caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت فصلت فصلت

۵۴ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۶۱

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ حمٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerحم [1]

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تَنزِيلٌ مِّنَ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerراتلل د دې [قران] د ډیر او همیشه مهربان ذات لخوا.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كِتَٰبٌ فُصِّلَتْ ءَايَٰتُهُۥ قُرْءَانًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيو داسې كتاب دى چې آيتونه يې بېل بېل څرګند بيان شوي چې عربي قرآن دى د هغه قوم لپاره چې پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

بَشِيرًا وَنَذِيرًا فَأَعْرَضَ أَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزېرى وركوونكى او وېروونكى، خو بيا هم زياترو يې مخ وګرځولو او نه يې اوري.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالُوا۟ قُلُوبُنَا فِىٓ أَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُونَآ إِلَيْهِ وَفِىٓ ءَاذَانِنَا وَقْرٌ وَمِنۢ بَيْنِنَا وَبَيْنِكَ حِجَابٌ فَٱعْمَلْ إِنَّنَا عَٰمِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى وايي چې زموږ زړونه په پردو كې دي له هغه څه نه چې ته مو وربولې په غوږو كې مو دروندوالى او زموږ او ستا ترمنځ يوه پرده ده نو (خپل) كار كوه موږ هم (خپل) كار كوونكي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ إِنَّمَآ أَنَا۠ بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰٓ إِلَىَّ أَنَّمَآ إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ فَٱسْتَقِيمُوٓا۟ إِلَيْهِ وَٱسْتَغْفِرُوهُ وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerووايه: یقینا زه خو ستاسي په شان بشر يم، وحي راته كيږي چې ستاسي الله په رېښتيا يوازې يو الله دى نو تاسي د همغه لور ته ورنېغ (متوجه) شئ او بخښنه ترې وغواړئ او د مشركانو لپاره تباهي ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ كَٰفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى زكات نه وركوي او له آخرته هم منكر دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerېشكه كومو كسانو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي د هغوی لپاره نه ختمېدونكى اجر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِٱلَّذِى خَلَقَ ٱلْأَرْضَ فِى يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُۥٓ أَندَادًا ذَٰلِكَ رَبُّ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerووايه آيا تاسو له هغه ذاته انكار كوئ چې ځمكه يې په دوو ورځو كې پيدا كړه او له هغه سره شريكان ټاكئ؟ همدا د مخلوقاتو پالونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَجَعَلَ فِيهَا رَوَٰسِىَ مِن فَوْقِهَا وَبَٰرَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَآ أَقْوَٰتَهَا فِىٓ أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَآءً لِّلسَّآئِلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په هغې كې يې د پاسه غرونه پيدا كړل او بركت يې پكې واچولو او په څلورو ورځو كې يې خوراكونه ور وټاكل، د (ټولو) پوښتنه کوونكو لپاره يو شان برابر.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ثُمَّ ٱسْتَوَىٰٓ إِلَى ٱلسَّمَآءِ وَهِىَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ٱئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَآ أَتَيْنَا طَآئِعِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبيا یې آسمان ته اراده وکړه او هغه لوګی و نو هغه او ځمكې ته يې وويل: دواړه راشئ په خوښه يا ناخوښه! دواړو وویل: په خوښۍ (تابعدار) راغلي يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَقَضَىٰهُنَّ سَبْعَ سَمَٰوَاتٍ فِى يَوْمَيْنِ وَأَوْحَىٰ فِى كُلِّ سَمَآءٍ أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنْيَا بِمَصَٰبِيحَ وَحِفْظًا ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغه بيا په دوو ورځو كې اووه اسمانونه جوړ كړل او په هر اسمان كې يې (مناسب) احكام وحي كړل او د دنيا اسمان مو په چراغونو ښكلى كړ او ومو ساتلو، دا د برلاسي ډېر پوه ذات اندازه کول دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِنْ أَعْرَضُوا۟ فَقُلْ أَنذَرْتُكُمْ صَٰعِقَةً مِّثْلَ صَٰعِقَةِ عَادٍ وَثَمُودَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه مخ يې وګرځولو بيا ورته ووايه چې ما له سخت عذاب نه ووېرولئ، لكه د عاد او ثمود [تندر او تیزه سیلۍ].

