کور › سورتونه › سورت هود
سورت هود هود
۱۲۳ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۵۲
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓر كِتَٰبٌ أُحْكِمَتْ ءَايَٰتُهُۥ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الر [1]، (دا) يو داسې كتاب دى چې آيتونه يې محكم كړى شوي بيا په تفصيل بيان شوي د يو ځيرک او با خبر ذات له لوري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ إِنَّنِى لَكُم مِّنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا چې الله نه پرته بل څه مه لمانځئ، يقيناً زه د هغه له خوا تاسو ته يو وېروونكى او زېرى وركوونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنِ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَٰعًا حَسَنًا إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِى فَضْلٍ فَضْلَهُۥ وَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې له خپل ربه مو بخښنه وغواړئ، بيا هغه ته توبه وكړئ چې تر يوې معلومې نېټې پورې تاسو ته د ژوند ښایسته وسايل دركړي، او هر د فضل خاوند ته به فضل وركړي، او كه تاسو مخ وګرځولو نو بيا خو پر تاسو د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَى ٱللَّهِ مَرْجِعُكُمْ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center یوازې الله ته ستاسو ورګرځېدل دى او هماغه په هر څه قادر دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَآ إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُوا۟ مِنْهُ أَلَا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُۥ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خبر اوسئ! دوى خپلې سينې تاووي تر څو له هغه ځان پټ كړي خبردار اوسئ! كله چې دوى په جامو سره خپل ځان نغاړي نو هغه ته معلوم دي څه چې دوى پټوي او څه چې څرګندوي، بې شكه الله د سينو په رازونو ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِى كِتَٰبٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په ځمكه كې هېڅ داسې كوم خوځنده (ساكښ) نشته چې د هغه روزي پر الله نه وي، او هماغه ته يې استوګنځى هم معلوم دى او د ورسپارل كېدو ځاى هم، هر څه په يو روښانه دفتر كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُۥ عَلَى ٱلْمَآءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَلَئِن قُلْتَ إِنَّكُم مَّبْعُوثُونَ مِنۢ بَعْدِ ٱلْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنْ هَٰذَآ إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل او عرش يې پر اوبو باندې و، تر څو تاسو وازمويي چې كوم يو مو په عمل كې غوره دى، او كه تا وويل چې (ای خلكو) تاسو له مرګه وروسته راپورته كېدونكي ياست نو حتماً به كافران وايي چې دا خو څرګندې كوډې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَئِنْ أَخَّرْنَا عَنْهُمُ ٱلْعَذَابَ إِلَىٰٓ أُمَّةٍ مَّعْدُودَةٍ لَّيَقُولُنَّ مَا يَحْبِسُهُۥٓ أَلَا يَوْمَ يَأْتِيهِمْ لَيْسَ مَصْرُوفًا عَنْهُمْ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا۟ بِهِۦ يَسْتَهْزِءُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه له هغوى مو تر يوې ټاكلې مودې سزا وځنډوله نو خامخا به وايي چې دا څه شي ايساره كړې ده؟ واورئ! هغه ورځ چې (عذاب) ورته راشي نو ترې ايسارېدونكى به نه وى او هغه (عذاب) به ترې چاپېر شي كوم چې دوى به ملنډې ورپورې وهلې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَئِنْ أَذَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ مِنَّا رَحْمَةً ثُمَّ نَزَعْنَٰهَا مِنْهُ إِنَّهُۥ لَيَـُٔوسٌ كَفُورٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اوكه چېرې موږ انسان ته خپل رحمت په برخه كړو او بيا يې بېرته ورڅخه واخلو نو هغه ناهيلی كېږي او په ناشكرۍ لاس پورې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَئِنْ أَذَقْنَٰهُ نَعْمَآءَ بَعْدَ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ ٱلسَّيِّـَٔاتُ عَنِّىٓ إِنَّهُۥ لَفَرِحٌ فَخُورٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه له هغه كړاو نه وروسته چې پر هغه راغلى وْ موږ پر هغه د نعمت خوند و څكو نو وايي زما ټوله بيوزلي ايسته شوه، بيا هغه ډېره خوښي كوي او وياړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا ٱلَّذِينَ صَبَرُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أُو۟لَٰٓئِكَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له هغو كسانو چې صبر يې كړى او ښه كارونه يې كړي، د هغوى لپاره بخښنه او لوى اجر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَعَلَّكَ تَارِكٌۢ بَعْضَ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ وَضَآئِقٌۢ بِهِۦ صَدْرُكَ أَن يَقُولُوا۟ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ كَنزٌ أَوْ جَآءَ مَعَهُۥ مَلَكٌ إِنَّمَآ أَنتَ نَذِيرٌ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ وَكِيلٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ښايي ته به د ځينو هغو خبرو پرېښودونكى يې چې تا ته وحې شوي او په دى به زړه تنګى يې چې دوى وايي ولې كومه خزانه ورباندې راتوی نه شوه؟ يا ولې كومه پرښته ورسره رانغله؟ ته يوازې وېروونكى يې او الله په هر شي څارونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ قُلْ فَأْتُوا۟ بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِۦ مُفْتَرَيَٰتٍ وَٱدْعُوا۟ مَنِ ٱسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ايا دوى وايي چې پېغمبر دا كتاب له ځانه په دروغو جوړ كړى دى؟ ووايه: ښه كه داسې ده نو د ده په څېر لس سورتونه په دروغو جوړ كړي راوړئ او له الله نه پرته نور چې هر څوک (ستاسي معبودان) دي هغوى كه د مرستې لپاره رابللى شئ نو راويې بلئ كه تاسي (د دوى په معبود ګڼلو كې) ريښتينوني ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا۟ لَكُمْ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَآ أُنزِلَ بِعِلْمِ ٱللَّهِ وَأَن لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اوس كه هغوى (ستاسي معبودان) ستاسي مرستې ته نه رسېږي نو وپوهېږئ چې دا د الله په علم سره نازل شوی دى او دا چې له الله پرته كوم بل حقيقي معبود نشته، نو آيا تاسي (دې حق ته) غاړه اېښودونکي یاست؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَن كَانَ يُرِيدُ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَٰلَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كوم خلک چې يوازې د همدې دنيا د ژوند او د هغې د ښكلاوْ غوښتونكي وي د هغو د كړو وړو ټوله ميوه موږ همدلته وركوو او په دې كې له هغو سره هېڅ كمى نه كېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ إِلَّا ٱلنَّارُ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا۟ فِيهَا وَبَٰطِلٌ مَّا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا هغه کسان دي چې نشته دوی ته په اخرت کې مګر اور (د دوزخ) او برباد شوي هغه عملونه چې کړي وو دوی په دنیا کې او باطل دي هغه عملونه چې دوی به په دنیا کې کول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِۦ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِّنْهُ وَمِن قَبْلِهِۦ كِتَٰبُ مُوسَىٰٓ إِمَامًا وَرَحْمَةً أُو۟لَٰٓئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِۦ وَمَن يَكْفُرْ بِهِۦ مِنَ ٱلْأَحْزَابِ فَٱلنَّارُ مَوْعِدُهُۥ فَلَا تَكُ فِى مِرْيَةٍ مِّنْهُ إِنَّهُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نو څوک چې د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ثابت) وي او يو بل شاهد هم د هغه له خوا ورپسې راغلى وي او ترې وړاندې د موسى (علیه السلام) كتاب هم د لارښود او رحمت په ډول موجود و، نو داسې خلک په هغه ايمان راوړي او څوک چې له دې ډلو په هغه كافر شي نو د وعدې ځاى يې اور دى، نو د هغه په باب په شک كې مه اوسه يقيناً هغه ستا د رب له خوا حق دى خو زياتره خلک باور نه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أُو۟لَٰٓئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَىٰ رَبِّهِمْ وَيَقُولُ ٱلْأَشْهَٰدُ هَٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ كَذَبُوا۟ عَلَىٰ رَبِّهِمْ أَلَا لَعْنَةُ ٱللَّهِ عَلَى ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغه چا نه به بل غټ ظالم څوک وي چې پر الله دروغ وتړي؟ دغه راز خلک به د خپل رب حضور ته وړاندې كړاى شي او شاهدان به شاهدي ووايي چې دادي هغه خلک چې پر خپل رب يې دروغ تړلي وو، واورئ! پر ظالمانو د الله لعنت دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُم بِٱلْـَٔاخِرَةِ هُمْ كَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر هغو ظالمانو چې د الله له لارې نه خلک منع كوي، د هغه د لارې كوږوالى غواړي او له اخرت نه منكرېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ لَمْ يَكُونُوا۟ مُعْجِزِينَ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ يُضَٰعَفُ لَهُمُ ٱلْعَذَابُ مَا كَانُوا۟ يَسْتَطِيعُونَ ٱلسَّمْعَ وَمَا كَانُوا۟ يُبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى په ځمكه كې د الله بې وسې كوونكي نه وو او نه د الله په مقابل كې څوک د دوى ملاتړي و، دوى ته به اوس دوه چنده عذاب وركړل شي، دوى نه د بل چا اورېداى شوه او نه يې په خپله غور كاوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى هغه خلك دي چې خپل ځان يې په خپله په زيان كې واچاوه او هغه هر څه ورڅخه ورک شول چې دوى دروغ تړلي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ هُمُ ٱلْأَخْسَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بله لار نه لري پرته له دې چې دوى به په اخرت كې تر ټولو زيات زيانمن اوسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَأَخْبَتُوٓا۟ إِلَىٰ رَبِّهِمْ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شکه هغه کسان چې ايمان يې راوړ او ښه كارونه يې وكړل او يوازې خپل رب ته په عاجزۍ شول، نو په يقيني ډول هغوى جنتيان دي او په جنت كې به هغوى د تل لپاره اوسېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَثَلُ ٱلْفَرِيقَيْنِ كَٱلْأَعْمَىٰ وَٱلْأَصَمِّ وَٱلْبَصِيرِ وَٱلسَّمِيعِ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د دې د واړو ډلو بېلګه داسې ده لكه چې يو انسان ړوند كوڼ وي او بل ليدونكى او اورېدونكى، ايا دا دواړه يو شان كيدلاى شي؟ آيا تاسي له دې مثال نه څه درس نه اخلئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِۦٓ إِنِّى لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نوح (علیه السلام) مو د هغه قوم ته ورولېږلو (هغه وويل) چې زه تاسو ته يو څرګند خبردارى وركوونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَن لَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّا ٱللَّهَ إِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ أَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسو د دردوونكې ورځې له عذابه وېرېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ مَا نَرَىٰكَ إِلَّا بَشَرًا مِّثْلَنَا وَمَا نَرَىٰكَ ٱتَّبَعَكَ إِلَّا ٱلَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِىَ ٱلرَّأْىِ وَمَا نَرَىٰ لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍۭ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَٰذِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د هغه د قوم كافر شوو سردارانو وويل: موږ خو تا د خپل ځان په څېر يو بشر ګورو، او نه دې وينو چې زموږ له ټېټو (بې پته) بې فكره (ساده) خلكو پرته بل چا ستا متابعت كړى وي او پر موږ باندې ستاسو كوم غوره والى هم نه دركې وينو، بلكه موږ خو تاسو دروغجن ګڼو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّى وَءَاتَىٰنِى رَحْمَةً مِّنْ عِندِهِۦ فَعُمِّيَتْ عَلَيْكُمْ أَنُلْزِمُكُمُوهَا وَأَنتُمْ لَهَا كَٰرِهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې ای زما قومه! دې ته مو پام دى چې كه زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل يم او له خپلې خوا يې يو (ځانګړی) رحمت هم راكړى وي چې تاسو ونه شو ليدلى، آيا په داسې حال كې به يې په زور درباندې تپو چې تاسو يې بد ګڼونكي ياست؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَٰقَوْمِ لَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ وَمَآ أَنَا۠ بِطَارِدِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّهُم مُّلَٰقُوا۟ رَبِّهِمْ وَلَٰكِنِّىٓ أَرَىٰكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ای زما قومه! په دې خبره خو له تاسو څه مال نه غواړم، زما اجر له الله پرته، په بل چا نشته او نه زه د هغو كسانو شړونكى يم چې ايمان يې راوړى، هغوى له خپل رب سره مخامخ کېدونكي دي، خو زه تاسو ګورم چې جهالت كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَٰقَوْمِ مَن يَنصُرُنِى مِنَ ٱللَّهِ إِن طَرَدتُّهُمْ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او اى قومه! كه زه دغه خلک وشړم نو د الله له نيونې څخه به ما څوک وژغوري؟ نو آیا پند نه اخلئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَآ أَقُولُ لَكُمْ عِندِى خَزَآئِنُ ٱللَّهِ وَلَآ أَعْلَمُ ٱلْغَيْبَ وَلَآ أَقُولُ إِنِّى مَلَكٌ وَلَآ أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِىٓ أَعْيُنُكُمْ لَن يُؤْتِيَهُمُ ٱللَّهُ خَيْرًا ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِىٓ أَنفُسِهِمْ إِنِّىٓ إِذًا لَّمِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زه تاسي ته نه وايم چې له ما سره د الله خزانې دي، نه دا وايم چې زه د غېبو علم لرم ، نه دا دعوه كوم چې زه پرښته يم، او زه دا هم نشم ويلى چې كوم خلک ستاسو په سترګو سپک ښکاري هغوی ته به الله كومه ښېګڼه ورنكړي، د هغو د نفسونو پر حالت الله ډېر ښه پوهېږي كه زه داسې ووايم نو ظالم به يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰنُوحُ قَدْ جَٰدَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَٰلَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَآ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: اى نوحه! تا له موږ سره جګړه وكړه او ډېره جګړه دې وكړه، نو اوس هغه (عذاب) راوله چې ته يې اخطار راكوې، كه رښتونى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ إِنَّمَا يَأْتِيكُم بِهِ ٱللَّهُ إِن شَآءَ وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغه ځواب وركړ: هغه خو به الله درته راولي، كه خوښه يې شي، او تاسو يې عاجزونكي نه ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا يَنفَعُكُمْ نُصْحِىٓ إِنْ أَرَدتُّ أَنْ أَنصَحَ لَكُمْ إِن كَانَ ٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يُغْوِيَكُمْ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زما نصيحت څه ګټه نه در رسوي كه څه خير ښېګڼه مو وغواړم، كله چې الله ستاسو بې لارېتوب وغواړي، هماغه مو رب دى او هماغه ته به ورګرځولى شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ قُلْ إِنِ ٱفْتَرَيْتُهُۥ فَعَلَىَّ إِجْرَامِى وَأَنَا۠ بَرِىٓءٌ مِّمَّا تُجْرِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا دوى وايي چې له ځانه يې دروغ جوړ كړي؟ ورته ووايه: كه له ځانه مې دروغ جوړ كړي وي نو د دې جرم ذمه وارى خپله پر ما ده، اوكوم جرم چې تاسو كوئ زه ترې بېزار يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأُوحِىَ إِلَىٰ نُوحٍ أَنَّهُۥ لَن يُؤْمِنَ مِن قَوْمِكَ إِلَّا مَن قَدْ ءَامَنَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نوح علیه السلام ته وحي وشوه چې ستا له قوم نه چې كومو خلكو ايمان راوړ هغو راوړ، نور نو كوم منونكى نشته، د هغو پر كړو وړو غمجن كېدل پرېږده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱصْنَعِ ٱلْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَٰطِبْنِى فِى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓا۟ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زموږ تر څارنې او لارښوونې لاندې بېړۍ جوړوه او چا چې ظلم كړى د هغوی په اړه سپارښتنه مه راته كوه هغوى خامخا ډوبېدونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَصْنَعُ ٱلْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلَأٌ مِّن قَوْمِهِۦ سَخِرُوا۟ مِنْهُ قَالَ إِن تَسْخَرُوا۟ مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه بېړۍ جوړوله او هر كله چې د قوم څوک مشران به يې ورباندې تېرېدل نو پر هغه به يې ملنډې وهلې، هغه (نوح علیه السلام) وويل: كه اوس تاسو ملنډې راباندې وهئ نو موږ هم هماغسې ملنډې درباندې وهو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُّقِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ډېر زر به تاسي ته معلومه شي چې پر چا هغه عذاب راځي چې رسوا به یې كړي او پر چا به تلپاتې عذاب را پريوځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَمْرُنَا وَفَارَ ٱلتَّنُّورُ قُلْنَا ٱحْمِلْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ ٱثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ ٱلْقَوْلُ وَمَنْ ءَامَنَ وَمَآ ءَامَنَ مَعَهُۥٓ إِلَّا قَلِيلٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر دې چې كله زموږ حكم راغى او (هغه) تنور وخوټېدلو موږ وويل: له هر ډول نه يوه يوه جوړه پكى سپاره كړه او خپله كورنى دې هم، پرته له هغو چې په هكله يې مخکې وينا شوې ده او هغه كسان هم (سپاره كړه) چې ايمان يې راوړى، او پرته له كمو خلكو ده سره نور چا ايمان نه و راوړى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ ٱرْكَبُوا۟ فِيهَا بِسْمِ ٱللَّهِ مَجْر۪ىٰهَا وَمُرْسَىٰهَآ إِنَّ رَبِّى لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ويې ويل (نوح علیه السلام): په كې سپاره شئ! د الله په نامه يې روانېدل هم دي اودرېدل هم، بې شكه زما رب خامخا مهربان بخښونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَهِىَ تَجْرِى بِهِمْ فِى مَوْجٍ كَٱلْجِبَالِ وَنَادَىٰ نُوحٌ ٱبْنَهُۥ وَكَانَ فِى مَعْزِلٍ يَٰبُنَىَّ ٱرْكَب مَّعَنَا وَلَا تَكُن مَّعَ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغې به دوى د غرو شانته څپو كې وړل او نوح خپل زوى ته ورنارې كړې چې په يوه ګوښه كې و، زما بچیه! موږ سره سپور شه او له كافرانو سره مه كېږه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ سَـَٔاوِىٓ إِلَىٰ جَبَلٍ يَعْصِمُنِى مِنَ ٱلْمَآءِ قَالَ لَا عَاصِمَ ٱلْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ ٱللَّهِ إِلَّا مَن رَّحِمَ وَحَالَ بَيْنَهُمَا ٱلْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ ٱلْمُغْرَقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې: ډېر زر به د غره سر ته وروړم چې له اوبو مې وساتي (نوح علیه السلام) وويل: نن د الله له حكمه څوک ژغورونكى نشته پرته له هغه چې (الله) رحم پرې وكړي او بيا يوه څپه د دواړو ترمنځ پرده شوه او هغه له ډوبېدونكو څخه شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقِيلَ يَٰٓأَرْضُ ٱبْلَعِى مَآءَكِ وَيَٰسَمَآءُ أَقْلِعِى وَغِيضَ ٱلْمَآءُ وَقُضِىَ ٱلْأَمْرُ وَٱسْتَوَتْ عَلَى ٱلْجُودِىِّ وَقِيلَ بُعْدًا لِّلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او وويل شول: ای ځمكې! اوبه دې وزغمه (جذب كړه) او اې آسمانه بند شه! او اوبه كمې شوې، پرېكړه سر ته ورسېدله او بېرۍ پر جودي (غره) تم شوه او وويل شول: د ظالمانو خلكو لپاره دې هلاكت وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَادَىٰ نُوحٌ رَّبَّهُۥ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ٱبْنِى مِنْ أَهْلِى وَإِنَّ وَعْدَكَ ٱلْحَقُّ وَأَنتَ أَحْكَمُ ٱلْحَٰكِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نوح (عليه السلام) خپل رب ته غږ وكړ نو ويې ويل: اى زما ربه! زما زوى زما له كورنۍ څخه دى او ستا وعده رېښتينې ده او ته له ټولو حاكمانو څخه لوى او غوره حاكم يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰنُوحُ إِنَّهُۥ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُۥ عَمَلٌ غَيْرُ صَٰلِحٍ فَلَا تَسْـَٔلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ إِنِّىٓ أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ ٱلْجَٰهِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې فرمايل (الله تعالی): ای نوحه! هغه ستا له اهل څخه نه دى هغه (خاوند د) بد عمل دى، نو د هغه څه غوښتنه مه رانه كوه چې تا سره يې علم نشته، زه درته نصيحت كوم چې ته له جاهلانو څخه نه شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ إِنِّىٓ أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْـَٔلَكَ مَا لَيْسَ لِى بِهِۦ عِلْمٌ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِى وَتَرْحَمْنِىٓ أَكُن مِّنَ ٱلْخَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې (نوح علیه السلام) زما ربه! زه تا پورې پناه اخلم له دې نه چې هغه څه درنه وغواړم كوم چې نه پرې پوهېږم، او كه ته بخښنه راته ونه كړي او رحم راباندې ونكړې نو زه به له تاوانيانو يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قِيلَ يَٰنُوحُ ٱهْبِطْ بِسَلَٰمٍ مِّنَّا وَبَرَكَٰتٍ عَلَيْكَ وَعَلَىٰٓ أُمَمٍ مِّمَّن مَّعَكَ وَأُمَمٌ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ يَمَسُّهُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center وويل شول: اى نوحه! كوز شه، سلامتيا او بركتونه دې پر تا او پر هغو ډلو وي چې تاسره دي، او څه نورې ډلې چې د ګټې اخيستو څه موقع به وركړو بيا به زموږ له خوا دردناک عذاب ور ورسيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تِلْكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْغَيْبِ نُوحِيهَآ إِلَيْكَ مَا كُنتَ تَعْلَمُهَآ أَنتَ وَلَا قَوْمُكَ مِن قَبْلِ هَٰذَا فَٱصْبِرْ إِنَّ ٱلْعَٰقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا غيبي خبرونه دي چې تاته يې وحى كوو، له دې مخكې، نه ته ورباندې پوهېدلې او نه ستا قوم، نو صبر وكړه، يقيناً ښه انجام د متقيانو دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥٓ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (عليه السلام) ورواستولو ويلې اى زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته (په حقه سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، تاسو بل څه نه، يوازې دروغ تړونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰقَوْمِ لَآ أَسْـَٔلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱلَّذِى فَطَرَنِىٓ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای زما قومه! په دې خو له تاسو څه اجر نه غواړم، زما اجر صرف پر هغه ذات دى چې زه يې پيدا كړى يم، آيا نو عقل نه كاروئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَٰقَوْمِ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ يُرْسِلِ ٱلسَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَىٰ قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا۟ مُجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ای قومه! له خپل رب نه مو بخښنه وغواړئ بيا د هغه لور ته (په توبې ویستلو) وروګرځئ، چې له آسمانه ډېر ورېدونكى (باران) پر تاسي راولېږي او له (موجوده) ځواک سره به نور ځواک هم در زيات كړي او د مجرمانو په څېر مخ مه ګرځوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰهُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِىٓ ءَالِهَتِنَا عَن قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: ای هوده! له كوم څرګند دليل سره نه يې راته راغلى او ستا په وينا د خپلو معبودانو پرېښودونکي نه یو، او نه دې په خبره باور كوونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن نَّقُولُ إِلَّا ٱعْتَرَىٰكَ بَعْضُ ءَالِهَتِنَا بِسُوٓءٍ قَالَ إِنِّىٓ أُشْهِدُ ٱللَّهَ وَٱشْهَدُوٓا۟ أَنِّى بَرِىٓءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موږ له دې پرته بل څه نه وايو چې زموږ ځينو معبودانو به څه ضرر در رسولى وي، ويې ويل: زه الله شاهدوم او تاسو هم شاهدان اوسئ چې زه بېزار يم له هغه څه چې تاسو يې ورسره شريكوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مِن دُونِهِۦ فَكِيدُونِى جَمِيعًا ثُمَّ لَا تُنظِرُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له هغه (الله) پرته، نو تاسو ټول ماته څه چل جوړ كړئ او بيا هېڅ مهلت مه راكوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنِّى تَوَكَّلْتُ عَلَى ٱللَّهِ رَبِّى وَرَبِّكُم مَّا مِن دَآبَّةٍ إِلَّا هُوَ ءَاخِذٌۢ بِنَاصِيَتِهَآ إِنَّ رَبِّى عَلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه ما پر الله بروسه كړې چې زما او ستاسو رب دی، هېڅ داسې خوځېدونكى نشته چې هغه يې د پيكي (د تندي د وېښتانو) رانيوونكى نه وي، بې شكه زما رب پر سمه لار باندې دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَقَدْ أَبْلَغْتُكُم مَّآ أُرْسِلْتُ بِهِۦٓ إِلَيْكُمْ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّى قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّونَهُۥ شَيْـًٔا إِنَّ رَبِّى عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ حَفِيظٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كه تاسو مخ واړوئ ما خو هغه پيغام در ورسولو چې تاسو ته پرې رالېږل شوى وم، او زما رب به ستاسو پر ځاى بل قوم راولي، او تاسو هغه ته څه ضرر نه شئ رسولى، بې شكه زما رب پر هر څه ساتونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا هُودًا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَنَجَّيْنَٰهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې زموږ حكم راغى، نو په خپل رحمت سره مو هود (عليه السلام) او هغه كسان وژغورل چې له هغه سره يې ايمان راوړى و، او له يو سخت عذابه مو بچ كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُوا۟ بِـَٔايَٰتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا۟ رُسُلَهُۥ وَٱتَّبَعُوٓا۟ أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا عاديان دي چې د خپل رب له آيتونو منكر شول، دهغه له رسولانو يې سرغړونه وكړه او د (حق) د هر سركښ دښمن د امر تابعداري يې وكړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأُتْبِعُوا۟ فِى هَٰذِهِ ٱلدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ أَلَآ إِنَّ عَادًا كَفَرُوا۟ رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِّعَادٍ قَوْمِ هُودٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بيا په دې دنيا كې هم لعنت ورپسې شو او د قيامت په ورځ هم، واورئ عاديان په خپل رب كافران شول، واورئ! د هود قوم عاديانو ته دې لرې والى وي (د الله له رحمته).