کور › سورتونه › سورت يونس
سورت يونس يونس
۱۰۹ آیتونه · مکي · د نزول ترتیب ۵۱
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ الٓر تِلْكَ ءَايَٰتُ ٱلْكِتَٰبِ ٱلْحَكِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الر [1]، دا د هغه كتاب آيتونه دي چې له حكمت نه ډك دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ رَجُلٍ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ ٱلنَّاسَ وَبَشِّرِ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ قَالَ ٱلْكَٰفِرُونَ إِنَّ هَٰذَا لَسَٰحِرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آیا دې خلکو ته تعجب دی چې وحي مو وکړه یو سړي ته له دوی څخه چې ووېروه خلک او زېری ورکړه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی دی په دې خبره چې بې شکه دوی لپاره رښتینې مرتبه ده د دوی د رب په نزد، نو وایي دا کافران چې بې شکه دا (محمد) خامخا ښکاره کوډګر دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ مَا مِن شَفِيعٍ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ إِذْنِهِۦ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمْ فَٱعْبُدُوهُ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يقيناً ستاسو رب هماغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا په عرش پورته شو، هماغه ټول كارونه سمبالوي هېڅوك شفاعت كوونكى نشته، مګر د هغه له اجازې وروسته، همدا ستاسو رب دى نو هماغه ولمانځئ، آيا نو تاسو پند نه اخلئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّا إِنَّهُۥ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ لِيَجْزِىَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ بِٱلْقِسْطِ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هماغه لوري ته ستاسو د ټولو ورستنېدل دي، د الله وعده رښتينې ده بې شكه هماغه پيدايښت پيل كوي بيا يې هماغه دوهم ځل پيدا كوي تر څو هغو خلكو ته چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي په عدالت سره بدله وركړي، او څوك چې كافر شوي هغوى لره به د خوټېدلو اوبو څښاك او دردناك عذاب وي، په دې چې دوى به كفر كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ ٱلشَّمْسَ ضِيَآءً وَٱلْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُۥ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا۟ عَدَدَ ٱلسِّنِينَ وَٱلْحِسَابَ مَا خَلَقَ ٱللَّهُ ذَٰلِكَ إِلَّا بِٱلْحَقِّ يُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَٰتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دى هماغه ذات دى چې لمر يې روڼ او سپوږمۍ يې روښانه ګرځولې او (سپوږمۍ ته يې) پړاوونه ټاكلي تر څو د كلونو شمېر او حساب (پرې) معلوم كړئ، الله دا شيان پرته له يو مقصده نه دي پيدا كړي، هغه دا آيتونه هغو خلكو ته په تفصيل بيانوي چې پوهېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ فِى ٱخْتِلَٰفِ ٱلَّيْلِ وَٱلنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ ٱللَّهُ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه د شپې او ورځې په اوښتون كې او څه چې الله په اسمانو او ځمكه كې پيدا كړې، خامخا د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې ويريږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا وَرَضُوا۟ بِٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَٱطْمَأَنُّوا۟ بِهَا وَٱلَّذِينَ هُمْ عَنْ ءَايَٰتِنَا غَٰفِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يقيناً هغه خلک چې موږ سره د يو ځاى كېدو هيله نه لري او د دنيا په ژوندانه باندې خوښ او ډاډه شوي دي او هغه چې زموږ له آيتونو غافلان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُو۟لَٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمُ ٱلنَّارُ بِمَا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د داسې كسانو استوګنځى اور دى، د هغو عملونو له امله چې دوى به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُم بِإِيمَٰنِهِمْ تَجْرِى مِن تَحْتِهِمُ ٱلْأَنْهَٰرُ فِى جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه چا چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي نو د ايمان په وجه به يې خپل رب (د جنت) لاره وروښيي چې هلته به له نعمتونو ډكو جنتو كې د هغوى لاندې ويالې بهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
دَعْوَىٰهُمْ فِيهَا سُبْحَٰنَكَ ٱللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَٰمٌ وَءَاخِرُ دَعْوَىٰهُمْ أَنِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هلته به د دوى ناره دا وي چې يا الله تاته پاکي ده، او دعا به هلته سلام (سلامتیا) او وروستۍ خبره به يې دا وي چې ستاينه ده الله رب العالمين لره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ يُعَجِّلُ ٱللَّهُ لِلنَّاسِ ٱلشَّرَّ ٱسْتِعْجَالَهُم بِٱلْخَيْرِ لَقُضِىَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ فَنَذَرُ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا فِى طُغْيَٰنِهِمْ يَعْمَهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه چېرې الله خلكو ته بدي هم په هماغسې بيړه ورسوي لكه دوى يې چې د (دنيايي) ښېګڼې په غوښتنه كې كوي نو نېټه به یې پوره شوې وه (تباه شوي به وو) خو موږ هغه خلک چې راسره د يو ځاى كېدو هيله نه لري هماغسې په خپله ناړامۍ كې لا لهانده پريږدو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا مَسَّ ٱلْإِنسَٰنَ ٱلضُّرُّ دَعَانَا لِجَنۢبِهِۦٓ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُۥ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَآ إِلَىٰ ضُرٍّ مَّسَّهُۥ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې كوم انسان ته څه كړاو رسيږي نو په اړخ، ناسته او ولاړه موږ وربولي خو كله چې كړاو يې ترې لرې كړو نو بيا داسې درومي لكه چې موږ يې په وررسېدلي كړاو كې له سره بللي نه وو، په همدې توګه زياتى كوونكو ته هغه څه ښايسته شوي دي چې دوى به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا ٱلْقُرُونَ مِن قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوا۟ وَجَآءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ وَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْقَوْمَ ٱلْمُجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يقيناً له تاسو مخكې قومونه مو هلاک كړل، كله چې هغوى ظلم وكړ او رسولان يې له څرګندو نښانو سره ورته راغلل خو دوى ايمان را نه وړو، مجرمو خلكو ته همدغه شان سزا وركوو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ جَعَلْنَٰكُمْ خَلَٰٓئِفَ فِى ٱلْأَرْضِ مِنۢ بَعْدِهِمْ لِنَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو له هغوى وروسته په ځمكه كې تاسو د هغوى ځاى ناستي وګرځولئ تر څو وګورو چې تاسو څرنګه كارونه كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَاتُنَا بَيِّنَٰتٍ قَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَآءَنَا ٱئْتِ بِقُرْءَانٍ غَيْرِ هَٰذَآ أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِىٓ أَنْ أُبَدِّلَهُۥ مِن تِلْقَآئِ نَفْسِىٓ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَىَّ إِنِّىٓ أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّى عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې پر هغوى زموږ روښانه آيتونه لوستل كيږي، نو هغه كسان چې موږ سره د يو ځاى كېدو هيله نه لري، وايي چې د دې پر ځاى بل قرآن راوړه يا په همدې كې څه بدلون راوله، ورته وايه: زما دا كار نه دى چې له خپله ځانه څه بدلون پكې راولم، زه خو صرف هغه څه پسې روان يم چې وحى راته كيږي، زه كه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو د هماغې لويې ورځې له سزا وېرېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُل لَّوْ شَآءَ ٱللَّهُ مَا تَلَوْتُهُۥ عَلَيْكُمْ وَلَآ أَدْرَىٰكُم بِهِۦ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِّن قَبْلِهِۦٓ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه: كه الله غوښتي واى نو ما به (دا قرآن) نه و درباندې لوستى او نه به الله پرې تاسي خبر كړي وای، زه خو له دې مخكې هم په تاسو كې ډېر اوسېدلى يم آيا نو له عقله كار نه اخلئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِـَٔايَٰتِهِۦٓ إِنَّهُۥ لَا يُفْلِحُ ٱلْمُجْرِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو تر هغه لوى ظالم به څوك وي چې په الله پورې څه دروغ تړي، يا يې آيتونه دروغ ګڼي؟ يقيناً مجرمان نه بريالي كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَٰٓؤُلَآءِ شُفَعَٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ قُلْ أَتُنَبِّـُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ سُبْحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان ور رسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي، ووايه: آيا تاسو الله له هغه څه خبروئ چې هغه ته نه په آسمانو كې معلوم دي او نه په ځمكه كې (يعنې بالكل نشته) هغه پاک او لوړ دى له هغه څه چې دوى يې شريكوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا كَانَ ٱلنَّاسُ إِلَّآ أُمَّةً وَٰحِدَةً فَٱخْتَلَفُوا۟ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا خلک په پيل كې صرف يو امت وو خو بيا وروسته سره مختلف شول، او كه ستا د رب له خوا مخکې يوه خبره نه وی تېره شوې نو اوس به د هغه څه پرېكړه شوې وه چې دوى پكې اختلاف كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَقُولُونَ لَوْلَآ أُنزِلَ عَلَيْهِ ءَايَةٌ مِّن رَّبِّهِۦ فَقُلْ إِنَّمَا ٱلْغَيْبُ لِلَّهِ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى وايي چې په دې پېغمبر ولې د خپل رب له لوري كومه نښانه رانازله نشوه؟ نو ورته ووايه چې غيب خو يوازې الله سره دي نو تاسو هم انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَآ أَذَقْنَا ٱلنَّاسَ رَحْمَةً مِّنۢ بَعْدِ ضَرَّآءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌ فِىٓ ءَايَاتِنَا قُلِ ٱللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې خلكو ته له كړاوه وروسته د رحمت خوند وروڅكو نو بيا سمدلاسه زموږ په آيتونو كې دسيسې پېل كړي، ورته وايه: الله په تدبير جوړولو كې تر ټولو ګړندى دى، بې شكه زموږ استازي ستاسو مکرونه (چلونه) ليكي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى يُسَيِّرُكُمْ فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ حَتَّىٰٓ إِذَا كُنتُمْ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا۟ بِهَا جَآءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَآءَهُمُ ٱلْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَٰذِهِۦ لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّٰكِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دى هماغه دى چې تاسو په وچه او لمده كې ګرځوي تر هغه چې بېړيو كې (سپاره) شئ او بيا له پاک باد سره روانې شي دوى وړي، او دوی پرې خوشاله وي نو توند (مخالف) باد ورباندې راشي او له هرې خوا څپې څپانده شي او دوى وانګيري چې دا دى ګير شولو نو دوى خپل دين يوازې د الله لپاره خالصوي او دعاګانې كوي چې كه موږ دې له دې وژغورلو نو خامخا به له شكر اېستونكو څخه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّآ أَنجَىٰهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِى ٱلْأَرْضِ بِغَيْرِ ٱلْحَقِّ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُم مَّتَٰعَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو كله يې چې وژغوري نو بيا سمدلاسه په ځمكه كې ناروا فسادونه پېل كړي، اى خلكو ستاسو دا ناړامي خپله ستاسو د ځانونو په تاوان ده، د دنيايي (لنډ مهالي) ژوند خوندونه (واخلئ)، بيا زموږ په لور ستاسو راګرځېدل دي، هغه وخت به تاسو بيا خبر كړو چې څه مو كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا مَثَلُ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا كَمَآءٍ أَنزَلْنَٰهُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ فَٱخْتَلَطَ بِهِۦ نَبَاتُ ٱلْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ ٱلنَّاسُ وَٱلْأَنْعَٰمُ حَتَّىٰٓ إِذَآ أَخَذَتِ ٱلْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَٱزَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَآ أَنَّهُمْ قَٰدِرُونَ عَلَيْهَآ أَتَىٰهَآ أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَٰهَا حَصِيدًا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِٱلْأَمْسِ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلْـَٔايَٰتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د دنيا د ژوند مثال خو داسې دى لكه موږ چې له آسمانه اوبه را واورولې نو د ځمكې شنيلي چې انسانان او څاروي يې خوري، (ښه) ګڼ، پرېمانه شي، څو چې ځمكې خپله تازګي واخيسته او ښكلې شوه او څښتنانو يې ګومان وكړ چې اوس هغوى ورباندې واکمن دي، (ناڅاپه) د شپې يا د ورځې زموږ حكم ورته راغى نو داسې مو رېبلي (تباه) كړل لكه چې (هلته) پرون هېڅ نه وو، په همدې شان موږ خپل دلايل (نښانې) هغو خلكو ته په تفصيل بيانوو چې فكر كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱللَّهُ يَدْعُوٓا۟ إِلَىٰ دَارِ ٱلسَّلَٰمِ وَيَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله تاسو د سلامتۍ كور خواته بلي او چا ته يې چې خوښه شي نېغې لارې ته يې ورسموي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا۟ ٱلْحُسْنَىٰ وَزِيَادَةٌ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلَا ذِلَّةٌ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center چا چې ښېګڼه وكړه هغو لپاره ښېګڼه (جنت) او لا نور هم زياتوالى دى او نه به يې پر مخونو توروالى او خواري خپره شي، هغوى د جنت خلک دي دوى به هماغلته پكې تلپاتي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ كَسَبُوا۟ ٱلسَّيِّـَٔاتِ جَزَآءُ سَيِّئَةٍۭ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ مَّا لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ كَأَنَّمَآ أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ ٱلَّيْلِ مُظْلِمًا أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې بدۍ ترلاسه كړي، بدله يې هماغسې يو برابر بدي ده او خواري به ورباندې خپريږي، هېڅوك به يې له الله نه ژغورونكى نه وي لكه پر مخونو يې چې د تورې شپې ټوټې راخپرې شوې وي، هغوى دوزخيان دي، دوى به هماغلته پكې تلپاتي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ مَكَانَكُمْ أَنتُمْ وَشُرَكَآؤُكُمْ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ وَقَالَ شُرَكَآؤُهُم مَّا كُنتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په هغه ورځ چې دوى ټول راغونډ كړو بيا به مشركانو ته ووايو چې په خپل خپل ځاى ايسار شئ هم تاسو او هم ستاسو جوړ كړي شريكان، نو سره بېل به يې كړو او د دوى شريكان به ووايې چې تاسو خو زموږ عبادت نه كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًۢا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ إِن كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغَٰفِلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو الله زموږ او تاسو ترمنځ د شاهد په توګه بس دى چې يقيناً موږ خو ستاسو له عبادته ناخبره وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُنَالِكَ تَبْلُوا۟ كُلُّ نَفْسٍ مَّآ أَسْلَفَتْ وَرُدُّوٓا۟ إِلَى ٱللَّهِ مَوْلَىٰهُمُ ٱلْحَقِّ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همدلته به هر كس هغه څه ښكاره ومومي چې مخكې يې لېـږلي وو، او خپل حقيقى څښتن ته به وروګرځول شي او هغه دروغونه به ترې ورک شي كوم چې دوى به جوړول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ ٱلسَّمْعَ وَٱلْأَبْصَٰرَ وَمَن يُخْرِجُ ٱلْحَىَّ مِنَ ٱلْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ ٱلْمَيِّتَ مِنَ ٱلْحَىِّ وَمَن يُدَبِّرُ ٱلْأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ ٱللَّهُ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: له اسمان او ځمكې نه څوک تاسو ته روزي دركوي او دا د اورېدو او ليدو واک څوک لري، او څوک دى چې ژوندى له مړي راوباسي او مړى له ژوندي راوباسي او د (نړۍ) چارې څوک سموي؟ نو زر به ووايي چې: الله، نو ورته ووايه: آيا نو تاسو نه وېرېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَذَٰلِكُمُ ٱللَّهُ رَبُّكُمُ ٱلْحَقُّ فَمَاذَا بَعْدَ ٱلْحَقِّ إِلَّا ٱلضَّلَٰلُ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو همدا ستاسو رښتينى رب دى، نو له حقه وروسته پرته له بې لارۍ نور څه دي؟ نو تاسو كومې خواته اړول كيږئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى ٱلَّذِينَ فَسَقُوٓا۟ أَنَّهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همدغه شان ستا د رب خبره په سرغړوونكو باندې رښتينې شوه چې هغوى به ايمان نه راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ قُلِ ٱللَّهُ يَبْدَؤُا۟ ٱلْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُۥ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: يوازې الله ړومبى پيدايښت هم كوي او بيا يې هم راپيدا كوي نو تاسو كوم لور ته اړول كېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ قُلِ ٱللَّهُ يَهْدِى لِلْحَقِّ أَفَمَن يَهْدِىٓ إِلَى ٱلْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لَّا يَهِدِّىٓ إِلَّآ أَن يُهْدَىٰ فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: آيا ستاسو له شريكانو څوک د حق خوا ته لارښوونه كوي؟ ورته وايه: يوازې الله د حق لارښوونه كوي، نو آيا څوک چې د حق خواته لارښوونه كوي، ډېر د متابعت وړ دى، كه هغه څوک چې په خپله لار نه مومي مګر دا چې لارښوونه ورته وشي، نو په تاسو څه شوي؟ (دا) څنګه فيصلې كوئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا إِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغْنِى مِنَ ٱلْحَقِّ شَيْـًٔا إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِمَا يَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او زياتره يې پرته له ګومانه بل څه پسې نه ځي، خو په حقيقت كې ګومان د حق هېڅ اړتيا نه پوره كوي، يقيناً الله په هغه چې دوى يې كوي ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا كَانَ هَٰذَا ٱلْقُرْءَانُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ ٱلْكِتَٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا قرآن خو داسې نه دى چې له الله پرته په دروغو جوړ شي، خو د هغه څه تصديق دى چې ترې مخكې و، او د الكتاب تفصيل دى، په دې كې څه شک نشته چې دا د مخلوقاتو د رب له لوري دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَمْ يَقُولُونَ ٱفْتَرَىٰهُ قُلْ فَأْتُوا۟ بِسُورَةٍ مِّثْلِهِۦ وَٱدْعُوا۟ مَنِ ٱسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا دوى وايي چې دا يې له ځانه جوړ كړى؟ ورته ووايه: ښه نو تاسو هم د دې په شان يو سورت راوړئ، او له الله پرته چې هر څوك راغوښتلى شئ راويې غواړئ، كه تاسو رښتيني ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
بَلْ كَذَّبُوا۟ بِمَا لَمْ يُحِيطُوا۟ بِعِلْمِهِۦ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُۥ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بلكه هغه څه يې دروغ وګڼلو چې پوهه يې ورته نه وه رسېدلې، او تر اوسه یې معنى او حقيقت دوى ته نه دى راغلى، له دوى مخكې خلكو هم دغه شان دروغ ګڼلي وو نو ګوره چې د ظالمانو انجام څنګه و؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْهُم مَّن يُؤْمِنُ بِهِۦ وَمِنْهُم مَّن لَّا يُؤْمِنُ بِهِۦ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِٱلْمُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ځينې يې هغه دي چې باور پرې کوي او ځينې يې پرې باور نه کوي، او ستا رب په مفسدانو ډېر ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّى عَمَلِى وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ أَنتُم بَرِيٓـُٔونَ مِمَّآ أَعْمَلُ وَأَنَا۠ بَرِىٓءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه دوى تا دروغجن ګڼي نو ووايه چې زما كړه وړه زما لپاره او ستاسي كړه وړه ستاسي لپاره دي، څه چې زه كوم د هغه له مسئوليت نه تاسي خلاص ياست او څه چې تاسي كوئ د هغه له مسئوليت نه زه خلاص يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ أَفَأَنتَ تُسْمِعُ ٱلصُّمَّ وَلَوْ كَانُوا۟ لَا يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ځینی له دی کفارو څخه هغه خلک دي چې تاته غوږ نیسی، آیا نو ته ور اورولی شې کاڼه ته، اګر که وي دوی چې هېڅ عقل هم نه لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنْهُم مَّن يَنظُرُ إِلَيْكَ أَفَأَنتَ تَهْدِى ٱلْعُمْىَ وَلَوْ كَانُوا۟ لَا يُبْصِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ځینې له دوى څخه هغه كسان دي چې تاته ګوري، خو آيا ته ړندو ته لاره ښيې كه هغوى هېڅ نه ويني؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظْلِمُ ٱلنَّاسَ شَيْـًٔا وَلَٰكِنَّ ٱلنَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center حقيقت دا دى چې الله پر خلكو ظلم نه كوي، خلك خپله پر خپل ځان ظلم كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَن لَّمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا سَاعَةً مِّنَ ٱلنَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ قَدْ خَسِرَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِلِقَآءِ ٱللَّهِ وَمَا كَانُوا۟ مُهْتَدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په كومه ورځ يې چې راغونډ كړي نو لكه چې دوى د ورځې له كوم ساعت پرته زيات نه وو ځنډېدلي چې خپلو كې سره وپېژني، په حقيقت كې هغه خلك (ډېر) زيانمن شول چې الله سره ملاقات بې دروغ ګڼلو او په نېغه لار سم نه وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ ٱلَّذِى نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ ٱللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له كوم ناوړه سرنوشت څخه چې موږ هغوى وېروو د هغه يوه برخه به موږ ستا په ژوند كې دروښايو، يا به له هغه نه مخكې تا واخلو، په هر حال د دوى راتګ زموږ خوا ته دى او دوى چې څه كوي الله ورباندى شاهد دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَآءَ رَسُولُهُمْ قُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هر امت لپاره يو پېغمبر دى، نو كله چې كوم امت ته د هغه پېغمبر راځي نو د هغه فيصله په پوره عدالت سره كېږي او پر هغوی به يو بڅرى ظلم هم نه كېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَٰذَا ٱلْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَٰدِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى وایي: كله به وي دا پرېکړه (د عذاب) كه تاسې ریښتيني ياست؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُل لَّآ أَمْلِكُ لِنَفْسِى ضَرًّا وَلَا نَفْعًا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَـْٔخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: زما په واک كې د خپل ځان ګټه او زيان هم نشته، هر څه د الله خوښې پورې اړه لري، د هر امت لپاره د مهلت يوه موده ده، كله چې دا موده پوره كېږي نو يو ساعت به هم وروسته مخکې نه نشي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَتَىٰكُمْ عَذَابُهُۥ بَيَٰتًا أَوْ نَهَارًا مَّاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ ٱلْمُجْرِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى ته ووايه: تاسي كله په دې غور كړيدى چې كه د الله عذاب په ناڅاپي ډول د شپې يا دورځي راشي (نو تاسې څه كولى شئ؟) ښه نو دا كوم داسې شى دى چې د هغه لپاره مجرمان تلوار كوي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ ءَامَنتُم بِهِۦٓ ءَآلْـَٰٔنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِۦ تَسْتَعْجِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا كله چې هغه پر تاسي را پريوځي په هماغه وخت كې به يې ومنئ؟ اوس ځان ژغورل غواړئ؟ په داسې حال كې چې تاسي په خپله د هغه د چټک راتلو غوښتنه كوله!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلْخُلْدِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا به ظالمانو ته وويل شي چې اوس د ابدي عذاب خوند وڅكئ، څه چې تاسي کوئ آيا د هغه له مجازات نه پرته بله څه بدله تاسي ته دركول كيداى شي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَسْتَنۢبِـُٔونَكَ أَحَقٌّ هُوَ قُلْ إِى وَرَبِّىٓ إِنَّهُۥ لَحَقٌّ وَمَآ أَنتُم بِمُعْجِزِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له تا څخه پوښتنه كوي آيا په واقعي ډول دا ريښتيا دي چې ته يې وايې؟ ووايه: هو، زما په رب قسم، دا بيخي ريښتيا دي، او تاسي د چا عاجزوونکي نه یاست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِى ٱلْأَرْضِ لَٱفْتَدَتْ بِهِۦ وَأَسَرُّوا۟ ٱلنَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا۟ ٱلْعَذَابَ وَقُضِىَ بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه له هر هغه چا سره چې ظلم يې كړى وي، د ځمكې ټوله شتمني هم وي، د ځان ژغورنې لپاره به يې ځار كړي او كله چې عذاب وويني نو پټه به پښېماني وكړي او په انصاف به يې تر منځه فيصله وشي او پر دوى به ظلم نه كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ أَلَآ إِنَّ وَعْدَ ٱللَّهِ حَقٌّ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center واورئ! په آسمانو او ځمكه كې چې هر څه دي، د الله دي، واورئ! رښتيا چې د الله وعده رښتينې ده خو زياتره يې نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هم دغه (الله) ژوندي کول او مړه کول کوي او هم ده ته به ورګرځول كيږئ (په قیامت کې).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌ لِّمَا فِى ٱلصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى خلكو! تاسي ته ستاسي د رب له لوري نصحيت راغلى دى، چې د زړونو د ناروغيو شفاء ده او مومنانو لپاره هدايت او رحمت دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ بِفَضْلِ ٱللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِۦ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا۟ هُوَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووایه: د الله په فضل او د هغه په رحمت، نو پدې (قران) دې خوشحاله شي، دا غوره دی د هغه (مال) څخه چې (خلک یې) جمع کوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَرَءَيْتُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلَٰلًا قُلْ ءَآللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى ٱللَّهِ تَفْتَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: آيا تاسو پام كړی (خبر راکړئ) كومه روزي چې الله درته راكوزه كړې له هغې نه تاسو خپله ځينې حرامه او ځينې حلاله ګرځولې ده؟ ووايه: آيا الله تاسو ته اجازه دركړې وه كه پر الله دروغ تړئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا ظَنُّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه كسان چې پر الله دروغ تړي، څه ګومان کوي چې د قيامت په ورځ (به څه ورسره وشي)؟ بې شكه الله پر خلكو د لوى فضل څښتن دى خو زياتره يې شكر نه باسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا تَكُونُ فِى شَأْنٍ وَمَا تَتْلُوا۟ مِنْهُ مِن قُرْءَانٍ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَلَآ أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْبَرَ إِلَّا فِى كِتَٰبٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ته چې په هر حالت كې اوسې او له قرآنه چې هر څه لولې او (ای خلكو) تاسو چې هر څه عمل كوئ (په هر حال) موږ پر تاسو شاهد يو كله چې تاسو پكې بوخت (لګيا) ياست، او ستا له ربه نه په ځمكه او نه په آسمان كې د يو بڅري په اندازه (كوم شى) پټېداى شي او نه به تر دې هم لا ډېر كوچنى او يا ډېر لوى داسې كوم شى وي چې په يو روښانه دفتر كې نه وي (ليكلى).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَآ إِنَّ أَوْلِيَآءَ ٱللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خبر شئ چې بې شکه د الله په دوستانو هېڅ قسم ویره نشته او نه به دوی غمجن شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَكَانُوا۟ يَتَّقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه کسان دي چې ایمان لري او ځان ساتي (له ګناهونو او له الله نه ویریږي).