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِذْ جَآءَتْهُمُ ٱلرُّسُلُ مِنۢ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ قَالُوا۟ لَوْ شَآءَ رَبُّنَا لَأَنزَلَ مَلَٰٓئِكَةً فَإِنَّا بِمَآ أُرْسِلْتُم بِهِۦ كَٰفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې هغوى ته يې رسولان مخامخ او له څټه ورغلل چې يوازې له الله پرته د بل څه عبادت مه کوئ، هغوى ويل: كه زموږ رب غوښتي واى نو پرېښتې به يې راكوزې كړې وای! نو تاسي چې له كوم شي سره رالېږل شوي ياست، موږ ترې منكر يو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَمَّا عَادٌ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَقَالُوا۟ مَنْ أَشَدُّ مِنَّا قُوَّةً أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ ٱلَّذِى خَلَقَهُمْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَكَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يَجْحَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپس عاديانو په ناحقه په ځمكه كې لويي وكړه او ويل يې چې څوك له موږه په قوت كې زيات دي؟ آيا هغوى نه دي ليدلي چې كوم ذات هغوى پيدا كړل، هغه ترې زيات قوي دى؟ او هغوى به زموږ له آيتونو انكار كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِىٓ أَيَّامٍ نَّحِسَاتٍ لِّنُذِيقَهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَلَعَذَابُ ٱلْـَٔاخِرَةِ أَخْزَىٰ وَهُمْ لَا يُنصَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو پر هغو مو يوه تیزه سيلۍ ورولېږله په (همغو) شومو ورځو كې تر څو د دنيا په ژوندانه كې لا د سپكاوي عذاب وروڅكو او د آخرت عذاب خو هرومرو لازيات رسوا کوونکی دى او هغوى سره به مرسته ونشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَٰهُمْ فَٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْعَمَىٰ عَلَى ٱلْهُدَىٰ فَأَخَذَتْهُمْ صَٰعِقَةُ ٱلْعَذَابِ ٱلْهُونِ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهر چې ثموديان دي نو هغو ته مو (دواړه) لارې وښودلې خو هغوى د لارښوونې پر وړاندې ړوندوالى غوره وګڼلو نو بيا د سپكاوي د عذاب يوې سختې كړېكې راګير كړل، د هغه څه له امله چې هغوى به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَنَجَّيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان مو وژغورل چې ايمان يې راوړى و او تقوى به يې كوله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَآءُ ٱللَّهِ إِلَى ٱلنَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه ورځ (درياده كړئ) چې د الله دښمنان به جهنم ته ورغونډيږي او هغوى به كتار كتار كړى شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

