فَلَمَّا جَآءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَٰلِحًا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَعَهُۥ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَمِنْ خِزْىِ يَوْمِئِذٍ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ ٱلْقَوِىُّ ٱلْعَزِيزُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې زموږ امر راغى، په خپل رحمت سره مو صالح او هغه كسان وژغورل چې له ده سره يې ايمان راوړى و، او د هغې ورځې له رسوايي (مو خوندى كړل) بې شكه همدا ستا رب برلاسى ځواكمن دى.