کور › سورتونه › سورت الروم
سورت الروم الروم
۶۰ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۸۴
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓمٓ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الم [1]
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
غُلِبَتِ ٱلرُّومُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center رومیان (د روم خلک) مغلوب شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فِىٓ أَدْنَى ٱلْأَرْضِ وَهُم مِّنۢ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په نږدې سيمه كې، او دوى به له دې مغلوبيدو وروسته (بيا) برلاسي كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فِى بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ ٱلْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِنۢ بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ ٱلْمُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په يو څو كلونو كې، الله لره مخكې هم واكمني وه او وروسته هم،او په دغه ورځ به خوشحاله شي مومنان.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بِنَصْرِ ٱللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَآءُ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د الله په (دغه) مرسته باندې، چا ته يې چې خوښه شي مرسته يې كوي او هغه ډېر زورو او رحم والا دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعْدَ ٱللَّهِ لَا يُخْلِفُ ٱللَّهُ وَعْدَهُۥ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د الله ژمنه ده، الله له خپلې ژمنې مخالفت نه كوي خو زياتره خلك نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَعْلَمُونَ ظَٰهِرًا مِّنَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ غَٰفِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د دنيا په ظاهري ژوندون پوهيږي خو بيا همدوى له اّخرته غافل (نا خبره) دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِم مَّا خَلَقَ ٱللَّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَآ إِلَّا بِٱلْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ ٱلنَّاسِ بِلِقَآئِ رَبِّهِمْ لَكَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا دوی غور نه کوي په خپلو ځانونو کې، الله اّسمانونه، زمكه او څه يې چې تر منځ دي، پرته له حقيقته او ټاكلې نېټې نه دي پيدا كړي، او بې شكه ډېر خلك خپل رب سره له ملاقات نه منکر دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَسِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَيَنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَانُوٓا۟ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَأَثَارُوا۟ ٱلْأَرْضَ وَعَمَرُوهَآ أَكْثَرَ مِمَّا عَمَرُوهَا وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او اّيا دوی نه ګرځي په زمکه کې تر څو وګوري (چې) له دوى نه مخكې خلكو انجام څنګه و؟ هغوى ترې ډېر زورور وو، زمكه يې اړولې ده او دغو چې څومره ودانه كړې، هغوى ترې زياته ودانه كړې وه او پېغمبران ورته له څرګندو نښانو سره ورغلي وو، نو نه دی الله چې پر دوی یې ظلم کړی وی خو دوى پر خپلو ځانونو باندې ظلم کولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ كَانَ عَٰقِبَةَ ٱلَّذِينَ أَسَٰٓـُٔوا۟ ٱلسُّوٓأَىٰٓ أَن كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَكَانُوا۟ بِهَا يَسْتَهْزِءُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا د هغو كسانو انجام چې بدي يې كړې وه، ډېر بد شو ځكه چې د الله اّيتونو ته يې د درواغو نسبت کاوه او ملنډې به يې پرې وهلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله لومړی پيدايښت کوي، بیا يې دوباره هم كوي، بيا به هغه ته ورګرځولی شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ يُبْلِسُ ٱلْمُجْرِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په كومه ورځ چې قيامت شي، ناهیلي به شي مجرمان.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمْ يَكُن لَّهُم مِّن شُرَكَآئِهِمْ شُفَعَٰٓؤُا۟ وَكَانُوا۟ بِشُرَكَآئِهِمْ كَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه به وي دوی لره د شريكانو د دوی نه سپارختګر (سفارشیان) او شي به دوی له شريكانو نه منکر.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَتَفَرَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ورځ چې قيامت قایم شي، پدغه ورځ به شي دوی جدا جدا.