أَوَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ كَانُوا۟ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوا۟ هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَءَاثَارًا فِى ٱلْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ ٱللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِن وَاقٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا پر ځمكه نه دي ګرځېدلي چې وګوري تر هغوى مخكې د خلكو پايله څنګه وه؟ هغوى خو په زور، او ځمكه كې خپلو نښو (پرېښودو) كې تر دوى ډېر زيات وو، خو بيا د دوى د ګناهونو له امله الله راګير كړل او له الله يې څوک ساتونكى نه و.