هُوَ ٱلَّذِى يُسَيِّرُكُمْ فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ حَتَّىٰٓ إِذَا كُنتُمْ فِى ٱلْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا۟ بِهَا جَآءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَآءَهُمُ ٱلْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَٰذِهِۦ لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّٰكِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدى هماغه دى چې تاسو په وچه او لمده كې ګرځوي تر هغه چې بېړيو كې (سپاره) شئ او بيا له پاک باد سره روانې شي دوى وړي، او دوی پرې خوشاله وي نو توند (مخالف) باد ورباندې راشي او له هرې خوا څپې څپانده شي او دوى وانګيري چې دا دى ګير شولو نو دوى خپل دين يوازې د الله لپاره خالصوي او دعاګانې كوي چې كه موږ دې له دې وژغورلو نو خامخا به له شكر اېستونكو څخه يو.