کور › سورتونه › سورت الأنبياء
سورت الأنبياء الأنبياء
۱۱۲ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۷۳
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ٱقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِى غَفْلَةٍ مُّعْرِضُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نږدې شوی خلکو ته حساب د هغوی او دوی په غفلت کې، مخ ګرځوونکي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّن رَّبِّهِم مُّحْدَثٍ إِلَّا ٱسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه راځي دوی ته هېڅ نصېحت د دوی د رب له طرفه چې نوي وي د هغه راتلل، مګر دوی ورته غوږ نیسي په داسې حال کې چې لوبې کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّجْوَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ هَلْ هَٰذَآ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ أَفَتَأْتُونَ ٱلسِّحْرَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center مشغول وي د هغوی زړونه (په نورو خبرو)، او پټې مشورې وکړې ظالمانو خلکو، (او وایي) نه دی دا مګر ستاسي په څېر یو بنده دی، آیا راتلل کوئ تاسي جادو ته او حال دا دی چې تاسي پوهه یاستئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّى يَعْلَمُ ٱلْقَوْلَ فِى ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وویل (پېغمبر) رب زما عالم دی پر هره وینا په آسمان کې وي او که په ځمکه کې، او هغه هر څه اوري په هر څه پوه دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ قَالُوٓا۟ أَضْغَٰثُ أَحْلَٰمٍۭ بَلِ ٱفْتَرَىٰهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِـَٔايَةٍ كَمَآ أُرْسِلَ ٱلْأَوَّلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلکې دوی ویلي وو: دا ګډوډ خوبونه دي، بلکې دا یې د ځانه جوړ کړي، بلکې دا شاعر دی؛ پس رادې وړي موږ ته یوه معجزه (چې موږ یې غواړو) په شان د هغو (معجزو) چې لېږل شوي وو (په هغو سره) پخواني رسولان.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَآ ءَامَنَتْ قَبْلَهُم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَٰهَآ أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اېمان نه دی راوړی د دوی نه مخکې کلیو والا کوم چې موږ هلاک کړي، نو آیا دوی به اېمان راوړي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلَّا رِجَالًا نُّوحِىٓ إِلَيْهِمْ فَسْـَٔلُوٓا۟ أَهْلَ ٱلذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه دي لیږلي موږ تانه مخکې مګر سړي (پېغمبران) چې وحې مو ورته کوله، نو پوښتنه وکړئ د علم والاو نه که چیرته تاسي نه پوهیږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا جَعَلْنَٰهُمْ جَسَدًا لَّا يَأْكُلُونَ ٱلطَّعَامَ وَمَا كَانُوا۟ خَٰلِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه وو ګرځولي موږ (دغه پخواني رسولان) داسې جسدونه چې نه يې طعام خوړلو، او نه وو دوی تل پاتې کیدونکي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ صَدَقْنَٰهُمُ ٱلْوَعْدَ فَأَنجَيْنَٰهُمْ وَمَن نَّشَآءُ وَأَهْلَكْنَا ٱلْمُسْرِفِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بیا مو هغو (رسولانو) سره وعده رښتیا کړه، نو بچ کړل موږ دوی او هغه څوک چې موږ غوښتل، او هلاک کړل موږ د حده تیرېدونکي خلک.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَقَدْ أَنزَلْنَآ إِلَيْكُمْ كِتَٰبًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center یقېنا نازل کړی موږ تاسي ته یو کتاب چې په هغه کې ستاسي نصېحت دی، ولې د عقل نه کار نه اخلئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَمْ قَصَمْنَا مِن قَرْيَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَأَنشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا ءَاخَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څومره ډېر کلي مو هلاک کړي چې ظالمان وو، او له هغوی وروسته مو نور قومونه پیدا کړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّآ أَحَسُّوا۟ بَأْسَنَآ إِذَا هُم مِّنْهَا يَرْكُضُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پس هر کله چې دوی زموږ عذاب ولید، نو یو دم یې ترې څخه منډې کړلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا تَرْكُضُوا۟ وَٱرْجِعُوٓا۟ إِلَىٰ مَآ أُتْرِفْتُمْ فِيهِ وَمَسَٰكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْـَٔلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (وويل شول) مه تښتئ او هغو ځايونو ته راوګرځى چې تاسو ته پكې ښه ژوند دركړى شوى و او خپلو كورو ته هم، ښايي تاسو وپوښتل شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰوَيْلَنَآ إِنَّا كُنَّا ظَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وبه وايي ای هلاکته