكې تېرشوي، هر كله چې كومه ډله ورننوځي نو پر خپلې مخكينۍ ډلې به لعنت وايي تر څو هلته ټول پكې يو ځاى شي، وروستۍ (ډله) به يې د ړومبۍ په هكله وايي: زموږ ربه! همدا خلك وو چې موږ يې بې لارې كړو نو (اوس) دوى ته د اور دوه برابره سزا وركړه، فرمايي به: هرې يوې ته دوه برابره (سزا) ده خو تاسو نه پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَتْ أُولَىٰهُمْ لِأُخْرَىٰهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍ فَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ړومبني به يې وروستنو ته ووايي: نو ستاسو پر موږ څه ښه توب و؟ نو اوس د هغو عملونو سزا وڅكئ چې تاسو به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَٱسْتَكْبَرُوا۟ عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَٰبُ ٱلسَّمَآءِ وَلَا يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ حَتَّىٰ يَلِجَ ٱلْجَمَلُ فِى سَمِّ ٱلْخِيَاطِ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه هغو خلكو ته چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي او تكبر يې ترې كړى، د اسمان ورونه نه پرانيستل كيږي او نه به تر هغه جنت ته ننوځي چې اوښ د ستنى په سپم (سوري) ننوځي! او مجرمانو ته همداسى سزا وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَهُم مِّن جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَمِن فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغوى لپاره به د جهنم هم فرش او هم د پاسه اغوستن وي او ظالمانو ته همداسې سزا وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَآ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، -په هيچا له وسې پورته ذمه وارى هم نه وراچوو- نو داسې خلك جنتيان دي، دوى به هلته تل ترتله اوسېدونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَزَعْنَا مَا فِى صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَٰرُ وَقَالُوا۟ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِى هَدَىٰنَا لِهَٰذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِىَ لَوْلَآ أَنْ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ لَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِٱلْحَقِّ وَنُودُوٓا۟ أَن تِلْكُمُ ٱلْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په سينو كې يې چې څه كينه ده هغه به ترې بهر كړو. (له ونو او ماڼيو) لاندې به يې ويالې بهيږي او وايي به: هغه الله لره ستاينه ده چې دې (ځاى) ته يې زموږ لارښوونه وکړه، او كه الله نه واى راښودلې موږ به دا لار نه وه موندلې، بې شكه چې زموږ د رب استازي په حقه راغلي وو. او آواز به ورته وشي چې دغه جنت مو د هغو عملونو په سر ميراث واخيستو چې تاسو به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَادَىٰٓ أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ أَصْحَٰبَ ٱلنَّارِ أَن قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدتُّم مَّا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا قَالُوا۟ نَعَمْ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌۢ بَيْنَهُمْ أَن لَّعْنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او جنتيان به دوزخيانو ته اواز وكړي چې: يقيناً موږ خو هغه (ټولې) وعدې رښتيا وموندلې چې خپل رب مو راسره كړې وې، نو آيا تاسو هغه څه رښتيا وموندل چې رب مو درسره لوز كړى و؟ وايي به: هو، بيا به يو اواز كوونكى د دوى ترمنځ ناره وكړي چې: د الله لعنت دې وي پر ظالمانو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ كَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې د الله له لارې خلك ايساروي او كوږوالى پكې لټوي او دوى له آخرته هم منكران دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى ٱلْأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلًّۢا بِسِيمَىٰهُمْ وَنَادَوْا۟ أَصْحَٰبَ ٱلْجَنَّةِ أَن سَلَٰمٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغو دواړو (جنت او دوزخ) ترمنځ پرده ده، او د اعراف د پاسه څه كسان دي چې دا هر يو له نښو پېژني، او جنتيانو ته به اواز وكړي چې پر تاسو دې سلامتي وي دوى به ورننوتلي نه وي خو هيله به لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَٰرُهُمْ تِلْقَآءَ أَصْحَٰبِ ٱلنَّارِ قَالُوا۟ رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا مَعَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې سترګې يې د دوزخيانو لور ته واوړي، وايي به: زموږ ربه! موږ له دې ظالمو خلكو سره (ملګري) نه كړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَادَىٰٓ أَصْحَٰبُ ٱلْأَعْرَافِ رِجَالًا يَعْرِفُونَهُم بِسِيمَىٰهُمْ قَالُوا۟ مَآ أَغْنَىٰ عَنكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بيا به همدا د اعراف والا څه سړو (کسانو) ته چې په څېره يې پېژني، ور اواز كړي چې دا دى نه مو ډېروالي څه درنه ايسار كړل او نه مو هغې لويي چې تاسو كوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَهَٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لَا يَنَالُهُمُ ٱللَّهُ بِرَحْمَةٍ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلَآ أَنتُمْ تَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا دا (جنتيان) هماغه كسان دي چې تاسو به قسمونه كول چې الله به هېڅ رحمت ورنكړي؟ (دا دى ورته وويل شول چې) ځۍ جنت ته ننوځئ، نه به څه ډار درباندې وي او نه به تاسو خپه كيږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَادَىٰٓ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ أَصْحَٰبَ ٱلْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُوا۟ عَلَيْنَا مِنَ ٱلْمَآءِ أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوزخيان به جنتيانو ته اواز وكړي چې لږ اوبه خو راباندې راتوى كړئ، يا لږ هغه څه چې الله در روزي كړي! وايي به: يقيناً دا دواړه الله پر كافرانو حرام كړي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا فَٱلْيَوْمَ نَنسَىٰهُمْ كَمَا نَسُوا۟ لِقَآءَ يَوْمِهِمْ هَٰذَا وَمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يَجْحَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې خپل دين يې تماشه او لوبه ګرځولى او دنيايي ژوند غولولي وو. نو نن به يې داسې هېر كړو لكه دوى چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخ كېدل هېر كړي وو او (لكه دوى) چې زموږ له آيتونو انكار كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ جِئْنَٰهُم بِكِتَٰبٍ فَصَّلْنَٰهُ عَلَىٰ عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او رښتيا ده چې موږ يو داسې كتاب ورته راوړى چې له علم سره مو څرګند بيان كړى، د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي هدايت او رحمت دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا تَأْوِيلَهُۥ يَوْمَ يَأْتِى تَأْوِيلُهُۥ يَقُولُ ٱلَّذِينَ نَسُوهُ مِن قَبْلُ قَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِٱلْحَقِّ فَهَل لَّنَا مِن شُفَعَآءَ فَيَشْفَعُوا۟ لَنَآ أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ ٱلَّذِى كُنَّا نَعْمَلُ قَدْ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا د هغه له انجام را رسېدو پرته د بل څه انتظار كوي؟ په هغه ورځ چې انجام يې راورسيږي نو هغه خلك به ووايي كوم چې هغه يې له ياده اېستلى و: واقعاً چې زموږ د رب استازي په حقه راغلي وو، نو آيا اوس زموږ لپاره څوك سپارښتونكي شته چې سپارښتنه مو وكړي او يا بېرته واپس شو تر څو داسې عمل وكړو چې د پخواني عمل په څېر مو نه وي، دوى خپل ځانونه تاواني كړل او كوم دروغ يې چې تړل هغه ترې ورك شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ يُغْشِى ٱلَّيْلَ ٱلنَّهَارَ يَطْلُبُهُۥ حَثِيثًا وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ وَٱلنُّجُومَ مُسَخَّرَٰتٍۭ بِأَمْرِهِۦٓ أَلَا لَهُ ٱلْخَلْقُ وَٱلْأَمْرُ تَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل، بيا يې پر عرش استواء (د عرش د پاسه شو) وكړه، شپه په ورځې باندې پټوي چې هر يو په تلوار سره لټوي او لمر، سپوږمۍ او ستوري (يې پيدا كړل) چې د هغه په امر غاړه اېښودونكي دي. خبر اوسئ! پيدا كول او حكم چلول خاص هغه لره دي، الله بركت والا دى، د ټولو مخلوقاتو رب.