قَالُوا۟ لَن نُّؤْثِرَكَ عَلَىٰ مَا جَآءَنَا مِنَ ٱلْبَيِّنَٰتِ وَٱلَّذِى فَطَرَنَا فَٱقْضِ مَآ أَنتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِى هَٰذِهِ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَآ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center(كوډګرو) وويل: تا به هېڅکله په هغه څه غوره ونه ګڼو چې د ښكاره نښانو له جملې موږ ته راغلې، په هغه ذات قسم چې موږ يې پيدا كړي يو، نو ته چې څه كوې هغه وكړه، ته ايله د همدې دنيايي ژوند فيصله كولاى شې.