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَهُمْ فِى رَوْضَةٍ يُحْبَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي وي، نو دوی به په باغچو كې وي، خوشحالولی به شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَمَّا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا وَلِقَآئِ ٱلْـَٔاخِرَةِ فَأُو۟لَٰٓئِكَ فِى ٱلْعَذَابِ مُحْضَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه خلك چې كافر شوي او زموږ اّيتونه او اّخرت سره مخامخ کېدل يې دروغ ګڼلي وي نو هغوى به په عذاب كې حاضرېدونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَسُبْحَٰنَ ٱللَّهِ حِينَ تُمْسُونَ وَحِينَ تُصْبِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو پاکي وایئ د الله كله چې ماښام كوئ او كله چې سبا كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَهُ ٱلْحَمْدُ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَعَشِيًّا وَحِينَ تُظْهِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خاص هغه لره ده ستاینه د کمال په اسمانونو او زمكه كې، او په مازيګري کې او كله چې ماسپښین کوئ تاسو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ ٱلْمَيِّتَ مِنَ ٱلْحَىِّ وَيُحْىِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَكَذَٰلِكَ تُخْرَجُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center راوباسي هغه ژوندى له مړي نه او راوباسي مړی له ژوندي نه، او ژوندۍ کوي زمکه وروسته له مرګه او همدغسې به تاسي هم راووېستل شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْ ءَايَٰتِهِۦٓ أَنْ خَلَقَكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَآ أَنتُم بَشَرٌ تَنتَشِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغه له نښانو څخه (دا هم ده) چې تاسي يې له خاورې پيدا كړئ بيا تاسي بشر شوئ چې خپرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْ ءَايَٰتِهِۦٓ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَٰجًا لِّتَسْكُنُوٓا۟ إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسي ته يې خپله ستاسي له جنسه مېرمنې پيدا كړې دي تر څو له هغوى سره اّرام ومومئ، او ستاسي تر منځ يې مينه او خواخوږي واچوله، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته چې فكر كوي (سترې) نښانې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْ ءَايَٰتِهِۦ خَلْقُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱخْتِلَٰفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَٰنِكُمْ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّلْعَٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ځينې دهغه له دلیلونو نه د اسمانونو او زمكې پيدايښت او ستاسي د ژبو او رنګونو توپير دى، بې شكه په دې كې د پوهې لرونکو لپاره (سترې) نښانې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْ ءَايَٰتِهِۦ مَنَامُكُم بِٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَٱبْتِغَآؤُكُم مِّن فَضْلِهِۦٓ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ځینې د هغه له دلیلونو نه په شپه او ورځ كې ستاسې خوب او د هغه د فضل (روزۍ) لټول دي، په دې كې د هغو خلكو لپاره چې (خبره) اوري (لويې) نښانې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْ ءَايَٰتِهِۦ يُرِيكُمُ ٱلْبَرْقَ خَوْفًا وَطَمَعًا وَيُنَزِّلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَيُحْىِۦ بِهِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَآ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسي ته برېښنا درښایي چې هم وېره ده، هم هيله، او له اسمانه اوبه را وروي بيا په هغو سره زمكه د هغې له مرګه وروسته را ژوندۍ كوي، بې شكه په دې كې هغو خلكو ته (ډېرې) نښانې دي څوك چې عقل كاروي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْ ءَايَٰتِهِۦٓ أَن تَقُومَ ٱلسَّمَآءُ وَٱلْأَرْضُ بِأَمْرِهِۦ ثُمَّ إِذَا دَعَاكُمْ دَعْوَةً مِّنَ ٱلْأَرْضِ إِذَآ أَنتُمْ تَخْرُجُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغه له نښانو څخه دا چې اسمان او زمكه د هغه په امر ولاړ دي، بيا چې كله تاسي له زمكې نه ( د راوتلو لپاره راوبلي) په يوه غږ به تاسي ټول راوځئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَهُۥ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ كُلٌّ لَّهُۥ قَٰنِتُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خاص په اختیار د الله کې دي هغه څه چې په اسمانونو او زمكه كې دي، ټول هغه ته غاړه اېښودونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ وَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِ وَلَهُ ٱلْمَثَلُ ٱلْأَعْلَىٰ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه ذات دى کوم چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې راګرځوي او دا لا ورته اسانه ده، او په اسمانو او زمكه كې د هغه صفت تر ټولو لوړ دى، او هماغه حكمت والا برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ضَرَبَ لَكُم مَّثَلًا مِّنْ أَنفُسِكُمْ هَل لَّكُم مِّن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُم مِّن شُرَكَآءَ فِى مَا رَزَقْنَٰكُمْ فَأَنتُمْ فِيهِ سَوَآءٌ تَخَافُونَهُمْ كَخِيفَتِكُمْ أَنفُسَكُمْ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَٰتِ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بیان کړی یې دی ستاسو د پوهې لپاره مثال ستاسو د جنس نه: آيا ستاسي د ملكيت له مريانو څوك داسې هم شته چې په هغه شتمنۍ كې چې موږ در روزي كړې، تاسي سره سم برابر شريكان وي (او) داسې ترې وېرېږئ لكه له خپلو سيالانو وېرېدل؟ موږ (خپل) آيتونه همدغسې څرګند بيانوو د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلِ ٱتَّبَعَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ أَهْوَآءَهُم بِغَيْرِ عِلْمٍ فَمَن يَهْدِى مَنْ أَضَلَّ ٱللَّهُ وَمَا لَهُم مِّن نَّٰصِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلکې چا چې ظلم كړی هغوى بې علمه په خپلو هوسو پسې روان دي، نو چې الله بې لارې كړى وي څوك به هدايت ورته وكړي؟ او د دوى به هيڅوك مرستندويان نه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ ٱللَّهِ ٱلَّتِى فَطَرَ ٱلنَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ ٱللَّهِ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو برابر کړه خپل مخ دین ته کلک په توحید باندې (لازم ونیسه) فطرت (دین) د الله تعالی هغه چې پیدا کړي یې دي خلک په هغه باندې، د الله پيدا كړي جوړښت لره بدلېدل نشته، همدا سم برابر دين دى خو زياتره خلك نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَٱتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَلَا تَكُونُوا۟ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورګرځېدونکي یاست هغه ته او ویره کوئ له هغه نه، ودروئ لمونځ او له مشركانو مه كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مِنَ ٱلَّذِينَ فَرَّقُوا۟ دِينَهُمْ وَكَانُوا۟ شِيَعًا كُلُّ حِزْبٍۭ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له هغو خلكو چې ټوټې کړی یي دی دین خپل او ډلې ډلې شول، هره یوه ډله یې په هغه طریقه چې له دوی سره ده خوشحاله ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا مَسَّ ٱلنَّاسَ ضُرٌّ دَعَوْا۟ رَبَّهُم مُّنِيبِينَ إِلَيْهِ ثُمَّ إِذَآ أَذَاقَهُم مِّنْهُ رَحْمَةً إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم بِرَبِّهِمْ يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کله چې ورسیږي ځینو خلكو ته تكليف نو رابلي خپل رب لره هغه ته اخلاص کوونکي، خو بيا چې له خپل طرفه یوه خوشحالي ور وڅكي نو يو دم یوه ډله له هغوى نه خپل رب سره شرك کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِيَكْفُرُوا۟ بِمَآ ءَاتَيْنَٰهُمْ فَتَمَتَّعُوا۟ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (عاقبت دا چې) ناشکري وکړي دوی د هغه نعمت چې موږ دوی ته ورکړی دی، نو مزې وكړئ (د دنیا) تاسي زر دی چې پوه به شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ أَنزَلْنَا عَلَيْهِمْ سُلْطَٰنًا فَهُوَ يَتَكَلَّمُ بِمَا كَانُوا۟ بِهِۦ يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نازل کړی دی موږ دوی باندې کوم دلیل، نو هغه ثابتوي (بندګي) د هغه چا چې دوی یې د الله تعالی سره شریکوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَآ أَذَقْنَا ٱلنَّاسَ رَحْمَةً فَرِحُوا۟ بِهَا وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ إِذَا هُمْ يَقْنَطُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هر کله چې وروڅکو موږ انسانانو ته خوشحالې د دنیا نو ورباندې نازيږي او كه د خپلو لاسو د كړو وړو په وجه څه كړاو ورته رسيږي نو يو دم ناهيلي كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اّيا دوى نه دي ليدلي چې الله چا ته وغواړي روزي يې پراخوي او (يايې) تنګوي، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره (ډېرې) نښانې دي چې ايمان راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَـَٔاتِ ذَا ٱلْقُرْبَىٰ حَقَّهُۥ وَٱلْمِسْكِينَ وَٱبْنَ ٱلسَّبِيلِ ذَٰلِكَ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يُرِيدُونَ وَجْهَ ٱللَّهِ وَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو خپلوان ته حق ورکوه د هغه، او مسکین ته، او