قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ ٱللَّهِ ٱلَّتِىٓ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِۦ وَٱلطَّيِّبَٰتِ مِنَ ٱلرِّزْقِ قُلْ هِىَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَٰتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته وايه: د الله هغه (د) ښكلا (سامان) چا حرامه كړې چې خپلو بندګانو ته يې را اېستلې او د روزي هغه پاكيزه شيان؟ ورته وايه: هغه خو په دنيايي ژوند كې هم (اصلاً) د مومنانو لپاره دي او د قيامت په ورځ خو به يوازې د دوى لپاره وي، په همدې توګه موږ هغو خلكو ته خپل آيتونه څرګند بيانوو چې پوهيږي.