زموږ! بې شکه موږ ظالمان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَا زَالَت تِّلْكَ دَعْوَىٰهُمْ حَتَّىٰ جَعَلْنَٰهُمْ حَصِيدًا خَٰمِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو دوى تر هغه دا نارې وهلې چې (ښه) رېبلي يخ مړه مو وغورځول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا خَلَقْنَا ٱلسَّمَآءَ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَٰعِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ دا آسمان، زمكه او څه يې چې ترمنځه دي، داسې نه دي پيدا كړي چې لوبې کوونکي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَوْ أَرَدْنَآ أَن نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّٱتَّخَذْنَٰهُ مِن لَّدُنَّآ إِن كُنَّا فَٰعِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه چېرې موږ غوښتي وى چې یوه مشغله جوړه كړو نو له خپله لوري به مو جوړه کړې وه، كه موږ د دې كار كوونكي وى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ نَقْذِفُ بِٱلْحَقِّ عَلَى ٱلْبَٰطِلِ فَيَدْمَغُهُۥ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ ٱلْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو موږ په باطل باندې د حق ګوزار كوو چې د هغه سرماتوي (په دماغو یې وهي) او يو دم هغه له منځه تلونكى شي او تاسو لره د هغو خبرو له كبله تباهي ده چې خپله يې جوړوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَنْ عِندَهُۥ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِۦ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه لره دي هر هغه څوک چې په اسمانونو او زمكه كې دي، او هغه څوک (ملايک) چې له هغه سره دي نه يې له عبادته لويي كوي او نه ستومانه كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُسَبِّحُونَ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center شپه او ورځ تسبيح وايي، نه سستيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمِ ٱتَّخَذُوٓا۟ ءَالِهَةً مِّنَ ٱلْأَرْضِ هُمْ يُنشِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا دوى د زمكې (له شيانو) نه ځانته معبودان نيولي چې هغوى به هم (مړي) راپاڅوي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَوْ كَانَ فِيهِمَآ ءَالِهَةٌ إِلَّا ٱللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَٰنَ ٱللَّهِ رَبِّ ٱلْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه (په آسمان او زمكه كې) الله نه پرته نور معبودان هم واى نو دواړه به وران (ګډوډ) شوي وى، نو الله د عرش پالونكي لره هغو خبرو نه پاكي ده چې دوى يې جوړوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا يُسْـَٔلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْـَٔلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دى چې څه كوي له هغه نه پوښتل كيږي خو دوى ټول به پوښتل كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمِ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِهِۦٓ ءَالِهَةً قُلْ هَاتُوا۟ بُرْهَٰنَكُمْ هَٰذَا ذِكْرُ مَن مَّعِىَ وَذِكْرُ مَن قَبْلِى بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ٱلْحَقَّ فَهُم مُّعْرِضُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا له هغه پرته يې نور معبودان نيولي؟ ورته ووايه! دليل مو راوړئ! دا (قرآن) د هغه چا بيان دى چې ما سره دي او د هغو چې له ما مخكې وو، بلكې زياتره يې له حقه نا خبره دي نو (ځكه) مخ اړونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِىٓ إِلَيْهِ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعْبُدُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له تا مخكې مو هېڅ داسې رسول نه دى لېږلى چې هغه ته مو دا وحى نه وې كړې چې يقيناً له ما پرته بل معبود نشته نو (یوازې) زما عبادت كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱلرَّحْمَٰنُ وَلَدًا سُبْحَٰنَهُۥ بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى وويل: رحمان اولاد لري! هغه لره پاكي ده، (نه) بلكى هغوى خو عزتمن بندګان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا يَسْبِقُونَهُۥ بِٱلْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِۦ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له هغه نه په خبرو كې نه وړاندې كيږي او د هغه په امر كار كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ٱرْتَضَىٰ وَهُم مِّنْ خَشْيَتِهِۦ مُشْفِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه څه هم ورته معلوم دي چې د هغوى په وړاندې دي او هغه هم چې تر شا يې دي، او پرته له هغه چا چې (د الله ورته) رضا وي، بل د هېچا سپارښتنه نه كوي او د هغه له وېرې ډارېدونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَن يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّىٓ إِلَٰهٌ مِّن دُونِهِۦ فَذَٰلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغو نه كه هر څوک دا ووايي چې زه له هغه (الله) پرته (په خپله) معبود يم، نو هغه ته د جهنم سزا وركوو، همدغه شان بدله به (ټولو) ظالمانو ته وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَرَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَنَّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَٰهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ ٱلْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَىٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغو كسانو چې كافر شوي دا نه دي ليدلي چې آسمانونه او زمكه سره نښتي وو بيا موږ سره بېل كړل، او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا كړ، نو آيا دوى ايمان نه راوړي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَعَلْنَا فِى ٱلْأَرْضِ رَوَٰسِىَ أَن تَمِيدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِيهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَّعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په زمكه مو محکم غرونه پيدا كړل چې په دوى ونه خوخيږي او په هغى كې مو ارتې لارې جوړې كړې چې ښايي لارې ومومي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَعَلْنَا ٱلسَّمَآءَ سَقْفًا مَّحْفُوظًا وَهُمْ عَنْ ءَايَٰتِهَا مُعْرِضُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او اسمان مو يو خوندي چت جوړ كړ خو دوى يې له نښانو مخ ګرځوونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلَّيْلَ وَٱلنَّهَارَ وَٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ كُلٌّ فِى فَلَكٍ يَسْبَحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دى هماغه ذات دى چې شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ يې پيدا كړي دي، دا ټول په يو مدار (ګرځندۍ) كې لامبو وهي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ ٱلْخُلْدَ أَفَإِي۟ن مِّتَّ فَهُمُ ٱلْخَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له تا مخكې مو هم كوم بشر ته همېشنى ژوند نه دى وركړى، نو كه ته مړ شوې، آيا دوى به تل پاتې کېدونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ ٱلْمَوْتِ وَنَبْلُوكُم بِٱلشَّرِّ وَٱلْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هر ساكښ د مرګ څكونكى دى او موږ په بدو او ښو (حالاتو كې) ستاسو ازميښت كوو او بيا زموږ لور ته راګرځول كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا رَءَاكَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَٰذَا ٱلَّذِى يَذْكُرُ ءَالِهَتَكُمْ وَهُم بِذِكْرِ ٱلرَّحْمَٰنِ هُمْ كَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې دا كافران دې وويني نو په تا پورې ملنډې وهي، وايي دا هماغه دى چې ستاسو معبودان (په بدۍ سره) يادوي؟ او حال دا چې (خپله) د رحمان په يادولو هم كافر دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خُلِقَ ٱلْإِنسَٰنُ مِنْ عَجَلٍ سَأُو۟رِيكُمْ ءَايَٰتِى فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center انسان پيدا دى له تلوار (بې صبرۍ) څخه، خو زه به خپلې نښانې زر دروښيم، نو تلوار مه كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى وايي: دا وعده به كله وي؟ كه تاسو رښتيني ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَوْ يَعْلَمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ حِينَ لَا يَكُفُّونَ عَن وُجُوهِهِمُ ٱلنَّارَ وَلَا عَن ظُهُورِهِمْ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كاشكې دغو كافرانو ته معلومه وى، هغه وخت چې نه به له خپلو مخونو اور ايسارولى شي، نه له شاګانو خپلو، او نه به څه مرسته ورسره كېداى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ تَأْتِيهِم بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلكې ناڅاپي به ورته راشي او حيران به يې كړي نو نه به يې ايسارولى شي او نه به څه مهلت وركول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدِ ٱسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِٱلَّذِينَ سَخِرُوا۟ مِنْهُم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له تا مخكې هم په رسولانو ملنډې وهل شوې دي، خو چا چې په هغوى ملنډې وهلې وې، هغه څه (عذاب) ورباندې راپرېوت چې دوى به پرې ملنډې وهلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ مَن يَكْلَؤُكُم بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ مِنَ ٱلرَّحْمَٰنِ بَلْ هُمْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِم مُّعْرِضُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه څوک مو د شپې او د ورځې له رحمن څخه