مسافر ته، دا ډیر ګټور دی هغه چا ته چې غواړي مخ د الله تعالی، او همدوی پوره کامیاب دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ ءَاتَيْتُم مِّن رِّبًا لِّيَرْبُوَا۟ فِىٓ أَمْوَٰلِ ٱلنَّاسِ فَلَا يَرْبُوا۟ عِندَ ٱللَّهِ وَمَآ ءَاتَيْتُم مِّن زَكَوٰةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ ٱللَّهِ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُضْعِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تاسو چې کوم سود ورکوئ تر څو د خلکو په مالونو کې (درته) زیات شي، نو د الله پر وړاندې هغه نه زیاتېږي، او کوم زکات چې ورکوئ او غواړئ په هغې سره مخ د الله تعالی نو همدغه کسان ډیروونکي دي (مالونو او اجرونو لره).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ ثُمَّ رَزَقَكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَفْعَلُ مِن ذَٰلِكُم مِّن شَىْءٍ سُبْحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هغه ذات دى چې پيدا يې كړئ، بيا يې روزي دركړه، بيا مو مړه كوي، بيا مو بېرته راژوندي كوي، آيا ستاسي په شريكانو كې څوك شته چې داسې څه كوي؟ هغه لره پاكي ده او له هغه څه ډېر لوړ دى چې دوى يې شريكوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ظَهَرَ ٱلْفَسَادُ فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِى ٱلنَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ ٱلَّذِى عَمِلُوا۟ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څرګند شوی دی فساد په وچه او لمده کې د هغو ګناهونو له امله چې د خلکو لاسونو کړي دي، تر څو وڅکوي دوی ته ځینې سزا د هغو عملونو چې دوی کړي دي لپاره د دې چې دوی د الله طاعت ته وګرځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ سِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلُ كَانَ أَكْثَرُهُم مُّشْرِكِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: وګرځئ په زمكه كې نو وګورئ انجام د هغو خلكو چې مخكې تېر شوي، ډیر د هغوى نه مشرکان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ ٱلْقَيِّمِ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌ لَّا مَرَدَّ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ يَوْمَئِذٍ يَصَّدَّعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د سم دین په لور دې مخ ور برابر کړه، د هغې ورځې له راتلو مخكې چې د الله لخوا يې بيرته ګرځېدل نشته، په دغه ورځ چې خلک سره بیل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَن كَفَرَ فَعَلَيْهِ كُفْرُهُۥ وَمَنْ عَمِلَ صَٰلِحًا فَلِأَنفُسِهِمْ يَمْهَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چا چې کفر کړی دی نو په هغه باندې به سزا د کفر د هغه وي، او چا چې سم كار وكړ نو خپلو ځانو ته (په جنت كې) ځايونه برابروي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ مِن فَضْلِهِۦٓ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ترڅو هغو کسانو ته له خپلې لورینې بدله ورکړي چې ایمان یې راوړی او سم کارونه یې کړي، بې شکه هغه (الله) کافران نه خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْ ءَايَٰتِهِۦٓ أَن يُرْسِلَ ٱلرِّيَاحَ مُبَشِّرَٰتٍ وَلِيُذِيقَكُم مِّن رَّحْمَتِهِۦ وَلِتَجْرِىَ ٱلْفُلْكُ بِأَمْرِهِۦ وَلِتَبْتَغُوا۟ مِن فَضْلِهِۦ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغه له نښانو نه (بل) دا چې زېرى وركونكي بادونه ليږي چې تاسي ته د خپل رحمت نه څه دروڅكي، بېړۍ ګانې يې په امر وچليږي، تاسي د هغه فضل ولټوئ او ښایي شكر يې وباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَآءُوهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَٱنتَقَمْنَا مِنَ ٱلَّذِينَ أَجْرَمُوا۟ وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خامخا لیږلي و موږ له تا مخكې پېغمبران د هغوى خپلو قومو ته او له څرګندو نښانو سره ورغلل چې بيا مو له هغو كسانو چې جرمونه يې كړي وو، غچ هم واخيست او له مومنانو سره مرسته پر موږ حق وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ ٱلَّذِى يُرْسِلُ ٱلرِّيَٰحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَيَبْسُطُهُۥ فِى ٱلسَّمَآءِ كَيْفَ يَشَآءُ وَيَجْعَلُهُۥ كِسَفًا فَتَرَى ٱلْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَٰلِهِۦ فَإِذَآ أَصَابَ بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦٓ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هغه ذات دى چې بادونه ليږي چې هغه بيا ورېځې پورته كوي او بيا څنګه چې وغواړي په اسمان كې يې خپروي او ټوټې ټوټې يې كوي، بيا وينې چې د باران څاڅكي يې له