caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت العنكبوت العنكبوت

۶۹ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۸۵

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓمٓ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالم [1]

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَحَسِبَ ٱلنَّاسُ أَن يُتْرَكُوٓا۟ أَن يَقُولُوٓا۟ ءَامَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا خلك ګمان کوي چې هغوى به همداسې پرېښودل شي كله چې ووايي موږ ايمان راوړى او څه ازمايښت به ورباندې ونه کړای شي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ فَتَنَّا ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ صَدَقُوا۟ وَلَيَعْلَمَنَّ ٱلْكَٰذِبِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerقسم دی خامخا مخكې خلك موږ ازمايلي دي، پس قسم دی هرومرو الله راڅرګندوي هغه کسان چې ریښتیني دي [پخپله ویناکې] اوهغه کسان چې درواغجن دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ حَسِبَ ٱلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ أَن يَسْبِقُونَا سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآیا ګومان کوي هغه کسان چې بد کارونه کوي چې پرموږبه مخکې شي؟ ډېره بده پریکړه ده چې دوی یې کوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَن كَانَ يَرْجُوا۟ لِقَآءَ ٱللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ لَـَٔاتٍ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅوك چې له الله سره د مخامخ کېدلو هيله لري نو د الله نېټه خامخا راتلونكې ده او همغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن جَٰهَدَ فَإِنَّمَا يُجَٰهِدُ لِنَفْسِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَنِىٌّ عَنِ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چا چې ځان وکړاوه نو بې شکه کړاو یې له ځان لپاره دی، بې شکه الله تعالی له مخلوقاتو څخه بې پروا دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ ٱلَّذِى كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، خامخا به له هغوی ګناهونه ورژوو او كوم غوره عملونه چې هغوى كول، هرومرو به د هغو ښایسته بدله وركړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَوَصَّيْنَا ٱلْإِنسَٰنَ بِوَٰلِدَيْهِ حُسْنًا وَإِن جَٰهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِى مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَآ إِلَىَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو انسان ته مو له خپل مور او پلار سره يې د نيكۍ امر كړى، او كه هغوى دواړه دا كوښښ درباندې وكړي چې له ماسره څه داسې شى شريك كړې چې تا ته يې څه علم نه وي، نو بيا يې مه منه، يوازې ما ته ستاسي راتګ دى بيا به مو پر هغه څه خبر كړم چې تاسي به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِى ٱلصَّٰلِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه کسانو چې ايمان يې راوړى او نیک عملونه یې کړي نو هرومرو به يې په صالحانو كې شامل كړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ فَإِذَآ أُوذِىَ فِى ٱللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ ٱلنَّاسِ كَعَذَابِ ٱللَّهِ وَلَئِن جَآءَ نَصْرٌ مِّن رَّبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ أَوَلَيْسَ ٱللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِى صُدُورِ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ځينى خلک داسې وايي چې موږ پر الله ايمان راوړى، خو كله چې د الله په هكله وځورول شي نو بيا د خلكو لخوا سختي (خپګان) لكه د الله عذاب ګڼي، او كه ستا د رب له لوري څه مرسته راشي، هرومرو وايي چې موږ خو درسره وو، آيا الله پر هغه څه ډېر ښه عالم نه دى چې د مخلوقاتو په زړونو كې دي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَيَعْلَمَنَّ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَيَعْلَمَنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو خامخا ښکاره کوي به الله هغه خلك چې ایمان یې راوړی دی او خامخا به ښکاره کوي منافقانو لره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّبِعُوا۟ سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَٰيَٰكُمْ وَمَا هُم بِحَٰمِلِينَ مِنْ خَطَٰيَٰهُم مِّن شَىْءٍ إِنَّهُمْ لَكَٰذِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې كافر شوي وو مومنانو ته يې وويل: زموږ په لار پسې راځئ او ستاسي ګناهونه به هم پر ځان واخلو! حال دا چې د هغوى د ګناهونو هيڅ شى پر ځان نه شي اخيستلى، بې شكه هغوى خو حتماً درواغجن دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَّعَ أَثْقَالِهِمْ وَلَيُسْـَٔلُنَّ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ عَمَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هرومرو به خپل درانه بارونه هم په سر واخلي او له خپلو درنو بارو سره (ډېر) نور درانه بارونه هم او خامخا به د قيامت په ورځ له هغو درواغو وپوښتل شي چې دوى به جوړول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ ٱلطُّوفَانُ وَهُمْ ظَٰلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو نوح مو د هغه قوم ته ورواستولو، نو د هغوی ترمنځ پنځوس كم زر كاله وځنډېدو، بيا هغوى توپان راګير كړل، حال دا چې (په خپله) هغوى ظالمان وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَنجَيْنَٰهُ وَأَصْحَٰبَ ٱلسَّفِينَةِ وَجَعَلْنَٰهَآ ءَايَةً لِّلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغه او د بېړۍ خلک مو وژغورل او د نړيوالو لپاره مو نښانه وګرځول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِبْرَٰهِيمَ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱتَّقُوهُ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو لیږلی و موږ ابراهيم كله چې هغه خپل قوم ته وويل: د الله بندګي وكړئ او له هغه نه وويرېږئ، دا ستاسي لپاره ډيره ښه ده كه تاسي پوهيږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوْثَٰنًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا إِنَّ ٱلَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَٱبْتَغُوا۟ عِندَ ٱللَّهِ ٱلرِّزْقَ وَٱعْبُدُوهُ وَٱشْكُرُوا۟ لَهُۥٓ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتاسو چې له الله پرته د چا عبادت كوئ هغه يوازې بتان دي او تاسي (هسې) درواغ جوړوئ، بې شكه له الله پرته چې د چا عبادت کوئ هغوى ستاسي لپاره د روزۍ واك نه لري، نو الله سره روزي ولټوئ او د همغه عبادت او شكر وکړئ، تاسي ټول به هغه ته ورګرځول كيږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن تُكَذِّبُوا۟ فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌ مِّن قَبْلِكُمْ وَمَا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه تاسي د دروغو نسبت كوئ نو له تاسي وړاندې ډیرو قومونو د دروغو نسبتوته كړي دي او نشته پر پيغمبر پرته له څرګند پېغام رسولو بل مسؤولیت.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ كَيْفَ يُبْدِئُ ٱللَّهُ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥٓ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغوى نه دي ليدلي چې الله څرنګه د پيدايښت پيل كوي، بيا يې (څنګه) دوهم ځلي كوي؟ يقيناً دا پر الله (ډېره) آسانه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ سِيرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ فَٱنظُرُوا۟ كَيْفَ بَدَأَ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ ٱللَّهُ يُنشِئُ ٱلنَّشْأَةَ ٱلْـَٔاخِرَةَ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: په زمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې پيدايښت يې څرنګه پيل كړى بيا يې وروستى ځل هم پيدا كوي بې شكه الله په هر څه قادر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ وَيَرْحَمُ مَن يَشَآءُ وَإِلَيْهِ تُقْلَبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچا ته چې وغواړي عذابوي يې او چا ته چې وغواړي رحم پرې كوي او تاسي به همغه ته ورګرځول كېږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تاسي نه په زمكه كې (د هغه) بې وسه كوونكي ياست، نه په اسمان كې او تاسو لپاره له الله پرته نه كوم دوست شته او نه مرستندوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَلِقَآئِهِۦٓ أُو۟لَٰٓئِكَ يَئِسُوا۟ مِن رَّحْمَتِى وَأُو۟لَٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان چې د الله له آيتونو او مخامخ کېدو منكر شوي، هغوى زما له رحمته ناهيلي شوي او د هغوى لپاره دردناك عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوا۟ ٱقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنجَىٰهُ ٱللَّهُ مِنَ ٱلنَّارِ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو د هغه (ابراهيم) د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه و چې ويل يې: ويې وژنئ يا يې وسوځوئ! چې بيا الله هغه له اوره بچ كړ، بې شكه په دې كې نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې باور كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالَ إِنَّمَا ٱتَّخَذْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ أَوْثَٰنًا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ثُمَّ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُم بِبَعْضٍ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُم بَعْضًا وَمَأْوَىٰكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّٰصِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه وويل: تاسي چې له الله پرته څه نيولي هغه خو ايله بتان دي چې دنيوي ژوند كې مو خپل ترمنځ د مينې وسيله ګرځولې، خو وروسته به د قيامت په ورځ يو بل څخه انكار او ځينې به مو پر ځينو لعنت كوي او هستوګنځى به مو اور او هيڅوك مرستندويان به مو نه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَـَٔامَنَ لَهُۥ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّى مُهَاجِرٌ إِلَىٰ رَبِّىٓ إِنَّهُۥ هُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو لوط علیه السلام پر هغه ایمان راوړ، او (ابراهيم) وويل: زه د خپل رب لوري ته هجرت كوم، بې شكه همغه حكمت والا برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَوَهَبْنَا لَهُۥٓ إِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِى ذُرِّيَّتِهِ ٱلنُّبُوَّةَ وَٱلْكِتَٰبَ وَءَاتَيْنَٰهُ أَجْرَهُۥ فِى ٱلدُّنْيَا وَإِنَّهُۥ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ لَمِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو موږ هغه ته اسحاق او يعقوب (زامن) وروبخښل او د هغوى په خېلخانه كې مو نبوت او كتاب كېښودل او د هغه بدله مو په دنيا كې هم وركړه او په آخرت كې به هغه له صالحانو څخه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦٓ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلْفَٰحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ ٱلْعَٰلَمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو لیږلی و موږ لوط [پیغمبر] كله یې چې خپل قوم ته وويل: تاسي يو داسې ناوړه كار كوئ چې په هغه كې له نړيوالو نه يو هم پر تاسي نه دى مخكې شوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ ٱلرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ ٱلسَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِى نَادِيكُمُ ٱلْمُنكَرَ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِۦٓ إِلَّآ أَن قَالُوا۟ ٱئْتِنَا بِعَذَابِ ٱللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا تاسي سړيو ته (په شهوت) ورځئ او لاره شوكوئ او په خپلو مجلسونو كې ناكاره كارونه كوئ؟ خو د هغه د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه ؤ چې ويل يې: د الله عذاب راولیږه كه ته رښتينى يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ رَبِّ ٱنصُرْنِى عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْمُفْسِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوېلې: زما ربه د مفسدو خلكو پر خلاف زما مرسته وكړې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَآ إِبْرَٰهِيمَ بِٱلْبُشْرَىٰ قَالُوٓا۟ إِنَّا مُهْلِكُوٓا۟ أَهْلِ هَٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا۟ ظَٰلِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو کله چې راغلل رسولان زموږ ابراهیم ته په زیری نو ویې ویل: ب یشکه موږ هلاکوونکي یو د دغه کلي خلکو لره، بی شکه د دې کلي خلک ظالمان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا۟ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُۥ وَأَهْلَهُۥٓ إِلَّا ٱمْرَأَتَهُۥ كَانَتْ مِنَ ٱلْغَٰبِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerده ويل: په هغه (كلي) كې خو لوط (هم) دى! وېلې موږ ته معلومه ده چې څوك پكې دي، خامخا به هغه او كورنۍ يې وژغورو – پرته له مېرمنې يې چې هغه له پاتې کېدونكو ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَمَّآ أَن جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِىٓءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا۟ لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا ٱمْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ ٱلْغَٰبِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې زموږ استازي لوط ته ورغلل نو په هغو سره خپه او زړه تنګى شو او هغوى وويل وېرېږه مه او خپګان مه كوه، يقيناً موږ به تا او ستا كورنۍ ژغورو، پرته له مېرمنې دې چې هغه له پاتې کېدونكو ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّا مُنزِلُونَ عَلَىٰٓ أَهْلِ هَٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ رِجْزًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُوا۟ يَفْسُقُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه موږ د دې كلي پر خلكو له اسمانه يو عذاب رانازلوو، د هغه فسق له امله چې هغوى به كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَقَد تَّرَكْنَا مِنْهَآ ءَايَةًۢ بَيِّنَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې شكه موږ له هغه كلي يوه څرګنده نښانه پريښې ده، د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَٱرْجُوا۟ ٱلْيَوْمَ ٱلْـَٔاخِرَ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو مدين (سيمې) ته مو د هغوى ورور شعيب ورلېږلى و نو هغه ورته وويل: الله ولمانځئ او د وروستۍ ورځې هيله من اوسئ او پر زمكه كې فساد كوونكي مه ګرځئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ ٱلرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دَارِهِمْ جَٰثِمِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو بيا يې هغه درواغجن وباله نو يوې سختې زلزلې راګير كړل او سهار په خپلو كورونو كې پړمخ په زنګنونو مړه پراته پاتې شول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَعَادًا وَثَمُودَا۟ وَقَد تَّبَيَّنَ لَكُم مِّن مَّسَٰكِنِهِمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَعْمَٰلَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ ٱلسَّبِيلِ وَكَانُوا۟ مُسْتَبْصِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو عاديان او ثموديان (وګورئ) او دا دى تاسو ته يې له كورونو پته لګېدلې ده چې شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړل او له سمې لارې يې واړول په داسې حال كې چې هغوی ځانونه عقلمند ګڼل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَٰرُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَٰمَٰنَ وَلَقَدْ جَآءَهُم مُّوسَىٰ بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَٱسْتَكْبَرُوا۟ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا كَانُوا۟ سَٰبِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو قارون، فرعون او هامان (وګورئ) چې راغلی و هغوی ته موسى په څرګندو نښانوسره، خو هغوى پر زمكه لويې وکړه اونه ووهغوی وړاندې کیدونکي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنۢبِهِۦ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ ٱلصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ ٱلْأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَٰكِن كَانُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو دا هر يو مو په خپله ګناه راونيوه چې له هغوى مو پر چا كاڼي اوروونكى باد راواستولو، څوك يوې سختې چېغې راګير كړل، څوك مو په زمكه كې ننوېست او څوك مو ډوب كړل او الله پر هغوى ظلم نه كولو خو هغوى خپله پر ځانو ظلم كولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَثَلُ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَوْلِيَآءَ كَمَثَلِ ٱلْعَنكَبُوتِ ٱتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ ٱلْبُيُوتِ لَبَيْتُ ٱلْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد هغو خلكو بېلګه چې له الله پرته يې نور دوستان نيولي، داسې ده لكه غڼې چې ځان ته يو كور نيولى او تر ټولو زيات كمزورى كور دغڼې كور دى، كاشكې هغوى پوهېدلى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦ مِن شَىْءٍ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً الله ته هغه څه ښه معلوم دي چې هغوى يې له الله پرته رابولي او همغه برلاسى حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَتِلْكَ ٱلْأَمْثَٰلُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ وَمَا يَعْقِلُهَآ إِلَّا ٱلْعَٰلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا بېلګې موږ خلكو ته بيانوو خو له عالمانو پرته د بل چا عقل نه پرې رسيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

خَلَقَ ٱللَّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله اسمانونه او ځمكه په حقه پيداكړي دي [د حکمت لپاره]، یقینا شته دی په دې کې نښه د مومنانو لپاره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱتْلُ مَآ أُوحِىَ إِلَيْكَ مِنَ ٱلْكِتَٰبِ وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ تَنْهَىٰ عَنِ ٱلْفَحْشَآءِ وَٱلْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ ٱللَّهِ أَكْبَرُ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerلوله هغه كتاب چې تا ته وحى کړل شوى دى او لمونځ ترسره كوه، بې شكه لمونځ له بې حيايي او ناوړه كارونو څخه ايسارول كوي، او د الله يادول ډېر لوى (شى) دى او الله ته هغه څه معلوم دي چې تاسي يې كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تُجَٰدِلُوٓا۟ أَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ إِلَّا بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ إِلَّا ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مِنْهُمْ وَقُولُوٓا۟ ءَامَنَّا بِٱلَّذِىٓ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَأُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَٰهُنَا وَإِلَٰهُكُمْ وَٰحِدٌ وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بحث مه کوئ د اهل كتابو سره مګر په ښه توګه، مګر هغه کسان چې ظلم یې کړی د دوی نه (په عناد سره) او وایې ایمان راوړی دی موږ پر هغه څه چې نازل کړی شوي دي موږ ته او نازل کړی شوي دي تاسو ته او زموږ د بندګۍ حقدار او ستاسو د بندګۍ حقدار یو دی او موږ هغه لره غاړه ایښودونکي یو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ فَٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَٰهُمُ ٱلْكِتَٰبَ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ وَمِنْ هَٰٓؤُلَآءِ مَن يُؤْمِنُ بِهِۦ وَمَا يَجْحَدُ بِـَٔايَٰتِنَآ إِلَّا ٱلْكَٰفِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دغسې نازل کړی دی موږ تا ته کتاب، نو چا ته مو چې (مخكې) كتاب وركړى و هغوى په دې هم ايمان راوړي او له دغو خلكو هم ځينې ايمان پرې راوړي او پرته له كافرانو بل څوك زموږ له آيتونو نه منكريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كُنتَ تَتْلُوا۟ مِن قَبْلِهِۦ مِن كِتَٰبٍ وَلَا تَخُطُّهُۥ بِيَمِينِكَ إِذًا لَّٱرْتَابَ ٱلْمُبْطِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو لدې (قرآن) نه مخکې نه تا كوم كتاب لوستلو او نه دې په ښي لاس سره ليكلو، دغه وخت خامخا شک به کړی وی باطل پرستو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

بَلْ هُوَ ءَايَٰتٌۢ بَيِّنَٰتٌ فِى صُدُورِ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ وَمَا يَجْحَدُ بِـَٔايَٰتِنَآ إِلَّا ٱلظَّٰلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبلکې دا څرګند آيتونه دي د هغو خلكو په سينو كې چې علم وركړى شوى او له ظالمانو پرته بل څوك زموږ له آيتونو څخه نه منكريږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَالُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَٰتٌ مِّن رَّبِّهِۦ قُلْ إِنَّمَا ٱلْـَٔايَٰتُ عِندَ ٱللَّهِ وَإِنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٌ مُّبِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى وويل: ولې په ده باندې د خپل رب له لورې څه نښې نازلې نه شوې؟ ورته ووايه: نښې خو یوازې الله سره دي او زه خو صرف يو ښكاره وېرونكى يم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَىٰ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاّيا دوی ته بس نه ده چې موږ پر تا كتاب نازل كړ چې پر دوى لوستل كيږي؟ بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره رحمت او نصيحت دى چې ايمان راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قُلْ كَفَىٰ بِٱللَّهِ بَيْنِى وَبَيْنَكُمْ شَهِيدًا يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱلْبَٰطِلِ وَكَفَرُوا۟ بِٱللَّهِ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerورته ووايه: زما او ستاسي ترمنځ الله شاهد بس دى، څه چې په اسمانو او زمكه كې دي هغه پرې پوهيږي، او كومو خلكو چې باطل منلى او په الله كافر شوي همغوى تاوانيان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلْعَذَابِ وَلَوْلَآ أَجَلٌ مُّسَمًّى لَّجَآءَهُمُ ٱلْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى په عذاب (راتلو) كې پر تا بيړه كوي او كه يوه ټاكلې نېټه نه واى، نو خامخا به عذاب ورته راغلى و، او راځي خو به ورته خامخا ناڅاپه په داسې حال کې چې دوى به خبر هم نه وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَسْتَعْجِلُونَكَ بِٱلْعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌۢ بِٱلْكَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله تا نه عذاب په بيړه غواړي، او حال دا دی چې يقيناً جهنم له كافرانو راچاپېرېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ يَغْشَىٰهُمُ ٱلْعَذَابُ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ وَيَقُولُ ذُوقُوا۟ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې په دوى به عذاب هم له پاسه راخپور شي او هم له پښو لاندې يې، او ورته وبه وايي چې (اوس) د هغو كړنو خوند وڅكئ چې تاسي به كول.