ژغورلى شي، خو هغوى د خپل رب له ياده مخ ګرځوونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ لَهُمْ ءَالِهَةٌ تَمْنَعُهُم مِّن دُونِنَا لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَ أَنفُسِهِمْ وَلَا هُم مِّنَّا يُصْحَبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يا دوى لره له موږه پرته څه نور معبودان شته چې ساتي يې، هغوي خو نه د ځان مرسته كولاى شي او نه له موږه ژغورل كېداى شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ مَتَّعْنَا هَٰٓؤُلَآءِ وَءَابَآءَهُمْ حَتَّىٰ طَالَ عَلَيْهِمُ ٱلْعُمُرُ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِى ٱلْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَآ أَفَهُمُ ٱلْغَٰلِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو خبره دا ده چې موږ دوى او پلرونو ته يې دومره د ژوند وسايل وركړل چې زمانه پرې اوږده شوه، آيا دوى نه ويني چې موږ له هرې خوا زمكه راكموو؟ نو آيا دوى برلاسي كېدونكي دي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنَّمَآ أُنذِرُكُم بِٱلْوَحْىِ وَلَا يَسْمَعُ ٱلصُّمُّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا مَا يُنذَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: خبره دا ده چې زه خو په وحى سره اخطار دركوم، او كاڼه چې وېرول كيږي نو بلنه نه اوري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَئِن مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ يَٰوَيْلَنَآ إِنَّا كُنَّا ظَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه ستا د رب له عذابه خو لږ تپ هغوى ته ور ورسېدو نو بيا به خامخا ووايي چې هاى زموږ بده بخته! رښتيا چې موږ ظالمان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَضَعُ ٱلْمَوَٰزِينَ ٱلْقِسْطَ لِيَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْـًٔا وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَىٰ بِنَا حَٰسِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ به د قيامت ورځې ته د انصاف تلې ږدو، نو بيا به په هيچا هېڅ ظلم ونه شي كه (څه هم يو عمل) د اوري دانې په اندازه وي، موږ به يې راوړو، او پوره یو موږ حساب کوونکي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ ٱلْفُرْقَانَ وَضِيَآءً وَذِكْرًا لِّلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسىٰ او هارون -علیهما السلام- ته مو فرقان (د حق او باطل بېلوونكى کتاب)، رڼايي او د متقيانو لپاره نصيحت وركړى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِٱلْغَيْبِ وَهُم مِّنَ ٱلسَّاعَةِ مُشْفِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى چې په پټه له خپل رب نه وېريږي او له قيامته هم ډارېدونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهَٰذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَٰهُ أَفَأَنتُمْ لَهُۥ مُنكِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دغه بركتي ذكر (قرآن) موږ نازل كړى دى، نو آيا تاسو ترې منكر ياست؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَآ إِبْرَٰهِيمَ رُشْدَهُۥ مِن قَبْلُ وَكُنَّا بِهِۦ عَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ابراهيم -علیه السلام- ته مو لا مخكې ځيركتیا (لارښوونه) وركړى وه او موږ ښه ورباندې پوه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِۦ مَا هَٰذِهِ ٱلتَّمَاثِيلُ ٱلَّتِىٓ أَنتُمْ لَهَا عَٰكِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا بتان څه دي چې تاسو يې عبادت ته ټينـګ ولاړ ياست؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ وَجَدْنَآ ءَابَآءَنَا لَهَا عَٰبِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: موږ خپل پلرونه د دغو په لمانځنه موندلي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَقَدْ كُنتُمْ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُمْ فِى ضَلَٰلٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (ابراهيم -علیه السلام-) وويل: په حقيقت كې تاسو او پلرونه مو (ټول) په څرګند بې لارې توب كې ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا بِٱلْحَقِّ أَمْ أَنتَ مِنَ ٱللَّٰعِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوی وویل: آیا تا مونږ ته حق (خبره) راوړې او که ته له لوبو کوونکو څخه یې؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ بَل رَّبُّكُمْ رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ٱلَّذِى فَطَرَهُنَّ وَأَنَا۠ عَلَىٰ ذَٰلِكُم مِّنَ ٱلشَّٰهِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وویل (ابراهیم -علیه السلام-): ستاسو رب خو هماغه د آسمانونو او زمكې رب دى چې پيدا كړي یې دي، او زه په دې خبره شاهدي ويونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَٱللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَٰمَكُم بَعْدَ أَن تُوَلُّوا۟ مُدْبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په الله قسم چې ستاسو بتانو ته به څه تدبیر جوړوم، له هغه وروسته چې په څټ (چېرته) ولاړ شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَجَعَلَهُمْ جُذَٰذًا إِلَّا كَبِيرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغه (بتان) يې د لوى (بت) نه پرته (ټول) ټوټه ټوټه كړل، چې ښايې بيا دوى هغه (لوى) ته ورشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ مَن فَعَلَ هَٰذَا بِـَٔالِهَتِنَآ إِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (كله چې راغلل) ویې ویل: زموږ په معبودانو دا (كار) چا كړى؟ بې شكه هغه له ظالمانو څخه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُۥٓ إِبْرَٰهِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (څه خلكو) وويل: موږ له يو زلمي چې ابراهيم يې بولي، اورېدلي چې هغوى به يې يادول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ فَأْتُوا۟ بِهِۦ عَلَىٰٓ أَعْيُنِ ٱلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: نو د خلكو د سترګو وړاندې يې راولئ، چې هغوى وګوري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ ءَأَنتَ فَعَلْتَ هَٰذَا بِـَٔالِهَتِنَا يَٰٓإِبْرَٰهِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا يې ورته وويل: آيا زموږ په معبودانو دا كار تا كړى ای ابراهيمه!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ بَلْ فَعَلَهُۥ كَبِيرُهُمْ هَٰذَا فَسْـَٔلُوهُمْ إِن كَانُوا۟ يَنطِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (ابراهیم -علیه السلام-) وویل: بلكې دغه لوى يې كړي دي، نو هغوی وپوښتئ كه خبرې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَرَجَعُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ فَقَالُوٓا۟ إِنَّكُمْ أَنتُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو بيا هغوى پر خپلو ځانو ورتاو شول، سره ويې ويل: يقيناً همدا تاسو ظالمان ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ نُكِسُوا۟ عَلَىٰ رُءُوسِهِمْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَٰٓؤُلَآءِ يَنطِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا په خپلو سرو نسكور كړى شول ویې ویل: ته خو ښه پوهېږې چې دوى نه غږيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكُمْ شَيْـًٔا وَلَا يَضُرُّكُمْ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (ابراهيم -علیه السلام-) وويل: نو آيا الله نه پرته هغه څه لمانځئ چې نه د څه شي ګټه در رسولاى شي او نه تاوان؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center افسوس (او هلاکت دی) تاسو لره، او هغه څه لره چې له الله پرته يې لمانځئ، آيا نو تاسو عقل نه كاروئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ حَرِّقُوهُ وَٱنصُرُوٓا۟ ءَالِهَتَكُمْ إِن كُنتُمْ فَٰعِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: ويې سوځوئ او د خپلو معبودانو مرسته وكړئ، كه چېرې د څه (کار) كوونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْنَا يَٰنَارُ كُونِى بَرْدًا وَسَلَٰمًا عَلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ وويل: ای اوره! په ابراهيم -علیه السلام- باندې سوړ او سلامت شه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَرَادُوا۟ بِهِۦ كَيْدًا فَجَعَلْنَٰهُمُ ٱلْأَخْسَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى په (ابراهيم -علیه السلام-) باندې څه چل كول غوښتل خو موږ دوى په خپله سخت تاواني كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَجَّيْنَٰهُ وَلُوطًا إِلَى ٱلْأَرْضِ ٱلَّتِى بَٰرَكْنَا فِيهَا لِلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ هغه (ابراهيم) او لوط (عليهما السلام) هغې سيمې لور ته وژغورل چې په هغې كې مو د نړيوالو لپاره بركتونه اچولي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ نَافِلَةً وَكُلًّا جَعَلْنَا صَٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ته مو اسحاق وركړ او يعقوب په هغه سربېره، او دوی ټول مو نېكان ګرځولي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَعَلْنَٰهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَآ إِلَيْهِمْ فِعْلَ ٱلْخَيْرَٰتِ وَإِقَامَ ٱلصَّلَوٰةِ وَإِيتَآءَ ٱلزَّكَوٰةِ وَكَانُوا۟ لَنَا عَٰبِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوی مو داسې امامان وګرځول چې زموږ په امر سره يې لارښوونه كوله، او د ښو چارو او لمانځه ترسره كولو او زكات وركولو وحى مو ورته وكړه، او هغوى (خاص) زموږ لمانځونكي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلُوطًا ءَاتَيْنَٰهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَنَجَّيْنَٰهُ مِنَ ٱلْقَرْيَةِ ٱلَّتِى كَانَت تَّعْمَلُ ٱلْخَبَٰٓئِثَ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمَ سَوْءٍ فَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او لوط -علیه السلام- ته مو (هم) حكم (نبوت) او پوهه وركړې وه، او له هغه كلي مو وژغولو چې بدكاري يې كوله، رښتيا چې هغوى يو ناوړه فاسق قوم و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَدْخَلْنَٰهُ فِى رَحْمَتِنَآ إِنَّهُۥ مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه (لوط) مو په خپل رحمت كې داخل كړ، يقيناً هغه له نېكانو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنُوحًا إِذْ نَادَىٰ مِن قَبْلُ فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ فَنَجَّيْنَٰهُ وَأَهْلَهُۥ مِنَ ٱلْكَرْبِ ٱلْعَظِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نوح -عليه السلام- (ياد كړه) چې لا مخكې يې غږ (راته) كړى و، نو موږ يې دعا قبوله كړه، او دی او د ده كورنۍ مو له لوى كړاو څخه وژغورل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَصَرْنَٰهُ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَآ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ قَوْمَ سَوْءٍ فَأَغْرَقْنَٰهُمْ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ د هغه قوم په مقابل كې د ده مرسته وكړه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو، بې شكه هغوى ناوړه خلک وو نو ټول مو غرق كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَدَاوُۥدَ وَسُلَيْمَٰنَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِى ٱلْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ ٱلْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَٰهِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او داود او سليمان -علیهما السلام- (درياد كړه) چې كله يې د يو كښت په هكله فيصله كوله، كوم کې چې د يو قوم پسونه د شپې ګډ شوي وو، او موږ د هغوى فيصلې ته حاضر و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَفَهَّمْنَٰهَا سُلَيْمَٰنَ وَكُلًّا ءَاتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُۥدَ ٱلْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَٱلطَّيْرَ وَكُنَّا فَٰعِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو په هغې مو سليمان -علیه السلام- وپوهوه، او دوى هر يوه ته مو حكم او پوهه وركړې وه، او له داود سره مو غرونه او مرغان هم تابع كړي و چې تسبيح به يې ويله، او موږ د دې كاركوونكي و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَلَّمْنَٰهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّنۢ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنتُمْ شَٰكِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ته مو ستاسي لپاره د زغرو جوړول ورزده كړي و چې تاسو له خپله جنګه وساتي، نو آيا تاسو شكر وېستونكي ياست؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِسُلَيْمَٰنَ ٱلرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِى بِأَمْرِهِۦٓ إِلَى ٱلْأَرْضِ ٱلَّتِى بَٰرَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَىْءٍ عَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او سليمان -علیه السلام- ته مو توند باد تابع كړى و چې د ده په امر به هغې زمكې ته روان و چې بركت مو پكې ايښى و او موږ په هر څه پوه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنَ ٱلشَّيَٰطِينِ مَن يَغُوصُونَ لَهُۥ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَٰلِكَ وَكُنَّا لَهُمْ حَٰفِظِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له شيطانانو مو ځينې داسې ورته تابع كړي وو چې د هغه لپاره يې (په سیندونو کې) غوټې وهلې او له دې پرته يې نور كارونه هم كول او موږ د هغوى ساتونكي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥٓ أَنِّى مَسَّنِىَ ٱلضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ايوب -علیه السلام- (در ياد كړه) كله چې یې خپل رب ته غږ وكړ چې ماته مرض رارسېدلى، او ته خو له هر چا ډېر مهربان يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ فَكَشَفْنَا مَا بِهِۦ مِن ضُرٍّ وَءَاتَيْنَٰهُ أَهْلَهُۥ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَذِكْرَىٰ لِلْعَٰبِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د هغه دعا مو قبوله كړه او تكليف مو ترې لرې كړ، او د ده خپله كورنۍ مو هم وركړه او هماغومره نور هم ورسره، (دا) زموږ له لوري يو رحمت و او د عبادت كوونكو لپاره يو نصيحت.