caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الأنفال، آیت ۴۲

مدني · د نزول ترتیب ۸۸ · 8:42

إِذْ أَنتُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلدُّنْيَا وَهُم بِٱلْعُدْوَةِ ٱلْقُصْوَىٰ وَٱلرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَلَوْ تَوَاعَدتُّمْ لَٱخْتَلَفْتُمْ فِى ٱلْمِيعَٰدِ وَلَٰكِن لِّيَقْضِىَ ٱللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَنۢ بَيِّنَةٍ وَيَحْيَىٰ مَنْ حَىَّ عَنۢ بَيِّنَةٍ وَإِنَّ ٱللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه مهال چې تاسو د ناو په نږدې غاړه او هغوى يې په لرې غاړه (دېره) وو، حال دا چې كاروان له تاسو كوز و. او كه يو بل سره مو (د جګړې) وعده كړې وى نو خامخا به مو په وعده كې مخالفت كړى وى (خو دا پېښه شوه) د دې لپاره چې الله هغه كار ترسره كړي چې كېدونكى و، تر څو هلاكېدونكي له ښكاره دليل سره هلاك او ژوندى له څرګند حجت سره ژوندى پاتې شي او بې شكه الله خامخا پوه اورېدونكی دى.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70