کور › سورتونه › سورت غافر
سورت غافر غافر
۸۵ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۶۰
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ حمٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center حم [1]
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَنزِيلُ ٱلْكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلْعَزِيزِ ٱلْعَلِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center راتلل د دی کتاب د الله له طرفه دي چې پوه او زورور دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
غَافِرِ ٱلذَّنۢبِ وَقَابِلِ ٱلتَّوْبِ شَدِيدِ ٱلْعِقَابِ ذِى ٱلطَّوْلِ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ إِلَيْهِ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د ګناه بخښونكى، د توبې قبلونكى او سخت عذاب والا، د فضل او قدرت څښتن دى، نشته لایق د عبادت مګر همغه یې لایق دی همغه ته ورتګ دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا يُجَٰدِلُ فِىٓ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ إِلَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِى ٱلْبِلَٰدِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د الله په ايتونو كې يوازې هغه كسان جګړې كوي چې كافر شوي، نو په ښارونو كې د هغوى ګرځېدل راګرځېدل دې تا په دوكه كې وانه چوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَٱلْأَحْزَابُ مِنۢ بَعْدِهِمْ وَهَمَّتْ كُلُّ أُمَّةٍۭ بِرَسُولِهِمْ لِيَأْخُذُوهُ وَجَٰدَلُوا۟ بِٱلْبَٰطِلِ لِيُدْحِضُوا۟ بِهِ ٱلْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له هغوى مخكې هم د نوح قوم او تر هغوى وروسته نورو قومونو (دا خبره) دروغ ګڼلې وه او هر ولس د خپل رسول رانيولو قصد وكړ او په باطله به يې جګړې كولې تر څو په دې سره حق بیکاره [باطل] [ثابت] كړي، بيا مې هغوى راګير كړل نو (ګوره) زما سزا څنګه وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَنَّهُمْ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همدغسې ستا د پالونکي خبره پر هغو خلكو حقه (رښتيا) شوه كوم چې كافر شوي وو چې هغوى به په رېښتيا دوزخيان وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَحْمِلُونَ ٱلْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُۥ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِۦ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَىْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَٱغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا۟ وَٱتَّبَعُوا۟ سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې عرش (پورته كړی) او څوك چې د هغه چاپېره دي د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي وايي، په هغه ايمان لري او د مومنانو لپاره بخښنه غواړي، چې ای زموږ ربه! پراخه دی ستا علم او رحمت هر شی ته، نو هغو كسانو ته بخښنه وكړه چې توبه يې اېستلې او ستا د لارې متابعت يې كړى او د دوزخ له عذابه يې وساته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّٰتِ عَدْنٍ ٱلَّتِى وَعَدتَّهُمْ وَمَن صَلَحَ مِنْ ءَابَآئِهِمْ وَأَزْوَٰجِهِمْ وَذُرِّيَّٰتِهِمْ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای زموږ پالونکيه! او هغوى د تل هستوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې ژمنه دې ورسره كړې او (همدارنګه) د هغوى له پلرونو، مېرمنو او اولادونو چې څوک نېك عمله وي، په رېښتيا همدا ته برلاسى د حكمت والا يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقِهِمُ ٱلسَّيِّـَٔاتِ وَمَن تَقِ ٱلسَّيِّـَٔاتِ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهُۥ وَذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى له بدو (حالاتو) وساته او په هغه ورځ چې ته څوک له بدو وساتې، نو په رېښتيا رحم دې پرې وكړ، او ستر برى خو همدا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُنَادَوْنَ لَمَقْتُ ٱللَّهِ أَكْبَرُ مِن مَّقْتِكُمْ أَنفُسَكُمْ إِذْ تُدْعَوْنَ إِلَى ٱلْإِيمَٰنِ فَتَكْفُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له شک پرته چا چې كفر كړى هغوى ته به غږ وكړى شي چې د الله غوسه هرومرو له هغې غوسې زياته ده چې تاسو خپلو ځانونو باندې كوله، كله چې د ايمان په لور بلل كېدلئ، نو تاسو به كفر كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ رَبَّنَآ أَمَتَّنَا ٱثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا ٱثْنَتَيْنِ فَٱعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَىٰ خُرُوجٍ مِّن سَبِيلٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى به وايي اې زموږ ربه! دوه ځله دې مړه كړو او دوه ځله دې ژوندي كړو، موږ پر خپلو ګناهونو اقرار وكړ نو آيا (اوس) د وتلو كومه لار شته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكُم بِأَنَّهُۥٓ إِذَا دُعِىَ ٱللَّهُ وَحْدَهُۥ كَفَرْتُمْ وَإِن يُشْرَكْ بِهِۦ تُؤْمِنُوا۟ فَٱلْحُكْمُ لِلَّهِ ٱلْعَلِىِّ ٱلْكَبِيرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا ستاسو (عذاب) ځكه دى چې كله به الله يوازې وبلل شو نو تاسو به انكار كولو او كه شرك به ورسره (منل) كېدو نو بيا به مو منلو نو (اوس) پرېكړه (يوازې) لوړ او ستر الله لره ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى يُرِيكُمْ ءَايَٰتِهِۦ وَيُنَزِّلُ لَكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ رِزْقًا وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَن يُنِيبُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هغه ذات دى چې تاسي ته خپلې نښانې درښایی او له اسمانه روزي درته رانازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوک چې (الله ته) ورګرځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱدْعُوا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْكَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center [کله چې خبره داسې ده] نو رابلئ الله لره په دې حال کې چې اخلاص کوونکي یاستئ خاص د هغه لپاره دین (طاعت) کې، اګر که کافران دا بد ګڼي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
رَفِيعُ ٱلدَّرَجَٰتِ ذُو ٱلْعَرْشِ يُلْقِى ٱلرُّوحَ مِنْ أَمْرِهِۦ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ لِيُنذِرَ يَوْمَ ٱلتَّلَاقِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د اوچتو درجو والا، د عرش څښتن، رالیږي وحې په خپلو بندګانو کې چا ته یې چې وغواړي [له نبیانو] دې لپاره چې وویروي [خلک] د یو ځای کېدلو له ورځې څخه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ هُم بَٰرِزُونَ لَا يَخْفَىٰ عَلَى ٱللَّهِ مِنْهُمْ شَىْءٌ لِّمَنِ ٱلْمُلْكُ ٱلْيَوْمَ لِلَّهِ ٱلْوَٰحِدِ ٱلْقَهَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې هغوى (ټول) به راڅرګندېدونكي وي، د هغوى هيڅ شى به له الله پټ نه وي، نن باچايي د چا ده؟ يوازې او يوازې يو برلاسي الله لره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلْيَوْمَ تُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ لَا ظُلْمَ ٱلْيَوْمَ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نن به هر چاته د خپلو كړنو بدله وركول كيږي، نن ظلم نشته، بېشكه الله چټک حساب کوونکی دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنذِرْهُمْ يَوْمَ ٱلْـَٔازِفَةِ إِذِ ٱلْقُلُوبُ لَدَى ٱلْحَنَاجِرِ كَٰظِمِينَ مَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنْ حَمِيمٍ وَلَا شَفِيعٍ يُطَاعُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى د نږدې راتلونكې ورځې څخه ووېروه كله چې زړونه تر مرۍ راورسيږي (او هغوى) له غمه ډک وي، د ظالمانو به نه كوم دوست وي او نه څوک سپارښتونكى چې خبره يې ومنل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَعْلَمُ خَآئِنَةَ ٱلْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِى ٱلصُّدُورُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ته د سترګو خيانت او څه چې زړونه يې پټوي (ښه) معلوم دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ يَقْضِى بِٱلْحَقِّ وَٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ لَا يَقْضُونَ بِشَىْءٍ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْبَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله په حقه پرېکړه كوي او څه چې له هغه پرته يې هغوى رابولي په هيڅ شي حكم نه شي كولاى له شک پرته همغه الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ كَانُوا۟ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا۟ هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَءَاثَارًا فِى ٱلْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن وَاقٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا پر ځمكه نه دي ګرځېدلي چې وګوري تر هغوى مخكې د خلكو پايله څنګه وه؟ هغوى خو په زور، او ځمكه كې خپلو نښو (پرېښودو) كې تر دوى ډېر زيات وو، خو بيا د دوى د ګناهونو له امله الله راګير كړل او له الله يې څوک ساتونكى نه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَكَفَرُوا۟ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ إِنَّهُۥ قَوِىٌّ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا لدې امله چې یقینا راتلل به دوی ته رسولان په ښکاره حکمونو، نو دوی به انکار کاوه، نو ونیول الله دوی لره، یقینا الله تعالی ځواک والا، سخت عذاب ورکوونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَا وَسُلْطَٰنٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په رېښتيا موسى مو له خپلو ايتونو [معجزو] او څرګند دليل [تورات] سره لېږلى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَهَٰمَٰنَ وَقَٰرُونَ فَقَالُوا۟ سَٰحِرٌ كَذَّابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فرعون، هامان او قارون ته، خو هغوى وويل چې دى ډېر درواغجن كوډګر دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا جَآءَهُم بِٱلْحَقِّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا۟ ٱقْتُلُوٓا۟ أَبْنَآءَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ وَٱسْتَحْيُوا۟ نِسَآءَهُمْ وَمَا كَيْدُ ٱلْكَٰفِرِينَ إِلَّا فِى ضَلَٰلٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا چې هغه زموږ لخوا له حق سره ورغلو، هغوى وويل: د هغو خلكو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ايمان راوړى او ښځې يې ژوندۍ پرېږدئ! او د كافرانو چل هيڅ نه دى مګر غلط (او خطا يا عبث).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِىٓ أَقْتُلْ مُوسَىٰ وَلْيَدْعُ رَبَّهُۥٓ إِنِّىٓ أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَن يُظْهِرَ فِى ٱلْأَرْضِ ٱلْفَسَادَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسى ووژنم او هغه دې خپل رب را وبولي، زه وېرېږم چې ستاسي دين به بدل كړي يا به په دې ځمكه كې فساد را ولاړ كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ مُوسَىٰٓ إِنِّى عُذْتُ بِرَبِّى وَرَبِّكُم مِّن كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَّا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ ٱلْحِسَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى وويل: زه پنا غواړم په خپل رب او ستاسو رب پورې له هر هغه كبرجنه چې د حساب په ورځ ايمان نه لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ مِّنْ ءَالِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَٰنَهُۥٓ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَن يَقُولَ رَبِّىَ ٱللَّهُ وَقَدْ جَآءَكُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ مِن رَّبِّكُمْ وَإِن يَكُ كَٰذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُۥ وَإِن يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُم بَعْضُ ٱلَّذِى يَعِدُكُمْ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د فرعون له كورنۍ يو مومن چې خپل ايمان يې پټولو، وويل: آيا تاسو يو داسې سړى وژنئ چې وايي زما رب الله دى، حال دا چې ستاسي د رب لخوا يې څرګند دليلونه هم درته راوړي، كه دروغجن وي نو دروغ يې پر ده دي او كه رښتينى وي څه نا څه هغه (عذاب) به در ورسيږي چې درسره ژمنه كوي، بېشكه الله هغه چاته لار نه ښايي چې زياتى كوونكى دروغجن وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰقَوْمِ لَكُمُ ٱلْمُلْكُ ٱلْيَوْمَ ظَٰهِرِينَ فِى ٱلْأَرْضِ فَمَن يَنصُرُنَا مِنۢ بَأْسِ ٱللَّهِ إِن جَآءَنَا قَالَ فِرْعَوْنُ مَآ أُرِيكُمْ إِلَّا مَآ أَرَىٰ وَمَآ أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ ٱلرَّشَادِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای زما قومه! نن خو پاچايي ستاسو ده، په ځمكه كې برلاسي ياست خو كه د الله عذاب راغلو نو بيا به مو څوك بچ كړي؟ فرعون وويل: زه يوازې هغه (مصلحت) درښايم چې زه يې وينم او د ښېګڼې له لارې پرته بله نه درښايم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِىٓ ءَامَنَ يَٰقَوْمِ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُم مِّثْلَ يَوْمِ ٱلْأَحْزَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (بيا) هغه (كس) چې ايمان يې راوړى و، وويل: ای قومه! زه پر تاسو د (پخوانيو) ډلو له ورځې وېرېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَٱلَّذِينَ مِنۢ بَعْدِهِمْ وَمَا ٱللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعِبَادِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center لكه د نوح د قوم حالت، د عاد، ثمود او كوم چې له هغوى وروسته وو او الله د بندګانو لپاره د ظلم اراده نه لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَٰقَوْمِ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ يَوْمَ ٱلتَّنَادِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ای زما قومه! زه پر تاسو (يو بل ته) د چېغو وهلو له ورځې ډارېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ تُوَلُّونَ مُدْبِرِينَ مَا لَكُم مِّنَ ٱللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې تاسې بېرته په شا ګرځېدونكي ياست، نه به وي ستاسو لپاره له الله نه څوك ژغورونكى، او هغه څوك چې الله يې بې لارې كړي نو بيا یې څوک لارښوونكى نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ جَآءَكُمْ يُوسُفُ مِن قَبْلُ بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَمَا زِلْتُمْ فِى شَكٍّ مِّمَّا جَآءَكُم بِهِۦ حَتَّىٰٓ إِذَا هَلَكَ قُلْتُمْ لَن يَبْعَثَ ٱللَّهُ مِنۢ بَعْدِهِۦ رَسُولًا كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په رېښتيا له دې مخكې يوسف هم له څرګندو دليلونو سره درته راغلى و، خو تاسو به د هغه څه په هكله تل په شك كې وئ چې هغه درته راوړي و تر دې چې وفات شو نو تاسو ويل چې له ده وروسته به الله هيڅكله (بل) رسول را ونه ليږي، الله همدغه شان هر زياتى كوونكى شک کوونكى بې لارې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يُجَٰدِلُونَ فِىٓ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَٰنٍ أَتَىٰهُمْ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ ٱللَّهِ وَعِندَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ قَلْبِ مُتَكَبِّرٍ جَبَّارٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (شک کوونکي) هغه خلک دي چې د الله په ایتونو کې جګړې کوي چې راشي دوی ته او هیڅ دلیل ورسره نشته، د الله او مومنانو پر وړاندې په ایتونو کې جګړې کول ډېره د غوسې خبره ده، همدا رنګه الله مهر (ټاپه) وهي د هر لویي کوونکي سرغړونکي پر زړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَٰهَٰمَٰنُ ٱبْنِ لِى صَرْحًا لَّعَلِّىٓ أَبْلُغُ ٱلْأَسْبَٰبَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او فرعون وويل: ای هامانه! يوه دنګه ماڼۍ راته جوړه كړه، ښايي زه هغو لارو ته ورسېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَسْبَٰبَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ فَأَطَّلِعَ إِلَىٰٓ إِلَٰهِ مُوسَىٰ وَإِنِّى لَأَظُنُّهُۥ كَٰذِبًا وَكَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوٓءُ عَمَلِهِۦ وَصُدَّ عَنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَا كَيْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِى تَبَابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (يعنې) د اسمانو لارو ته بيا به د موسى الله ته ور وګورم او بېشكه زه ګومان كوم چې هغه (موسى) دروغجن دى. په همدې توګه فرعون ته د هغه ناوړه عمل ښكلى شو او له (سمې) لارې ايسار كړى شو. او د فرعون (دا) چل بل څه نه مګر په تاوان كې یې کړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِىٓ ءَامَنَ يَٰقَوْمِ ٱتَّبِعُونِ أَهْدِكُمْ سَبِيلَ ٱلرَّشَادِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چا چې ايمان راوړى و هغه وويل: ای زما قومه! زما پيروي وكړئ چې د ښې لارې ښوونه درته وكړم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰقَوْمِ إِنَّمَا هَٰذِهِ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا مَتَٰعٌ وَإِنَّ ٱلْـَٔاخِرَةَ هِىَ دَارُ ٱلْقَرَارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای زما قومه! خبره دا ده چې دغه د دنيا ژوند لږه ګټه اخيستنه ده او يقيناً آخرت د كرارۍ (تلپاتې) كور دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَنْ عَمِلَ سَيِّئَةً فَلَا يُجْزَىٰٓ إِلَّا مِثْلَهَا وَمَنْ عَمِلَ صَٰلِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُو۟لَٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ يُرْزَقُونَ فِيهَا بِغَيْرِ حِسَابٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چا چې ناوړه كار وكړ نو همغسې برابره بدله وركول كيږي او چا چې سم كار وكړ، كه نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو هغوى به جنت ته ننوځي هلته به بې حسابه روزي وركول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَٰقَوْمِ مَا لِىٓ أَدْعُوكُمْ إِلَى ٱلنَّجَوٰةِ وَتَدْعُونَنِىٓ إِلَى ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ای قومه! څه خبره ده چې زه مو د خلاصون لور ته بولم او تاسو مې اور ته بولئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَدْعُونَنِى لِأَكْفُرَ بِٱللَّهِ وَأُشْرِكَ بِهِۦ مَا لَيْسَ لِى بِهِۦ عِلْمٌ وَأَنَا۠ أَدْعُوكُمْ إِلَى ٱلْعَزِيزِ ٱلْغَفَّٰرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسو مې (دېته) رابولئ چې پر الله كافر شم او هغه څه ورسره شريك كړم چې مارسره يې هيڅ علم نشته او زه مو برلاسي بخښونكي (الله) ته وربولم!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا جَرَمَ أَنَّمَا تَدْعُونَنِىٓ إِلَيْهِ لَيْسَ لَهُۥ دَعْوَةٌ فِى ٱلدُّنْيَا وَلَا فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ وَأَنَّ مَرَدَّنَآ إِلَى ٱللَّهِ وَأَنَّ ٱلْمُسْرِفِينَ هُمْ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يقيني ده چې خامخا تاسو مې كوم شي ته وربولئ هغه لره نه په دنيا كې څه بلنه شته او نه په آخرت كې او دا چې زموږ ورتګ د الله په لوري دى او بېشكه زياتى كوونكي خپله دوزخيان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَسَتَذْكُرُونَ مَآ أَقُولُ لَكُمْ وَأُفَوِّضُ أَمْرِىٓ إِلَى ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ بَصِيرٌۢ بِٱلْعِبَادِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس زر دی چې یاد به کړئ هغه څه چې زه یې تاسو ته وایم، او سپارم خپل کار الله تعالی ته، یقینا الله تعالی لیدونکی دی بندګانو خپلو لره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَوَقَىٰهُ ٱللَّهُ سَيِّـَٔاتِ مَا مَكَرُوا۟ وَحَاقَ بِـَٔالِ فِرْعَوْنَ سُوٓءُ ٱلْعَذَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو الله د هغوى د چلونو له بديو بچ كړ او د فرعون له كورنۍ بد عذاب راچاپېر شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلنَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا غُدُوًّا وَعَشِيًّا وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ أَدْخِلُوٓا۟ ءَالَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ ٱلْعَذَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (يعنې) اور چې هغوى به سهار او ماښام ور وړاندې كول كيږي، او په هغه ورځ چې قيامت شي (حكم به وشي) د فرعون كورنۍ تر ټولو.سخت عذاب ته ننباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ يَتَحَآجُّونَ فِى ٱلنَّارِ فَيَقُولُ ٱلضُّعَفَٰٓؤُا۟ لِلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوٓا۟ إِنَّا كُنَّا لَكُمْ تَبَعًا فَهَلْ أَنتُم مُّغْنُونَ عَنَّا نَصِيبًا مِّنَ ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او یاد کړه هغه وخت ای مخاطبه کله چې جګړې به کوي په اور كې [کشران او مشران] نو کمزوري به لويانو ته وايي: یقینا موږ خو ستاسو پيروان وو، آيا (اوس) تاسو له موږ څخه د اور څه برخه ايسارولاى شئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱلَّذِينَ ٱسْتَكْبَرُوٓا۟ إِنَّا كُلٌّ فِيهَآ إِنَّ ٱللَّهَ قَدْ حَكَمَ بَيْنَ ٱلْعِبَادِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چا چې لويي كړې هغوى به وايي: یقینا موږ ټول پكې يو، بېشكه الله د بندګانو ترمنځ پرېکړه كړې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِينَ فِى ٱلنَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ٱدْعُوا۟ رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِّنَ ٱلْعَذَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څوك چې په اور كې دي هغوى به د جهنم څوكيدارانو ته ووايي: له خپل ربه مو وغواړئ چې يوه ورځ خو له موږ عذاب سپک كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَوَلَمْ تَكُ تَأْتِيكُمْ رُسُلُكُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ قَالُوا۟ بَلَىٰ قَالُوا۟ فَٱدْعُوا۟ وَمَا دُعَٰٓؤُا۟ ٱلْكَٰفِرِينَ إِلَّا فِى ضَلَٰلٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى به وايي [ملایک]: آيا قصه دا نه ده؛ چې تاسو ته رسولان په څرګندو دليلونو راتګ کړی و؟ هغوى [کاقران] به وايي ولې نه (راغلي وو) هغوى [ملایک] به وايي: نو (خپله) تاسو يې را وبولئ؛ او نه ده دعا د کاقرانو [په اخرت کې] مګر بې ګټې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ ٱلْأَشْهَٰدُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center یقینا خامخا موږ د دنيا په ژوند كې هم د خپلو رسولانو او (نورو) مومنانو مرسته كوو او په هغه ورځ هم چې شاهدان دريږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ لَا يَنفَعُ ٱلظَّٰلِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ ٱللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوٓءُ ٱلدَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې ظالمانو ته به د هغوى عذر غوښتنه (هيڅ) ګټه نه رسوي او هغوى لره به لعنت وي او هغوى لره به ناكاره كور وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْهُدَىٰ وَأَوْرَثْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْكِتَٰبَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center قسم دی خامخا په تحقیق سره ورکړې وې موږ موسی علیه السلام ته معجزې او په میراث کې مو ورکړی و بني اسرایلو ته کتاب.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُدًى وَذِكْرَىٰ لِأُو۟لِى ٱلْأَلْبَٰبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چې هغه د سوچه عقل والاو لپاره لارښوونه او نصيحت و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ وَٱسْتَغْفِرْ لِذَنۢبِكَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ بِٱلْعَشِىِّ وَٱلْإِبْكَٰرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو صبر كوه، یقینا د الله ژمنه رښتينې ده او د خپلې ګناه بخښنه غواړه او سهار ماښام د خپل رب له ستاينې سره د هغه تسبيح وايه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُجَٰدِلُونَ فِىٓ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَٰنٍ أَتَىٰهُمْ إِن فِى صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ مَّا هُم بِبَٰلِغِيهِ فَٱسْتَعِذْ بِٱللَّهِ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْبَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه هغه كسان چې د الله په آيتونو كې پرته له كوم دلیل [علم] جګړې كوي، د هغوى په زړونو كې پرته له هغه كبره بل څه نشته چې هغوى ور رسېدونكي نه دي. نو په الله پورې پناه غواړه، يقيناً همغه ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَخَلْقُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ أَكْبَرُ مِنْ خَلْقِ ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د آسمانو او ځمكې پيدا كول خامخا د انسانانو له پيدايښته زياته لويه خبره ده خو ډېر خلك نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا يَسْتَوِى ٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْبَصِيرُ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَلَا ٱلْمُسِىٓءُ قَلِيلًا مَّا تَتَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه دی برابر ړوند او ليدونكى، او (نه دي برابر) هغه کسان چې ايمان یې راوړى او نیک عملونه یې کړي له بدكاره (سره)، ډېر لږ دي په تاسو کې هغه چې پند اخلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلسَّاعَةَ لَـَٔاتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه قيامت خامخا راتلونكى دى، شک نشته پكې، خو ډېر خلك ايمان نه راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ رَبُّكُمُ ٱدْعُونِىٓ أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِى سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ستاسو پالونکي ويلي دي چې ما دروبولئ سوال به مو قبول كړم يقيناً هغه كسان چې زما له عبادته لويي كوي زر به په سپكاوي سره جهنم ته ننوځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِتَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې شپه د دې لپاره پيدا كړې چې آرام پكې وكړئ او ورځ يې روښانه كړې ده، بېشكه الله پر خلكو پېرزوينې والا دى خو ډېر خلك شكر نه باسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ خَٰلِقُ كُلِّ شَىْءٍ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همدا ستاسي رب دى، د هر شي پيدا كوونكى، له هغه پرته بل الله نشته، نو تاسي كوم خواته ګرځول كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَٰلِكَ يُؤْفَكُ ٱلَّذِينَ كَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ يَجْحَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همداسې به اړول كېدل هغه كسان چې د الله له