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِسْمَٰعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا ٱلْكِفْلِ كُلٌّ مِّنَ ٱلصَّٰبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او اسماعيل، ادريس او ذوالكفل، دوی ټول له صابرانو څخه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَدْخَلْنَٰهُمْ فِى رَحْمَتِنَآ إِنَّهُم مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى مو په خپل رحمت كې داخل كړي وو، يقيناً هغوى له نېكانو څخه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَذَا ٱلنُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَٰضِبًا فَظَنَّ أَن لَّن نَّقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَىٰ فِى ٱلظُّلُمَٰتِ أَن لَّآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنتَ سُبْحَٰنَكَ إِنِّى كُنتُ مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كب والا (درياد كړه) كله چې په غوسه ولاړ (له خپل قومه) نو ده ګومان كړى و چې موږ به څه تنګون نه پرې راولو، نو په تيارو كې يې نارې كړې چې: (له تا پرته بل معبود نشته، تا لره پاكي ده، زه په خپله له ظالمانو څخه وم).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ وَنَجَّيْنَٰهُ مِنَ ٱلْغَمِّ وَكَذَٰلِكَ نُـۨجِى ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو موږ يې دعا قبوله كړه، او له غمه مو خلاص كړ او موږ مومنان همدغسې ژغورو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَزَكَرِيَّآ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُۥ رَبِّ لَا تَذَرْنِى فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلْوَٰرِثِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زكريا (در ياد كړه) كله چې یې خپل رب ته غږ وکړ: زما ربه ما يوازې مه پرېږده او ته ډېر غوره وارث يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱسْتَجَبْنَا لَهُۥ وَوَهَبْنَا لَهُۥ يَحْيَىٰ وَأَصْلَحْنَا لَهُۥ زَوْجَهُۥٓ إِنَّهُمْ كَانُوا۟ يُسَٰرِعُونَ فِى ٱلْخَيْرَٰتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا۟ لَنَا خَٰشِعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو موږ يې سوال قبول كړ، يحيىٰ مو وركړ او د هغه مېرمن مو ورته (له شنډوالي) روغه كړه، بې شكه هغوى (ټولو) په نېكيو كې بيړه كوله او موږ يې (د ثواب) په مينه او (له عذاب نه) په وېره وربللو، او خاص موږ ته غاړه اېښودونكي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّتِىٓ أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلْنَٰهَا وَٱبْنَهَآ ءَايَةً لِّلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغې (جينۍ) چې د خپل فرج (مخصوصه اندام) ساتنه يې كړې وه، نو موږ له خپل روح نه پكې پو كړل او دا او زوى يې موږ د ټولو خلكو لپاره نښانه وګرځول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ هَٰذِهِۦٓ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَأَنَا۠ رَبُّكُمْ فَٱعْبُدُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه دغه ستاسو امت دى، یوازې يو امت، او زه ستاسو رب يم نو ما ولمانځئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَقَطَّعُوٓا۟ أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ كُلٌّ إِلَيْنَا رَٰجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى خپل (د دين) كار سره ټوټې ټوټې كړ، ټول زموږ خوا ته راستنېدونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَن يَعْمَلْ مِنَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِۦ وَإِنَّا لَهُۥ كَٰتِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو څوک چې له ښو كارونو څه وكړي، په داسى حال كې چې هغه مومن وي نو د هغه د هلو ځلو بې قدري به ونه شي او موږ هغه لره ليكونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَحَرَٰمٌ عَلَىٰ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَٰهَآ أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يو كلى چې موږ هلاک كړى وي، دا پرې حرامه ده چې بېرته دې راوګرځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حَتَّىٰٓ إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر هغه پورې چې یأجوج او مأجوج را پرانيستل شي او له هرې لوړې په منډه منډه راكوزيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱقْتَرَبَ ٱلْوَعْدُ ٱلْحَقُّ فَإِذَا هِىَ شَٰخِصَةٌ أَبْصَٰرُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يَٰوَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِى غَفْلَةٍ مِّنْ هَٰذَا بَلْ كُنَّا ظَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او رښتينې وعده رانږدې شوه، نو يو دم به د هغو كسانو سترګې بوټې بوټې راووځي چې كافران شوي وو، (وايي به) چې هاى زموږ بده بخته! موږ خو له دې نه په غفلت كې و، بلکې موږ ظالمان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنتُمْ لَهَا وَٰرِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يقيناً تاسو او هغه چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، د جهنم خشاك ياست، تاسو هماغلته ورننوتونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَوْ كَانَ هَٰٓؤُلَآءِ ءَالِهَةً مَّا وَرَدُوهَا وَكُلٌّ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى كه (رښتیني) معبودان وى، هلته (جهنم ته) به نه وو ورننوتلي، او دا ټول به تل پكې پراته وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَهُمْ فِيهَا لَا يَسْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هلته به د دوى چغې سورې وي او هېڅ به پكى نه اوري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا ٱلْحُسْنَىٰٓ أُو۟لَٰٓئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو هغه كسان چې د هغوى لپاره زموږ له خوا نېكي (جنت) مخكې (ليكل) شوې ده، نو دوې به له هغه نه لرې كړى شوي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا وَهُمْ فِى مَا ٱشْتَهَتْ أَنفُسُهُمْ خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى به يې كشار هم نه اوري، او په هغو شيانو كې به تل تر تله اوسېدونكي وي چې زړونه يې غواړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا يَحْزُنُهُمُ ٱلْفَزَعُ ٱلْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّىٰهُمُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ هَٰذَا يَوْمُكُمُ ٱلَّذِى كُنتُمْ تُوعَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ها د سترې وارخطايي وخت به يې هم نه غمجن كوي او ملايكان به ورسره مخامخ كيږي (وايي به) دا ستاسو هماغه ورځ ده چې وعده يې درسره كېدله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ نَطْوِى ٱلسَّمَآءَ كَطَىِّ ٱلسِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَآ أَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِيدُهُۥ وَعْدًا عَلَيْنَآ إِنَّا كُنَّا فَٰعِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې موږ آسمان داسې راونغاړو لكه د ليكل شويو پاڼو نغښتل، څنګه چې ړومبى ځل پيدايښت مو پيل كړى و، هماغسې به يې بيا راګرځوو، دا په موږ وعده ده موږ خامخا د دې كار كوونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِى ٱلزَّبُورِ مِنۢ بَعْدِ ٱلذِّكْرِ أَنَّ ٱلْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِىَ ٱلصَّٰلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ له ذکر (لوح محفوظ) نه وروسته په زبور كې ليكلي و چې دا زمكه به زموږ نېکان بندګان په ميراث وړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى هَٰذَا لَبَلَٰغًا لِّقَوْمٍ عَٰبِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يقيناً په دې كې د عبادت كوونكو خلكو لپاره پوره خبرتيا ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَرْسَلْنَٰكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه یې لېږلی مونږ ته؛ مګر رحمت د ټولو خلکو لپاره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنَّمَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ أَنَّمَآ إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: بې شکه ماته وحي كېږي چې ستاسو معبود یوازې هماغه يو معبود دى، نو آيا تاسو غاړه اېښودونكي ياست؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَقُلْ ءَاذَنتُكُمْ عَلَىٰ سَوَآءٍ وَإِنْ أَدْرِىٓ أَقَرِيبٌ أَم بَعِيدٌ مَّا تُوعَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كه مخ يې وګرځولو، بيا ورته ووايه چې ما خو ټول يو برابر خبر كړئ، او زه نه پوهېږم، د كوم شي چې تاسو سره وعده كيږي هغه نږدې دى كه لرې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّهُۥ يَعْلَمُ ٱلْجَهْرَ مِنَ ٱلْقَوْلِ وَيَعْلَمُ مَا تَكْتُمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه (الله) په جهر خبره هم پوهيږي او په هغه هم چې تاسو يې پټوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنْ أَدْرِى لَعَلَّهُۥ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَٰعٌ إِلَىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زه نه پوهېږم ښايي دا (ځنډېدل) ستاسو لپاره ازميښت او تر يوى نېټې پورې د ګټې اخيستلو يوه موقع وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَٰلَ رَبِّ ٱحْكُم بِٱلْحَقِّ وَرَبُّنَا ٱلرَّحْمَٰنُ ٱلْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (رسول) وويل: زما ربه! په حقه فيصله وكړه! او زموږ رب ډېر مهربان دی، او مرسته ترې غوښتی شي، په هغو خبرو كې چې تاسو يې بيانوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت طه
سورت الحج ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.