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰعِبَادِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ أَرْضِى وَٰسِعَةٌ فَإِيَّٰىَ فَٱعْبُدُونِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې زما هغو بندګانو چې ايمان يې راوړى بې شكه زما زمكه پراخه ده نو يوازې زما عبادت وکړئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ ٱلْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهر ساكښ د مرګ څكونكى دى، بيا به (ټول) زموږ خواته راګرځول كيږئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ ٱلْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا نِعْمَ أَجْرُ ٱلْعَٰمِلِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، خامخا به يې د جنت لوړو ماڼيو كې استوګن كړو چې تر لاندې به يې ويالې بهيږي، تل تر تله به پكې اوسېدونكي وي، د كار كونكو غوره بدله ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې صبر يې كړى او په خپل رب بروسه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَأَيِّن مِّن دَآبَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا ٱللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ډیر خوځېدونكي ژوي دي چې نه باروي خپلې روزۍ لره، الله هغوی ته هم روزي وركوي او تاسو ته هم او هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ وَسَخَّرَ ٱلشَّمْسَ وَٱلْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه دوى وپوښتې چې دا اسمانونه او زمكه چا پيدا كړي او لمر او سپوږمۍ يې په كار اچولي؟ نو خامخا به ووايي چې الله، نو بيا څرنګه (له توحيده) اړول كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ يَبْسُطُ ٱلرِّزْقَ لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَيَقْدِرُ لَهُۥٓ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله دى چې له خپلو بندګانو چا ته وغواړي روزى يې پراخوي او (يا يې) تنګوي ورته، يقيناً الله په هر څه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءً فَأَحْيَا بِهِ ٱلْأَرْضَ مِنۢ بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُ قُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه دوى وپوښتې چې له اسمانه اوبه چا را ورولې دي چې مړه زمكه يې پرې ژوندۍ كړې ده؟ نو خامخا به ووايي: الله، ووايه: الحمدلله! خو زياتره د دوی عقل نه لري.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا هَٰذِهِ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَآ إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ وَإِنَّ ٱلدَّارَ ٱلْـَٔاخِرَةَ لَهِىَ ٱلْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا۟ يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دغه د دنيا ژوند له ساعت تيرۍ (چټیات) او لوبې پرته بل څه نه دى، او بې شکه اصلي ژوندون خو د اّخرت د كور دى، كاشكې دوى پوهېدلاى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِذَا رَكِبُوا۟ فِى ٱلْفُلْكِ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ فَلَمَّا نَجَّىٰهُمْ إِلَى ٱلْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هر کله چې دوی سپاره شي په کښتیو کې نو رابولي الله تعالی لره، اخلاص کوي د هغه په بلنه کې نو هر کله چې دوی ته نجات ورکړي وچې ته، دغه وخت دوی شریک جوړوي (له الله تعالی سره).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِيَكْفُرُوا۟ بِمَآ ءَاتَيْنَٰهُمْ وَلِيَتَمَتَّعُوا۟ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر دې چې موږ څه وركړي د هغو نا شكري وكړي او خوندونه دې واخلي نو زر به وپوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَوَلَمْ يَرَوْا۟ أَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا ءَامِنًا وَيُتَخَطَّفُ ٱلنَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ أَفَبِٱلْبَٰطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ ٱللَّهِ يَكْفُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا دوى نه ويني چې موږ حرم په امن كړى حال دا چې د هغه چاپېره (سيمو كې) خلك تښتول كيږي، نو آيا دوى باطل مني او د الله د نعمت ناشكري كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِٱلْحَقِّ لَمَّا جَآءَهُۥٓ أَلَيْسَ فِى جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَٰفِرِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوک ډیر ظالم دی له هغه چا چې پر الله دروغ جوړوي، یا د دروغو نسبت کوي حق ته کله چې راغی ده ته، آیا په جهنم کې د کافرانو لپاره د دېره کېدلو ځای نشته؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ جَٰهَدُوا۟ فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ ٱللَّهَ لَمَعَ ٱلْمُحْسِنِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كوم كسان چې زموږ په لار كې ځان کړوي، خامخا به خپلى لارې ور وښايو او خامخا الله ملګری دی د ښایسته عمل کوونکو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70