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَهُمُ ٱلْبُشْرَىٰ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَٰتِ ٱللَّهِ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د دنيا او آخرت دواړو په ژوندانه كې د هغو لپاره زيرى دى، د الله خبرې نه شي بدلېداى، همدا لوى برياليتوب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ إِنَّ ٱلْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى پېغمبره! دا خلک چې په تا پورې كومې خبرې تړي هغه دې تا ونه ځوروي، عزت په تمامه معنا د الله په واك كې دى، هغه هر څه اوري او په هر څه پوهېږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَآ إِنَّ لِلَّهِ مَن فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا يَتَّبِعُ ٱلَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ شُرَكَآءَ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center واورئ! هر هغه څوک چې په آسمانو كې دي او هغه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي، او هغه كسان چې له الله پرته د نورو شريكانو متابعت كوي، هغوى پرته له ګومانه د بل څه متابعت نه كوي او بل څه نه صرف اټكلونه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى جَعَلَ لَكُمُ ٱلَّيْلَ لِتَسْكُنُوا۟ فِيهِ وَٱلنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَـَٔايَٰتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هماغه الله دى چې تاسي لپاره يې شپه پيدا كړې ده چې په هغې كې ارام و كړئ او ورځ يې روښانه ګرځولې ده، په دې كې د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې په خلاصو غوږونو (د پېغمبر صلی الله علیه وسلم بلنه) اوري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ ٱتَّخَذَ ٱللَّهُ وَلَدًا سُبْحَٰنَهُۥ هُوَ ٱلْغَنِىُّ لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ إِنْ عِندَكُم مِّن سُلْطَٰنٍۭ بِهَٰذَآ أَتَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كافرانو وويل چې الله څوک زوى نيولى دى، پاکې ده الله لره! هغه خو بې نيازه دى، په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي ټول د هغه ملكيت دى، له تاسي سره د دې وينا لپاره هېڅ دليل نشته، آيا تاسي د الله په باب هغه خبرې كوئ چې پرې نه پوهېږئ؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: يقيناً هغوى چې په الله پورې دروغ تړي هېڅکله نشي بریالي کېدلای.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَتَٰعٌ فِى ٱلدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ ٱلْعَذَابَ ٱلشَّدِيدَ بِمَا كَانُوا۟ يَكْفُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دنيا كې څه ګټه اخيستل (يې) دي، خو بيا يې موږ ته راتګ دى، بيا به سخت عذاب وروڅكو په دې چې دوى به كفر كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِۦ يَٰقَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِى وَتَذْكِيرِى بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ فَعَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوٓا۟ أَمْرَكُمْ وَشُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ ٱقْضُوٓا۟ إِلَىَّ وَلَا تُنظِرُونِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د نوح (علیه السلام) خبر پرې ولوله! كله يې چې خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! كه په تاسو كې زما اوسېدل او د الله په آيتونو سره درته نصيحت كول، پر تاسو درانه او سخت شوي وي نو ما خو په الله بروسه كړې، او تاسو هم خپل كار او شريكان راغونډ كړئ، بيا دې خپل دغه كار له تاسو پټ نه وي، بيا چې زما په اړه څه پرېکړه کوئ ویې کړئ، او (هېڅ) مهلت مه راكوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِىَ إِلَّا عَلَى ٱللَّهِ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كه تاسو مخ وګرځولو نو ما هم څه اجر نه و درنه غوښتى، زما اجر له الله پرته په بل چا نه دى او ماته امر شوى چې زه په خپله له مسلمانانو څخه واوسم .
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَعَلْنَٰهُمْ خَلَٰٓئِفَ وَأَغْرَقْنَا ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا فَٱنظُرْ كَيْفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلْمُنذَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو هغه يې دروغجن وګڼلو بيا مو دى او څوك چې ورسره وو، په بېړۍ كې بچ كړل او (د ډوب شوو) ځاى ناستي مو وګرځول او چا چې زموږ آيتونه دروغ ګڼلي وو، هغوى (ټول) مو ډوب كړل، نو ګوره چې د وېرول شوو انجام څنګه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَآءُوهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَمَا كَانُوا۟ لِيُؤْمِنُوا۟ بِمَا كَذَّبُوا۟ بِهِۦ مِن قَبْلُ كَذَٰلِكَ نَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِ ٱلْمُعْتَدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا له ده وروسته مو (يېلا بېل) رسولان د هغوى قوم ته ولېږل چې له څرګندو نښانو سره ورغلل، خو څه چې مخكى يې دروغ ګڼلي وو، بيا يى ايمان ورباندې را نه وړو، همدغه شان مهر لګوو د تېرى كوونكو په زړونو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنۢ بَعْدِهِم مُّوسَىٰ وَهَٰرُونَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِۦ بِـَٔايَٰتِنَا فَٱسْتَكْبَرُوا۟ وَكَانُوا۟ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو له هغوى وروسته موسى او هارون (عليهما السلام) له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه د قوم مشرانو ته ورواستول خو لويي يې وكړه او دوى مجرمان خلک وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا جَآءَهُمُ ٱلْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوٓا۟ إِنَّ هَٰذَا لَسِحْرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كله چې دوی ته زموږ له خوا حق راغی نو هغوی وويل چې دا خو ښكاره كوډې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ مُوسَىٰٓ أَتَقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَكُمْ أَسِحْرٌ هَٰذَا وَلَا يُفْلِحُ ٱلسَّٰحِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center موسى (عليه السلام) وويل: آيا كله چې حق درته راغلو نو تاسو دا واياست؟ آيا دا كوډې دي؟ او حال دا چې كوډګران برياليتوب نه شي موندلى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوٓا۟ أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَا وَتَكُونَ لَكُمَا ٱلْكِبْرِيَآءُ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى وويل: آيا ته د دې لپاره موږ ته راغلى يې چې له هغه څه مو واړوې چې پر هغه مو خپل پلرونه موندلي او په ځمكه كې همدا ستاسو دواړو لويي وي او موږ خو ستاسو د خبرې منونكي نه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ٱئْتُونِى بِكُلِّ سَٰحِرٍ عَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او فرعون وويل چې هر ماهر كوډګر ماته راولئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلْقُوا۟ مَآ أَنتُم مُّلْقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې كوډګران راغلل نو موسى (َعلیه السلام) هغوی ته وويل: تاسي چې د كومو شيانو غورځونكي ياست هغه وغورځوى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَمَّآ أَلْقَوْا۟ قَالَ مُوسَىٰ مَا جِئْتُم بِهِ ٱلسِّحْرُ إِنَّ ٱللَّهَ سَيُبْطِلُهُۥٓ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ ٱلْمُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا كله چې هغوى وغورځول، موسى (علیه السلام) وويل: تاسو چې څه راوړل هغه كوډې دي يقيناً الله به يې زر باطل كړي، بې شكه الله د مفسدانو كار نه سموي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيُحِقُّ ٱللَّهُ ٱلْحَقَّ بِكَلِمَٰتِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُجْرِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او الله په خپلو فرمانو سره حق رښتيا كوي، كه څه هم مجرمان ناخوښه اوسي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَآ ءَامَنَ لِمُوسَىٰٓ إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِّن قَوْمِهِۦ عَلَىٰ خَوْفٍ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَإِي۟هِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِى ٱلْأَرْضِ وَإِنَّهُۥ لَمِنَ ٱلْمُسْرِفِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو (همداسې) موسى (علیه السلام) د ده د قوم له (څو) ځوانانو پرته بل چا ونه منلو، د فرعون او د هغوى د مشرانو له وېرې چې په عذاب به يې كړي او فرعون خو حتماً په ځمكه كې زورواكى او له زياتى كوونكو څخه و.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ مُوسَىٰ يَٰقَوْمِ إِن كُنتُمْ ءَامَنتُم بِٱللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوٓا۟ إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى (علیه السلام) وويل: اى زما قومه! كه تاسو په الله ايمان لرئ نو پر هغه بروسه وكړئ، كه تاسو رښتيا غاړه اېښودونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَقَالُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو دوى وويل: پر الله مو بروسه كړې، زموږ ربه! موږ د ظالمانو خلكو لپاره فتنه مه ګرځوه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ ٱلْقَوْمِ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او په خپل رحمت سره مو له كافرانو وژغوره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰ وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّءَا لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًا وَٱجْعَلُوا۟ بُيُوتَكُمْ قِبْلَةً وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى (علیه السلام) او د هغه ورور ته مو وحى وكړه چې د خپل قوم لپاره په مصر كې څو كورونه تيار كړه او خپل کورونه قبله وګرځوئ او لمونځ ترسره كوئ او مومنانو ته زېرى وركړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَ مُوسَىٰ رَبَّنَآ إِنَّكَ ءَاتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُۥ زِينَةً وَأَمْوَٰلًا فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا۟ عَن سَبِيلِكَ رَبَّنَا ٱطْمِسْ عَلَىٰٓ أَمْوَٰلِهِمْ وَٱشْدُدْ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا۟ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موسى (علیه السلام) وويل: ای زموږ ربه تا خو فرعون او د ده سردارانو ته د دنيا په ژوند كې ښكلا او مالونه وركړي دي، اى زموږ ربه! تر څو خلک ستا له لارې واړوي؟ اې زموږ ربه! پر مالونو يې تباهي راوله او پر زړونو يې مهر ولګوه چې تر هغه ايمان رانه وړي څو چې یې دردناک عذاب نه وي ليدلى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ قَدْ أُجِيبَت دَّعْوَتُكُمَا فَٱسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَآنِّ سَبِيلَ ٱلَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (الله تعالى) وفرمايل: ستاسو دواړو دعا قبوله شوه، نو ټينګ (سم) ودرېږئ، او د هغو خلکو لار پسې مه ځئ چې نه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَجَٰوَزْنَا بِبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱلْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُۥ بَغْيًا وَعَدْوًا حَتَّىٰٓ إِذَآ أَدْرَكَهُ ٱلْغَرَقُ قَالَ ءَامَنتُ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱلَّذِىٓ ءَامَنَتْ بِهِۦ بَنُوٓا۟ إِسْرَٰٓءِيلَ وَأَنَا۠ مِنَ ٱلْمُسْلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بني اسرائيل مو له سمندره پورې اېستل نو فرعون او لښكر يې د ظلم او تېري په غرض ورپسې شول، تر هغه چې ډوبېدو راګير كړ، ويلې: ما ومنله چې له هغه (الله) پرته (په حقه) بل معبود نشته كوم چې بني اسرائيلو منلى، او زه له غاړه ايښودونكو څخه يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ءَآلْـَٰٔنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ ٱلْمُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (ځواب وركړ شو) اوس (يې منې)! حال دا چې لږ ړومبى دې سرغړولو او له مفسدانو څخه وې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱلْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ ءَايَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ ٱلنَّاسِ عَنْ ءَايَٰتِنَا لَغَٰفِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو نن به ستا جوسه (مړ تن) وژغورو تر څو وروستنيو ته نښانه شې، او بې شكه چې ډېر له انسانانو زموږ له نښانو بې پروايي كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ فَمَا ٱخْتَلَفُوا۟ حَتَّىٰ جَآءَهُمُ ٱلْعِلْمُ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِى بَيْنَهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُوا۟ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بني اسرائيلو ته مو ښه استوګنځى وركړ او له پاكو شيانو مو روزي وركړه، نو تر هغه