وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ وَعَلَى ٱلْأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلًّۢا بِسِيمَىٰهُمْ وَنَادَوْا۟ أَصْحَٰبَ ٱلْجَنَّةِ أَن سَلَٰمٌ عَلَيْكُمْ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغو دواړو (جنت او دوزخ) ترمنځ پرده ده، او د اعراف د پاسه څه كسان دي چې دا هر يو له نښو پېژني، او جنتيانو ته به اواز وكړي چې پر تاسو دې سلامتي وي دوى به ورننوتلي نه وي خو هيله به لري.