caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الأعراف، آیت ۱۶۹

مکي · د نزول ترتیب ۳۹ · 7:169

فَخَلَفَ مِنۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَرِثُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَٰذَا ٱلْأَدْنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِن يَأْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهُۥ يَأْخُذُوهُ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَٰقُ ٱلْكِتَٰبِ أَن لَّا يَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ وَدَرَسُوا۟ مَا فِيهِ وَٱلدَّارُ ٱلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو بيا له دوى وروسته يې داسې خلك ځاى ناستي شول چې د كتاب وارثان شول (نو) د همدې (بى ارزښته) دنيا سامان را اخلي او وايي: زر به وبخښل شو او كه بيا هغه شان سامان ورته راشي (بيا يې) را اخلي. آيا له دوى نه د كتاب ژمنه اخيستل شوې نه وه چې په الله پورې به له حق پرته بل څه نه وايي او څه چې پكې دي هغه يې (ټول) لوستلي هم دي، او د آخرت استوګنځى حتماً هغو خلكو ته غوره دى چې تقوا كوي، آيا تاسو عقل نه كاروئ.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70