حَتَّىٰٓ إِذَا مَا جَآءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَٰرُهُمْ وَجُلُودُهُم بِمَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر دې چې دوى هغه (اور) ته ورشي نو پر هغوى به يې غوږونه، سترګې او پوستكي شاهدي وايي د هغو کړنو له امله چې هغوى به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالُوا۟ لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا قَالُوٓا۟ أَنطَقَنَا ٱللَّهُ ٱلَّذِىٓ أَنطَقَ كُلَّ شَىْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى به خپلو پوستكو ته وايي چې ولې مو پر موږ شاهدي وويله؟ وايي به هغه الله وغږولو چې هر شى يې غږولی دی او همغه په لومړي ځل هم پيدا كړي ياست او (ټول به) هغه ته ورګرځول كيږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كُنتُمْ تَسْتَتِرُونَ أَن يَشْهَدَ عَلَيْكُمْ سَمْعُكُمْ وَلَآ أَبْصَٰرُكُمْ وَلَا جُلُودُكُمْ وَلَٰكِن ظَنَنتُمْ أَنَّ ٱللَّهَ لَا يَعْلَمُ كَثِيرًا مِّمَّا تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تاسي (له خپل ځانه) خپل عملونه نه پټول چې (ښايي) بيا به مو خپل غوږونه، سترګې او پوستكي شاهدي درباندې ووايي، خو تاسي دا ګومان كړى و چې الله ستاسي په ډېرو عملونو نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَذَٰلِكُمْ ظَنُّكُمُ ٱلَّذِى ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَىٰكُمْ فَأَصْبَحْتُم مِّنَ ٱلْخَٰسِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا ستاسي همغه ګومان و چې په خپل پالونکي مو كړى و كوم چې تباه يې كړئ او (نن) تاوانيان وګرځېدئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِن يَصْبِرُوا۟ فَٱلنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ وَإِن يَسْتَعْتِبُوا۟ فَمَا هُم مِّنَ ٱلْمُعْتَبِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كه هغوى صبر وكړي، پس هستوګنځى يې اور دى، او كه غواړي چې زموږ ملامتیا دې ومنل شي نو نه دي دوی له هغو کسانو څخه چې د الله عتاب [ملامتیا] ورڅخه لرې کړای شوې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَآءَ فَزَيَّنُوا۟ لَهُم مَّا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْقَوْلُ فِىٓ أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ خَٰسِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى ته مو څه ملګري ټاكلي وو، نو څه يې چې په مخكې و [دنیا] او څه يې چې تر شا و [داخرت څخه انکار] هغه يې ورته ښايسته كړل او [اور ته به داخل شي] د پېريانو او انسانانو له هغو امتونو سره چې ترې مخكې تېر شوي وو، پر هغوى هم وینا د عذاب د الله ثابته شوه، بېشكه هغوى تاوانيان وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَا تَسْمَعُوا۟ لِهَٰذَا ٱلْقُرْءَانِ وَٱلْغَوْا۟ فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كوم خلك چې كافر شوي وو، هغوى وويل: دې قرآن ته غوږ مه نيسئ او شور ماشور پكې جوړوئ، ښايي چې برلاسي شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَنُذِيقَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ عَذَابًا شَدِيدًا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كوم خلك چې كافر شوي هغو ته به هرومرو سخت عذاب وروڅكو او د دوى د هغو ډېرو بدو اعمالو بدله به وركوو چې كول به يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ جَزَآءُ أَعْدَآءِ ٱللَّهِ ٱلنَّارُ لَهُمْ فِيهَا دَارُ ٱلْخُلْدِ جَزَآءًۢ بِمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يَجْحَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا د الله د دښمنانو جزا اور دى، هلته د هغوى لپاره تلپاتې كور دى، د هغه څه بدله چې دوى به زموږ له آيتونو انكار كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ رَبَّنَآ أَرِنَا ٱلَّذَيْنِ أَضَلَّانَا مِنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِيَكُونَا مِنَ ٱلْأَسْفَلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كوم خلك چې كافر شوي هغوى به ووايي: زموږ ربه! د پېريانو او انسانانو هغه دوه (ډلې) راوښایاست كوم چې موږ يې بې لارې كړي يو، تر څو له خپلو پښو يې لاندې كړو چې هغوى دواړه تر ټولو ښكتني شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُوا۟ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسْتَقَٰمُوا۟ تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا۟ وَلَا تَحْزَنُوا۟ وَأَبْشِرُوا۟ بِٱلْجَنَّةِ ٱلَّتِى كُنتُمْ تُوعَدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه هغه كسان چې وايي زموږ رب الله دى بيا پرې ټينګ هم شي، نو پر هغوى به پرېښتې رانازليږي چې مه وېرېږئ او مه خپه كيږئ او په هغه جنت خوشاله اوسئ چې ژمنه يې درسره كېدله.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

نَحْنُ أَوْلِيَآؤُكُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِىٓ أَنفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerموږ د دنيا په ژوندانه كې هم ستاسي ملګري يو او په آخرت كې هم او هلته به ستاسي لپاره هر هغه څه وي چې ستاسي زړه يې غواړي او په هغه كې چې څه غواړئ هغه درته شته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

