فَقَالَ ٱلْمَلَأُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَوْمِهِۦ مَا نَرَىٰكَ إِلَّا بَشَرًا مِّثْلَنَا وَمَا نَرَىٰكَ ٱتَّبَعَكَ إِلَّا ٱلَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِىَ ٱلرَّأْىِ وَمَا نَرَىٰ لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍۭ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَٰذِبِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د هغه د قوم كافر شوو سردارانو وويل: موږ خو تا د خپل ځان په څېر يو بشر ګورو، او نه دې وينو چې زموږ له ټېټو (بې پته) بې فكره (ساده) خلكو پرته بل چا ستا متابعت كړى وي او پر موږ باندې ستاسو كوم غوره والى هم نه دركې وينو، بلكه موږ خو تاسو دروغجن ګڼو.