يې خپلو كې اختلاف سره ونه كړ څو چې علم ورته راغى، يقيناً ستا رب د قيامت په ورځ په هغه څه كې فيصله كوي چې دوى پكې اختلاف كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِن كُنتَ فِى شَكٍّ مِّمَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ فَسْـَٔلِ ٱلَّذِينَ يَقْرَءُونَ ٱلْكِتَٰبَ مِن قَبْلِكَ لَقَدْ جَآءَكَ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كه ته په هغه څه كې شكمن يې چې موږ درته نازل كړي نو هغه خلک وپوښته چې له تا مخكې لا كتاب لولي، په حقيقت كې له خپل ربه تاته حق راغلى نو هېڅكله له شک كوونكو څخه مه كېږه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلَّذِينَ كَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ فَتَكُونَ مِنَ ٱلْخَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغو كسانو هم مه كېږه چې د الله آيتونه يې دروغ وګڼل بيا به له تاوانيانو څخه شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ حَقَّتْ عَلَيْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه هغوى چې ستا د رب خبره ورباندې رښتيا شوې ده، هېڅكله ايمان نه راوړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ جَآءَتْهُمْ كُلُّ ءَايَةٍ حَتَّىٰ يَرَوُا۟ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَلِيمَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه څه هم هر ډول نښانه ورته راشي تر هغو چې دردناک عذاب ونه ويني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ ءَامَنَتْ فَنَفَعَهَآ إِيمَٰنُهَآ إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ ءَامَنُوا۟ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَتَّعْنَٰهُمْ إِلَىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ولې داسې يو كلى نشته چې (له عذاب ليدلو وروسته يې) ايمان راوړى وي او ايمان يې ګټه ورته رسولې وي، پرته د يونس (عليه السلام) له قومه، كله چې هغوى ايمان راوړو نو په دنيايي ژوند كې مو د رسوايي عذاب ترې ايسته كړ، او تر يو مهال مو ګټه اخيستلو ته پرېښودل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَـَٔامَنَ مَن فِى ٱلْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنتَ تُكْرِهُ ٱلنَّاسَ حَتَّىٰ يَكُونُوا۟ مُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه ستا رب غوښتي واى نو څوک چې په ځمكه كې دي ټولو به ايمان راوړى و، نو آيا ته خلک مجبوروې چې ايمان لرونكي دې شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَيَجْعَلُ ٱلرِّجْسَ عَلَى ٱلَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هېچاته دا نشته چې د الله له ارادې پرته ايمان راوړي، او پليتي (غضب) پر هغو خلكو وراچوي چې عقل نه كاروي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلِ ٱنظُرُوا۟ مَاذَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا تُغْنِى ٱلْـَٔايَٰتُ وَٱلنُّذُرُ عَن قَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: تاسو وګورئ چې په آسمانونو او ځمكه كې څه دي؟ او هغه كسان چې ايمان نه راوړي، نښانې او د وېروونكو اخطارونه څه ګټه نه ور رسوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَهَلْ يَنتَظِرُونَ إِلَّا مِثْلَ أَيَّامِ ٱلَّذِينَ خَلَوْا۟ مِن قَبْلِهِمْ قُلْ فَٱنتَظِرُوٓا۟ إِنِّى مَعَكُم مِّنَ ٱلْمُنتَظِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو آيا (اوس) د هغو خلكو له ورځې پرته چې تر دوى ړومبى تېر شوي وو، بل د څه انتظار باسي، ووايه: ښه نو انتظار كوئ، زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ نُنَجِّى رُسُلَنَا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كَذَٰلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا نو خپل رسولان او هغه خلک ژغورو چى ايمان يې راوړى، همدغه شان، پر موږ ثابته ده چې مومنان به ژغورو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمْ فِى شَكٍّ مِّن دِينِى فَلَآ أَعْبُدُ ٱلَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِنْ أَعْبُدُ ٱللَّهَ ٱلَّذِى يَتَوَفَّىٰكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته ووايه: ای خلكو! كه تاسو زما د دين په اړه په شک كې ياست نو زه خو هغه څه نه لمانځم چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، خو يوازې هغه الله به لمانځم چې تاسو وفات كوي، او ماته امر شوى چې له ايمان راوړونكو څخه اوسم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُشْرِكِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې خپل ځان سم (نېغ) په دغه دين برابر ودروه، او هېڅكله له مشركانو مه كيږه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَدْعُ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له الله پرته داسې څه مه رابله چې نه ګټه درته رسوي او نه كوم زيان، نو كه داسې دې وكړل نو بيا به له ظالمانو شې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِن يَمْسَسْكَ ٱللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُۥٓ إِلَّا هُوَ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهِۦ يُصِيبُ بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِۦ وَهُوَ ٱلْغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه الله څه كړاو در ورسوي نو بيا يې له هغه پرته څوک اېسته كوونكى نشته او كه څه ښېګڼه درته وغواړي نو بيا يې د فضل ايساروونكى څوک نشته، له خپلو بندګانو هر چاته چې وغواړي ور رسوي يې او هماغه ډېر مهربان بخښونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ ٱلْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ فَمَنِ ٱهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِى لِنَفْسِهِۦ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ووايه: ای خلكو! دا دى خپل رب له لوري مو حق درته راغلى دى، نو څوک چې په سمه لار برابر شي نو صرف د ځان لپاره يې سمه لار وموندله او څوک چې بې لارې شو نو بې لارې كېدل يې يوازې پر خپل ځان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتَّبِعْ مَا يُوحَىٰٓ إِلَيْكَ وَٱصْبِرْ حَتَّىٰ يَحْكُمَ ٱللَّهُ وَهُوَ خَيْرُ ٱلْحَٰكِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغه څه متابعت كوه چې تاته وحى كيږي او تر هغه صبر وكړه چې الله فيصله وكړي او هماغه ښه فيصله كوونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت التوبة
سورت هود ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.