ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا فَٱلْيَوْمَ نَنسَىٰهُمْ كَمَا نَسُوا۟ لِقَآءَ يَوْمِهِمْ هَٰذَا وَمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يَجْحَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې خپل دين يې تماشه او لوبه ګرځولى او دنيايي ژوند غولولي وو. نو نن به يې داسې هېر كړو لكه دوى چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخ كېدل هېر كړي وو او (لكه دوى) چې زموږ له آيتونو انكار كولو.