إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ يُغْشِى ٱلَّيْلَ ٱلنَّهَارَ يَطْلُبُهُۥ حَثِيثًا وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ وَٱلنُّجُومَ مُسَخَّرَٰتٍۭ بِأَمْرِهِۦٓ أَلَا لَهُ ٱلْخَلْقُ وَٱلْأَمْرُ تَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل، بيا يې پر عرش استواء (د عرش د پاسه شو) وكړه، شپه په ورځې باندې پټوي چې هر يو په تلوار سره لټوي او لمر، سپوږمۍ او ستوري (يې پيدا كړل) چې د هغه په امر غاړه اېښودونكي دي. خبر اوسئ! پيدا كول او حكم چلول خاص هغه لره دي، الله بركت والا دى، د ټولو مخلوقاتو رب.