فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِـَٔايَٰتِهِۦٓ أُو۟لَٰٓئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُم مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوٓا۟ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ قَالُوا۟ ضَلُّوا۟ عَنَّا وَشَهِدُوا۟ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا۟ كَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې په الله پورې دروغ تړي يا يې آيتونه دروغ ګڼي، داسې خلكو ته به يې خپله ټاكل شوې برخه تر هغه پورې رسيږي چې زموږ استازي ورشي، سايي اخلې، ورته وايي به: چېرې دي هغه چې تاسو به الله نه پرته رابلل؟ دوى به وايي: (اوس) خو ټول رانه ورك شول، او پر خپلو ځانو به شاهدي ووايي چې يقيناً دوى كافران وو.