نُزُلًا مِّنْ غَفُورٍ رَّحِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(دا) مېلمستيا ده د بخښونكي مهربان (الله) له لوري.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَآ إِلَى ٱللَّهِ وَعَمِلَ صَٰلِحًا وَقَالَ إِنَّنِى مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تر هغه زيات غوره وينا والا څوک دى چې د الله په لور بلنه كوي، نېک عمل كوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَسْتَوِى ٱلْحَسَنَةُ وَلَا ٱلسَّيِّئَةُ ٱدْفَعْ بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ فَإِذَا ٱلَّذِى بَيْنَكَ وَبَيْنَهُۥ عَدَٰوَةٌ كَأَنَّهُۥ وَلِىٌّ حَمِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنیکي او بدي سره برابر نه دي؛ په ښایسته خصلتونو د بدۍ مخنیوی کوه؛ نو په دغه وخت کې بيا به هغه كس چې ستا او د هغه تر منځ دښمني وي، لكه يو مهربان دوست داسې شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَمَا يُلَقَّىٰهَآ إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا (خصلت) پرته له هغو چې صبر يې كړى وي، بل چاته نه وركول كيږي او له لويې برخې والا پرته يې بل څوك نه شي موندلاى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ ٱلشَّيْطَٰنِ نَزْغٌ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه د شيطان لخوا څه وسوسه درلوېدله نو په الله پورې پنا غواړه، بېشكه هغه ښه پوه اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنْ ءَايَٰتِهِ ٱلَّيْلُ وَٱلنَّهَارُ وَٱلشَّمْسُ وَٱلْقَمَرُ لَا تَسْجُدُوا۟ لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَٱسْجُدُوا۟ لِلَّهِ ٱلَّذِى خَلَقَهُنَّ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغه له نښانو څخه شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ ده، مه لمر ته سجده كوئ او مه سپوږمۍ ته، او (يوازې) هغه الله ته سجده وكړئ چې هغه (ټول) يې پيدا كړي دي، كه چېرې تاسو يوازې د هغه بندګي کوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِنِ ٱسْتَكْبَرُوا۟ فَٱلَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ يُسَبِّحُونَ لَهُۥ بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَهُمْ لَا يَسْـَٔمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو كه هغوى لويي كوي نو څوک چې ستا له رب سره دي [ ملایک]، هغوى شپه او ورځ د هغه تسبيح (پاکي) وايي او نه ستومانه كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنْ ءَايَٰتِهِۦٓ أَنَّكَ تَرَى ٱلْأَرْضَ خَٰشِعَةً فَإِذَآ أَنزَلْنَا عَلَيْهَا ٱلْمَآءَ ٱهْتَزَّتْ وَرَبَتْ إِنَّ ٱلَّذِىٓ أَحْيَاهَا لَمُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰٓ إِنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغه له نښانو څخه دا دي چې ته ځمكه وينې چې وچه (شاړه) ده خو كله چې موږ ورباندې اورښت وکړو، نو سره وخوځيږي او راوپړسيږي، په رېښتيا همغه ذات دی چې دا يې راژوندۍ كړه هرومرو د مړو راژوندى كوونكى هم دى، بېشكه هغه په هر څه ځواکمن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِىٓ ءَايَٰتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَآ أَفَمَن يُلْقَىٰ فِى ٱلنَّارِ خَيْرٌ أَم مَّن يَأْتِىٓ ءَامِنًا يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ ٱعْمَلُوا۟ مَا شِئْتُمْ إِنَّهُۥ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه رېښتيا هغه خلك چې زموږ په آيتونو كې كوږوالى كوي، له موږه پټ نه دي، آيا نو څوك چې په اور كې غورځول كيږي هغه غوره دى، كه هغه څوك چې د قيامت په ورځ بې غمه راشي؟ څه چې غواړئ هغه وكړئ، هغه ستاسو د هغو كارو چې كوئ يې ښه ليدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِٱلذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ وَإِنَّهُۥ لَكِتَٰبٌ عَزِيزٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشكه څوك چې په دې ذكر (قرآن) كافر شول كله چې ورته راغلو (هغوى هم پټ نه دي)، حال دا چې هغه يو ډېر قوي كتاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّا يَأْتِيهِ ٱلْبَٰطِلُ مِنۢ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِۦ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې هغه ته باطل نه له مخې ورتللى شي نه له څټه يې، د حكمت والا ستايل شوي (الله) له لوري نازل شوى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِن قَبْلِكَ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتا ته خو بل څه نه ويل كيږي پرته له هغه چې له تا مخكې رسولانو ته ويل شوي و په رېښتيا ستا رب خامخا بخښنې والا او د دردوونکي عذاب څښتن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ جَعَلْنَٰهُ قُرْءَانًا أَعْجَمِيًّا لَّقَالُوا۟ لَوْلَا فُصِّلَتْ ءَايَٰتُهُۥٓ ءَا۬عْجَمِىٌّ وَعَرَبِىٌّ قُلْ هُوَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ هُدًى وَشِفَآءٌ وَٱلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ فِىٓ ءَاذَانِهِمْ وَقْرٌ وَهُوَ عَلَيْهِمْ عَمًى أُو۟لَٰٓئِكَ يُنَادَوْنَ مِن مَّكَانٍۭ بَعِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه هغه مو د عجمي ژبې قرآن ګرځولى واى نو خامخا به هغوى ويلي و چې د دې آيتونه ولې څرګند نه دي بيان شوي؟ آيا عجمي (كتاب) او عربي (رسول)؟ ووايه: دا د هغو خلكو لپاره چې ايمان يې راوړى هدايت او شفاء ده، او كوم كسان چې باور نه كوي د هغوى په غوږونو كې دروندوالى دى، او هغه پر دوى ړوندوالى دى هغوى داسې خلک دي (لكه) چې د لرې ځاى نه اّواز ورته كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ فَٱخْتُلِفَ فِيهِ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَفِى شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه موږ موسى ته كتاب وركړى و خو په هغه كې هم اختلاف وكړى شو او كه هغه خبره نه واى چې ستا د رب لخوا مخكې (ټاكل) شوې ده، نو خامخا به يې تر منځه پرېكړه شوې وه او په رېښتيا دوى له هغه نه په يو پرېشانوونكي شک كې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّنْ عَمِلَ صَٰلِحًا فَلِنَفْسِهِۦ وَمَنْ أَسَآءَ فَعَلَيْهَا وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّٰمٍ لِّلْعَبِيدِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچا چې نېک عمل وكړ نو د خپل ځان لپاره يې دى او چا چې بد وكړل نو (بد) هم پر هغه دي او ستا رب پر بندګانو ظلم كوونكى نه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَيْهِ يُرَدُّ عِلْمُ ٱلسَّاعَةِ وَمَا تَخْرُجُ مِن ثَمَرَٰتٍ مِّنْ أَكْمَامِهَا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَىٰ وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِۦ وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ أَيْنَ شُرَكَآءِى قَالُوٓا۟ ءَاذَنَّٰكَ مَا مِنَّا مِن شَهِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد قيامت پوهه (يوازې) هغه ته ورګرځي، نه راوزي هیڅ نوعه میوه له خپل وږی څخه او نه باروي یوه ښځینه حمل او نه یې زیږوي مګر دا ټول د الله په علم کې دي او په هغه ورځ چې آواز ورته وكړي: چېرې دي زما شريكان؟ هغوى به وايي: موږ خبر دركوو تا ته په دی خبره چې نشته په موږ كې هیڅوك چې هغه ګواهي وکړي په شرک.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَدْعُونَ مِن قَبْلُ وَظَنُّوا۟ مَا لَهُم مِّن مَّحِيصٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څه يې چې مخکې رابلل هغه به ترې ورك شي او باور به وكړي چې (اوس) د هغوى لپاره د خلاصون ځاى نشته.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّا يَسْـَٔمُ ٱلْإِنسَٰنُ مِن دُعَآءِ ٱلْخَيْرِ وَإِن مَّسَّهُ ٱلشَّرُّ فَيَـُٔوسٌ قَنُوطٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerانسان د خير (مال) له غوښتنې څخه نه ستړى كيږي، او كه څه تكليف ورته ورسي نو بيا ډېر ناهيلى (نا اميد) وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَئِنْ أَذَقْنَٰهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِنۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَٰذَا لِى وَمَآ أَظُنُّ ٱلسَّاعَةَ قَآئِمَةً وَلَئِن رُّجِعْتُ إِلَىٰ رَبِّىٓ إِنَّ لِى عِندَهُۥ لَلْحُسْنَىٰ فَلَنُنَبِّئَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِمَا عَمِلُوا۟ وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه (بيا) زموږ لخوا كوم رحمت وروڅكو له هغه تكليف وروسته چې ور رسېدلى و، هرومرو به وايي چې دا خو زما لپاره دی، او ګومان نه كوم چې قيامت راتلونكى وي، او كه (فرضاً) د خپل رب لور ته وګرځول شوم نو له هغه سره به مې هم غوره (برخه) وي! نو څوك چې كافر شوی وي هغوى به هرومرو په هغو عملونو خبر كړو چې کړي يې دي او له سخت عذابه به (خوند) وروڅكو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَآ أَنْعَمْنَا عَلَى ٱلْإِنسَٰنِ أَعْرَضَ وَنَـَٔا بِجَانِبِهِۦ وَإِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ فَذُو دُعَآءٍ عَرِيضٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې په انسان څه پیرزوینه د یو نعمت وکړو نو مخ واړوي، او پر څنګ لرې شي، او كله چې څه تكليف ور ورسي، نو بيا د اوږدې دعا څښتن شي. [کنایه ده له ډیرو دعاګانو څخه]

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُم بِهِۦ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِى شِقَاقٍۭ بَعِيدٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerته ووايه: خبر راکړئ كه چېرې وي دا (قرآن) د الله له لوري بيا کفر کوئ تاسو پدې باندې نو تر هغه چا به زيات بې لارې څوك وي چې هغه په (دومره) لرې مخالفت كې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

سَنُرِيهِمْ ءَايَٰتِنَا فِى ٱلْـَٔافَاقِ وَفِىٓ أَنفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ ٱلْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُۥ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزر دی موږ به در وښایو تاسو ته خپلې نښې په څنډو (د اسمان) کې، او ستاسو په نفسونو کې، تر څو ورته ښكاره شي چې دا (قران) حق دى، آيا ستا رب كافي نه دى په هر شي ګواه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَآ إِنَّهُمْ فِى مِرْيَةٍ مِّن لِّقَآءِ رَبِّهِمْ أَلَآ إِنَّهُۥ بِكُلِّ شَىْءٍ مُّحِيطٌۢ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخبر اوسئ چې هغوى له خپل پالونکي سره په مخامخ كېدلو كې شكمن دي، خبر اوسئ چې بېشكه هغه له هر شي راچاپېر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70