اّيتونو به يې انكار كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَرْضَ قَرَارًا وَٱلسَّمَآءَ بِنَآءً وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې ځمكه ارامه پر ځای ولاړه ګرځولى، اسمان يې چت او ستاسي صورتونه يې جوړ كړل نو ډېر ښه صورتونه يې در جوړ كړل او له پاكو شيانو يې روزي دركړه، دا ستاسي رب دى، نو برکتناک الله د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلْحَىُّ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَٱدْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ژوندى دى، له هغه پرته بل الله نشته، نو په سوچه عقيده سره يې رابولئ، ټوله ستاينه د مخلوقاتو رب الله لره ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنِّى نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ ٱلَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَمَّا جَآءَنِىَ ٱلْبَيِّنَٰتُ مِن رَّبِّى وَأُمِرْتُ أَنْ أُسْلِمَ لِرَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: يقيناً زه د هغو شيانو له عبادته بند کړی شوى يم چې له الله پرته يې تاسي رابولئ، ځكه چې د خپل رب له لوري ښكاره دليلونه راته راغلي او ماته امر شوى چې د ټولو مخلوقاتو رب ته غاړه كېږدم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ يُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوٓا۟ أَشُدَّكُمْ ثُمَّ لِتَكُونُوا۟ شُيُوخًا وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ مِن قَبْلُ وَلِتَبْلُغُوٓا۟ أَجَلًا مُّسَمًّى وَلَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center [الله] هغه ذات دى چې تاسي يې له خاورې پيدا كړئ، بيا له يو څاڅكي (مني) بيا د وينې له ټوټې، بيا مو د ماشوم په توګه راوباسي، بيا مو (لويوي) تر څو خپلې ځوانۍ ته ورسېږئ بيا تر دې چې بوډاګان شئ، او له تاسي څوک مخكې مري او (تاسي پرېږدي) چى ټاكلې نېټې ته ورسېږئ او د دې لپاره چې تاسې عقل وكاروئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى يُحْىِۦ وَيُمِيتُ فَإِذَا قَضَىٰٓ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُۥ كُن فَيَكُونُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ذات [الله] دی چې ژوندي کول او مړه کول كوي پس کله چې فیصله د یو کار وکړي یقینا ورته ووایي شه سمدلاسه هغه وشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يُجَٰدِلُونَ فِىٓ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ أَنَّىٰ يُصْرَفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا تا هغه كسان نه دي ليدلي چې د الله په آيتونو كې جګړې کوي، هغوى كوم خوا اړول كيږي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِٱلْكِتَٰبِ وَبِمَآ أَرْسَلْنَا بِهِۦ رُسُلَنَا فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه کسانو چې (دا) كتاب دروغ ګڼلى او هغه طریقې یې هم دروغ ګڼلي چې موږ استولي خپل پیغمبران په هغې پس زر به وپوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذِ ٱلْأَغْلَٰلُ فِىٓ أَعْنَٰقِهِمْ وَٱلسَّلَٰسِلُ يُسْحَبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دغه وخت طوقونه (کړۍ) به يې څټونو کې وي او پښو کې به یې ځنځيرونه وي، را ښکل کيږي به.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فِى ٱلْحَمِيمِ ثُمَّ فِى ٱلنَّارِ يُسْجَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په خوټکېدلو اوبو كې بيا به په اور كې سوځول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ قِيلَ لَهُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ تُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به ورته وويل شي: چېرې دي هغه [باطل معبودان] چې تاسو به د الله سره شريكول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مِن دُونِ ٱللَّهِ قَالُوا۟ ضَلُّوا۟ عَنَّا بَل لَّمْ نَكُن نَّدْعُوا۟ مِن قَبْلُ شَيْـًٔا كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له الله پرته، وايي به: رانه ورك شول، بلكې موږ خو هيڅ شى مخكې نه رابلل [انکار به وکړي]! الله په همدې توګه كافران بې لارې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكُم بِمَا كُنتُمْ تَفْرَحُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَمْرَحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا لدې امله چې تاسو خوشحالي کوله په ځمكه كې ناحقه او په دي چې تاسي به لويي كوله. [په ناروا خوشحالۍ کې مو براخوالی کاوه].