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱدْعُوا۟ رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْمُعْتَدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خپل رب مو په زاريو پټ پټ رابلئ، يقيناً هغه له حده تېرېدونكي نه خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَٰحِهَا وَٱدْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا إِنَّ رَحْمَتَ ٱللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په ځمكه كې له سمون (توحيد) وروسته بيا فساد مه جوړوئ او هغه (الله) له وېرې او هيلې سره رابلئ، د الله رحمت يقيناً نيكانو ته ورنږدې دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى يُرْسِلُ ٱلرِّيَٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنَٰهُ لِبَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَنزَلْنَا بِهِ ٱلْمَآءَ فَأَخْرَجْنَا بِهِۦ مِن كُلِّ ٱلثَّمَرَٰتِ كَذَٰلِكَ نُخْرِجُ ٱلْمَوْتَىٰ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا هماغه ذات دى چې بادونه د خپل رحمت نه مخكې زېرى وركوونكي راليږي تر څو درنې ورېځې را والوزوي چې هغه كومې مړې ځمكې لور ته روانوو بيا چې اوبه پرې تويې كړو نو په دې سره هر ډول مېوې راوباسو، هغه شان مړي هم راوباسو، په كار ده چې تاسو پند واخلئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلْبَلَدُ ٱلطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُۥ بِإِذْنِ رَبِّهِۦ وَٱلَّذِى خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا كَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ ٱلْـَٔايَٰتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ځمكه چې ښه وي، د خپل رب په حكم يې (ښه) شنېلي راوځي او هغه چې خرابه وي نو پرته له كوم بې كاره بوټي بل څه نه (ترې) وځي (خپل) آيتونه همداسې بيا بيا هغو خلكو ته بيانوو چې شكر باسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦ فَقَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥٓ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center رښتيا هم نوح مو د هغه قوم ته ورلېږلى و نو ورته ويې ويل: اې زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، ستاسو خو له هغه پرته كوم بل معبود نشته، زه پر تاسو د لويې ورځې له عذابه وېرېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِهِۦٓ إِنَّا لَنَرَىٰكَ فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د قوم مشرانو يې ورته وويل: موږ ته خو (خپله) ته په څرګند بې لاريتوب كې ښكارې!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰقَوْمِ لَيْسَ بِى ضَلَٰلَةٌ وَلَٰكِنِّى رَسُولٌ مِّن رَّبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ده وويل: ای زما قومه! په ما كې څه بې لاريتوب نشته، زه خو د الله رب العالمين له خوا يو استازى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُبَلِّغُكُمْ رِسَٰلَٰتِ رَبِّى وَأَنصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې تاسو ته د خپل رب پيغامونه رسوم، ستاسو خير غواړم او د الله له لوري هغه علم راكړل شوى چې تاسو نه ورباندې پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوا۟ وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا په دې حيران شوئ چې د خپل رب له خوا مو د خپل يو سړي په خوله څه يادونه درته راغله چې تاسو ووېروي او ځان وساتئ او د دې لپاره چې رحم درباندې وشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَذَّبُوهُ فَأَنجَيْنَٰهُ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ وَأَغْرَقْنَا ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَآ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمًا عَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو هغوى دروغجن وګاڼه، بيا مو دى او څوك يې چې ملګري وو، په هغه بېړۍ كې بچ كړل او چا چې زموږ آيتونه دروغ ګڼل هغوى مو (په اوبو كې) ډوب كړل، رښتيا چې هغوى ړانده خلك وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥٓ أَفَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (علیه السلام) واستوه، ويلي: ای زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم معبود نشته، آيا تاسو نه وېريږئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦٓ إِنَّا لَنَرَىٰكَ فِى سَفَاهَةٍ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ ٱلْكَٰذِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د قوم هغو مشرانو چې كافر شوي وو، ده ته وويل: موږ خو دې په ناپوهۍ كې اخته ګڼو او په تا د دروغجنو ګومان كوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰقَوْمِ لَيْسَ بِى سَفَاهَةٌ وَلَٰكِنِّى رَسُولٌ مِّن رَّبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې: ای زما قومه! په ما كې څه بې عقلې نشته، زه خو (فقط) د رب العالمين له خوا يو استازى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُبَلِّغُكُمْ رِسَٰلَٰتِ رَبِّى وَأَنَا۠ لَكُمْ نَاصِحٌ أَمِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې د خپل رب پيغامونه در رسوم او تاسو ته يو ډاډمن خير غوښتونكى یم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنۢ بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍ وَزَادَكُمْ فِى ٱلْخَلْقِ بَصْۜطَةً فَٱذْكُرُوٓا۟ ءَالَآءَ ٱللَّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ايا په دې حيران شوئ چې د خپل رب له خوا مو د يوه خپل سړي (په خوله) څه يادونه درته راغله چې تاسو ووېروي، او درياد كړئ کله چې یې تاسو د نوح له قوم وروسته د هغو پر ځاى كېنولئ، او په (بدني) پيدايښت كې يې قوت در زيات كړ، نو د الله نعمتونه دريادوئ ښايي خلاصى ومومئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ ٱللَّهَ وَحْدَهُۥ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى وويل: ايا د همدى لپاره راته راغلى يې چې يوازې الله ولمانځو او هغه پرېږدو چې زموږ پلرونو لمانځل، نو كه رښتينى يې هغه (عذاب) راباندې راوله چې ته مو پرې ډاروې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ رِجْسٌ وَغَضَبٌ أَتُجَٰدِلُونَنِى فِىٓ أَسْمَآءٍ سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُم مَّا نَزَّلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَٰنٍ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه وويل: د خپل رب عذاب او قهر مو درباندې را پرېوتى دى! آيا په هغو نومونو كې شخړه راسره كوئ چې تاسو او ستاسو پلرونو ايښي دي، چې په هغو الله كوم سند (دلیل) نه دى رانازل كړى؟ نو انتظار كوئ! زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَنجَيْنَٰهُ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَمَا كَانُوا۟ مُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو بيا مو په خپلې مهربانۍ سره دى او د ده ملګري وژغورل او د هغو خلكو سټه مو واېستله چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو او دوى مومنان نه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَٰلِحًا قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥ قَدْ جَآءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ هَٰذِهِۦ نَاقَةُ ٱللَّهِ لَكُمْ ءَايَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِىٓ أَرْضِ ٱللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ثموديانو ته مو د هغوى ورور صالح ولېږلو، ويلې اى زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ له هغه پرته مو كوم بل خداى نشته، دا دى تاسو ته د خپل رب له خوا څرګنده نښانه راغلې، دغه د الله اوښه تاسو لپاره نښانه ده، نو هغه پرېږدئ چې د الله پر ځمكه خوراك كوي او په بدۍ لاس مه ور وړئ چې بيا به مو يو دردناك عذاب راګير كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنۢ بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِن سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ ٱلْجِبَالَ بُيُوتًا فَٱذْكُرُوٓا۟ ءَالَآءَ ٱللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او درياد كړئ چې له عاديانو وروسته يې د هغو پر ځاى كېنولئ او پر ځمكه يې ځاى دركړ چې دا دى په سمه كې يې ماڼۍ جوړوئ او غرونه د كورونو لپاره كنئ (تراشئ) خو د الله نعمتونه درياد كړئ او پر ځمكه فساد كوونكي مه ګرځئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ لِلَّذِينَ ٱسْتُضْعِفُوا۟ لِمَنْ ءَامَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَٰلِحًا مُّرْسَلٌ مِّن رَّبِّهِۦ قَالُوٓا۟ إِنَّا بِمَآ أُرْسِلَ بِهِۦ مُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د ده د قوم هغو لويانو چې كبر يې کړی و، هغو كمزورو خلكو ته چې ايمان يې راوړى و، وويل: ايا (په باورسره) پوهېږئ چې صالح د خپل رب له خوا يو رالېږل شوى استازى دى؟ دوى ويل: يقيناً موږ د هغه (پيغام) منونكي يو چې دى پرې رالېږل شوى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوٓا۟ إِنَّا بِٱلَّذِىٓ ءَامَنتُم بِهِۦ كَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغو كسانو چې لويي غوره كړې وه، وويل: موږ خو له هغه څه منكر يو چې تاسو منلي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَعَقَرُوا۟ ٱلنَّاقَةَ وَعَتَوْا۟ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا۟ يَٰصَٰلِحُ ٱئْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا يې اوښه ووژله او د خپل رب له حكمه يې سر وغړولو او ويې ويل: اى صالحه! كه ته (رښتيا) له رسولانو يې نو هغه (عذاب) راوله چې موږ پرې ډاروې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دَارِهِمْ جَٰثِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (سختې) جټكې راونيول او له سباوون سره بيا په خپلو كورونو كې پړمخي مړه پراته وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَٰقَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّى وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَٰكِن لَّا تُحِبُّونَ ٱلنَّٰصِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (صالح) ترې وګرځېد او ويې ويل اې زما قومه! ما خو د خپل رب پيغام در ورسولو او نصيحت مې درته وكړ، خو تاسو نصيحت كوونكي نه خوښوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦٓ أَتَأْتُونَ ٱلْفَٰحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او لوط (علیه السلام) چې كله خپل قوم ته وويل: آيا داسې ناوړه كار كوئ چې په هغه كې له ټولو خلكو نه هيڅوك هم له تاسو نه دي ړومبي شوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ ٱلنِّسَآءِ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسو ښځى پرېږدئ نارينه و ته د شهوت لپاره ورځئ، بلكې تاسو (بالكل) له حده تېرېدونكي خلك ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوٓا۟ أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د قوم ځواب يې له دې پرته بل څه نه و چې ويل يې: دوى مو له كلي وباسئ، دوى ځان ډېر پاك ساتي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَنجَيْنَٰهُ وَأَهْلَهُۥٓ إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ كَانَتْ مِنَ ٱلْغَٰبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغه (لوط علیه السلام) او د هغه كورنۍ مو وژغورله، پرته له مېرمنې يې چې له شاته پاتې کېدونكو وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يو باران (د كاڼو) مو پرې وواراوه، نو وګوره چې د مجرمانو انجام څنګه شو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥ قَدْ جَآءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَوْفُوا۟ ٱلْكَيْلَ وَٱلْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَٰحِهَا ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او مدين ته (مو) د دوى ورور شعيب (ولېږه) ويلې ای زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته مو كوم بل معبود نشته، ( دا دى) د خپل رب له خوا مو څرګنده نښانه درته راغلې نو پيمانه او تله پوره كوئ او خلكو ته يې خپل شيان كم مه وركوئ او په ځمكه كې له اصلاح راتلو وروسته فساد مه كوئ، دا ډېر درته غوره ده كه تاسو مومنان ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَقْعُدُوا۟ بِكُلِّ صِرَٰطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ مَنْ ءَامَنَ بِهِۦ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا وَٱذْكُرُوٓا۟ إِذْ كُنتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ وَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په هره لار (د شوكې لپاره) مه كېنئ چې خلك ډاروئ او د الله له لارې مومنان ايساروئ او كوږوالى يې غواړئ، او درياد كړئ هغه وخت چې تاسو لږ وئ بيا يې ډېركړئ او وګورئ چې د فساد كوونكو انجام څنګه شو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن كَانَ طَآئِفَةٌ مِّنكُمْ ءَامَنُوا۟ بِٱلَّذِىٓ أُرْسِلْتُ بِهِۦ وَطَآئِفَةٌ لَّمْ يُؤْمِنُوا۟ فَٱصْبِرُوا۟ حَتَّىٰ يَحْكُمَ ٱللَّهُ بَيْنَنَا وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَٰكِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه له تاسو نه يوې ډلې هغه (هدايت) منلى وي چې زه ورسره رالېږل شوى يم او بلي نه وي منلى نو بيا صبروكړئ څو چې الله مو ترمنځ فيصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فيصله كوونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ لَنُخْرِجَنَّكَ يَٰشُعَيْبُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَكَ مِن قَرْيَتِنَآ أَوْ لَتَعُودُنَّ فِى مِلَّتِنَا قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَٰرِهِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د ده د قوم هغو مشرانو چې لويي كړې وه، وويل اې شعيبه! يا به تا او تا سره چې هر چا ايمان راوړى، له خپل كلي باسو، يا به حتماً زموږ دين ته را اوړئ. ده ويل: آيا كه څه هم موږ نا خوښه اوسو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَدِ ٱفْتَرَيْنَا عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِى مِلَّتِكُم بَعْدَ إِذْ نَجَّىٰنَا ٱللَّهُ مِنْهَا وَمَا يَكُونُ لَنَآ أَن نَّعُودَ فِيهَآ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّنَا وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَىْءٍ عِلْمًا عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا ٱفْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِٱلْحَقِّ وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْفَٰتِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا خو به مو په الله پورې (لوى) دروغ تړلي وي كه ستاسو دين ته ورستانه شو، له هغه وروسته چې الله ترې وژغورلو، او موږ ته خو دا (هيڅكله) نه ښايي چې هغه (دين) ته ورستانه شو مګر دا چې زموږ رب الله اراده وكړي. زموږ د رب علم په هر شي پراخ چاپېر دى، په الله مو بروسه كړې ده. زموږ ربه! زموږ او زموږ د قوم ترمنځ په حقه فيصله وكړې او همدا ته غوره فيصله كوونكى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ لَئِنِ ٱتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًا لَّخَٰسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د ده د قوم هغو مشرانو چې كافران شوي وو، وويل: كه د شعيب تابعداري مو وكړه بيا به خامخا تاسو زيانمن ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دَارِهِمْ جَٰثِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو بيا هغوى زلزلې راونيول او چې سبا كېدلو نو خپلو كورو كې پړمخې (مړه) پراته وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ شُعَيْبًا كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَا ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ شُعَيْبًا كَانُوا۟ هُمُ ٱلْخَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چا چې شعيب دروغجن ګڼلى و (داسې تباه شول) لكه چې بيخي پكې اوسېدلي نه وي، چا چې شعيب دروغجن بللى و همدوى تاوانيان شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَٰقَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَٰلَٰتِ رَبِّى وَنَصَحْتُ لَكُمْ فَكَيْفَ ءَاسَىٰ عَلَىٰ قَوْمٍ كَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغه (شعيب) ترې (واپس) وګرځېد او ويى ويل: زما قومه! تاسو ته مې د خپل رب پيغامونه ورسول او نصيحت مې درته وكړ، نو اوس په يو داسې كافر قوم څنګه افسوس وكړم؟!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَرْسَلْنَا فِى قَرْيَةٍ مِّن نَّبِىٍّ إِلَّآ أَخَذْنَآ أَهْلَهَا بِٱلْبَأْسَآءِ وَٱلضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هيڅ كلي ته به مو يو نبي نه وي لېږلى چې بيا مو هغه خلك په تنګلاسيو او كړاوونو كې نه وي راګير كړي ترڅو هغوى په زاريو شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ ٱلسَّيِّئَةِ ٱلْحَسَنَةَ حَتَّىٰ عَفَوا۟ وَّقَالُوا۟ قَدْ مَسَّ ءَابَآءَنَا ٱلضَّرَّآءُ وَٱلسَّرَّآءُ فَأَخَذْنَٰهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو د تنګسې په ځاى سوكالي راوسته تر هغه چې ښه ډېر شول (په مال او ځان كې) او دا وينا يې پيل كړه چې (داسې) تنګسې او سوكالۍ خو زموږ په پلرونو هم راغلي وې، نو بيا مو ناڅاپه راګير كړل او دوى خبر هم نه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ ٱلْقُرَىٰٓ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّقَوْا۟ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَٰتٍ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ وَلَٰكِن كَذَّبُوا۟ فَأَخَذْنَٰهُم بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه چېرى د دې كليو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې كړې واى نو پر دوى به مو د اسمان او ځمكې د بركتونو (دروازې) پرانيستلې وې، خو دروغ يې وګڼل (رسولان) نو په هغه عمل كې مو راونيول چې دوى كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَأَمِنَ أَهْلُ ٱلْقُرَىٰٓ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا بَيَٰتًا وَهُمْ نَآئِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ايا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې د شپې په ويدو به زموږ عذاب ورته راشي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَأَمِنَ أَهْلُ ٱلْقُرَىٰٓ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا ضُحًى وَهُمْ يَلْعَبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا د دې كليو خلك له دې بې غمه وو چې په (رڼا) غرمه به زموږ عذاب ورته راشي په داسې حال چې دوى به لوبې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَأَمِنُوا۟ مَكْرَ ٱللَّهِ فَلَا يَأْمَنُ مَكْرَ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْقَوْمُ ٱلْخَٰسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا د الله له پټ تدبيره ډاډه دي؟ نو د الله له پټ تدبيره خو پرته له تباه كېدونكي قومه بل څوك نه بې غمه كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَهْدِ لِلَّذِينَ يَرِثُونَ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِ أَهْلِهَآ أَن لَّوْ نَشَآءُ أَصَبْنَٰهُم بِذُنُوبِهِمْ وَنَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغوى ته چې له (پخوانيو) خلكو وروسته ځمكه په ميراث اخلي، نه ده څرګنده شوې چې كه موږوغواړو نو په ګناهونو يې سزا وركولى شو او په زړونو به يې مهر ووهو بيا به هغوى څه نه اوري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تِلْكَ ٱلْقُرَىٰ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآئِهَا وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ بِمَا كَذَّبُوا۟ مِن قَبْلُ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا (هغه) كلي چې موږ يې تاته كيسې بيانوو، او رسولان يې هم له څرګندو نښانو سره ورته راغلي وو، خو كوم شى چې دوى مخكى دروغ ګڼلى و بيا په هغه ايمان راوړونكي نه وو، همدارنګه الله به د دې كافرانو په زړونو هم مهر وهي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِم مِّنْ عَهْدٍ وَإِن وَجَدْنَآ أَكْثَرَهُمْ لَفَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په زياترو كې يې موږ څه لوز نه دى موندلى بلكې زياتره يې موږ فاسقان موندلي دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِم مُّوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَآ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَظَلَمُوا۟ بِهَا فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو له خپلو نښانو سره له دوې وروسته فرعون او د هغه (د قوم) مشرانو ته موسى ولېږلو خو هغوى ظالمانه چلند ورسره وكړ نوګوره چې د هغو ورانكارو انجام څنګه شو؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ مُوسَىٰ يَٰفِرْعَوْنُ إِنِّى رَسُولٌ مِّن رَّبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى وويل ای فرعونه! زه د مخلوقاتو د رب له خوا يو استازى راغلى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حَقِيقٌ عَلَىٰٓ أَن لَّآ أَقُولَ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِىَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ما سره په ټينګه دا ښايي چې الله پورې پرته له رښتيا (بل) څه ونه وايم، رښتيا هم ستاسو د رب له خوا مې څرګنده نښانه درته راوړې ده، نو بني اسرائيل راسره ولېږه (شام ته).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ إِن كُنتَ جِئْتَ بِـَٔايَةٍ فَأْتِ بِهَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې كه څه نښانه دې راوړې وي نو هغه راوړه كه ته رښتينی یې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِىَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو خپله لکړه (امسا) يي وغورځوله چې له واره يو څرګند ښامار ترې جوړ شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَزَعَ يَدَهُۥ فَإِذَا هِىَ بَيْضَآءُ لِلنَّٰظِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چې خپل لاس يې را واېست نو (ټولو) كتونكو ته تك سپين وځلېد.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَٰذَا لَسَٰحِرٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د فرعون د قوم مشرانو وويل: بې شكه چې دا يو پوه كوډګر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center غواړي تاسو له خپلې ځمكې وباسي نو څه امر (يا مشوره) كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَأَرْسِلْ فِى ٱلْمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى ويل: هغه او ورور ته يې څه مهلت وركړه او (بېلا بېلو) ښارونو ته راټولونكي ولېږه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَٰحِرٍ عَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې هر پوه جادوګر درته راولي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَآءَ ٱلسَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوٓا۟ إِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ ٱلْغَٰلِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بيا فرعون ته كوډګران راغلل ويلې: كه موږ بريالي شو نو موږ ته خو به حتماً څه بدله وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ لَمِنَ ٱلْمُقَرَّبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې هو او تاسې به (د دربار) له نږدې كسانو ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰمُوسَىٰٓ إِمَّآ أَن تُلْقِىَ وَإِمَّآ أَن نَّكُونَ نَحْنُ ٱلْمُلْقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى ويل: ای موسى يا به يې ته غورځوې، يا به موږ (ړومبي) غورځوونكي یو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَلْقُوا۟ فَلَمَّآ أَلْقَوْا۟ سَحَرُوٓا۟ أَعْيُنَ ٱلنَّاسِ وَٱسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَآءُو بِسِحْرٍ عَظِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې: وغورځوئ، نو چې ويې غورځول د خلكو په سترګو يې جادو وكړ، ويې وېرول او سترې كوډې يې وكړې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَإِذَا هِىَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى ته مو حكم وكړ چې لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ناڅاپه يې د هغوى د دروغو جوړ كړي شيان ښوى تېرول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَوَقَعَ ٱلْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (په دې توګه) حق ثابت شو او څه چې هغو كول (چور) باطل شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَغُلِبُوا۟ هُنَالِكَ وَٱنقَلَبُوا۟ صَٰغِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هماغلته مغلوب شول او سپك وګرځېدل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأُلْقِىَ ٱلسَّحَرَةُ سَٰجِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كوډګران سجده كوونكي وغورځول شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې په رب العالمين مو ايمان راوړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبِّ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هماغه د موسى او هارون -علیهما السلام- په رب.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فِرْعَوْنُ ءَامَنتُم بِهِۦ قَبْلَ أَنْ ءَاذَنَ لَكُمْ إِنَّ هَٰذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوهُ فِى ٱلْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُوا۟ مِنْهَآ أَهْلَهَا فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فرعون وويل: مخكې له دې چې زه اجازه دركړم تاسو پرې ايمان راوړو، دا خامخا يوه دسيسه ده چې تاسو په دې ښار كې جوړه كړې ده، ترڅو خلك (واكمنان) يې ترې وباسئ، نو زر به وپوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَٰفٍ ثُمَّ لَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خامخا به مو لاسونه او پښې ردې بدلې غوڅې، بيا به مو ټول په سولۍ وخېژوم (په دار وځړوم).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: يقيناً موږ د خپل رب لور ته ورستنېدونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا تَنقِمُ مِنَّآ إِلَّآ أَنْ ءَامَنَّا بِـَٔايَٰتِ رَبِّنَا لَمَّا جَآءَتْنَا رَبَّنَآ أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ته له موږ څخه پرته له دې د بل څه غچ نه اخلې چې موږ د خپل رب آيتونه ومنل، كله چې راته راغلل. زموږ ربه! پر موږ صبر راتوی كړه او مسلمانان مو له دنيا تېر كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَىٰ وَقَوْمَهُۥ لِيُفْسِدُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَءَالِهَتَكَ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَآءَهُمْ وَنَسْتَحْىِۦ نِسَآءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَٰهِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د فرعون د قوم مشرانو وويل: آيا ته موسى او قوم يې (نور هم) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى جوړ او تا او ستا خدايان پرېږدي؟ ويلې موږ به يې زامن وژنو او ښځې به يې ژوندۍ پرېږدو او موږ خو پر دوى برلاسي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ ٱسْتَعِينُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱصْبِرُوٓا۟ إِنَّ ٱلْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَٱلْعَٰقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موسى خپل قوم ته وويل: الله نه مرسته وغواړئ او صبركوئ، بې شكه دا ځمكه د الله ده، له خپلو بندګانو يې چاته چې خوښه شي، د هغى وارث ګرځوي او وروستۍ (بريا) د متقيانو ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أُوذِينَا مِن قَبْلِ أَن تَأْتِيَنَا وَمِنۢ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بنى اسرائيلو وويل: ستا له راتګه مخكې هم ځورول كېدلو او ستا له راتلو وروسته هم ځورول كيږو، (موسى) وويل: نږدې ده چې رب مو دښمن تباه كړي او په ځمكه كې خلافت دركړي، بيا به ګوري چې تاسو څنګه كار كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَخَذْنَآ ءَالَ فِرْعَوْنَ بِٱلسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِّنَ ٱلثَّمَرَٰتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او فرعونيان مو په كلونو كلونو د وچکالۍ او د مېوو په كمي اخته كړل، ترڅو ښايي هغوى پند واخلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِذَا جَآءَتْهُمُ ٱلْحَسَنَةُ قَالُوا۟ لَنَا هَٰذِهِۦ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُوا۟ بِمُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُۥٓ أَلَآ إِنَّمَا طَٰٓئِرُهُمْ عِندَ ٱللَّهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې ښه وخت به پرى راغلو، ويل به يې موږ خو د همدې وړ يو، او كه تنګسه به پرې راغله نو په موسى او ملګرو به يې بد شاګوم (بد فال) نيولو، خبر اوسئ چې د