ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَأَنزَلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلْفُلْكَ لِتَجْرِىَ فِى ٱلْبَحْرِ بِأَمْرِهِۦ وَسَخَّرَ لَكُمُ ٱلْأَنْهَٰرَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله هماغه ذات دى چې اسمانونه او زمكه يې پيدا كړل او له اسمانه يې اوبه نازلې كړې چې بيا يې په هغو سره ستاسو د روزۍ لپاره هر ډول مېوې راووېستې او ستاسو لپاره يې بېړۍ په كار واچوله چې د هغه په حكم په سمندر كې روانه شي او سيندونه يې (هم) ستاسو لپاره په كار واچول.