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱدْخُلُوٓا۟ أَبْوَٰبَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَا فَبِئْسَ مَثْوَى ٱلْمُتَكَبِّرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ننوځئ د جهنم دروازو ته، تلپاتې په هغه كې، هغه د كبرجنو ناكاره هستوګنځى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ فَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ ٱلَّذِى نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا يُرْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو صبر كوه په رېښتیا د الله ژمنه رښتينې ده، نو كه تا ته څه ناڅه هغه (عذاب) در وښایو چې هغوى سره يې ژمنه كوو يا دې (له هغه مخكې) وفات كړو (په هر حال) خو هغوى به (ټول) موږ ته راګرځول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِىَ بِـَٔايَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ فَإِذَا جَآءَ أَمْرُ ٱللَّهِ قُضِىَ بِٱلْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ ٱلْمُبْطِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بېشكه موږ له تا مخكې هم رسولان لېږلي چې موږ يې تا ته د ځينو (حالات) بيان كړی او د ځينو مو نه دی درته بيان كړی، او هيڅ كوم رسول ته دا (واك) نشته چې د الله له اجازې پرته څه نښانه راوړي، خو بيا چې د الله امر راشي نو په حقه پرېكړه وشي او باطل منونكي هملته په تاوان كې پرېوځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلْأَنْعَٰمَ لِتَرْكَبُوا۟ مِنْهَا وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هغه ذات دى چې تاسو ته يې څاروي د دې لپاره پيدا كړي چې په ځينو يې سپرېږئ او له ځينو يې خوراك كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَكُمْ فِيهَا مَنَٰفِعُ وَلِتَبْلُغُوا۟ عَلَيْهَا حَاجَةً فِى صُدُورِكُمْ وَعَلَيْهَا وَعَلَى ٱلْفُلْكِ تُحْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تاسو ته په هغو كې (ډېرې) ګټې دي او د دې لپاره هم چې تاسو په خپلو زړونو كې نيولې موخې پورې ورسيږئ او په هغو (څارويو) او بېړۍ باندې تاسي بارول كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيُرِيكُمْ ءَايَٰتِهِۦ فَأَىَّ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ تُنكِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه تاسو ته خپلې نښانې درښایي نو د الله له كومو نښانو منكرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوٓا۟ أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَءَاثَارًا فِى ٱلْأَرْضِ فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا نو هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي تر څو وګوري چې تر هغوى مخكې كسانو پايله څنګه وه؟ هغوى په ځواك او د ځمكې (ودانۍ) په نښانو كې تر هغوى زيات تكړه وو، خو څه چې هغوى لاس ته راوړي وو، هيڅ شى يې ترې ايسار نه كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا جَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَرِحُوا۟ بِمَا عِندَهُم مِّنَ ٱلْعِلْمِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې رسولان يې له ښكاره دليلونو سره ورته راغلل نو څه علم چې هغوى سره و په همغه خوښ پاتې شول او هغه (عذاب) ترې راچاپېر شو چې هغوى به ملنډې پرې وهلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا رَأَوْا۟ بَأْسَنَا قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَحْدَهُۥ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهِۦ مُشْرِكِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله یې چې زموږ عذاب وليد، وېلې يوازې پر يو الله مو ايمان راوړى او كوم شيان چې موږ شريك ګڼل، له هغو (ټولو) مو انكار كړى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمْ يَكُ يَنفَعُهُمْ إِيمَٰنُهُمْ لَمَّا رَأَوْا۟ بَأْسَنَا سُنَّتَ ٱللَّهِ ٱلَّتِى قَدْ خَلَتْ فِى عِبَادِهِۦ وَخَسِرَ هُنَالِكَ ٱلْكَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو كله چې زموږ عذاب يې وليدلو نو بيا يې ايمان (راوړلو) څه ګټه نه ورته رسوله، همدا د الله هغه دستور دى چې د خپلو بندګانو په هكله يې تېر شوى او هملته كافران په زيان كې پرېوتل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الزمر
سورت فصلت ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.