دوى شومتوب الله سره و خو زياتره يې نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِۦ مِنْ ءَايَةٍ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى وويل: ته كه هر څنګه نښانه راته راوړې چې پر موږ جادو وكړې، بيا هم ستا د خبرو منونكي نه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلطُّوفَانَ وَٱلْجَرَادَ وَٱلْقُمَّلَ وَٱلضَّفَادِعَ وَٱلدَّمَ ءَايَٰتٍ مُّفَصَّلَٰتٍ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو پر هغوى مو توپان راوستو او ملخان، سپګې، چنګښې او وينه د بېلا بېلو نښانو په توګه، خو دوى لويي وكړه او (ډېر) مجرم خلك وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ ٱلرِّجْزُ قَالُوا۟ يَٰمُوسَى ٱدْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا ٱلرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله به چې پر هغوى كوم عذاب راغلو نوويل به يې: ای موسى: تاته يې چې كومه وعده دركړې په هغې سره له خپله ربه موږ ته وغواړه چې كه دا عذاب دې رانه لرې كړ نو خامخا به ايمان در باندې راوړو او حتماً به بني اسرائيل درسره وليږو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ ٱلرِّجْزَ إِلَىٰٓ أَجَلٍ هُم بَٰلِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو كله چې موږ به هغه عذاب تر يوه ټاكلي وخته چې دوى ور رسېدونكي وو، ترې لرې كړ نو بيا به يې (فى الحال) خپله وعده ماتوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱنتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَٰهُمْ فِى ٱلْيَمِّ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَكَانُوا۟ عَنْهَا غَٰفِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو بيا مو غچ ترې واخيست او په سمندر مو لاهو كړل ځكه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل او ترې بې پروا شوي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَوْرَثْنَا ٱلْقَوْمَ ٱلَّذِينَ كَانُوا۟ يُسْتَضْعَفُونَ مَشَٰرِقَ ٱلْأَرْضِ وَمَغَٰرِبَهَا ٱلَّتِى بَٰرَكْنَا فِيهَا وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ ٱلْحُسْنَىٰ عَلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ بِمَا صَبَرُوا۟ وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُۥ وَمَا كَانُوا۟ يَعْرِشُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د دوى پر ځاى مو هغه خلك چې كمزوري كړل شوي وو، د هغې ځمكې د ختيځ او لويديځ وارثان كړل چې بركت مو پكې اچولى دى او ستا د رب دښېګڼې وعده په بني اسرائيلو تمامه شوه ځكه چې دوى صبر كړى و او ټول هغه څه مو تباه كړل چې فرعون او قوم يې جوړول او لوړول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَٰوَزْنَا بِبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْبَحْرَ فَأَتَوْا۟ عَلَىٰ قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَىٰٓ أَصْنَامٍ لَّهُمْ قَالُوا۟ يَٰمُوسَى ٱجْعَل لَّنَآ إِلَٰهًا كَمَا لَهُمْ ءَالِهَةٌ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بني اسرائيل مو له سمندره پورې وېستل نو په يوه قوم ورغلل چې (تل به) د خپلو (څو) بتانو په عبادت ولاړ وو، ويلې اى موسى! موږ ته هم يو دغسې معبود جوړ كړه لكه د دوى معبودان. ويلې رښتيا چې تاسي ډېره ناپوهي کوونکي خلک یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِيهِ وَبَٰطِلٌ مَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يقيناً هغه (دين) چې دوى پرې دي تباه دى او څه چې دوى كول هغه (ټول) باطل دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَغَيْرَ ٱللَّهِ أَبْغِيكُمْ إِلَٰهًا وَهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَى ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسى -علیه السلام-) وويل: آيا له الله پرته بل معبود درته ولټوم؟ حال دا چې هماغه تاسو پر ټولو خلكو غوره كړي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ أَنجَيْنَٰكُم مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ يُقَتِّلُونَ أَبْنَآءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَآءَكُمْ وَفِى ذَٰلِكُم بَلَآءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې له فرعونيانو مو وژغورلئ كومو چې تاسو سخت عذابولئ، ستاسو زامن به يې وژل او ښځې به يې ژوندۍ پرېښودې، او په دې كې مو د خپل رب له خوا لوى ازميښت و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَوَٰعَدْنَا مُوسَىٰ ثَلَٰثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَٰهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَٰتُ رَبِّهِۦٓ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَىٰ لِأَخِيهِ هَٰرُونَ ٱخْلُفْنِى فِى قَوْمِى وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ ٱلْمُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له موسى -علیه السلام- سره مو د دېرشو شپو لوز كړى و چې لس مو ور زياتې كړې نو د هغه د رب ټاكلې موده څلويښت شپې پوره شوه، او موسى خپل ورور هارون ته وويل: زما په قوم كې زما ځاى ناستى اوسه، سمون راوله او د ورانكارو په لار مه ځه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا جَآءَ مُوسَىٰ لِمِيقَٰتِنَا وَكَلَّمَهُۥ رَبُّهُۥ قَالَ رَبِّ أَرِنِىٓ أَنظُرْ إِلَيْكَ قَالَ لَن تَرَىٰنِى وَلَٰكِنِ ٱنظُرْ إِلَى ٱلْجَبَلِ فَإِنِ ٱسْتَقَرَّ مَكَانَهُۥ فَسَوْفَ تَرَىٰنِى فَلَمَّا تَجَلَّىٰ رَبُّهُۥ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُۥ دَكًّا وَخَرَّ مُوسَىٰ صَعِقًا فَلَمَّآ أَفَاقَ قَالَ سُبْحَٰنَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې موسى -علیه السلام- زموږ ټاكلې مودې ته راغى (د طور غره ته) او رب يې خبرې ورسره وكړې، ويلې زما ربه! ځان راوښايه چې ودې ګورم، ويې فرمايل: ته ما نه شې ليدلاى، خو دې غره ته وګوره كه هغه پر خپل ځاى (ولاړ) پاتې شو نو ته به مې هم ووينې. نو كله چې رب يې غره ته وړانګې وغورځولې نو هغه يې ذرى ذرې كړ او موسی -علیه السلام- بې هوښه پريوت، كله چې په هوښ شو ويلې: ته پاك يې، تاته مې توبه ده او زه تر ټولو مخكې ايمان راوړونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰمُوسَىٰٓ إِنِّى ٱصْطَفَيْتُكَ عَلَى ٱلنَّاسِ بِرِسَٰلَٰتِى وَبِكَلَٰمِى فَخُذْ مَآ ءَاتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ ٱلشَّٰكِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې فرمايل: ای موسى -علیه السلام-! ته مې په خپلو پيغامونو او خپل كلام سره پر خلكو غوره كړى يې، نو هغه څه مې چې دركړل هغه واخله او له شكر ويستونكو اوسه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَتَبْنَا لَهُۥ فِى ٱلْأَلْوَاحِ مِن كُلِّ شَىْءٍ مَّوْعِظَةً وَتَفْصِيلًا لِّكُلِّ شَىْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا۟ بِأَحْسَنِهَا سَأُو۟رِيكُمْ دَارَ ٱلْفَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ته مو په تختو كې د هر شي نصيحت او د هر شي لپاره بېل بېل هدايت وليكلو، نو هغه ټينګ ونيسه او خپل قوم ته دې حكم وكړه چې په غوره (احكامو) يې عمل وكړي زه به زر د فاسقانو كور دروښايم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَأَصْرِفُ عَنْ ءَايَٰتِىَ ٱلَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَإِن يَرَوْا۟ كُلَّ ءَايَةٍ لَّا يُؤْمِنُوا۟ بِهَا وَإِن يَرَوْا۟ سَبِيلَ ٱلرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِن يَرَوْا۟ سَبِيلَ ٱلْغَىِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَكَانُوا۟ عَنْهَا غَٰفِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ډېر زر به له خپلو نښانو د هغو كسانو پام واړوم چې پر ځمكه ناحقه تكبر كوي، دوى كه هر څنګه نښانې وګوري ايمان نه پرې راوړي او كه سمه لار وويني، د لارې په توګه يې نه خپلوي خو كه د كوږوالي لار وويني نو هغه د لارى په توګه خپلوي، دا ځكه چې هغوى زموږ آيتونه دروغ وګڼل او ترې بې خبره وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَلِقَآءِ ٱلْـَٔاخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَٰلُهُمْ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چا چې زموږ آيتونه او آخرت سره مخامخېدل دروغ وګڼل، عملونه يې برباد شول، آيا دوى ته به له خپلو عملونو پرته د بل څه بدله وركړی شي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَىٰ مِنۢ بَعْدِهِۦ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهُۥ خُوَارٌ أَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّهُۥ لَا يُكَلِّمُهُمْ وَلَا يَهْدِيهِمْ سَبِيلًا ٱتَّخَذُوهُ وَكَانُوا۟ ظَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د موسى -علیه السلام- قوم د ده (له تګ) وروسته له خپلو ګاڼو څخه د خوسي (په څېر) بت جوړ كړ چې رمباړه یې هم لرله، آيا دوى نه كتل چې نه خبرې ورسره كوي او نه څه لار ورښايي، خو بيا يې هم په خدايۍ ونيوه او دوى (په خپلو ځانو) ظالمان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا سُقِطَ فِىٓ أَيْدِيهِمْ وَرَأَوْا۟ أَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّوا۟ قَالُوا۟ لَئِن لَّمْ يَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَيَغْفِرْ لَنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلْخَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې پښېمانه شول او ويې ليدل چې واقعاً دوى بې لارې شوي دي نو ويې ويل: كه خپل رب مو رحم را باندې ونه كړي او موږ ونه بخښي نو خامخا به له تاوانيانو يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَىٰٓ إِلَىٰ قَوْمِهِۦ غَضْبَٰنَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِى مِنۢ بَعْدِىٓ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ وَأَلْقَى ٱلْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُۥٓ إِلَيْهِ قَالَ ٱبْنَ أُمَّ إِنَّ ٱلْقَوْمَ ٱسْتَضْعَفُونِى وَكَادُوا۟ يَقْتُلُونَنِى فَلَا تُشْمِتْ بِىَ ٱلْأَعْدَآءَ وَلَا تَجْعَلْنِى مَعَ ٱلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې موسى -علیه السلام- خپل قوم ته په غوسه او خپه بېرته راستون شو، ويلې: له ما وروسته خو تاسو زما ډېره ناوړه ځاى ناستي كړې ده، آيا د خپل رب له امره مو بيړه وكړه، او تختې يې وغورځولې او د خپل ورور د سر وېښتان يې ونيول، ځانته یې را ښكوده. (ورور یې) وویل: زما د مور زويه! دې خلكو زه كمزورى كړم او نږدې يې وژلى وم نو غليمان مه را باندې خوشالوه او له دې ظالمانو خلكو سره مې مه يوځاى كوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ ٱغْفِرْ لِى وَلِأَخِى وَأَدْخِلْنَا فِى رَحْمَتِكَ وَأَنتَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موسى -علیه السلام- وويل: زما ربه! ما او ورور مې وبخښې او په خپل رحمت كې مو داخل كړې او ته له ټولو زيات رحم كوونكى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ ٱلْعِجْلَ سَيَنَالُهُمْ غَضَبٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَذِلَّةٌ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَكَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُفْتَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه چا چې خوسى په خدايۍ نيولى زر به د خپل رب له خوا په غضب اخته او په دنيايي ژوند كې له سپكاوي سره مخ شي، او دروغ تړونكو ته همدغسې سزا وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ عَمِلُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ثُمَّ تَابُوا۟ مِنۢ بَعْدِهَا وَءَامَنُوٓا۟ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغو كسانو چې ناوړه كارونه یې وكړل او بيا يې وروسته توبه وكړه او ايمان يې راوړ نو يقيناً ستا رب له هغه وروسته خامخا بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا سَكَتَ عَن مُّوسَى ٱلْغَضَبُ أَخَذَ ٱلْأَلْوَاحَ وَفِى نُسْخَتِهَا هُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې د موسى -علیه السلام- غوسه سړه شوه، تختې يې را واخيستې، چې په ليكنه كې يې هغو كسانو ته لارښوونه او رحمت و چې هغوى له خپل رب څخه ويريږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱخْتَارَ مُوسَىٰ قَوْمَهُۥ سَبْعِينَ رَجُلًا لِّمِيقَٰتِنَا فَلَمَّآ أَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُم مِّن قَبْلُ وَإِيَّٰىَ أَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ ٱلسُّفَهَآءُ مِنَّآ إِنْ هِىَ إِلَّا فِتْنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَن تَشَآءُ وَتَهْدِى مَن تَشَآءُ أَنتَ وَلِيُّنَا فَٱغْفِرْ لَنَا وَٱرْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْغَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى -علیه السلام له خپل قوم نه زموږ ټاكلي وخت لپاره اويا كسان خوښ كړي وو، بيا چې يوې سختې زلزلې راګير كړل ويلې زما ربه! كه تا غوښتي وى لا ړومبى دې دوى او زه هلاكولاى شولو، آيا په هغه كار چې له موږ نه څو ناپوهانو وكړ (اوس) موږ ټول هلاكوې، دا دې له يوه ازميښته پرته بل څه نه و چې په هغه سره چاته چې وغواړې بې لارې كوې يې او چاته چې وغواړې سمه لار ښايې، ته زموږ واكمن يې نو بخښنه راته وكړه او رحم را باندې وكړه او همدا ته له ټولو غوره بخښونكى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱكْتُبْ لَنَا فِى هَٰذِهِ ٱلدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ إِنَّا هُدْنَآ إِلَيْكَ قَالَ عَذَابِىٓ أُصِيبُ بِهِۦ مَنْ أَشَآءُ وَرَحْمَتِى وَسِعَتْ كُلَّ شَىْءٍ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلَّذِينَ هُم بِـَٔايَٰتِنَا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په دې دنيا كې هم ښېګڼه راته وليكه او په آخرت كې هم، موږ تاته دروګرځېدو، (الله تعالی) وفرمايل: عذاب خو مې چاته چې وغواړم رسوم يې او رحمت مې په هر څه باندې خپور شوى دى نو دا به د هغو خلكو لپاره وليكم چې تقوى كوي، زكات وركوي او زموږ په آيتونو ايمان راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلرَّسُولَ ٱلنَّبِىَّ ٱلْأُمِّىَّ ٱلَّذِى يَجِدُونَهُۥ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ وَٱلْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِٱلْمَعْرُوفِ وَيَنْهَىٰهُمْ عَنِ ٱلْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ ٱلْخَبَٰٓئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَٱلْأَغْلَٰلَ ٱلَّتِى كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِهِۦ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَٱتَّبَعُوا۟ ٱلنُّورَ ٱلَّذِىٓ أُنزِلَ مَعَهُۥٓ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې د همدې امي رسول متابعت كوي كوم چې دوى سره په تورات او انجيل كې يې (نوم) ليكلى مومي، (هغه) چې د ښېګڼې امر ورته كوي، له بدۍ يې ايساروي، پاكيزه شيان ورته حلالوي، ناپاكه ورباندې حراموي او درانه پيټي يې ترې ايسته كوي او هغه بنديزونه چې پر دوى وو (ماتوي يې). نو هغو چې ايمان پرې راوړو، ملاتړ او مرسته يې وكړه او په هغې رڼايي پسې روان شول چې له ده سره نازله شوې، همدوى بريالي كېدونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنِّى رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا ٱلَّذِى لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِ ٱلنَّبِىِّ ٱلْأُمِّىِّ ٱلَّذِى يُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَكَلِمَٰتِهِۦ وَٱتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: ای خلكو! زه تاسو ټولو ته د هغه الله رسول يم چې داسمانو او ځمكې باچاهي خاص هغه لره ده، له هغه پرته (په حق سره) بل معبود نشته هماغه ژوندي كوي او مړه كوي نو په الله او هغه رالېږلي امي نبي يي ايمان راوړئ چې په الله او ټولو خبرو يې ايمان لري او متابعت يې وكړئ چې سمه لار ومومئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِن قَوْمِ مُوسَىٰٓ أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِٱلْحَقِّ وَبِهِۦ يَعْدِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د موسى -علیه السلام- د قوم يوې ډلې له حق سره سمه ښوونه كوله او په همدې سره انصاف کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَطَّعْنَٰهُمُ ٱثْنَتَىْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًا وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ إِذِ ٱسْتَسْقَىٰهُ قَوْمُهُۥٓ أَنِ ٱضْرِب بِّعَصَاكَ ٱلْحَجَرَ فَٱنۢبَجَسَتْ مِنْهُ ٱثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلْغَمَٰمَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْهِمُ ٱلْمَنَّ وَٱلسَّلْوَىٰ كُلُوا۟ مِن طَيِّبَٰتِ مَا رَزَقْنَٰكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى مو په دولسو بیلو بیلو ډلو او قومونو وېشلي وو، او موسى -علیه السلام- ته مو حكم ولېږلو كله چې خپل قوم ته يې اوبه وغوښتې چې په كونټۍ دې دا ګټ ووهه! نو بيا دولس چينې ترې وخوټېدې، او هرې ډلې خپل اوبهخور و پېژندو، او پر هغوى مو ورېځ سيورى كړه او ترنجبين او مړزان مو پرې نازل كړل، خورئ هغه پاك شيان چې موږ در روزى كړي او پر موږ يې ظلم نه دى كړي، پر خپلو ځانو يې ظلم كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قِيلَ لَهُمُ ٱسْكُنُوا۟ هَٰذِهِ ٱلْقَرْيَةَ وَكُلُوا۟ مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ وَقُولُوا۟ حِطَّةٌ وَٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِيٓـَٰٔتِكُمْ سَنَزِيدُ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې ورته وويل شول: په دې كلي كې واوسئ او څنګه مو چې خوښه وي له حاصلاتو يې خورئ او حطة (بخښنه غواړو) وايئ، او په وره باندې سجده كوونكي ننوځئ، موږ به ستاسي ګناهونه در وبخښو او زر به نېكانو ته اجر ورزيات كړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَبَدَّلَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ ٱلَّذِى قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُوا۟ يَظْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو له دوى نه (ځينو) ظالمانو هغه خبره بدله كړه چې ورته ويل شوې وه، نو په دې چې ظلم يې كولو له اسمانه مو يو عذاب ورباندې راوستلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَسْـَٔلْهُمْ عَنِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِى كَانَتْ حَاضِرَةَ ٱلْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِى ٱلسَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَيَوْمَ لَا يَسْبِتُونَ لَا تَأْتِيهِمْ كَذَٰلِكَ نَبْلُوهُم بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغه كلي په هكله يې وپوښته چې د سمندر په غاړه و، هغه مهال چې د خالي په ورځ يې تېرى كولو، كله چې كبان به يې د خالي په ورځ څرګند راتلل او چې د خالي ورځ به نه وه، نه به ورته راتلل، همداسې يې ازمايو، په دې چې سرغړونه يې كوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا ٱللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُوا۟ مَعْذِرَةً إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې يوې ډلې يې وويل: د څه لپاره داسې خلكو ته نصيحت كوئ چې الله يې تباه كوونكى يا سخت عذاب وركوونكى دى، هغوى ويل: ستاسو رب ته د عذر پيدا كولو لپاره او دا چې ښايي دوى هم وويريږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا نَسُوا۟ مَا ذُكِّرُوا۟ بِهِۦٓ أَنجَيْنَا ٱلَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ ٱلسُّوٓءِ وَأَخَذْنَا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ بِعَذَابٍۭ بَـِٔيسٍۭ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې هغه نصيحت يې هېر كړ چې يادونه يې ورته شوې وه نو بيا مو هغه كسان بچ كړل چې له بديو يې منع كوله او چا چې ظلم كړى و هغوى مو په سخت عذاب راونيول، په دې چې سرغړونه به يې كوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا عَتَوْا۟ عَن مَّا نُهُوا۟ عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُوا۟ قِرَدَةً خَٰسِـِٔينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې له هغه څه يې سر وغړولو چې ترې ايسار كړى شوي وو نو موږ ورته وويل (ځئ) خوار ذليل بيزوګان شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ مَن يَسُومُهُمْ سُوٓءَ ٱلْعَذَابِ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ ٱلْعِقَابِ وَإِنَّهُۥ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې: تر قيامته به داسې خلك پر دوى (بنى اسرائيلو) خامخا واكمن كړي چې ډېر بد يې عذابوي، يقيناً ستا رب په سزا وركولو كې ګړندى دى او بې شكه هغه مهربان بخښونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَطَّعْنَٰهُمْ فِى ٱلْأَرْضِ أُمَمًا مِّنْهُمُ ٱلصَّٰلِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَٰلِكَ وَبَلَوْنَٰهُم بِٱلْحَسَنَٰتِ وَٱلسَّيِّـَٔاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى مو په ځمكه كې ډلې ډلې خپاره واره كړل، ځينې يې نېكان او ځينې يې لږ راښكته دي او هغوى مو په ښو او بدو حالاتو وازمايل چې ښايي بيرته راوګرځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَخَلَفَ مِنۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَرِثُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَٰذَا ٱلْأَدْنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِن يَأْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهُۥ يَأْخُذُوهُ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَٰقُ ٱلْكِتَٰبِ أَن لَّا يَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ وَدَرَسُوا۟ مَا فِيهِ وَٱلدَّارُ ٱلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو بيا له دوى وروسته يې داسې خلك ځاى ناستي شول چې د كتاب وارثان شول (نو) د همدې (بى ارزښته) دنيا سامان را اخلي او وايي: زر به وبخښل شو او كه بيا هغه شان سامان ورته راشي (بيا يې) را اخلي. آيا له دوى نه د كتاب ژمنه اخيستل شوې نه وه چې په الله پورې به له حق پرته بل څه نه وايي او څه چې پكې دي هغه يې (ټول) لوستلي هم دي، او د آخرت استوګنځى حتماً هغو خلكو ته غوره دى چې تقوا كوي، آيا تاسو عقل نه كاروئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِٱلْكِتَٰبِ وَأَقَامُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُصْلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې كتاب ټينګ نيولى او لمونځ يې ترسره كړى، يقيناً موږ د (داسې) نېكانو اجر نه ضايع كوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ نَتَقْنَا ٱلْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَأَنَّهُۥ ظُلَّةٌ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُۥ وَاقِعٌۢ بِهِمْ خُذُوا۟ مَآ ءَاتَيْنَٰكُم بِقُوَّةٍ وَٱذْكُرُوا۟ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې پر دوى مو غر داسې راپورته كړ لكه چې هغه چترۍ وي او ګومان يې كولو چې هغه ورباندې راپرېوتونكى دى، څه مو چې دركړي هغه ټينګ ونيسئ او څه چې پكې (ليكلي) دي هغه ياد كړئ ښايي ځانونه وساتئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنۢ بَنِىٓ ءَادَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا۟ بَلَىٰ شَهِدْنَآ أَن تَقُولُوا۟ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَٰذَا غَٰفِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې ستا رب د بنيادمانو له شاګانو د هغوى ځوځات (اولاده) راووېستله او هغوى يې پر خپلو ځانو شاهدان ګرځولي وو (او پوښتلي يې وو) آيا ستاسو رب نه يم؟ هغوى وويل: هو! رب مو يې، موږ شاهدي وايو، (د دى لپاره) چې بيا د قيامت په ورځ ونه واياست چې موږ خو له دې ناخبره وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوْ تَقُولُوٓا۟ إِنَّمَآ أَشْرَكَ ءَابَآؤُنَا مِن قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةً مِّنۢ بَعْدِهِمْ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ ٱلْمُبْطِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا دا ونه واياست چې شرك خو زموږ پلرونو مخكې (پيل) كړى وو او موږ يې ځوځات (اولاد) و له هغوى وروسته، آيا نو په هغه كار مو هلاكوې چې باطله عمل كوونكو كړى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَٰتِ وَلَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همدغه شان په تفصيل سره آيتونه بيانوو، او ښايي چې هغوى راوګرځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ٱلَّذِىٓ ءَاتَيْنَٰهُ ءَايَٰتِنَا فَٱنسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ ٱلشَّيْطَٰنُ فَكَانَ مِنَ ٱلْغَاوِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پر دوى د هغه چا حال ولوله چې موږ خپل آيتونه وركړي وو خو هغه ترى ووتو، نو شيطان ورپسې شو نو هغه له لار وركو شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَٰهُ بِهَا وَلَٰكِنَّهُۥٓ أَخْلَدَ إِلَى ٱلْأَرْضِ وَٱتَّبَعَ هَوَىٰهُ فَمَثَلُهُۥ كَمَثَلِ ٱلْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ذَّٰلِكَ مَثَلُ ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا فَٱقْصُصِ ٱلْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه موږ غوښتي واى نو په دې به مو لوړتيا وركړې وه خو هغه د ځمكې لور ته سركوزى (ورښکته) شو او په هوس پسې شو نو مثال يې د سپي غوندې شو چې كه حمله ورباندې كوې هم ژبه را باسي او كه پرېږدې يې هم ژبه را باسي، دا د هغو خلكو مثال دى چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي نو ته دا كيسې ورته بيان كړه ښايي دوى څه فكر وكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَآءَ مَثَلًا ٱلْقَوْمُ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَأَنفُسَهُمْ كَانُوا۟ يَظْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغو خلكو ناوړه مثال دى چې زموږ آيتونه يې دروغ وګڼل او په خپلو ځانو يې ظلم كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَن يَهْدِ ٱللَّهُ فَهُوَ ٱلْمُهْتَدِى وَمَن يُضْلِلْ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چاته چې الله هدايت وكړي نو يوازې هماغه سمه لارموندونكى دى، او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو همدوى تاوانيان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ ءَاذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَآ أُو۟لَٰٓئِكَ كَٱلْأَنْعَٰمِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْغَٰفِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او رښتيا چې په پېريانو او انسانانو كې مو ډېر (خلك) د جهنم لپاره پيدا كړي دي، د هغوى زړونه شته خو فكر نه ورباندې كوي او د هغوى سترګې شته خو څه ورباندې نه ويني او غوږونه يې شته خو څه پرې نه اوري، دا خلك د څارويو په شان دي، بلكې زيات بې لارې، همدوى په خپله غافلان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِلَّهِ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ فَٱدْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا۟ ٱلَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِىٓ أَسْمَٰٓئِهِۦ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د الله ډېر ښه ښه نومونه دي نو په هماغو يې وبولئ او هغه خلك پرېږدئ چې د ده په نومونو كې كوږوالى كوي، دوى چې څه كول د هغو بدله به مومي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِمَّنْ خَلَقْنَآ أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِٱلْحَقِّ وَبِهِۦ يَعْدِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغو خلكو نه چې موږ پيدا كړي يوه ډله په حقه ښوونه كوي او په همدې سره انصاف كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي په كرار كرار به يې داسې راونيسو چې دوى به هيڅ نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأُمْلِى لَهُمْ إِنَّ كَيْدِى مَتِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او مهلت وركوم، بې شکه زما تدبير (پلان) ډېر پوخ دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا۟ مَا بِصَاحِبِهِم مِّن جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا دوى سوچ نه دى كړى؟ د دوى په ملګري كې هېڅ ليونتوب نشته، هغه خو پرته له يو څرګند ويروونكي بل څه نه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَنظُرُوا۟ فِى مَلَكُوتِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ ٱللَّهُ مِن شَىْءٍ وَأَنْ عَسَىٰٓ أَن يَكُونَ قَدِ ٱقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَهُۥ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا دوى د اسمانو او ځمكې په باچايۍ كې څه سوچ نه دى كړى او كوم شيان چې الله پيدا كړي دي او دا چې ښايي نېټه يې رانږدې شوې وي نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَا هَادِىَ لَهُۥ وَيَذَرُهُمْ فِى طُغْيَٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څوك چې الله يې بې لارې كړي نو څوك لارښود يې نشته، او همداسې يې په خپلې ناړامۍ كې پرېږدي چې لا لهانده ګرځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَىٰهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ رَبِّى لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَآ إِلَّا هُوَ ثَقُلَتْ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةً يَسْـَٔلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِىٌّ عَنْهَا قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ ٱللَّهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د قيامت په اړه دې پوښتي، چې كله به يې راڅرګندېدل وي؟ ورته وايه: د هغه معلومات زما رب سره دى، يوازې هغه به يې په خپل وخت راڅرګندوي، دروند دى (ډار يې) په اسمانو او ځمكه كې، نه درته راځي مګر ناڅاپه، داسې دې پوښتي لكه ته چې د هغه په هكله څېړونكى يې، ورته وايه: معلومات يې الله سره دى خو زياتره خلك نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُل لَّآ أَمْلِكُ لِنَفْسِى نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ ٱلْغَيْبَ لَٱسْتَكْثَرْتُ مِنَ ٱلْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِىَ ٱلسُّوٓءُ إِنْ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: زه خپل ځان ته هم د ګټې او تاوان واك نه لرم، مګر څه چې الله غواړي او كه زه په غيبو پوهېدلى نو ډېرې ګټې به مې كړې وې او هېڅ زيان به نه و را رسېدلى، زه مومنانو ته له يو وېروونكي او زېري وركوونكي پرته بل څه نه يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَٰحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّىٰهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِۦ فَلَمَّآ أَثْقَلَت دَّعَوَا ٱللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ ءَاتَيْتَنَا صَٰلِحًا لَّنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّٰكِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دى هماغه دى چې تاسو يې له يو كس نه پيدا كړئ او له هماغه يې د ده جوړه پيدا كړه چې له هغې سره بسيا (ارام) شي، نو بيا يې كله چې وپوښله (کوروالی وکړ)، هغې سپك بار (حمل) واخيست، چې ورسره ګرځېده به (وخت پرې تېر شو)، نو كله چې درنه شوه (په حمل سره نو) دواړو خپل رب الله ته سوال وكړ چې كه ښه بچى دې راكړ نو خامخا به موږ شكر وېستونكي اوسو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّآ ءَاتَىٰهُمَا صَٰلِحًا جَعَلَا لَهُۥ شُرَكَآءَ فِيمَآ ءَاتَىٰهُمَا فَتَعَٰلَى ٱللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو كله چې ښه بچى يې وركړ، دواړو په هغه وركړه كې له ده سره نور شريكان وګڼل نو الله له هغو ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْـًٔا وَهُمْ يُخْلَقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغه څه ورسره شريكوي چې هېڅ شي نه پيدا كوي بلكې خپله دوى پيدا كول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًا وَلَآ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه هغوى سره څه مرسته كولاى شي او نه خپلو ځانو سره څه مرسته كولاى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى ٱلْهُدَىٰ لَا يَتَّبِعُوكُمْ سَوَآءٌ عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَٰمِتُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه سمې لارې ته يې راوبلې، نه در پسې راځي، پر تاسو برابره ده كه راومو بلل يا تاسو چوپ پاتې شوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ فَٱدْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُوا۟ لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه هغه چې تاسو يې الله نه پرته رابلئ، هغوى هم ستاسو په شان بندګان دي، نو كه تاسو رښتيني ياست راويې بلئ، نو ځواب دې دركړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَآ أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَآ أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَآ أَمْ لَهُمْ ءَاذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا قُلِ ٱدْعُوا۟ شُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلَا تُنظِرُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا د هغوى پښې شته چې ورباندې لاړشي؟ يا يې لاسونه شته چې څه پرې ونيسي؟ يا يې سترګې شته چې پرې ګوري؟ يا يې غوږونه شته چې پرې واوري؟ ورته وايه شريكان مو راوبلئ بيا ماته دسيسې جوړې كړئ او هېڅ مهلت مه راكوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ وَلِـِّۧىَ ٱللَّهُ ٱلَّذِى نَزَّلَ ٱلْكِتَٰبَ وَهُوَ يَتَوَلَّى ٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه زما ملاتړ هماغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى او هماغه د صالحانو ساتنه او پالنه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلَآ أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې تاسو يې له هغه پرته رابلئ نه ستاسو څه مرسته كولاى شي او نه د خپلو ځانو څه مرسته كولاى شى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى ٱلْهُدَىٰ لَا يَسْمَعُوا۟ وَتَرَىٰهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه سمې لارې ته يې رابلئ نو هم څه نه اوري، او ته يې وينې چې درته ګوري به خو هغوى څه نه ويني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خُذِ ٱلْعَفْوَ وَأْمُرْ بِٱلْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ ٱلْجَٰهِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (اى پېغمبره !) د تېرېدنې (لار) ونيسه، په ښو چارو امر كوه، او له جاهلانو مخ واړوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ ٱلشَّيْطَٰنِ نَزْغٌ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ إِنَّهُۥ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه د شيطان له لوري دې كومه وسوسه ولمسوي نو په الله پورې پناه وغواړه، يقيناً هماغه پوه اورېدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَوْا۟ إِذَا مَسَّهُمْ طَٰٓئِفٌ مِّنَ ٱلشَّيْطَٰنِ تَذَكَّرُوا۟ فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه څوك چې الله نه وېريږي كله چې د شيطان له خوا كومه وسوسه ورورسي، نو (سمدلاسه) متوجه كيږي نو بيا دوى ليدونكي شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِخْوَٰنُهُمْ يَمُدُّونَهُمْ فِى ٱلْغَىِّ ثُمَّ لَا يُقْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغوى (كافرانو) ورونه (شيطانان) دوى په كږه لار كې راكاږي او بيا هېڅ لنډون (سستي) نه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا لَمْ تَأْتِهِم بِـَٔايَةٍ قَالُوا۟ لَوْلَا ٱجْتَبَيْتَهَا قُلْ إِنَّمَآ أَتَّبِعُ مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ مِن رَّبِّى هَٰذَا بَصَآئِرُ مِن رَّبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې كومه نښانه (آیت) ورته رانه وړې وايي: ولې دې له ځانه جوړه نه كړه ورته وايه: زه خو يوازې د هغه څه متابعت كوم چې له خپله ربه مې راته وحى كيږي، دا (قرآن) ستاسو د رب له خوا د بصيرت روښنايي، لارښوونه او رحمت دى هغو خلكو ته چې ايمان راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا قُرِئَ ٱلْقُرْءَانُ فَٱسْتَمِعُوا۟ لَهُۥ وَأَنصِتُوا۟ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې قرآن لوستل كيږي نو غوږ ورته كېږدئ، او چوپ اوسئ ښايي چې رحم درباندې وشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱذْكُر رَّبَّكَ فِى نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ ٱلْجَهْرِ مِنَ ٱلْقَوْلِ بِٱلْغُدُوِّ وَٱلْـَٔاصَالِ وَلَا تَكُن مِّنَ ٱلْغَٰفِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خپل رب دې په زړه كې له زارۍ او وېرې سره او په ژبه له ورو اواز سره سهاراو ماښامونو كې يادوه او له غافلانو څخه مه كېږه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِۦ وَيُسَبِّحُونَهُۥ وَلَهُۥ يَسْجُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه هغه (ملايكې) چې ستا د رب خوا كې (مقربې) دي، د هغه له عبادته لويي نه كوي، د هغه پاكي وايي او هغه ته سجدې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الأنعام
سورت الأنفال ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.