وَأَنِ ٱسْتَغْفِرُوا۟ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا۟ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَٰعًا حَسَنًا إِلَىٰٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِى فَضْلٍ فَضْلَهُۥ وَإِن تَوَلَّوْا۟ فَإِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا چې له خپل ربه مو بخښنه وغواړئ، بيا هغه ته توبه وكړئ چې تر يوې معلومې نېټې پورې تاسو ته د ژوند ښایسته وسايل دركړي، او هر د فضل خاوند ته به فضل وركړي، او كه تاسو مخ وګرځولو نو بيا خو پر تاسو د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم.