وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَن يَأْتِىَ بِـَٔايَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ فَإِذَا جَآءَ أَمْرُ ٱللَّهِ قُضِىَ بِٱلْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ ٱلْمُبْطِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بېشكه موږ له تا مخكې هم رسولان لېږلي چې موږ يې تا ته د ځينو (حالات) بيان كړی او د ځينو مو نه دی درته بيان كړی، او هيڅ كوم رسول ته دا (واك) نشته چې د الله له اجازې پرته څه نښانه راوړي، خو بيا چې د الله امر راشي نو په حقه پرېكړه وشي او باطل منونكي هملته په تاوان كې پرېوځي.