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَٰلِحًا قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥ هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلْأَرْضِ وَٱسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَٱسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّى قَرِيبٌ مُّجِيبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ثموديانو ته مو د هغوى ورور صالح ورواستولو، ويې ويل اى قومه! د الله عبادت وکړئ، له هغه پرته (په حق سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، هماغه تاسو له ځمكى راپيدا او پكې آباد يې كړئ، نو بخښنه ترې وغواړئ او د هغه لور ته راوګرځئ بې شكه زما رب نږدې، دعا قبلوونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰصَٰلِحُ قَدْ كُنتَ فِينَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هَٰذَآ أَتَنْهَىٰنَآ أَن نَّعْبُدَ مَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِى شَكٍّ مِّمَّا تَدْعُونَآ إِلَيْهِ مُرِيبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې اى صالحه! تاته په موږ كې له دې وړاندې هيلې كېدې، آيا له دې مو ايساروې چې هغه څه ولمانځو كوم چې زموږ پلرونو به لمانځل، او يقيناً موږ د هغه څه په اړه چې ته مو وربلې پرېشانوونكي شک كې يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّى وَءَاتَىٰنِى مِنْهُ رَحْمَةً فَمَن يَنصُرُنِى مِنَ ٱللَّهِ إِنْ عَصَيْتُهُۥ فَمَا تَزِيدُونَنِى غَيْرَ تَخْسِيرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې ويل ای قومه! كه چېرې زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ولاړ) يم او له خپلې خوا يې يو رحمت هم راكړى وي نو كه اوس يې سرغړونه وكړم څوک به مې مرسته وكړي، نو تاسو خو ماته پرته له تاوانه بل څه نه را زياتوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَٰقَوْمِ هَٰذِهِۦ نَاقَةُ ٱللَّهِ لَكُمْ ءَايَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِىٓ أَرْضِ ٱللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِيبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او اى زما قومه! دا د الله اوښه ستاسي له پاره يوه نښانه ده، نو دا پرېږدئ چې د الله پر ځمكه څري، او په بدۍ لاس مه وروړئ (كنه) بيا به مو نږدې (وخت كې يو) عذاب راونيسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا۟ فِى دَارِكُمْ ثَلَٰثَةَ أَيَّامٍ ذَٰلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو هغه يې ټپي او مړه كړه، نو ورته ويې ويل صرف درې ورځې مو كورو كې ژوند وكړئ، دا نه دروغ كېدونكې وعده ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَٰلِحًا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَمِنْ خِزْىِ يَوْمِئِذٍ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ ٱلْقَوِىُّ ٱلْعَزِيزُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې زموږ امر راغى، په خپل رحمت سره مو صالح او هغه كسان وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و، او د هغې ورځې له رسوايي (مو خوندى كړل) بې شكه همدا ستا رب برلاسى ځواكمن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَخَذَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دِيَٰرِهِمْ جَٰثِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چا چې ظلم كړى و، هغوى يوې سختې چغې راونيول، نو بيا ګهيځ خپلو سيمو كې پړمخې وچ مړه پراته وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَآ أَلَآ إِنَّ ثَمُودَا۟ كَفَرُوا۟ رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِّثَمُودَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center لكه چې له سره پكې اوسېدلي نه وي، واورئ، ثموديان په خپل رب كافر شول، واورئ ثموديانو ته (د الله له رحمته) لرې والى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ جَآءَتْ رُسُلُنَآ إِبْرَٰهِيمَ بِٱلْبُشْرَىٰ قَالُوا۟ سَلَٰمًا قَالَ سَلَٰمٌ فَمَا لَبِثَ أَن جَآءَ بِعِجْلٍ حَنِيذٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شکه ابراهيم (علیه السلام) ته زموږ استازي په زيري ورغلل، ويلې سلام دې وي، هغه وويل: پر تاسي دې هم سلام وي، نو بيا يې څه ځند ونه كړ چې وريت شوى خوسى يې ورته راوړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا رَءَآ أَيْدِيَهُمْ لَا تَصِلُ إِلَيْهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً قَالُوا۟ لَا تَخَفْ إِنَّآ أُرْسِلْنَآ إِلَىٰ قَوْمِ لُوطٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو چې ويې ليدل د هغوى لاسونه (خوړو ته) نه رسي، ويې نه پېژندل، او په زړه كې يې ترې وېره راوسته، هغوى وويل: مه وېرېږه موږ د لوط (علیه السلام) قوم ته را استول شوي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱمْرَأَتُهُۥ قَآئِمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَٰهَا بِإِسْحَٰقَ وَمِن وَرَآءِ إِسْحَٰقَ يَعْقُوبَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او مېرمن يې (هلته) ولاړه وه نو ويې خندل، موږ هغې ته د اسحاق او له اسحاق وروسته د يعقوب زېرى وركړ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَتْ يَٰوَيْلَتَىٰٓ ءَأَلِدُ وَأَنَا۠ عَجُوزٌ وَهَٰذَا بَعْلِى شَيْخًا إِنَّ هَٰذَا لَشَىْءٌ عَجِيبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغې وويل ای زما افسوسه! اوس به يې زېږوم چې بوډۍ شوم او دا خاوند مې هم بوډا دى، بې شكه دا يو عجيبه شى (کار) دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ ٱللَّهِ رَحْمَتُ ٱللَّهِ وَبَرَكَٰتُهُۥ عَلَيْكُمْ أَهْلَ ٱلْبَيْتِ إِنَّهُۥ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى (پرښتو) ويل: آيا د الله له کاره تعجب كوې؟ ای د (دې) كور خلكو! د الله رحمت او بركتونه دې پر تاسو وي، بې شكه هغه ستايل شوى او د لوى شان والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَٰهِيمَ ٱلرَّوْعُ وَجَآءَتْهُ ٱلْبُشْرَىٰ يُجَٰدِلُنَا فِى قَوْمِ لُوطٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا كله چې له ابراهيم (علیه السلام) څخه ویره لرې شوه او زيرې ورته راغی نو د لوط (علیه السلام) د قوم په اړه یې له موږ سره شخړه کوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ إِبْرَٰهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّٰهٌ مُّنِيبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شکه ابراهيم (علیه السلام) د ډېر زغم او نرم زړه خاوند او الله ته ورګرځېدونکی و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓإِبْرَٰهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَٰذَآ إِنَّهُۥ قَدْ جَآءَ أَمْرُ رَبِّكَ وَإِنَّهُمْ ءَاتِيهِمْ عَذَابٌ غَيْرُ مَرْدُودٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای ابراهيمه! له دې تېر شه بې شكه چې ستا د رب حكم راغلى دى، او دوى ته نه ايسارېدونكى عذاب راتلونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا جَآءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِىٓءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَٰذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې زموږ پریښتې لوط (علیه السلام) ته ورغلې نو د هغو په راتګ سره هغه ډېر ناخوښه او زړه تنګى شو او ويې ويل چې نن ډېره سخته ورځ ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَآءَهُۥ قَوْمُهُۥ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِن قَبْلُ كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ قَالَ يَٰقَوْمِ هَٰٓؤُلَآءِ بَنَاتِى هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِى ضَيْفِىٓ أَلَيْسَ مِنكُمْ رَجُلٌ رَّشِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او قوم يې په منډه ورته راغى او دوی وړاندې هم بد كارونه كول، ويلې اى قومه! دا زما لوڼې ستاسو لپاره ډېرې پاكې دي، نو الله نه ووېرېږى او ما د خپلو مېلمنو په هكله مه شرموئ، آيا په تاسو كې څوک پوهېدونكى سړى نشته؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِى بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى ويل: تاته خو معلومه ده چې ستا په لوڼو كې زموږ څه حاجت نشته او ته په دې هم پوهېږي چې موږ څه غواړو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ لَوْ أَنَّ لِى بِكُمْ قُوَّةً أَوْ ءَاوِىٓ إِلَىٰ رُكْنٍ شَدِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه وويل: كاشكې مې ستاسو په خلاف ځواک درلودلای یا مې پیاوړې اسرې ته پناه وړلی شوی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰلُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُوٓا۟ إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ ٱلَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلَّا ٱمْرَأَتَكَ إِنَّهُۥ مُصِيبُهَا مَآ أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ ٱلصُّبْحُ أَلَيْسَ ٱلصُّبْحُ بِقَرِيبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې اى لوطه! موږ ستا د رب استازي يو، دوى هېڅ (ضرر) نه شي در رسولى، نو د شپې په يوه برخه كې خپله كورنۍ روانه كړه او هېڅوك دې له تاسو بېرته نه راګوري، پرته له مېرمنې دې، يقيناً هغې ته هغه (عذاب) رسېدونكى دى چې هغوى ته ور رسيږى بې شكه د هغوى نېټه سهار ده، آيا سهار نږدې نه دى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَٰلِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې زموږ حكم راغى لاندې باندې (نسكور) مو كړل، او پرله پسې مو داسې كاڼي پرې واورول چې له خټو جوړ، په اور پاخه شوي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مُّسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ وَمَا هِىَ مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ بِبَعِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ستا د رب په وړاندې نښانه شوي (كاڼي)، او دا (عذاب) له ظالمانو څه لرې نه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَٰقَوْمِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُۥ وَلَا تَنقُصُوا۟ ٱلْمِكْيَالَ وَٱلْمِيزَانَ إِنِّىٓ أَرَىٰكُم بِخَيْرٍ وَإِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُّحِيطٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او مدين ته مو د هغوى ورور شعيب ورواستولو، ويې ويل: اى قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته (په حق سره) ستاسو كوم بل معبود نشته، او پيمانه او تله كې كمى مه كوئ، زه مو (نن) په ښه حال ګورم او زه پر تاسو د چاپېرېدونكې ورځې له عذابه وېرېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَٰقَوْمِ أَوْفُوا۟ ٱلْمِكْيَالَ وَٱلْمِيزَانَ بِٱلْقِسْطِ وَلَا تَبْخَسُوا۟ ٱلنَّاسَ أَشْيَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا۟ فِى ٱلْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اواى قومه پیمانه او تله په انصاف سره پوره كوئ او له خلكو یې شيان مه کموئ او په ځمكه كې ورانکاري مه ګرځئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَقِيَّتُ ٱللَّهِ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پاتې ګټه د الله له لوري تاسو ته غوره ده که چېرې تاسو مومنان یاست، او زه ستاسي ساتونکی نه یم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰشُعَيْبُ أَصَلَوٰتُكَ تَأْمُرُكَ أَن نَّتْرُكَ مَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُنَآ أَوْ أَن نَّفْعَلَ فِىٓ أَمْوَٰلِنَا مَا نَشَٰٓؤُا۟ إِنَّكَ لَأَنتَ ٱلْحَلِيمُ ٱلرَّشِيدُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوی وویل: ای شعیبه! آیا لمونځ دې امر درته کوي چې هغه څه پرېږدو چې پلرونو مو یې عبادت کاوه، یا دا چې په خپلو شتمنیو کې هغه څه ونکړو چې غواړو یې؟ ته په ریښتیا زغمونکی، هوښیار یې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّى وَرَزَقَنِى مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا وَمَآ أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَىٰ مَآ أَنْهَىٰكُمْ عَنْهُ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا ٱلْإِصْلَٰحَ مَا ٱسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِىٓ إِلَّا بِٱللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويلې: اى قومه! آيا وينئ كه زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل (ولاړ) يم او له خپلې خوا يې ښه روزي هم راكړې وي، او دا هم نه غواړم چې له كومو كارو تاسو ايساروم، هغه په خپله وكړم، زه (ستاسو) له اصلاح پرته بل څه نه غواړم څومره چې كولى شم، او دا توفيق مې هم يوازې په الله دى، په هماغه مې بروسه ده او د هماغه لور ته ورګرځم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَٰقَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِىٓ أَن يُصِيبَكُم مِّثْلُ مَآ أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَٰلِحٍ وَمَا قَوْمُ لُوطٍ مِّنكُم بِبَعِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او اى قومه! زما سره دښمني مو د دې سبب نه شي چې تاسو ته هغسې عذاب در ورسي لكه د نوح قوم ته چې رسېدلى و، يا د هود قوم ته يا د صالح قوم ته، او د لوط قوم خو له تاسو څه لرې نه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّى رَحِيمٌ وَدُودٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له خپل رب څخه مو بخښنه وغواړئ بيا د هغه لور ته وروګرځئ، بې شکه زما رب مهربان مينه ناك دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰشُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِّمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَىٰكَ فِينَا ضَعِيفًا وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَٰكَ وَمَآ أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى وويل: اې شعيبه! ستا په زياترو خبرو موږ نه پوهېږو او په خپل منځ كې دې كمزورى وينو، او كه ستا دغه (كافر) خپلوان نه وى نو په كاڼو به مو ويشتلى وې او پر موږ خو څه عزتمن نه يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ يَٰقَوْمِ أَرَهْطِىٓ أَعَزُّ عَلَيْكُم مِّنَ ٱللَّهِ وَٱتَّخَذْتُمُوهُ وَرَآءَكُمْ ظِهْرِيًّا إِنَّ رَبِّى بِمَا تَعْمَلُونَ مُحِيطٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (شعيب) وويل: ای قومه! آيا زما خپلوان پر تاسي له الله څخه زيات درانه دي؟ او هغه مو تر څټه شاته غورځولي، بې شكه زما رب له هغه څه را چاپېر دى چې تاسو يې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَٰقَوْمِ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّى عَٰمِلٌ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَٰذِبٌ وَٱرْتَقِبُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُمْ رَقِيبٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ای زما قومه! تاسو په خپله كړنلاره كار كوئ، زه به يې په خپلې كوم، زر به وپوهېږئ چې په چا داسې عذاب راځي چې شرموي يې او څوک دروغجن دى؟ او انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَأَخَذَتِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ٱلصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا۟ فِى دِيَٰرِهِمْ جَٰثِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې زموږ امر (د عذاب) راغى شعيب او هغه كسان مو وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و په خپل رحمت سره، او كومو كسانو چې ظلم كړى و، يوې سختې چغې راونيول نو بيا سهار په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پر زنګنو پراته و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا۟ فِيهَآ أَلَا بُعْدًا لِّمَدْيَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُودُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center لكه چې له سره پكې اوسېدلي نه وو، واورئ! مدين ته هماغه شان لرې والى دى (د الله له رحمته) لكه چې ثموديانو ته لرې والى و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَا وَسُلْطَٰنٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خامخا موسى (علیه السلام) مو له خپلو نښانو او څرګند دليل سره ولېږلو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ فَٱتَّبَعُوٓا۟ أَمْرَ فِرْعَوْنَ وَمَآ أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center فرعون او د هغه قوم سردارانو ته، خو هغوى د فرعون د حكم تابعداري وكړه او د فرعون حكم په سمه لار برابر نه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَقْدُمُ قَوْمَهُۥ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فَأَوْرَدَهُمُ ٱلنَّارَ وَبِئْسَ ٱلْوِرْدُ ٱلْمَوْرُودُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه به د قيامت په ورځ د خپل قوم مخكښ شي نو اور ته به يې ننباسي او د ورتګ څومره بد ځاى دى چې څوك وروستل شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأُتْبِعُوا۟ فِى هَٰذِهِۦ لَعْنَةً وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ بِئْسَ ٱلرِّفْدُ ٱلْمَرْفُودُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په دې دنيا كې هم لعنت ورپسې شو او د قيامت په ورځ هم، بده بدله ده چې وركړې شوې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلْقُرَىٰ نَقُصُّهُۥ عَلَيْكَ مِنْهَا قَآئِمٌ وَحَصِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا د هغو كليو خبرونه دي چې تاته يې بيانوو، ځينې يې لا پرځاى ولاړ او ځينې رېبل شوي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا ظَلَمْنَٰهُمْ وَلَٰكِن ظَلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ فَمَآ أَغْنَتْ عَنْهُمْ ءَالِهَتُهُمُ ٱلَّتِى يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ لَّمَّا جَآءَ أَمْرُ رَبِّكَ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ ظلم ورباندې نه دى كړى خو هغوى پر خپلو ځانونو ظلم وكړ او هغو معبودانو يې هېڅ شى ترې ايسار نه كړل چې دوى به له الله پرته رابلل، كله چې ستا د رب امر راغلو، او له هلاكته پرته يې څه ورزيات نه كړل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَذَٰلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَآ أَخَذَ ٱلْقُرَىٰ وَهِىَ ظَٰلِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُۥٓ أَلِيمٌ شَدِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ستا د رب نيول خو همداسې وي كله چې هغه سيمې راونيسي كومې چې ظالمې وي، بې شكه د هغه نيول سخت دردناک دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَةً لِّمَنْ خَافَ عَذَابَ ٱلْـَٔاخِرَةِ ذَٰلِكَ يَوْمٌ مَّجْمُوعٌ لَّهُ ٱلنَّاسُ وَذَٰلِكَ يَوْمٌ مَّشْهُودٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شکه په دې كې د هغه چا لپاره نښه ده چې د آخرت له عذابه ويريږي، دا يوه داسې ورځ ده چې خلک به ورته راټول شي او داسې ورځ ده چې ورته به حاضر شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا نُؤَخِّرُهُۥٓ إِلَّا لِأَجَلٍ مَّعْدُودٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او نه وروسته كوو هغه، مګر يوې معلومې نېټى ته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ يَأْتِ لَا تَكَلَّمُ نَفْسٌ إِلَّا بِإِذْنِهِۦ فَمِنْهُمْ شَقِىٌّ وَسَعِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې راشي نو د هغه له اجازې پرته به يو كس هم نه غږيږي، نو بيا به څوک بد بخته وي او څوک نېكبخته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَمَّا ٱلَّذِينَ شَقُوا۟ فَفِى ٱلنَّارِ لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَشَهِيقٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څوک چې بدبخته وي، نو د هغوى به په دوزخ کې ستمېدل (په اوچت آواز سا اېستل) او پشېدل (په ټيټ آواز سا راښكل) وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
خَٰلِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ ٱلسَّمَٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ إِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِّمَا يُرِيدُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تلپاتې په هغه كې تر څو چې آسمانونه او ځمكه وي، مګر دا چې ستا رب څه وغواړي، بې شكه ستا رب د هغه څه كوونكى دى چې اراده يې وكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَمَّا ٱلَّذِينَ سُعِدُوا۟ فَفِى ٱلْجَنَّةِ خَٰلِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ ٱلسَّمَٰوَٰتُ وَٱلْأَرْضُ إِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ عَطَآءً غَيْرَ مَجْذُوذٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هر هغه چې نېکبخته شول نو په جنت كې به تل تر تله اوسېدونكي وي تر څو چې آسمانونه او ځمكه وي، مګر دا چې ستا رب څه وغواړي، دا يوه نه غوڅېدونكې (ختمېدونكې) وركړه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَا تَكُ فِى مِرْيَةٍ مِّمَّا يَعْبُدُ هَٰٓؤُلَآءِ مَا يَعْبُدُونَ إِلَّا كَمَا يَعْبُدُ ءَابَآؤُهُم مِّن قَبْلُ وَإِنَّا لَمُوَفُّوهُمْ نَصِيبَهُمْ غَيْرَ مَنقُوصٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ته د هغه څه په اړه شک كې مه لوېږه چې دا خلک يې عبادت کوي، دوى یوازې هماغسې عبادت كوي لكه چې مخكې يې پلرونو كولو او بې شکه موږ پرته له څه نيمګړتيا د هغوى د برخې پوره وركوونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى ٱلْكِتَٰبَ فَٱخْتُلِفَ فِيهِ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَفِى شَكٍّ مِّنْهُ مُرِيبٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه موسى (علیه السلام) ته مو كتاب وركړى و خو په هغه كې هم اختلاف وشو او كه ستا د رب له خوا مخكې يوه خبره نه وى شوې نو (اوس) به يې ترمنځ پرېکړه شوې وه، او بې شکه دوى د هغه په اړه په پرېشانوونكي شک كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِنَّ كُلًّا لَّمَّا لَيُوَفِّيَنَّهُمْ رَبُّكَ أَعْمَٰلَهُمْ إِنَّهُۥ بِمَا يَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بې شكه ستا رب به دوى ټولو ته خپلې پوره بدلې وركړي، يقيناً هغه د دوى په كړو وړو ښه خبر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱسْتَقِمْ كَمَآ أُمِرْتَ وَمَن تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا۟ إِنَّهُۥ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ته او تا سره چې چا توبه اېستلې په هماغه لاره ټينګ اونېغ اوسئ څنګه چې درته امر شوى او سرکښي مه کوئ، بې شكه هغه ستاسو په كړو وړو ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَرْكَنُوٓا۟ إِلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ فَتَمَسَّكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغو خلكو ته مه ور كږېږئ چې ظلم يې كړې، بيا به اور در ورسي، او نه به وي تاسو ته له الله پرته دوستان، بیا به درسره مرسته ونشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ طَرَفَىِ ٱلنَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ ٱلَّيْلِ إِنَّ ٱلْحَسَنَٰتِ يُذْهِبْنَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ذَٰلِكَ ذِكْرَىٰ لِلذَّٰكِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د ورځې دواړو خواو او د شپې څه شېبو كې لمونځ ترسره كوه بې شکه نيكي بدي له منځه وړي، دا پند اخيستونكو لپاره يوه يادونه ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱصْبِرْ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او صبر كوه، ځكه چې بې شکه الله د نيكي كوونكو اجر نه ضايع كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَوْلَا كَانَ مِنَ ٱلْقُرُونِ مِن قَبْلِكُمْ أُو۟لُوا۟ بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ ٱلْفَسَادِ فِى ٱلْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّنْ أَنجَيْنَا مِنْهُمْ وَٱتَّبَعَ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ مَآ أُتْرِفُوا۟ فِيهِ وَكَانُوا۟ مُجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ولې تاسو نه مخكې قومونو كې داسې د خير خلک موجود نه شول چې په ځمكه كې يې له فساده منع كړي وى، پرته له هغو لږو كسانو چې هغوى مو ترې وژغورل، او هغه چې ظالمان وو نو په هغو خوندونو پسې شول چې دوى پكې سوكاله شوي وو، او دوی مجرمان وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ ٱلْقُرَىٰ بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ستا رب داسې نه دى چې په ظلم سره كلي تباه كړي حال دا چې اوسېدونكي يې سمون راوستونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ ٱلنَّاسَ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه ستا رب غوښتي وى نو ټول خلک به يې يوه ډله ګرځولي وو، خو (داسې يې ونه كړه) دوى به همېشه سره اختلاف كوونكي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا مَن رَّحِمَ رَبُّكَ وَلِذَٰلِكَ خَلَقَهُمْ وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ ٱلْجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ أَجْمَعِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له هغه کسانو چې رب دې رحم پرې كړى وي، او د همدې لپاره خو يې پيدا كړي دي، او ستا د رب هغه وينا ترسره شوه چې (ويلي يې وو) زه به جهنم له پېريانو او انسانانو ټولو ډكوم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكُلًّا نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنۢبَآءِ ٱلرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِۦ فُؤَادَكَ وَجَآءَكَ فِى هَٰذِهِ ٱلْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د پېغمبرانو دا ټول خبرونه چې پرتا يې لولو هغه (دي) چې ستا زړه پرې ډاډه كوو، او په دغو كې تا ته حق او نصيحت او د مومنانو لپاره پند راغلى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقُل لِّلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ ٱعْمَلُوا۟ عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنَّا عَٰمِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغو خلكو ته چې ايمان نه راوړي، ووايه چې تاسو په خپله طریقه عمل كوئ موږ په خپله طریقه عمل كوونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنَّا مُنتَظِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او انتظار كوئ موږ هم انتظار كوونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِلَّهِ غَيْبُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ ٱلْأَمْرُ كُلُّهُۥ فَٱعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ وَمَا رَبُّكَ بِغَٰفِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او خاص الله لره دى (علم په) غيب د آسمانونو او ځمكې او ټول امر (چارې) هماغه ته ورګرځولى شي نو د هغه عبادت وکړه او پر هماغه بروسه كوه او ستا رب له هغو چارو ناخبره ندى چې تاسو يې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت يونس
سورت يوسف ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.