حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَمْرُنَا وَفَارَ ٱلتَّنُّورُ قُلْنَا ٱحْمِلْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ ٱثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ ٱلْقَوْلُ وَمَنْ ءَامَنَ وَمَآ ءَامَنَ مَعَهُۥٓ إِلَّا قَلِيلٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتر دې چې كله زموږ حكم راغى او (هغه) تنور وخوټېدلو موږ وويل: له هر ډول نه يوه يوه جوړه پكى سپاره كړه او خپله كورنى دې هم، پرته له هغو چې په هكله يې مخکې وينا شوې ده او هغه كسان هم (سپاره كړه) چې ايمان يې راوړى، او پرته له كمو خلكو ده سره نور چا ايمان نه و راوړى.