أَفَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوٓا۟ أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَءَاثَارًا فِى ٱلْأَرْضِ فَمَآ أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا نو هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي تر څو وګوري چې تر هغوى مخكې كسانو پايله څنګه وه؟ هغوى په ځواك او د ځمكې (ودانۍ) په نښانو كې تر هغوى زيات تكړه وو، خو څه چې هغوى لاس ته راوړي وو، هيڅ شى يې ترې ايسار نه كړل.