منځه راوځي، نو بيا يې چې له خپلو بندګانو چاته وغواړي رسوي، هغوى يو دم خوشاله شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن كَانُوا۟ مِن قَبْلِ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْهِم مِّن قَبْلِهِۦ لَمُبْلِسِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اګر چې دوی وو وړاندې له باران راورېدلو پر دوی ناهیلي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱنظُرْ إِلَىٰٓ ءَاثَٰرِ رَحْمَتِ ٱللَّهِ كَيْفَ يُحْىِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَآ إِنَّ ذَٰلِكَ لَمُحْىِ ٱلْمَوْتَىٰ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د الله د رحمت نښانو ته وګوره چې څرنګه مړه زمكه راژوندۍ كوي، بې شكه هغه د مړو راژوندى كونكى او هغه په هر څه قادر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَئِنْ أَرْسَلْنَا رِيحًا فَرَأَوْهُ مُصْفَرًّا لَّظَلُّوا۟ مِنۢ بَعْدِهِۦ يَكْفُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه يو داسې باد ولېږو چې بيا (خپل كښتونه) تك زېړ وويني نو له هغه وروسته به خامخا په كفر لاس پورې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ ٱلْمَوْتَىٰ وَلَا تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ ٱلدُّعَآءَ إِذَا وَلَّوْا۟ مُدْبِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ته خو مړو ته نه شې ور اورولاى او نه هغو كڼو ته بلنه ور اورولاى شې چې بيرته په شا ګرځېدونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَنتَ بِهَٰدِ ٱلْعُمْىِ عَن ضَلَٰلَتِهِمْ إِن تُسْمِعُ إِلَّا مَن يُؤْمِنُ بِـَٔايَٰتِنَا فَهُم مُّسْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ته له بې لاريتوب نه د ړندو راوېستونكى هم نه يې، ته له هغه چا پرته بل چا ته نه شې ور اورولاى چې زموږ پر آيتونو باور كوي او هغوی غاړه اېښودونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنۢ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنۢ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ وَهُوَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْقَدِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هغه ذات دى چې تاسي يې له كمزورتيا څخه پيدا كړئ، بيا يې له كمزورۍ وروسته قوت دركړ، بيا يې له قوت وروسته كمزورتيا او زوړوالى، څه يې چې خوښه وي پيدا كوي يې او هماغه ډېر پوه قدرت والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ تَقُومُ ٱلسَّاعَةُ يُقْسِمُ ٱلْمُجْرِمُونَ مَا لَبِثُوا۟ غَيْرَ سَاعَةٍ كَذَٰلِكَ كَانُوا۟ يُؤْفَكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې قيامت ترسره كيږي مجرمان به قسمونه كوي چې له يو ساعت پرته زيات نه دي ځنډېدلي! دوى به همداسې (له حق نه) ګرځول كېدل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ وَٱلْإِيمَٰنَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِى كِتَٰبِ ٱللَّهِ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْبَعْثِ فَهَٰذَا يَوْمُ ٱلْبَعْثِ وَلَٰكِنَّكُمْ كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چا ته چې علم او ايمان وركړل شوى هغوى به وايي: تاسي خو د الله په كتاب كې د پاڅون تر ورځې ځنډېدلي ياست، نو دا د پاڅون ورځ ده خو تاسي نه پوهېدلئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَيَوْمَئِذٍ لَّا يَنفَعُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو په هغه ورځ به ظالمانو ته د هغوى عذر غوښتل هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به توبه ویستل ( او اطاعت) ترې وغوښتل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِى هَٰذَا ٱلْقُرْءَانِ مِن كُلِّ مَثَلٍ وَلَئِن جِئْتَهُم بِـَٔايَةٍ لَّيَقُولَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُبْطِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه موږ د خلكو لپاره په دې قراّن كې هر ډول بيان كړى، او كه چېرې ته كومه نښانه ورته راوړې، كافران به خامخا وايي چې تاسي له باطل ويونكو پرته بل څه نه ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ ٱللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په همدې توګه الله د هغو خلكو په زړونو باندې ټاپه وهي چې نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ ٱلَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو صبر وكړه، يقيناً د الله ژمنه رښتينې ده او هغه خلك دې تا هيڅكله بې ثباته او کم ونه مومي چې يقين نه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت العنكبوت
سورت لقمان ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.